• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان کرېکټ بورډ د ظرفیت‌لوړونې او بدني چمتووالي لپاره دوه نوي روزونکي ګومارلي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې دوه برېتانوي روزونکي ټابي رېډفورډ او رابرت اهمن یې د ظرفیت‌لوړونې او بدني چمتووالي په برخو کې د نويو روزونکو په توګه ګومارلي دي.

ټاکل شوې، چې دغه روزونکي د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د ۲۰ اوریزو سیالیو له پیل مخکې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ ټابي رېډفورډ د انګلستان د کرېکټ بورډ د څلورمې کچې سند لري او دا مهال د بنګله‌دېش غوره لیګ کې د ډهاکا کپېټلز لوبډلې د سر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴کلونو ترمنځ د پاکستان کرېکټ بورډ کې د توپ‌وهنې روزونکي په توګه کار کړی او دارنګه یې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کلونو پورې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې مشري پر غاړه لرله. رېډفورډ د ۲۰۱۲کال نړۍوال جام پر مهال د وېسټ‌انډیز لوبډلې د روزونکي تجربه هم لري.

رابرت اهمن چې د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري بل ټاکل شوی روزونکی دی، هم د بدني چمتووالي متخصص دی. نوموړي پخوا د انګلستان او وېلز کرېکټ بورډ د کړنو د علومو او ورزشي طب څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې او د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې کې یې د بدني چمتووالي او روغتیايي خدمتونو مسوولیت پر غاړه لاره.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا؛ رابرت اهمن د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د انګلستان د کرېکټ لوبغاړو د پرمختیایي پروګرامونو برخه و او له وېلز پوهنتون څخه د ورزشي علومو او بدني تمریناتو د ماسټرۍ سند لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ټینګار کړی، سره له دې چې له دغه دواړو روزونکو سره هوکړه شوې؛ خو د ملي لوبډلې د سر روزونکي او د سپین بالرانو لپاره د توپ‌اچونې د روزونکي بستونه لا هم تش دي او د وړ کسانو د جذب هڅې روانې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د درېیو نړۍوالو شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. دغه سیالۍ به د جنورۍ په ۱۹مې، ۲۱مې او ۲۲مو نېټو د دوبۍ په ښار کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره شي. له دغه سیالیو وروسته به د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال شل اوریز نړۍوال جام کې د ګډون لپاره هند او سریلانکا ته سفر وکړي.

100%

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال اسیا جام لپاره؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په هرات کې تمرینات پیل کړل

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو کې د پیاوړي حضور لپاره چمتووالی نیسي، خپله لومړۍ روزنیزه لوبه یې په هرات ولایت کې ترسره کړه.

دغه لوبډله چې تر دې وړاندې یې د ایران په مشهد ښار کې روزنیز کمپ لاره، د یاد هېواد د حکومت پر وړاندې د ولسي اعتراضونو له پراخې څپې وروسته افغانستان ته ستنه شوه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د مهالوېش سره سم د څو ورځو لپاره په هرات ولایت کې تمرین وکړي او څو دوستانه سیالۍ به هم ترسره کړي. تر هغې وروسته به افغان لوبډله کابل ته ستنه شي؛ ترڅو بهرنیو سفرونو ته چمتووالی ونیسي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دارنګه اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶کال د اسیا جام له سیالیو وړاندې د چمتووالي سیالیو په لړ کې به ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې پر وړاندې دوه نورې لوبې هم ولري.

یاده لوبډله به د ۱۴۰۴کال (د مرغومي په ۲۶مه) ویتنام ته سفر وکړي او (د مرغومي په ۲۹مه) او د سلواغې په لومړۍ نېټه به د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون منلې، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د سلواغې په ۵مه نېټه اندونیزیا ته سفر وکړي؛ څو د ۲۰۲۶کال د اسیا جام فوټسال په سیالیو کې برخه واخلي. د دغه سیالیو وروستی پړاو به د ۱۴۰۴کال د سلواغې له ۷مې تر ۱۸مې نېټې پورې (د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر ۷مې نېټې) د اندونیزیا په کوربه‌توب او د ۱۶ لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په څلورم ګروپ کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا لوبډلو سره همډلې ده.

د سیالیو بشپړه ډلبندي:

لومړۍ ډله: اندونیزیا، عراق، قرغزستان، سویلي کوریا

دویمه ډله: ټایلنډ، ویتنام، کوېټ، لبنان

درېیمه ډله: جاپان، ازبکستان، تاجکستان، اسټرالیا

څلورمه ډله: ایران، افغانستان، سعودي عربستان، مالیزیا

100%

د ایران د ولسي اعتراضونو او د انټرنېټ پرې کېدو په تړاو د افغان ورزشکارانو غبرګون

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د افغانستان یوشمېر ورزشکارانو په ایران کې د ولسي اعتراضونو او په دغه هېواد کې د انټرنېټ پرې کېدو په غبرګون کې خپل نظرونه په خواله رسنیو کې شریک کړي دي. د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر انوش دستګیر، ذکیه خدادادي او شهناز عزیزي هغه څېرې دي چې دغه پېښو ته یې غبرګون ښودلی دی.

