• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د ولسي اعتراضونو او د انټرنېټ پرې کېدو په تړاو د افغان ورزشکارانو غبرګون

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د افغانستان یوشمېر ورزشکارانو په ایران کې د ولسي اعتراضونو او په دغه هېواد کې د انټرنېټ پرې کېدو په غبرګون کې خپل نظرونه په خواله رسنیو کې شریک کړي دي. د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر انوش دستګیر، ذکیه خدادادي او شهناز عزیزي هغه څېرې دي چې دغه پېښو ته یې غبرګون ښودلی دی.

انوش دستګیر چې دا مهال د هالنډ د ۱۸ کلنو څخه د کم عمره لوبډلې لوبډلمشر دی، په انسټاګرام کې یې د پیغام او د ایراني کمېډین مکس امیني د خبرو د یوې برخې په بیا خپرولو سره ټینګار کړی، چې د ایران خلک په سړکونو د ازادۍ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

ذکیه خدادادي چې د کډوالو لوبډلې د المپیک نړۍوالې کمېټې لومړۍ مډال‌ګټونکې ده، په انسټاګرام پاڼه یې د انټرنېټ پرې کېدو انځور خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ولسي اعتراضونو له پراخېدو سره هم‌مهاله ایراني چارواکو انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی دی.

همدارنګه، د افغانستان د بدني روزنې لوبغاړې شهناز عزیزي هم یو متن بیا خپور کړی او لیکلي یې دي: «د ایران خلک یوازې د منځني ختیځ لپاره نه جنګېږي؛ هغوی د یوې داسې مبارزې بېرغ‌وال دي، چې د ټولې نړۍ راتلونکی ټاکي».

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیولې ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۰

طالبانو په هرات ولایت کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیولې ده. سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دوه ورځې وړاندې دغه روزونکې ونیوله او زندان ته یې ولېږدوله.

نوموړې داسې مهال نیول شوې، چې په افغانستان کې د شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ښځو پر ټولو ورزشي فعالیتونو بندیز لګېدلی. د سرچینو په وینا؛ د تکواندو د دغه روزونکې د نیولو لامل د طالبانو له هغه بندیزه سرغړونه بلل شوې، چې ښځې یې له هر ډول ورزشي فعالیت څخه منعه کړې دي.

سرچینې زیاتوي، چې د شنبې له سهار راهیسې د یادې روزونکې کورنۍ او خپلوان د هغې د برخلیک څخه بې‌خبره دي او تر دې دمه هیڅ یوې ادارې دوی ته د نوموړې د وضعیت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي. دغه حالت د هغې د خپلوانو او په هرات او نورو ولایتونو کې د ورزشي ټولنې ترمنځ پراخه اندېښنه راپارولې ده.

ځايي سرچینې ټینګار کوي، چې د یادې روزونکې نیول د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د لوبغاړو په ځانګړې توګه د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې بې‌عدالتي ده. ویل کېږي، چې د دغه روزونکې پلار او یو بل کس چې ورزشي کلپونه لري هم د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

په بغلان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې د هېواد د پنځو ولایتونو د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو کې د بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان او بغلان شاوخوا ۱۰۰ پهلوانانو د دوو ورځو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سیالیو پر مهال پهلوانانو هڅه کوله، چې د خپلو مهارتونو او وړتیاوو په نندارې کولو سره بریا خپله کړي او غوره کسانو وکولای شول بېلابېل مقامونه هم ترلاسه کړي.

د سیالیو لوبڅار په وروستۍ نېمه کې پهلوان صدرالحق لومړی، پهلوان رامین دویم او پهلوان صفت درېیم ګټونکي اعلان کړل.

یادو کسانو د اړوندو ادارو له لوري جایزې هم تر لاسه کړې.

د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ لوبډلې د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره لوبډلې د نړۍوال جام له لوبو وړاندې په یوه تمریناتي سیالۍ کې د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په نامیبیا کې ترسره شوه، چې موخه یې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام لپاره چمتوالی ښودل شوی دی.

