• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د سمیع سمسور لیکنه

د ایران احتمالي سقوط؛ راتلونکی نظام، پوځ او د نړۍوالو پټې محاسبې

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوریت د احتمالي ړنګېدو بحث نور یوازې د سیاسي شنونکو د مېز پر سر محدود نه دی، بلکې د روانو اعتراضونو، اقتصادي فشارونو او نړۍوالې انزوا له امله د واقعي سناریو په توګه مطرح شوی دی.

خو که دا نظام ضعیفیږي او ولسي پاڅونونه مخ پر ودې وي، اصلي پوښتنه دا نه ده چې بدلون به راشي که نه، بلکې دا ده چې دا بدلون به په کوم لوري ولاړ وي او د چا ګټې به پکې خوندي کېږي؟

د ایران د خلکو، د سیمې د پیچلو سیاسي لوبغاړو او که د غربي بلاک؟

تر ډېره داسې انګېرل کېږي چې د ایران راتلونکی نظام به نه د شاهي واک بڼه ولري او نه به د مذهبي رهبرۍ بدیل وي. د دې تر شا یو مهم دلیل دا دی چې دواړه نظامونه، که څه هم له تاریخي او سمبولیک پلوه د ځینو حلقو ملاتړ لري، خو په عمل کې د یوه قوي، متمرکز او ملي‌محوره دولت د بیا راټوکېدو زمینه برابروي.

دا ډول دولت کولای شي یو ځل بیا له لوېدیځو او سیمه‌ییزو قدرتونو سره د ټکر سیاست غوره کړي، هغه څه چې نړۍوال یې د بیا تکرار غوښتونکي نه دي.

په همدې اساس، د ډېرو سیاسي څارونکو په باور، تر ټولو عملي او د کنټرول وړ انتخاب د یوه لنډمهالي انتقالي حکومت جوړېدل دي. دا حکومت به د واک د خلا د مخنیوي، د امنیت د نسبي ټینګښت او د سیاسي بې‌ثباتۍ د مهار لپاره رامنځته شي. په دې موده کې به هڅه وشي چې سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او بېلابېلو سیاسي جریانونو ته د فعالیت محدود خو کنټرول شوی فرصت ورکړل شي، څو د ټاکنو لپاره یوه حقوقي او سیاسي فضا رامنځته شي. د دې بهیر وروستۍ موخه به د ولسمشر ټاکل وي، داسې ولسمشر چې تر ډېره د ایډیولوژیکو جنجالونو پر ځای د مدیریت، اقتصاد او نړۍوال تعامل پر محور ولاړ وي.

خو د دې ټولو سناریوګانو تر ټولو ستونزمن او حساس اړخ د ایران پوځ دی. د ایران پوځ، په ځانګړي ډول هغه ځواکونه چې د کورني امنیت او سیمه‌ییز نفوذ لپاره کارول شوي، یوازې یو پوځي جوړښت نه دی، بلکې د سیاسي، اقتصادي او استخباراتي نفوذ یوه ژوره شبکه ده. دا ځواک د تېرو لسیزو پر مهال دومره پیاوړی شوی چې حتا د نظام له بدلېدو وروسته هم کولای شي د سیاسي پرېکړو پر بهیر اغېز ولري.

که دا پوځ پر خپل اوسني جوړښت، وسلو، تجربه او سیمه‌ییزو اړیکو ولاړ پاتې شي، نو نوی نظام به هم د نړۍوالو لپاره د اندېښنې وړ پاتې شي. له همدې امله، د پوځ کمزوري کول، سیاسي بې‌طرفه کول، یا د هغوی د رول محدودول د هرې احتمالي انتقالي طرحې مرکزي برخه ګڼل کېږي. دا موضوع یوازې د ایران د دننه د واک د توازن خبره نه ده، بلکې د منځني ختیځ د امنیتي جوړښت د بیا تنظیم مساله هم ده.

په همدې چوکاټ کې باید دا حقیقت هم له پامه ونه غورځول شي چې ډېری نړۍوال او سیمه‌ییز قدرتونه نه غواړي په منځني ختیځ او مرکزي اسیا کې یو سخت‌دریځه، خپلواک او ځواکمن ایران موجود وي. د تهران اوسنی حکومت، د هغه مداخله‌ګره بهرنۍ پالیسي او له هغه سره تړلې وسله‌والې ډلې د سیمې د بې‌ثباتۍ له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې د ایران پر وړاندې اندېښنه یوازې د حکومت د بڼې پر سر نه ده، بلکې د هغه د ځواک، نفوذ او پوځي ظرفیت پر ماهیت ولاړه ده.

په پای کې که د ایران اوسنی نظام ړنګ شي، نو راتلونکی سیاسي جوړښت به تر ډېره د نړۍوالو امنیتي محاسبو، د کنټرول غوښتنې او د سیمې د ځواک د توازن د اړتیاو له مخې شکل واخلي.

دا بدلون به ښايي د ایران د خلکو لپاره د نوې هیلې دروازې پرانیزي، خو دا پوښتنه به پر ځای پاتې شي چې دا دروازې به د چا په لاس پرانیستل کېږي او تر کومه بریده به خپلواک وي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ایران د بحران د دوه لارې تر منځ؛ پراخې نیوکې، ظالمانه سرکوب او د بدلون ښکاره اشارې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۰
•
رحمان بونیری
ایران د بحران د دوه لارې تر منځ؛ پراخې نیوکې، ظالمانه سرکوب او د بدلون ښکاره اشارې
100%

ایران د معاصر تاریخ له تر ټولو حساسو شېبو تېرېږي، هغه اعتراضونه چې په لومړي سر کې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شول، اوس په یوه سراسري ولسي پاڅون او ژور سیاسي بحران بدل شوي دي.

دا وضعیت د "عربو د سپرلي " هغه لومړنۍ شېبې رایادوي چې په منځني ختیز او شمالي افرېقې (مینا) کې یې مرور او پارېدلی ولس د داسې ځواکمنو حکمرانانو د واکمنۍ پر ضد ودرولو، د چا پر ضد چې د غږ پورته کېدو ګومان هم نه کېده.

په ورته وخت کې که د شام ورستۍ تجربه یاده شي نو هلته هم د سیاسي حل نشتوالي د فرات پر ژۍ پروت هېواد د ژور تاوتریخوالي پر لور ټېل واهلی و.
نن په ایران کې پراخ تاوتریخوالی، په زرګونه متاثرین، د معلوماتو بندیز او زیاتېدونکی نړیوال فشار ښيي چې دا بحران نه لنډمهاله دی او نه هم اسانه پای ته رسېدونکی. یو څه محتاط اټکل دا دی، چې که څه هم لږ رپېدلی دی خو د اخوندي رژیم تر واک نظام تر اوسه پر ځواک ولاړ دی، البته ټولنیز، سیاسي او نړیوال شرایط د داسې بدلونونو نښې ورکوي چې ښايي د ایران راتلونکی تعریف کړي.