انوش دستګیر چې دا مهال د هالنډ د ۱۸ کلنو څخه د کم عمره لوبډلې لوبډلمشر دی، په انسټاګرام کې یې د پیغام او د ایراني کمېډین مکس امیني د خبرو د یوې برخې په بیا خپرولو سره ټینګار کړی، چې د ایران خلک په سړکونو د ازادۍ او بشري حقونو لپاره مبارزه کوي.

ذکیه خدادادي چې د کډوالو لوبډلې د المپیک نړۍوالې کمېټې لومړۍ مډال‌ګټونکې ده، په انسټاګرام پاڼه یې د انټرنېټ پرې کېدو انځور خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ولسي اعتراضونو له پراخېدو سره هم‌مهاله ایراني چارواکو انټرنېټ ته لاسرسی بند کړی دی.

همدارنګه، د افغانستان د بدني روزنې لوبغاړې شهناز عزیزي هم یو متن بیا خپور کړی او لیکلي یې دي: «د ایران خلک یوازې د منځني ختیځ لپاره نه جنګېږي؛ هغوی د یوې داسې مبارزې بېرغ‌وال دي، چې د ټولې نړۍ راتلونکی ټاکي».

طالبانو په هرات کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیولې ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۱ GMT+۰

طالبانو په هرات ولایت کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې نیولې ده. سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دوه ورځې وړاندې دغه روزونکې ونیوله او زندان ته یې ولېږدوله.

نوموړې داسې مهال نیول شوې، چې په افغانستان کې د شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ښځو پر ټولو ورزشي فعالیتونو بندیز لګېدلی. د سرچینو په وینا؛ د تکواندو د دغه روزونکې د نیولو لامل د طالبانو له هغه بندیزه سرغړونه بلل شوې، چې ښځې یې له هر ډول ورزشي فعالیت څخه منعه کړې دي.

سرچینې زیاتوي، چې د شنبې له سهار راهیسې د یادې روزونکې کورنۍ او خپلوان د هغې د برخلیک څخه بې‌خبره دي او تر دې دمه هیڅ یوې ادارې دوی ته د نوموړې د وضعیت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي. دغه حالت د هغې د خپلوانو او په هرات او نورو ولایتونو کې د ورزشي ټولنې ترمنځ پراخه اندېښنه راپارولې ده.

ځايي سرچینې ټینګار کوي، چې د یادې روزونکې نیول د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د لوبغاړو په ځانګړې توګه د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې بې‌عدالتي ده. ویل کېږي، چې د دغه روزونکې پلار او یو بل کس چې ورزشي کلپونه لري هم د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

په بغلان کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۹ GMT+۰

د بغلان په مرکزي ولسوالۍ کې د هېواد د پنځو ولایتونو د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. په دې سیالیو کې د بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان او بغلان شاوخوا ۱۰۰ پهلوانانو د دوو ورځو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړې.

د سیالیو پر مهال پهلوانانو هڅه کوله، چې د خپلو مهارتونو او وړتیاوو په نندارې کولو سره بریا خپله کړي او غوره کسانو وکولای شول بېلابېل مقامونه هم ترلاسه کړي.

د سیالیو لوبڅار په وروستۍ نېمه کې پهلوان صدرالحق لومړی، پهلوان رامین دویم او پهلوان صفت درېیم ګټونکي اعلان کړل.

یادو کسانو د اړوندو ادارو له لوري جایزې هم تر لاسه کړې.

د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ لوبډلې د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره لوبډلې د نړۍوال جام له لوبو وړاندې په یوه تمریناتي سیالۍ کې د اسټرالیا د نولس کلنو لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه د یکشنبې په ورځ په نامیبیا کې ترسره شوه، چې موخه یې د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام لپاره چمتوالی ښودل شوی دی.

د لوبې پچه د اسټرالیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ برخه کې غوره توپ‌اچونه نندارې ته وړاندې کړه او د اسټرالیا ټول لوبغاړي یې په ۱۶۷ منډو کې وسوځول.

د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبدلې د توپ‌اچونې په شان غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او د عثمان سادات د ۵۴ منډو، د محبوب‌خان د ۳۴ او عزیرالله خان نیازي د ۲۸ منډو په مټ یې سیالې لوبډلې ته د شپږ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د سریلانکا د لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.