• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسې د کډوالو پر ۱۰ مخالفو بریټانیايي فعالانو بندیز لګولی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۰

د فرانسې کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۱۰ برېتانیايي ښي اړخي افراطي فعالان یې هېواد ته له ننوتلو او یا هم په فرانسه کې له پاتې کېدو منع کړي دي. یادو کسانو داسې فعالیتونه کړي، چې د فرانسوي چارواکو په وینا، د تاوتریخوالي پارولو او د عامه نظم جدي ګډوډولو لامل ګرځېدای شي.

وزارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې دغه فعالان د «رېز د کلرز» په نوم د یوې ډلې غړي دي او هڅه یې کوله هغه کښتۍ ومومي او له منځه یې یوسي چې کډوال پکې لېږدول کېږي.

د وزارت په وینا، هغوی د فرانسې په شمالي ساحل کې داسې تبلیغات کول چې د برېتانیا خلک د کډوالۍ د درولو غوښتنه وکړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: «زموږ د قانون حاکمیت د معاملې وړ نه دی، تاوتریخوالی او کرکه پاروونکي اعمال زموږ په خاوره کې ځای نه لري».

بل لور ته، د «رېز د کلرز» ډلې ویلي چې د فرانسې له‌خوا د دغه بندیز په اړه رسمي خبرتیا نه ده ور رسېدلې او زیاته کړې یې ده چې د وزارت څرګندونې د ډلې پر ځای د ځانګړو اشخاصو په اړه دي.

یادې ډلې په یوه برېښنالیکي اعلامیه کې ویلي چې دوی د تاوتریخوالي او ناقانونه کړنو ملاتړ نه کوي.

له فرانسې څخه برېتانیا ته د کوچنیو کښتیو له لارې د کډوالو تګ راتګ د برېتانیايي رایه‌ورکوونکو لپاره مهمه موضوع ګرځېدلې او دا چاره د نایجل فېراژ په مشرۍ د ښي اړخي او د کډوالۍ ضد «ریفارم یوکې» ګوند د محبوبیت د زیاتېدو لامل شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

په هالنډ کې یوه افغانه د ښاروالۍ شورا ته نومانده شوه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د بشري حقونو او سیاسي فعالې څانګې صدیقي ویلي، چې د یوه سیاسي ګوند له لوري په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا ته نومانده شوې. نوموړې ویلي، چې د هغې موخه د ښځو د معنا لرونکې ونډې او مشارکت پیاوړتیا ده. زوترمیر د هالنډ په سوېل کې موقعیت لري او د دې ښار نفوس له ۱۱۹ زرو ډېره دی.

د ښاروالۍ شورا په هالنډ کې هغه تصمیم نیوونکې اداره ده، چې د سیمه‌ییزو چارو مسوولیت لري، لکه د ښاري پالیسیو او مقرراتو تصویب، د بودجې تایید، د ښاروالۍ د کارونو څارنه، ستراتیژیک پلان جوړول او په سیمه‌ییزو پرېکړو کې د خلکو استازولي ده. د ښاروالۍ شورا ټاکنې د هالنډ د زوترمیر په ښار کې د کب پر ۲۷مه ترسره کېږي.

څانګه صدیقي چې ۱۷ کاله مخکې له افغانستان څخه هالنډ ته کډواله شوې، دا مهال د هالنډ په مالیې وزارت کې کار کوي.

هغه د ډيموکراتانو۶۶ (D66) نومي ګوند له‌خوا د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته نومانده شوې. ډيموکراټ۶۶ د هالنډ تر ټولو لوی سیاسي ګوند ګڼل کېږي، چې په پارلماني ټاکنو کې بریالی شوی او ټاکل شوې چې ډېر ژر خپله کابینه اعلان کړي.

څانګه صدیقي وايي، چې له سیاست سره د هغې ژمنتیا په ځانګړي ډول د ښځو د رول او د هغوی د معنا لرونکې ونډې په برخه کې په پرېکړه‌ کوونکو مېزونو کې، یو جدي او هوښیار انتخاب دی.

څانګې صدیقي په یو پیغام کې ویلي: «زما په باور، ښځې د خپلو ژوندیو تجربو، مسوولانه لید او ټولنې ته د ژور تعهد له‌مخې کولای شي سیاست د بشري ټولنې د هوساینې لپاره د یوې اغیزناکې وسیلې په توګه وکاروي».

د هغې په وینا، دا نوماندي یوازې یو شخصي ګام نه، بلکې د دې لپاره یوه هڅه ده، چې د ښځو، د کډوالۍ سابقه لرونکو او ټولو هغو خلکو غږ پیاوړی شي چې د برابرو فرصتونو پر بنسټ یوې عادلانه، پرانېستې او ټول‌شمولې ټولنې ته هیله لري.

ویل کېږي، د یاد ښار د ښاروالۍ شورا ته شاوخوا ۳۵نوماندان دي.