اعتراضونه یا نیوکې چې د ګرانۍ، بې‌کارۍ او اقتصادي فشارونو له امله پیل شوې، په چټکۍ سره د ایران له سترو ښارونو تر لرې پرتو سیمو پورې خپرې شوې. د ایران انټرنشنل د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۱۲۰۰۰کسان وژل شوي او زرګونه ټپیان یا نیول شوي دي، خو امریکايي رسنۍ سي بي ایس وايي چې د وژل شویو شمېر له ۲۰ زرو هم لوړ دی.

د افغانستان انټرنشنل د پښتو څانګې ایډیټر وايي په ایران کې د وژنو دا شمېرې د ېوېشتمې پیړۍ تر ټولو خونړی ولسي پاڅون دی.

د ایران حکومت د اعتراض کونکو خلاف له طاقته کار اخلي. په دې خاطر ایت الله خامنه يي په خپل امر امنیتي ځواکونه، سپاه پاسداران او استخباراتي شبکې فعالې کړېدي.

بل خوا حکومت د اعتراضونو د مهار لپاره پراخ انټرنټي او مخابراتي بندیزونه لګولي دي. دا وخت داسې بریښي چې په ایران کې رسنۍ په زولنو کې تړل شوي وي. د رسنیو او د ټولنیزو شبکو بندول او د معلوماتو کنټرول دا هدف لري چې هم د کور دننه د همغږۍ مخه ونیسي او هم نړۍ ته د پېښو د دقیق انځور د رسېدو لاره وتړي. دا وضعیت ښيي چې حکومت اعتراضونه یوازې ټولنیز حرکت نه، بلکې د خپل بقا لپاره ګواښ ګڼي.

له اعتراضونو سره یو ځای په ایران نړیوال فشارونه زیات شوي دي. اروپايي اتحادیې او امریکا نوي بندیزونه اعلان کړي. د سوداګرۍ تعرفې یې لوړې کړې. د بشري حقونو د سرغړونو په هکله یې سخت دریځ خپل کړی دی. که څه هم دا تر ډېره حده د فشار یوه وسیله معلومېږي خو د واشنګټن د واک په ماڼیو کې ناست زاړه پالي مشرتابه د پوځي مداخلت ګوښونه هم کړي دي. نړیوال دریځ دا څرګندوي چې د ایران مساله نور یوازې داخلي نه ده، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت برخه ګرځېدلې ده.

په لنډ مهال کې تر ټولو اسان اټکل دا کېږي چې تهران به د زور، وېرې او کنټرول له لارې په هر صورت کې لاریونونه کنټرولول غواړي. البته د نړیوالو سیاسي چارو ماهران یقین لري د مرور ولس د ژورې ناراضګۍ ختمېدل اسانه نه ښکاري چې د دولت او ټولنې ترمنځ فاصله لا پسې زیاتوي.

د ممکنه منځمهاله سناریو یو محتاط اټکل دا کیدی شي چې حکومت که خپل واک وهم ساتي بې‌ثباتي به ژوندۍ وي څه چې بحران ته لکه د اور تېل ورکوي.

اوسنی جنجال چې زبرمه یې د اقتصاد له خېټې وزېږېدله د معاشيچارو ماهران وايي، په اوږد مهال کې به پانګې له منځه لاړې شي او هم به له دې سره بې‌کاري او فقر زیاتېږي.

د ایران ځیني جلاوطنه مشران په ځانګړې توګه شهزاده رضا پهلوي داسې ښکاري چې امنیتي ځواکونه هم د لاریونکونکو ملاتړ ته وهڅوي کوم چې د ځواکونو د وېش سبب کیدی شي.

په اوسنۍ ستونزه کې د تهران د تخت نشینو لپاره تر ټولو ویرونکی ټکی د دوی د نړیوالو انډیوالانو محتاط او محدود ملاتړ دی.

ځکه نو د سیاست ځینې دوراندېشان فکر کوي چې د ناڅاپي سقوط په پرتله به لکه د شوروي اتحاد په څېر، د ایران اوسنی رژیم یو څه ورو - ورو زوال پذیر شي. ددې اټکل اصلي علت دا دی چې د بهارِ عرب په څېر، اعتراضونه شته خو بدیل یې ظاهراً کمزوری دی.

هم دغه شان د سوریې بر خلاف، د کورنۍ جګړې احتمال کم لیدل کېږي، خو بحران به زر له منځه ځي په دغه تبۍ د ډوډۍ ټپارې تر ډېره حده ناممکن دی.

دا دعوه په دومره یقین سره ځکه کېږي چې ځوان نسل، ښځې او قومي اقلیتونه د دې اعتراضونو اصلي محرک ځواکونه دي او دا د نظام لپاره تر ټولو ژوره هویتي ننګونه بلل کېږي.

په لنډه توګه ایران د سرکوب، اقتصادي او ټولنیزې بې باورۍ په مثلث کې بند پاتې شوی دی، که اوسنی نظام چېرې بدلون و هم نه کړي، راتلونکی به یې د اوږدې نا ارامۍ او ژور سیاسي بدلون په حال کې وي.

له منځګړتوب پرته د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا پایلې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۰
له منځګړتوب پرته د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د ترینګلتیا پایلې
100%

په رسنیو کې ویل شوي چې له قطر او ترکیې وروسته سعودي عربستان هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره له منځګړتوبه لاس واخیست. دا ځکه چې د دواړو هېوادونو دریځونه دومره لرې دي چې نږدې حل ورته نه ښکاري.

جالبه دا ده چې د پاکستان د جنرالواکۍ او افغانستان د طالبانو ترمنځ اړیکې له معنا ډک شالید لري.

د طالبانو په روزلو، تمویلولو، تجهیزولو او واکمنولو کې د پاکستان جنرالواکۍ ستره ونډه اخیستې وه او له طالبانو سره د نږدې اړیکو لرلو په سر یې له نورو ټولو افغانانو سره خپلې اړیکې خړې پړې کړې وې. خو دا خبره هر چا ته معلومه ده چې هر کله د دغسې نږدې انډیوالانو په اړیکو کې درز پیدا شي، نو بیا د هغه ډکول هم اسانه کار نه وي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر رقم ورکړه‌راکړه قطع شوې ده.

