• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې یو افغان پر دوو ۱۴ کلنو نجونو په جنسي تېري تورن شو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۱۷ GMT+۰

په برېتانیا کې یو افغان وګړی پر دوو ۱۴ کلنو نجونو په جنسي تېري او جنسي ځورونې تورن شوی دی. د مانچسټر پولیس وايي، چې دوی د هغه قضیه د بولټن کراون محکمې ته لېږلې ده. د مانچسټر پولیسو د تورن کس تصویر یا د قربانیانو هویت نه‌دی خپور کړی.

دغه ۲۸کلن افغان د دوو ۱۴ کلنو نجونو سره د جنسي تېري او جنسي ځورونې په تورونو تورن شوی دی. پولیسو ویلي، چې دغه پېښې د بولټن په ښار کې شوې او تورن کس د قربانیانو سره تر مخامخ لیدنې وړاندې د انټرنېټ له لارې په تماس کې و.

د برېتانیا قضايي چارواکو ویلي، چې د قربانیانو د عمرونو له امله د قانون له مخې به د دوی هویت پټ وساتل شي. تمه کېږي، چې د محکمې تر پرېکړې وروسته به د یادې قضیې په اړه تازه معلومات خپاره شي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

په هالنډ کې یوه افغانه د ښاروالۍ شورا ته نومانده شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰
100%

د بشري حقونو او سیاسي فعالې څانګې صدیقي ویلي، چې د یوه سیاسي ګوند له لوري په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا ته نومانده شوې. نوموړې ویلي، چې د هغې موخه د ښځو د معنا لرونکې ونډې او مشارکت پیاوړتیا ده. زوترمیر د هالنډ په سوېل کې موقعیت لري او د دې ښار نفوس له ۱۱۹ زرو ډېره دی.

د ښاروالۍ شورا په هالنډ کې هغه تصمیم نیوونکې اداره ده، چې د سیمه‌ییزو چارو مسوولیت لري، لکه د ښاري پالیسیو او مقرراتو تصویب، د بودجې تایید، د ښاروالۍ د کارونو څارنه، ستراتیژیک پلان جوړول او په سیمه‌ییزو پرېکړو کې د خلکو استازولي ده. د ښاروالۍ شورا ټاکنې د هالنډ د زوترمیر په ښار کې د کب پر ۲۷مه ترسره کېږي.

څانګه صدیقي چې ۱۷ کاله مخکې له افغانستان څخه هالنډ ته کډواله شوې، دا مهال د هالنډ په مالیې وزارت کې کار کوي.

هغه د ډيموکراتانو۶۶ (D66) نومي ګوند له‌خوا د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته نومانده شوې. ډيموکراټ۶۶ د هالنډ تر ټولو لوی سیاسي ګوند ګڼل کېږي، چې په پارلماني ټاکنو کې بریالی شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر خپله کابینه اعلان کړي.

څانګه صدیقي وايي، چې له سیاست سره د هغې ژمنتیا په ځانګړي ډول د ښځو د رول او د هغوی د معنا لرونکې ونډې په برخه کې په پرېکړه‌ کوونکو مېزونو کې، یو جدي او هوښیار انتخاب دی.

څانګې صدیقي په یو پیغام کې ویلي: «زما په باور، ښځې د خپلو ژوندیو تجربو، مسوولانه لید او ټولنې ته د ژور تعهد له‌مخې کولای شي سیاست د بشري ټولنې د هوساینې لپاره د یوې اغیزناکې وسیلې په توګه وکاروي».

د هغې په وینا، دا نوماندي یوازې یو شخصي ګام نه، بلکې د دې لپاره یوه هڅه ده، چې د ښځو، د کډوالۍ سابقه لرونکو او ټولو هغو خلکو غږ پیاوړی شي چې د برابرو فرصتونو پر بنسټ یوې عادلانه، پرانېستې او ټول‌شمولې ټولنې ته هیله لري.

ویل کېږي، د یاد ښار د ښاروالۍ شورا ته شاوخوا ۳۵نوماندان دي.