د لوبې پچه د اسټرالیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ برخه کې غوره توپ‌اچونه نندارې ته وړاندې کړه او د اسټرالیا ټول لوبغاړي یې په ۱۶۷ منډو کې وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبدلې د توپ‌اچونې په شان غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او د عثمان سادات د ۵۴ منډو، د محبوب‌خان د ۳۴ او عزیرالله خان نیازي د ۲۸ منډو په مټ یې سیالې لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سریلانکا د لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

افغان اتلان له ویسټ‌انډیز سره د شل اوریزو لوبو لپاره متحده عربي اماراتو ته ولاړل

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ماسپښین له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته لاړه، چې له ویسټ‌انډیز سره د درې شل اوریزو نړیوالو لوبوپه لوبلړۍ کې ګډون وکړي. د دې لوبلړۍ لومړۍ شل اوریزه سیالي به د جنورۍ پر ۱۹مه په دوبۍ کې ترسره شي.

ټاکل شوې افغان لوبډله د لوبو له پیل مخکې په دوبۍ کې د یوې اونۍ روزنیز او بدني چمتووالي کمپ ترسره کړي.

دوه نورې لوبې به د همدې میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې وشي.

د یادې لوبلړۍ په پای کې افغان لوبډله په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه هند ته سفر کوي.

د افغان کرټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغان لوبډلې پیاوړی او تجربه لرونکی لوبغاړی ګلبدین نایب، چې د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې سیالیو کې د لوبډلې برخه نه و، لوبډلې ته راګرځېدلی دی. د نوموړي ترڅنګ نوین الحق چې له اوږدې مودې راهیسې د اوږې ټپ له امله له سیالیو بهر و، بیا ځلې لوبډلې ته راغلی دی.

کیڼ لاسی توپ وهونکی شاهدالله کمال او ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی محمد اسحاق هم په لوبډله کې اخیستل شوي دي. ځوان او تکړه چټک توپ اچوونکی عبدالله احمدزی چې په دې وروستیو کې یې د افغان لوبډلې په ګټه ګڼ شمېر لوبې کړې، هم لوپډله کې خپل ځای ساتلی دی.

دغه راز تکړه چپ لاسی چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي چې د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې ونه لوبېد او د زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کې یې هم یوازې یوه لوبه وکړه، هم د راتلونکو سیالیو لپاره لوبډلې ته راګرځېدلی دی.

د بورډ د معلوماتو له مخې، راشد خان لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او محمد اسحاق ویکټ ساتونکي، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نور احمد، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي او عبدالله احمدزی د لوبډلې نور غړي دي.

د دوی ترڅنګ غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیاءالرحمن شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه لوبډلې کې شامل شوي دي.

په هرات او کندهار کې د اس ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۵ GMT+۰

د افغانستان د اس‌ ځغلونې فدراسیون اعلان کړی، چې د «وحدت جام» د اس ځغلونې سیالۍ په هرات کې ترسره شوې. دغو سیالیو لپاره۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټنونه غوره شوي وو.له دې سره هم‌مهاله په کندهار کې هم ورته سیالۍ د غوره لوبغاړو په غوراوي سره پای ته ورسېدې.

د هرات سیالۍ د «یورغه» په څانګه کې ترسره شوې او د اس‌ ځغلونې فدراسیون په وینا، په ۱۲۰۰ مترو سیالۍ کې فېروز احمد سبحاني لومړی مقام وګاټه او همداراز عبدالحق توپان، مسعود کرُخ او میرویس بارکزي په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم مقامونه وګټل.

په ۸۰۰ مترو سیالۍ کې معروف اسلامي لومړی مقام، فدا محمد تیموري، غلام یحیی او قاسم یلاني په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم ځایونه خپل کړل.

د اس‌ ځغلونې فدراسیون د مسوولینو په وینا، د دې سیالیو دوام به په راتلونکې اوونۍ ترسره شي او په دواړو واټنونو (۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره) کې به غوره لوبغاړي د ملي لوبډلې د غوراوي پړاو ته لاره ومومي.

له دې سره سم، په کندهار کې هم ورته سیالۍ په عینو مېنه کې ترسره شوې او په پایله کې یې فضل‌الباري لومړی مقام، محمد عوض دویم او اقا شیرین درېیم مقامونه خپل کړل.