دوه اړخیز تجارت خو بند دی، د عادي تګ‌راتګ لارې او دروازې هم تړلې دي.

په اصل کې د پاکستان د جنرالواکۍ هدف د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پرتو پښتنو د جنګي، سیاسي او اقتصادي فشار لاندې نیول، ځورول او له هوډه غورځول دي، چې «پښتون داعیه» پای ته ورسوي. په عین وخت کې د پاکستان جنرالواکي په افغانستان کې د رژیم د تغیر په لوبه بوخته پاتې شوې ده او د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره یې د طالبانو د داخلي کړکېچونو نه د استفادې کولو او د طالبانو د ځینو مخالفینو د تشویق کار ته هم دوام ورکړی دی.

په دې لړ کې اسلام‌اباد ته د طالبانو د مخالفینو غیرعلني سفرونه شوي دي او نور هم کېږي.

د طالبانو امارت هم په پاکستان د فشار راوړلو لپاره د پاکستان عنعنوي دښمن هند سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده. د طالبانو مهمو وزیرانو په پرله‌پسې توګه هند ته رسمي سفرونه وکړل. په دې برسېره د طالبانو امارت په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په لاس کې واخیستې. که څه هم هند تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو خواوو په اړیکو کې تودوالی د پاکستاني جنرالانو لپاره یو نفسياتي چلنج دی، ځکه چې په تېرو اووه اویا کلونو کې پاکستان د افغانستان هر هغه حکومت خپل دښمن ګڼلی دی چې د هند دوست پاتې شوی دی. له دې سره سره د طالبانو امارت د ایران اسلامي جمهوریت او د مرکزي اسیا جمهوریتونو سره خپلو تجارتي اړیکو ته د ودې ورکولو هلوځلو ته هم دوام ورکړی دی.

د طالبانو رژیم دغه هلې‌ځلې د پاکستان هغو کوششونو ته د ماتې ورکولو لپاره کوي چې هغه په سیمه کې د طالبانو د رژیم د منزوي کولو په موخه کوي.

د پورته شننې نه دا خبره صفا جوتېږي چې که څه هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ کومه تازه پوځي نښته شوې نه ده، خو د دواړو خواوو ترمنځ توده رسنیزه، سیاسي او رواني جګړه دوام لري. د دواړو خواوو رسمي رسنۍ او خواله رسنۍ په دغې جګړه کې بوختې دي. په یاده رسنیزه جګړه کې د دواړو خواوو نه تر ټولو سپکه خوله هغه یوټیوبران خوځوي چې په ظاهره ځان ته مستقل ژورنالیستان او شنونکي وايي، خو ټول خلک پرې پوهېږي چې دوی د خپلې خوا د استخباراتي شبکو له خوا تیار شوي تبلیغاتي مواد خپروي.

د پاکستاني اړخ نه دغسې تش په نوم شنونکي په افغانستان کې ژبني او اتنیکي اختلافاتو ته لمن وهي او په دې کار کې په افغانستان کې د هغو عناصرو سره لاس یو کوي څوک چې د ژبنيو اختلافاتو پر بنسټ سیاست کوي. خو پاکستاني اړخ ته په دغو تبلیغاتي شخړو کې تر ټولو غټ مشکل د پښتونخوا د ایالتي حکومت او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمنځ اختلافاتو نه پیدا کېږي.

د پښتونخوا ایالتي حکومت او د پښتونخوا د ولس اکثریت په دې خبره ټینګار کوي چې په پښتونخوا کې روانه جګړه کومه نوې خبره نه ده؛ دا د هغو جګړو دوام دی چې د تېرو دېرشو، څلوېښتو کلونو راهیسې د پاکستان د مرکزي حکومت د پالیسیو له وجې په پښتونخوا کې شوې دي. هغوی پوښتنه کوي چې که ټي‌ټي‌پي له افغانستان نه هم راغلی وي، خو هغې ته چا په پښتونخوا کې د مختلفو سیمو د اشغالولو او له ولس نه د باج راټولولو اجازه ورکړې ده؟ څرګنده خبره ده چې د پاکستان جنرالواکۍ سره د دې پوښتنې هېڅ ځواب نشته.

افغانستان او پاکستان دواړه د خپلې ترینګلتیا په جریان کې د نړیوالو ابرقدرتونو خوا ته هم ګوري، او هڅه کوي چې د هغوی پاملرنه او ملاتړ خپلې خوا ته جلب کړي. که څه هم پاکستان د ځینو عیني عواملو په وجه په دې کار کې برلاسی دی، خو بیا هم د هغه دغه برلاسی‌توب په هېڅ وجه مطلق نه دی.

روسیه په غرب کې د اوکراین په جګړه کې د خپلې ژورې بوختیا له امله د شرق په سیمه‌ییزو جګړو کې کوم فعال نقش نه شي لوبولی او له دواړو خواوو سره یوازې د خپل ارتباط د ژوندي ساتلو جوګه ده.

د امریکا متحده ایالاتو په میلادي کال ۲۰۲۵ کې د پاکستان د جنرالواکۍ سره خپلې اړیکې تازه کړې دي او پاکستان هم د منځني ختیځ، غربي اسیا او منځنۍ اسیا په ستراتیژیکو لوبو کې ځان د امریکا انډیوال بولي. خو امریکا د طالبانو له امارت سره خپلې غیرمستقیمې او غیررسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ژوندي او فعالې ساتلې دي.

د دې اړیکو تر ټولو جوت چینل کابل ته د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرله‌پسې کېدونکي سفرونه دي. که څه هم زلمی خلیلزاد په دې مهال کې کوم رسمي ماموریت نه لري، خو د سیمې په اوضاع د هغه زړورو تبصرو نه معلومېږي چې د هغه سفرونه شخصي نه دي او امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د اړیکو میدان د چین لپاره خالي پرېږدي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار، چې د خارجه چارو وزیر هم دی، د جنورۍ د میاشتې په اوایلو کې چین ته یو رسمي سفر درلود. د یاد سفر په پای کې صادرېدونکې ګډه اعلامیه کې که یوې خوا ته چین د افغانستان دننه د ترهګریزو سازمانونو د موجودیت په اړه د پاکستان تشویش ته ځای ورکړی و، نو له بلې خوا یې په ګډه اعلامیه کې له پاکستان نه دا ژمنه هم اخیستې وه چې هغه به په راتلونکي کې د چین، پاکستان او افغانستان د همکارۍ درې‌اړخیزې پروسې ته د دوام ورکولو لپاره امادګي ولري. د پاکستان لپاره په اوسنیو شرایطو کې د دې خبرې منل اسانه کار نه و، خو له بلې خوا یې چین هم خفه کولی نه شو.