طالبانو په کندوز او بلخ کې دوه کوډګر نیولي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، چې د خلکو د شکایتونو پر بنسټ یې په کندوز او بلخ ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دی. طالبانو ویلي، چې دغه دوه کسان د اسلامي قانون خلاف کړنو او د خلکو د تېر اېستلو په تړاو نیول شوي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کندوز کې یې هغه کس نیولی، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د غیر شرعي اعمالو په ترسره کولو له خلکو پيسې اخیستې. طالبانو زیاته کړې، چې له نیول شوي کس څخه یې د جادو اړوند ځينې وسایل هم ترلاسه کړي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې یې یو بل کس هم د ورته چارې د ترسره کولو په تړاو نیولی دی.

امربالمعروف وزارت دا هم ویلي، چې له لومړنیو څېړونو وروسته به د دوی دوسیې قضايي ادارو ته وسپارل شي.

طالبانو په پنجشېر کې تر ۴ زره زیات قیراط زمرد پر څه باندې درې میلیونه افغانیو وپلورل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰
100%

طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ۴ زره او ۴۰۵ قیراطه زمرد پر ۳ میلیونه ۱۵۳ زره ۹۱ افغانیو پلورلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه زمرد یې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) ویلي، چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې پلاوي، سیمه ييزو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په حضور کې تر سره شوې ده. طالبانو تر دې مخکې هم په پنجشېر کې د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي.

طالبانو له کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره مهم ګام یاد کړی دی.

پر طالبانو نیوکه ده، چې د کاني سیمو اوسېدونکو ته د ژوند د هېڅ راز امکاناتو له برابرولو پرته د کانونو ټول عواید مخامخ خپلې خزانې ته لېږدوي. د طالبانو د همدې چارې له امله همدا څو ورځې مخکې په تخار او بدخشان کې خلکو اعتراض کړی و، خو دغه اعتراض هم د طالبانو له لوري وځپل شو.

طالبانو د لغمان په ځنګلونو کې د چاپيریالي نظم د ساتلو لپاره ۱۱ بیزوګان او ۲ مرغان خوشې کړل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د چاپیریال ساتنې اداره وایي، چې د لغمان د میل درې په طبیعي ځنګلونو کې یې د چاپيریالي نظم د تقویې او طبیعت ساتلو په موخه ۱۱ بیزوګان او ۲ سپين غاړې مرغان خوشې کړې دي. دغې ادارې ویلي، دغه چاره یې له کابل ژوبڼ سره په همغږۍ کړې ده.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا هڅه یې د طبیعي ځنګلونو د ایکو سیستمونو د تقویې او طبیعت د ښکلا په موخه کړې ده.

دغې ادارې زياته کړې: «موږ دا کار د طبیعي ځنګلونو د ایکو سیستمونو د تقويې، د طبیعت د تعادل ساتلو، د ځنګلي حشراتو او افاتو د کنټرول او غذایي ځنځیر د تقویې په موخه کړی دی».

طالبانو د خپل مشر هبت‌الله د یوه فرمان له‌مخې، په ټول هېواد کې د حیواناتو او مرغانو پر ښکار بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی، چې له سرغړونکو سره به جدي چلند کېږي.

عبدالحکیم شرعي: د ځمکو د غصب مخنیوی په جدیت او شفافیت روان دی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې له طالب مسوولینو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې د کابل په کچه د ځمکو د استرداد بهیر په بشپړ جدیت، شفافیت او د شرعي قانون په چوکاټ کې مخ ته روان دی. نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدامات د عامه شتمنۍ د ساتنې په موخه کوي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عبدالحکیم شرعي په دې ناسته کې د ځمکو د غصب د مخنیوي، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او د غاصبینو او زورواکو پر وړاندې د قاطع اقداماتو په اړه خبرې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب په مخنیوي سره باید د خلکو مشروع حقونه خوندي شي.

په دې ناسته کې د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي امین‌الله عبید ویلي، چې واک ته د دوی له رسېدو را وروسته په مرکز کې زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه شوې او دا مهال یې د دولتي پروژو د تطبیق لپاره خپلې ادارې ته په واک کې ورکړې دي.

یو شمېر هېوادوال وايي، که طالبان له شخصي سلیقو او عقدو پرته دغه چاره ترسره کوي دا به هم د خلکو او هم به د هېواد په ګټه وي؛ خو وېره دا ده، چې همدا اوس طالب چارواکو هم د ځمکو غصب ته ملا تړلې او پر غصب شویو ځمکو د دیني مدرسو تر څنګ سترې ودانۍ او سوداګریز مارکیټونه جوړوي.