طالبان وايي د خصوصي ښوونیزو مرکزونو فیسونه به تنظیم او خدمتونه به یې معیاري شي

په داسې حال کې چې طالبانو له شپږمو ټولګیو پر لوړو نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې دي؛ د یادې ډلې د ریاستالوزرا اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د طالبانو د پوهنې وزارت هغه طرحه منلې، چې له مخې به یې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو فیسونه تنظیم او خدمتونه یې معیاري شي.