اخري پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نږدې راتلونکي کې د پوځي نښتو امکان شته دی؟ تر څو چې د دواړو هېوادونو د واکدارانو ترمنځ د کړکېچونو کوم سیاسي حل وجود ونه لري، تر هغه وخته د پوځي نښتو امکان شته دی، په ځانګړې توګه که پاکستان په افغانستان کې د رژیم د تغیر اجنډا مخ ته بوتلل غواړي، نو هغه به د افغانستان د اوسني رژیم د بې‌اعتباره کولو لپاره دغه کار کوي.

نړیوال بحران او زموږ د بې‌روایتۍ فرهنګي قحطي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال
نړیوال بحران او زموږ د بې‌روایتۍ فرهنګي قحطي
100%

نړۍ له بدو کړکېچنو او تاوتریخجنو پړاوونو تیریږي، د لویو جګړو د پېښېدو بالقوه ګواښ تر بل هروخت زیات او څانګور دی. ځواکمن هېوادونه د وسلو، تکنولوژۍ او اقتصاد ترڅنګ پر خپلو پیاوړیو ملتونو تکیه کوي.

پیاوړي ملتونه د بډایو فرهنګي بنسټونو په مرسته له هرې پېښېدونکې ملي، سیمه‌ييزې او نړیوالې پېښې سره هممهال د مخامختیا ملي روایتونه Narratives جوړوي.

ملي روایت‌جوړونه څه ده؟

کله چې یوه ټولنه له لویو پېښو سره مخامخ کیږي، د عامه ذهنیت د سمې رهبرۍ لپاره داسې روایتونه جوړیږي، چې خلک د کړکېچونو په وړاندې له رواني پلوه وقایه کړلای شي. دا مهال ولسونه پر خپلو انتخابي ولسواکو حاکمیتونو باور څرګندوي اوبالمقابل حاکمیتونه خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی په مرسته به هېواد او ملت ژغوري. دغه دوه‌اړخیز باور د فرهنګي فعالیتونو په مدیریت شوي بهیر کې عامیږي او پایله یې دا وي، چې د یوه ډاډمن او پرځان متکي ملت د پېښو له هر ډول ګواښونکي ازمایښته بریالی او روغ راوځي.

په ملي روایت جوړونه او عامونه کې فکري مرکزونه، رسنۍ، ادبیات،پوهنتونونه، د تیاتر نندارې، سینما،موسیقي، انځوریز نندارتونونه او نخبه شخصیتونه مهمه ونډه لري.

په ۲۰۰۴ کې لویې سمندري زلزلې او څونامي په ۱۴ هېوادونو کې نږدې درې سوه زره تنه انسانان ووژل. دا یوه ناڅاپي طبیعي پېښه وه، خو ځینو لویو هېوادونو ډېر ژر په دې اړه د ملي روایتونو په جوړولو او عامولو سره وکړای شول، تر ناورین روسته خپلې ټولنې ډاډمنې کړي او د پساناورین له ګواښمنو څپو څخه یې وژغوري. فرهنګي روایت جوړوونکیو خپل ملتونه یووالي او روحي پیاوړتیا ته وهڅول او حکومتونو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې روغتیايي خدمات، خواړه، هستوګنځایونه او د نظم راګرځول یې لومړیتوب ټاکلی او هرڅه مدیریت کیږي. ځینې کمزوري او له فرهنګي پلوه بې‌وزلي هېوادونه هم لګیا وو، چې همداسې چارې عملي کړي، خو ملي روایتونه یې جوړ نه‌کړای شول، په پایله کې تر نورو هېوادونو ډېر په پساناورین دورو کې وځپل شول.

همدا څوکاله وړاندې د کورونا (کووید) ناروغۍ پرمهال، موږ ولیده چې هرې ټولنې و هېواد په دې اړه له خپلو ټولو فرهنګي اوزارو څخه ګټه پورته کړه او خپل خلک یې د ملي روایتونو د جوړولو له څرنګوالي سره سم د دې مرګونې ناروغۍ په وړاندې راویښ کړل.

له کورونو مه‌راوځئ

لاسونه ومینځئ

یوبل ته ډېر مه نږدې کیږئ

واکسین جوړیږي، ډاډه اوسئ.

حکومت چمتو دی، مه وارخطا کیږئ

خواړه زېرمه کړئ

واټن ونیسئ

دا ناروغي پر ټولو ده، ویریږئ مه...

داسې پیغامونه هر هېواد خلکو ته ورکول، خو فرهنګي بریا متفاوته وه. له دې نړیوال کړکېچ او ناورین سره د ملي روایتونو د جوړولو له اړخه ډېر هېوادونه ناکام وو.

همدا څو ورځې وړاندې په وینزویلا کې د امریکايي برید له پېښې سره د لاتینې امریکا ځینو ولسونو او حکومتونو څنګه یو د بل په ملاتړ ملي روایتونه وپنځول او خپلې ټولنې یې له فکري وارخطايي و تیت‌پرکتیا څخه وژغورلې؟ ښايي د دې پوښتنې ځواب په بېلابېلو هېوادونو کې متفاوت وي. یوازې لاتینه امریکا نه ده، اوس به د امریکا د متحده ایالاتو له خواد ګرین‌لند له دعوا سره دنمارکیان څه کوي؟ کاناډا څنګه ځان له داسې دعوې خلاص کړ؟ اروپا به د روسیې په وړاندې د یوکراین په لانجه کې څنګه خپل ملتونه د ملي روایتونو په جوړولو خپل ملاتړي کړي؟ پاکیستان همدا اوس تر ټولو په بد حالت کې دی، خو پوځ یې د روایتونو په جوړولو لاهم د ټوټه ټوټه شوي وجود سره ګنډلي ساتلو هڅه کوي.

ایران د پرځېدا پر درشل ولاړ دی، په ایران کې دواړه ښکېل لوري ( واکمني او مخالفان) د خورا ځواکمنو فرهنګي امکاناتو په لرلو سره کوشش کوي ځانته ځانته ملي روایتونه وپنځوي او بریالي شي.

همداسې یې درواخله نور هېوادونه.

موږ افغانان له دې اړخه په څه حالت کې یو؟

له بده مرغه د ګڼو ګواښونو په وړاندې چې همدا اوس ورسره مخامخ یو، په افغانستان کې د ملي روایتونو او د یوې لویې برخې د اجماع پر بنسټ د ګډ دریځ د جوړولو چاره سمه پېژندل شوې نه‌ده او د دغې چارې اوزار و وسایل هم یا نه‌شته یا یې په کارولونه پوهېږو. موږ د کړکېچ پر مهال د ملي روایتونو د جوړښت لپاره د فکرپنځوونې بنسټونه نه‌لرو.یو اصلي لامل یې دا دی، چې موږ ملي، مشروع او د خلکو له ارادې راپاڅېدلی حاکمیت نه‌لرو. د ملي فرهنګ د ساتنې و پالنې بنسټونه نه‌لرو. پوهنتونونه مو په څه حال کې دي؟ د ملي روایتونو په جوړولو او عامولو کې ښځې تر بل هر ټولنیز قشر زیات اغېز لري او موږ د ښځو خولې، سترګې، لاسونه و پښې ورتړلي او د کور زندانیانې دي. رسنۍ په شدت سانسوریږي، هنرونه تکفیر شوي. ادبیات مسخ شوي، کتاب ته د دوښمن په سترګه کتل کیږي او هغوی چې فکر کولای شي له صحنې ایستل شوي دي. زموږ فرهنګ جلاوطن دی، ځکه فرهنګیان مو لویه برخه جلاوطنه دي. هغه شمېر چې په وطن کې پاتې دي، د سانسور توره یې پر سر رازانګي. جلاوطني پخپله یو داسې درد دی، چې د ملي روایت جوړونې بهیر زیانمنوي. له هېواده بهر ملي روایت به خامخا د شته واکمنۍ پرخلاف جوړیږي. د افغانستان تاریخ وګورئ، په هېڅ دوره کې به په دومره شمېر استادان، لیکوال، مفکران، متخصصان، فرهنګیان، هنرمندان او روښانفکران ترې وتلي نه‌وي. دا دوره بیخي استثناء ده.

د کړکېچونو په وړاندې د عامه ذهنیت د وقایې لپاره د ملي روایت‌جوړونې فرهنګي بستر نه‌شته. د ټولیزو رسنیو لویه برخه فضا مسمومه او ککړه ده، یا مو ټولیزه پوهه کمه ده، یا دوښمن هېوادونه هڅه کوي، موږ په خپلو منځونو کې ښکېل کړي او یا پټې استخباراتي کړۍ ځینو ته پيسې ورکوي، چې یوازې ښکنځلي و سپکاوی وکړي. په سیاسي ناندریو کې یوازې همدا ښکنځلې او سپکاوی پاتې دی او رغنده فکر نه‌شته. ټولنه یې په دې فضا کې په شدت سره یو بې‌سویې او مبتذل استقطاب ته رسولې. ښايي ځینې به استدلال کوي، چې په ټولیزه فضا کې د نورو هېوادونو خلک هم ښکنځلې کوي او مبتذلې منځپانګې تولیدوي. دا استدلال ځکه سم ‌نه‌دی، چې نورې ټولنې بیا د فکر و عالي روایتونو د جوړولو نور وسایل، تلویزیون، تخصصي رسنۍ، فرهنګي بنسټونه او ګڼ نور پلاتفورمونه لري. ټول خلک یې یوازې په خواله رسنیو کې خپرېدونکیو ناندریو تهناست نه‌وي.

موږ له بده مرغه په دې برخه کې ډېره تکیه پر همدې خواله رسنیو کوو. د پاکیستان په وړاندې د مخامختیا او شخړې په دغه موده کې د ملي روایت ځای تکفیري او داسې ایډیولوژیک سنګر نیولی دی، چې همدا ايډیولوژیک ځواک پخپله په پاکیستاني مدرسو کې فکري ریښه لري.

له پاکیستان سره د شخړو په دې زمانه کې د ملنګ جان پر کتابونو سانسور او بندیز لګیدلی، بله بخت‌زمینه نه‌شته، چې غږ یې د وطن په دره دره کې وپیچي چې:

اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې...

دا پاکیستانی دوښمن مه‌پرېږده دې خاوره کې!

له بې‌سویې او مبتذلو ترانو څخه پخپلهد پاکیستانیت او پردیتوب بوی راځي.

د فرهنګ و هنر و فکر په داسې وچکالۍ کې به څنګه تر فکري پړاو روسته ملي روایت وپنځول شي او څوک به یې عام کړي؟

بلوچستان له پاکیستان څخه خپلواکي غواړي، په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟

تر ډيورند پورې‌غاړه پښتانه له پاکیستان څخه تر پوزې راغلي، د منظور پښتین په یوه غږ میلیونونه پښتانه راټولیږي، په دې اړه زموږ ګډ او اکثریت فکري دریځ څه دی؟ ایا همدا موږ له پښتون‌ژغورنې غورځنګ سره د ایمانونو د تول و ترازو د معیارونو له مخې له تکفیري چلند سره نه‌یو مخامخ؟په همدې برخه کې موږ کوم ملي روایتونه لرو؟ هغوی چې په دې اړه ملي روایتونو جوړ او عام کړل تکفیر نه شول؟

په ایران کې پېښې په چټکۍ بدلیږي، د افغانستان ګاونډی دی او پېښې یې تر هربل چا پر افغانستان ( بدې یا ښې) اغېزې لري، په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟ هغه څه چې په منځني ختیځ کې پېښیږي، موږ یې په وړاندې د ځان‌ژغورنې لپاره څومره فکر کړی او کوم نظریات مو تولید کړي دي؟

منځنۍ اسیا په راروانو شخړو کې تر ټولو مهمه سیمه ده او له موږ سره لاس په لستوڼي پرته ده، ته وا موږ به یې د اور له تپ څخه خوندي پاتې شو؟ په دې اړه زموږ ملي روایت څه دی؟

چین، هیند او روسیه لګیا دي، چې په نويو زبرځواکونو بدل شي او له لویدیځ سره ټانټې وژووي، درې واړه موږ ته څېرمه پراته دي او په کلکه مو په پېښو کې ښکېل هم دي، په دغې لویې سیالۍ کې زموږ ملي روایتونه څه دي؟

د ساړه جنګ پرمهال د ګډو روایتونو او ملي دریځونو له همداسې تشې سره مخامخ وو، نورو هېوادونو ترې لویې ګټې پورته کړې او موږ یې قرباني شوو.

اوس به له نوې سړې و تودې جګړې سره څنګه مخامخیږو؟

د فکر او ملي روایتونو د تولید شخصیتونه، بنسټونه او وسایل کوم، څومره، څنګه او چېرته دي؟

ایا په دې اړه مو فکر کړی؟

د ایران لاریونونه؛ د ډانګ او پړانګ تر منځ را ګېر انقلابي نظام

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰
د ایران لاریونونه؛ د ډانګ او پړانګ تر منځ را ګېر انقلابي نظام
100%

ایران دا مهال د تاریخ له حساسو پړاوونو څخه تېرېږي؛ داسې پړاو چې نه یې یوازې داخلي ثبات لړزولی، بلکې په نړۍوال سیاست کې یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. له یوې خوا ولسي لاریونونه، اقتصادي فشارونه او له بلې خوا د نړۍوال تقابل ګواښونو ایران د «ډانګ او پړانګ» تر منځ درولی دی.

د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي او د امنیتي لارو پر کارولو ټینګار نه یوازې اعتراضونه نه دي مهار کړي، بلکې د ولسي ناخوښۍ کچه یې نوره هم لوړه کړې ده. دغه حالت د ایران د واکمن نظام لپاره د مشروعیت او دوام جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

په ورته وخت کې ایران له سختو نړۍوالو فشارونو او احتمالي تقابل سره هم مخ دی. د امریکا او لوېدیځو هېوادونو خبرداري، بندیزونه او د سیمه‌ییزو شخړو سیوری تهران د بهرني فشار تر څنګ درولی دی. دا وضعیت ایران داسې حالت ته رسولی، چې نه کولی شي له داخلي غوښتنو سترګې پټې کړي او نه هم له نړۍوالو فشارونو ځان بې‌غمه احساس کړي.

ولس او حکومت تقابل

په ایران کې روان سراسري اعتراضونه د خلکو او حکومت تر منځ د ژور واټن څرګنده نښه ده. لاریونوال چې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، سیاسي محدودیتونو او ټولنیزې ځپنې له امله راوتلي، نور یوازې اصلاحات نه، بلکې بنسټیز بدلون غواړي. دا حالت د ایران د واکمن نظام لپاره تر ټولو جدي داخلي ازموینه بلل کېږي.

خو د حکومت ځواب تر ډېره امنیتي بڼه لري. پراخې نیونې، مرګونې ډزې، عامه تاوتریخوالی او د اطلاعاتو محدودول هغه لارې دي چې تهران یې د اعتراضونو د مهارولو لپاره کاروي. دا چلند نه یوازې د ولس غوسه نوره هم پاروي، بلکې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

بهرنی فشار

له بلې خوا، ایران له سخت نړۍوال فشار سره هم مخ دی. امریکا، اروپايي اتحادیه او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د ایران د بشري حقونو سرغړونې غندي او د لا زیاتو بندیزونو خبرداری ورکوي. واشنګټن په ښکاره ډول ویلي، چې د لاریونوالو پر وړاندې مرګونی ځواک به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

اروپايي هېوادونه که څه هم محتاط دریځ لري، خو د بشري حقونو په برخه کې د ایران کړنې د منلو وړ نه بولي. بریتانیا، فرانسه او جرمني د همغږۍ او ګډ فشار خبره کوي، چې دا هر څه تهران نور هم تر نړۍوالې انزوا نږدې کوي.

ایران همدارنګه د احتمالي پوځي تقابل تر سیوري لاندې هم دی. که څه هم ایراني چارواکي د امریکا او اسراییل د برید امکان «منتفي» بولي، خو د سیمې وضعیت، د وسلو پراختیا او د نیابتي ډلو فعالیتونه دا خطر ژوندی ساتي. دا وضعیت ایران د داسې حالت پر لور بیایي، چې هره تېروتنه کولی شي لوی بحران وزېږوي.

اقتصادي ننګونې

اقتصاد د ایران په اوسني بحران کې تر ټولو کمزورې ستن ګڼل کېږي. د کلونو بندیزونو، د تېلو صادراتو محدودیت، د اسعارو د ارزښت ټیټوالی او لوړ انفلاسیون په نتیجه کې د خلکو ژوند له سختیو ډک شوی دی. کورنۍ، سوداګرۍ او د ورځني ژوند اړتیاوې د خلکو لپاره لا ستونزمنې شوې دي او اقتصادي فشارونو د ټولنیزې بې‌باورۍ او نارضایتي کچه لوړه کړې ده.

شنونکي وايي، که اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي، نو د ولسي اعتراضونو څپه به پراخه او دوامداره شي، چې د حکومت لپاره به یې کنټرول ډېر ستونزمن وي. په دې شرایطو کې نه یوازې داخلي ثبات تر خطر لاندې راځي، بلکې د ایران نړۍوال اقتصادي او سیاسي موقف هم اغېزمنېږي، چې ښيي اقتصاد د دې بحران تر ټولو نازک او مهمه برخه ده.

نننی حقیقت دا دی، چې ایران د ډانګ او پړانګ تر منځ ولاړ دی؛ که له دننه د ولس غږ ته غوږ ونه نیسي، د داخلي انفجار له خطر سره مخ دی او که له بهرني فشار سره ټکر ته لاړ شي، نړۍواله انزوا او حتا پوځي تقابل یې په تمه دی. د دې دواړو لارو پایله د ایران لپاره درنه بیه لري.

شنونکي باور لري، یوازینۍ معقوله لار دا ده چې تهران د زور پر ځای د سیاست لاره خپله کړي، د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له نړۍ سره د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي. که نه، ایران به د ډانګ او پړانګ تر منځ داسې وځپل شي، چې بیا به د وتلو لاره اسانه نه وي.

سخت تعبیره پالیسي؛ د افغانستان د حکومتدارۍ بحران، اقتصادي رکود او پر انحصار ولاړه اداره

۱۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
سخت تعبیره پالیسي؛ د افغانستان د حکومتدارۍ بحران، اقتصادي رکود او پر انحصار ولاړه اداره
100%

په ننني افغانستان کې د اساسي قانون لغوه کېدل، د دولتي قواوو توازن له‌منځه تلل، د شفافیت نشتوالی او د شریعت سخت تعبیر مرکزي نقش لري. نړۍوالې ادارې افغانستان په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له سترو بحراني هېوادونو څخه ګڼي، چې ۲۱.۹ میلیونه وګړي یې (نږدې ۴۵٪ نفوس) بېړنیو مرستو ته اړ دي.

د دې اړتیاوو بنسټیز لاملونه د اقتصادي کمزورۍ، د ښځو د حقونو سیسټماتیک محدودیت، اقلیمي وچکالۍ او د سترو ستنېدونکو له فشارونو سره تړلي دي. دغه عمومي چوکاټ د حکومتولۍ د بحران ریښه روښانوي او د داخلي–خارجي اغېزو نقش واضح کوي.

متمرکز او غیر شفاف واکمن جوړښت

اوسنی سیاسي جوړښت د «امارت» تر چتر لاندې خورا متمرکز دی؛ ملا هبت‌الله اخوندزاده له کندهاره سترې پرېکړې کوي او د وزیرانو او د ادارو د مشرانو ټاکنه شخصي وفادارۍ او ایډیولوژیکي همغږۍ پورې اړونديږي.

د ۲۰۰۴ کال اساسي قانون او له هغه څخه راولاړ شوي نهادي توازنونه (مقننه، قضاییه، اجراییه) عملاً لغوه شوي او د «چک او بېلانس» مېکانیزمونه موجود نه‌دي. محاکم د حنفي فقهې تر سخت تعبیر لاندې فعالیت کوي او د جمهوري دورې د قوانینو یوازې هغه برخې منل کېږي چې له حاکم تعبیر سره ټکر نه‌لري. دا حالت د تصمیم‌نیونې شفافیت او عامه حساب‌ورکونې بنسټونه له منځه وړي او د سیاسي مشروعیت بحران ژوروي.

د امیر له لوري د لوړې کچې چارواکو مستقیمه ګومارنه او د کندهار–کابل تر منځ «دو مرکزه» قدرتي نظم، چې پرېکړې له رسمي دولتي کانالونو بهر ابلاغېږي، د طالبانو په داخل کې د قدرت د انحصار روښانه نښې دي.

په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د امر بالمعروف طالبي قانون د عامه چلند د کنټرول لپاره مذهبي بنسټونو ته پراخ صلاحیتونه ورکوي، چې د حکومتدارۍ دننه د غیر انتخابي جوړښتونو نفوذ زیاتوي. دغې مسالې نه‌یوازې غیر طالب افغانان تر فشار لاندې نیولي، بلکې د طالبانو په لیکو کې یې د قدرت هرج و مرج جوړ کړی دی.

د شریعت سخت تعبیر

په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» نوي قانون او اړوندو فرمانونو له‌مخې د ښځو پر تګ راتګ د محرم لرلو شرط لا سخت شوی، پر ظاهري بڼه، کلتوري فعالیتونو (لکه نوروز او یلدا)، موسیقۍ او رسنیزو تولیداتو پراخ محدودیتونه وضع شوي. دا محدودیتونه د ښځو د کار او تعلیم په ساحه کې تر ټولو اغېزناک دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (UNDP) د ۲۰۲۵ کال په راپور «Socio‑Economic Review» کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د سختو محدودیتونو له امله د ښځو اقتصادي ګډون بې‌سارې ټیټې کچې ته رسېدلی، خو په ۲۰۲۴ کې یوازې نږدې ۷٪ ښځې له کوره بهر په کار بوختې وې.

د یو این ډي پي د ارزونو له‌مخې، دغه کمښت ناڅاپي نه، بلکې د سیسټماتیکو بندیزونو پایله ده، تر ټولو مهم یې د محرم شرط، د ښځو پر تګ راتګ محدودیت او هغوی له ډېرو مسلکي سکټورونو څخه ایستل دي. په راپور کې ټینګار شوی، چې دا محدودیتونه د ښځو د بشري حقونو له نقض پرته، د افغانستان د اقتصادي جوړښت لپاره هم ستر زیان دی.

یو این ډي پي په همدې راپور کې لیکي، چې د ښځو د کار بندیز یوازې لنډمهاله ستونزه نه ده، بلکې د افغانستان په اقتصاد کې د اوږد مهاله رکود د دوام یو مهم عامل دی. د دوی تحلیل ښيي چې د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۶ پورې د ښځو پر کار بندیزونه او د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه به د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۹۲۰ میلیونه ډالر مالي ضرر ورسوي. دا شمېر د هغو اقتصادي فرصتونو د له‌منځه تلو استازیتوب کوي، چې ښځې یې د تولید، خدماتو، روغتیا، تعلیم او سوداګرۍ په برخو کې رامنځته کولی شي.

دا ارزونه ښيي، چې د ښځو له فعال ګډون پرته نه یوازې تولیدي سکتور زیانمنېږي، بلکې کورني اقتصادونه، متوسطه طبقه او د بشري پانګې راتلونکی نسل هم د کمزورتیا له خطر سره مخ کېږي.

همدا راز اوچا او د بشري وضعیت نور نړۍوال ارزونکي بنسټونه د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» او نورو مذهبي پالیسیو په اړه په خپلو ۲۰۲۵–۲۶ HNRP تحلیلونو کې څرګندوي چې دا قوانین د ښځو پر تګ راتګ، کار، تعلیم او عامه برخه‌ اخیستنه سخت محدودیتونه لګوي او دا محدودیتونه تر هر څه وړاندې د بشري خدماتو پر سیستم مستقیم اغېز کوي.

د دغو محدودیتونو ټولیز اغېز د اقتصادي رکود، بشري بحران او د ټولنیز ثبات د کمښت په توګه تعریفیږي.

100%

د مشرتابه اختلافات او د واک جګړه

د طالبانو دننه د کندهار هسته، د حقاني شبکه او ځینې سیمه‌ییز قوماندانان پر پالیسۍ او د قدرت په ناانډوله وېش اختلافات لري؛ په ځانګړي ډول د ښځو تعلیم، د طبي پوهنې او روغتيايي خدماتو په محدودیتونو کې «نرم‌کوونکي» او «سخت‌کوونکي» دریځونه ښکاره شوي. د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ امنیتي وضعیت کې همدا اختلافات د داخلي انسجام پر نفوذ ځانګړی اغېز لري.

د کندهار د سخت دریځې هستې او د حقاني شبکې نسبتاً نرم دریځې کړۍ ترمنځ داخلي اختلاف په وروستیو کې په عملي ډول روښانه شوی دی. د ښځو د تعلیم، د روغتیايي پوهنې او د نجونو د زده‌کړو په اړه د پالیسیو پر سر څرګند درز رامنځته شوی، چې پکې د سراج‌الدین حقاني په څېر ځینې طالبان د تعلیم د بشپړ بندیز پر ضد نرمې نښې ښيي، خو د کندهار هسته یې په کلکه مخالفت کوي.

دغه اختلافات یوازې د ټولنیزو پالیسیو تر کچې محدود نه دي؛ بلکې د امنیتي او سیاسي پرېکړو په میدان کې هم ښکاره کېږي، لکه د ۲۰۲۵ په وروستیو کې له پاکستان سره د نښتو پر مهال د ځینو سیمه‌ییزو قوماندانانو مستقل او غیر همغږي اقدامات.

د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو ارزونې ښيي چې د طالبانو د داخلي انسجام کمزورتیا د پالیسیو په عملي کولو، امنیتي ثبات او د واک په وېش کې د ژورې بې‌باورۍ انعکاس دی.
بل‌خوا د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ امنیتي او سیاسي غونډو راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو د حکومت د مشروعیت په اړه د امنیت شورا دایمي غړي په ژور اختلاف کې ښکېل دي، داسې چې د شورا د غړو تر منځ د تعامل، رسمیت پېژندنې او فشار د تګلارو په اړه هېڅ واحد دریځ نه‌دی رامنځته شوی.

د دغو غونډو د اسنادو له‌مخې، لوېدیځ هېوادونه د بشري حقونو، د ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو او د شمولیت د نشتوالي له امله د رسمیت مخالف دي، په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه لکه روسیه او چین د تعامل، ډېپلوماتیکو اړیکو او د طالبانو د استازو منلو ته نږدې دریځ لري، چې بېلګه یې په ۲۰۲۴ کې د چین له لوري د طالبانو د استازي د باورلیک منل او په هماغه کال کې د روسیې هغه قانون دی، چې د طالبانو د نوم لرې کولو لپاره زمینه برابروي.

دغه اختلافات په ګډه د دې لامل شوي، چې د نړۍوال مشروعیت موضوع د ملګرو ملتونو په سطحه له ګډې پرېکړې لرې پاتې شي او افغانستان د یوه غیر واضح ډېپلوماتیک وضعیت په منځ کې ایسار شي.

د نړۍوال مشروعیت نه موجودیت هم د طالبانو په داخلي کړیو کې یو درز رامنځته کړی، چې ځینې یې د کندهاري طالبانو د سخت دریځ پایله ګڼي.

اقتصادي رکود

له ۲۰۲۱ وروسته د افغانستان اقتصاد له ۱۸ څخه تر ۲۷ سلنې را ټیټ شوی دی؛ که څه هم ۲۰۲۴ کې شاوخوا ۲.۷٪ کوچنی مثبت بدلون ثبت شو، خو عمومي شاخصونه لا هم د رکود، فقر او د انسان‌پالو مرستو پر اتکا ټینګېدی شي. د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره وايي، ۷۵٪ وګړي د ورځنیو اړتیاو پوره کولو کې ستونزه لري؛ نړۍوال بانک د «Afghanistan Futures» په لړۍ کې د اقتصادي شاخصونو د کمزورتیا، بانکي محدودیتونو او خصوصي سکتور د ستونزو مستند تحلیل خپور کړی. د ښځو پر کار او حرکت بندیزونه د تولید، بشري پانګې او بازار د محدودېدو له لارې اقتصاد ته مستقیم زیان رسوي.

د نړۍوال بانک راپورونه ښيي، چې ډېری شرکتونو د پالیسۍ نامعلوم وضعیت، د نغدو پیسو بحران او لوژستیکي محدودیتونو له امله د پانګونې اراده له لاسه ورکړې ده.

100%

بشري بحران او د خوراکي خوندیتوب وضعیت

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د ژمي لپاره د بشري وضعیت ارزونې ښيي، چې افغانستان به په «کم‌حاصلاتو فصل» کې له خورا سختې لوږې سره مخ وي. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې د جینوا راپور په ډاګه کوي، چې د هېواد له درېیمې برخې څخه ډېر خلک ــ چې میلیونونه وګړي جوړوي ــ د IPC بحران یا د درېیمې درجې لوږې سره مخ دي، ځکه د وچکالۍ، اقتصادي ضعف او د فصلونو د کمزورۍ ګډ اغېز د خوړو لاسرسی محدود کړی دی. دغه راپور ټینګار کوي، چې د وچکالۍ له امله په یو شمېر سیمو کې د غلو - دانو حاصلات د اندېښنې وړ ټیټ شوي او د خوراکي موادو بیې لوړې شوي، چې د بې‌وزلو خلکو لپاره د خوړو د برابرولو توان نوره هم کمزوری کوي.

اوچا د ۲۰۲۶ د بشري اړتیاوو په تفصیلي پلان کې زیاتوي، چې په اتو ولایتونو کې د للمي غنمو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کمښت راغلی دی، چې دا د هېواد د لوږې بحران لا پسې ژوروي. د دې تر څنګ، د اوبو رسونې، نظافت او روغتیايي خدماتو کمښت د کولرا د خپرېدو خطر زیات کړی، ځکه د خلکو لویه برخه غیر معیاري اوبه کاروي او ډېری کورنۍ د صابون یا لومړنیو حفظ الصحې وسایلو له کمښت سره مخ دي. همدغه وضعیت د موسمي ناروغیو د پراخېدو احتمال لوړوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د راستنېدونکو کورنیو پراخ فشار په‌کې لیدل کېږي.

دا ټولې نښې ښيي، چې د ژمي په موسم کې به د خوړو، پاکو اوبو او روغتیا د بحران اغېزې د بې ساري انساني ناورین بڼه خپلوي.

100%

بېرته راستنېدونکي او داخلي بې ځایه شوي

په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د سیاستونو بدلون له امله شاوخوا ۲.۵ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي؛ په ۲۰۲۶ کې تمه کېږي، چې دا بهیر به لا چټک شي او نېږدې نیم میلیون انسانان به نور هم افغانستان ته ستانه شي.

دا ستنېدنه د کوربه ولایتونو پر منابعو فشار زیاتوي او د کار، خوراک، سرپناه او خدماتو غوښتنه لا پسې ډېروي، چې طالبان نه‌شي کولی دغو ټولو ته د کار، سرپناه او خوراک مرسته ورسوي.

امنیتي وضعیت: داعش–خراسان او داخلي تاوتریخوالی

سره له دې چې تېر ته په کتو په افغانستان کې پراخ جګړه‌ییز حالت کم شوی، خو داعش - خراسان ډلې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لږ تر لږه ۲۳ بریدونه ترسره کړي؛ ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ له نومبر څخه د ۲۰۲۴ تر نومبره ۸۶۵۰ امنیتي پېښې ثبت کړي، چې په‌کې ۱۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۴۲۶ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو کې له پاکستان سره جګړې، هوايي بریدونه او داخلي کشمکشونو هم مرګ ژوبله اړولې چې تر اوسه یې دقیق ارقام نه‌دي معلوم.

که په لنډ ډول ووایو، د افغانستان حکومتدارۍ بحران څو بعدي دی: متمرکز غیر شفاف قدرت، د شریعت سخت تعبیر، د ښځو سیستماتیک محدودیت، اقتصادي رکود، بشري بحران، امنیتي بې‌ثباتي او نړیواله انزوا د دې سبب شوې چې د افغانستان د حکومتولۍ بحران او ملي کړکېچ لاپسې ژور کړي.