امریکا او سیمه‌ییزو شریکانو یې په قطر کې د هوايي دفاع نوی مرکز پرانېست

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۳ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ وايي، واشنګټن او سیمه‌‌ییز شریکانو یې په قطر کې د العُدید په هوايي اډه کې د هوايي او توغندیز دفاع یو نوی همغږي کوونکی مرکز جوړ کړی دی. دا مرکز د پوځي همکاریو د پیاوړتیا او په منځني ختیځ کې د هوايي او توغندیزو ګواښونو پر وړاندې د همغږۍ لپاره ډیزاین شوی دی.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، دا مرکز چې نوم یې «د منځني ختیځ ګډ د هوايي دفاع د عملیاتو مرکز» دی په قطر کې جوړ شوی او په‌کې د امریکا او په سیمه کې یې د شریکانو ځواکونه حضور لري.

دغه مرکز د جنورۍ له دولسمې خپل فعالیت پیل کړی دی.

سینټکام ویلي، چې دا نوی جوړښت به د سیمې د ځواکونو تر منځ د هوايي او توغندیز دفاع په برخه کې همغږي او یووالی پیاوړی کړي او د معلوماتو د تبادلې، د ګواښونو د خبرداري او د څو‌ ملیتی تمرینونو او عملیاتو د پلان جوړولو زمینه برابره کړي.

په قطر کې د ګډو هوايي عملیاتو مرکز چې ۲۰ کاله مخکې جوړ شوی دمګړۍ د اوولسو هېوادونو پوځيان په‌کې حضور لري.

د سنټکام قومندان براډ کوپر دا اقدام د سیمه ییزې دفاعي همکارۍ د پیاوړتیا پر لور یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې نوی مرکز به د سیمه‌ییزو ځواکونو د هوایي او توغندیو د دفاع په برخه کې د مسوولیتونو د همغږۍ او شریکولو بهیر لاپسې پیاوړی کړي.

له دې سره سم، د امریکا د مرکزي هوايي ځواکونو قومندان ډرَک فرانس ټینګار کړی، چې دغه مرکز به د امریکا او سیمه‌ییزو شریکانو ترمنځ د ګډ کار لپاره یو دایمي پلاتفورم رامنځته کړي او په ټوله سیمه کې د یو موټي هوايي او توغندیز دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اپوزیسیون مشرۍ ته محمود خان اڅکزی نومولی

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند د سې شنبې په ورځ په رسمي توګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشرۍ ته نومولی دی.

د پي ټي ای مشر بیسټر گوهر علي خان د اپوزیسیون مشرۍ لپاره د اڅکزي د نومونې اسناد د پاکستان د پارلمان رییس ایاز صادق ته د دوهم ځل لپاره په رسمي توګه وړاندې کړل.

د نومونې په لیک کې ویل شوي:«موږ، د پارلمان د اپوزیسیون غړي، د دې ویاړ لرو چې محمود خان اڅکزی د اپوزیسیون د مشر په توګه وټاکل شي.»

په لیک کې د پاکستان د ملي شورا د اصولو د قواعدو له مخې اشاره شوې چې د اپوزیسیون مشر باید د اپوزیسیون غړو د باور وړ وي او د اکثریت غړو ملاتړ له ځان سره ولري.

د ایران‌ انټرنشنل د مدیرانو شورا: د ۱۲ زره ایراني وګړو ډله‌ییزه وژنه به غلې پاتې نه شي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۱ GMT+۰

ایران د سازمان‌ شوې چوپتیا په حالت کې دی. د دې چوپتیا موخه یوازې «امنیتي کنترول» نه دی، بلکې حقیقت پټول هم دي. پراخ انټرنېټي بندیز، د رسنیو بې مخینې بندول او د خبریالانو او شاهدانو ځورونه ټول یوه معنا لري: د یو ستر او تاریخي جنايت د ثبت، څارنې او تعقیب مخنیوی.

ایران انټرنشنل په تېرو ورځو کې، د ځینو پراخ خو ټکان ورکوونکو راپورونو ترلاسه کولو وروسته، خپلې ټولې هڅې د مسلکي رښتیا ازموینې لپاره کړې چې د وروستیو مظاهرو پر مهال د خلکو سخت ځپل او بې‌رحمانه وژنېکره و ارزوي. په داسې هېواد کې چې حکومت قصداً د معلوماتو لاسرسي لارې تړلې دي، دا ارزونه یوه ستونزمنه او وخت‌نیوونکې پروسه ده، په ځانګړي توګه چې د قربانیانو د شمیر د ناسم اعلان له لارې کیدای شي حقیقت تحریف شي او د دې فاجعې کچه پټه پاتې شي.

له یکشنبې راهیسې د شواهدو او روایتونو پوښښ دومره زیات شوی چې د وضعیت یونسبتاً روښانه انځور وړاندې کولای شي.

د ایران انټرنشنل د مدیرانو شورا په تیرو دوو ورځو کې د لاندې سرچینو له لارې ټول معلومات څو پړاويزه او کره مسلکي ارزولي دي:

  • د ملي امنیت عالي شورا یوه نږدې سرچینه،
  • د ولسمشرۍ دفتر دوه سرچینې،
  • په مشهد، کرمانشاه او اصفهان ښارونو کې د سپاه پاسداران د څو سرچینو روایتونه،
  • د عینی شاهدانو او د وژل شویو کسانو د کورنیو روایتونه،
  • میداني راپورونه، د درملنې مرکزونو اړوند معلومات،
  • او هغه معلومات چې ډاکټرانو او نرسانو په مختلفو ښارونو کې وړاندې کړي دي.

د دې ارزونو له مجموعې څرګندیږي چې:

  • په معاصر تاریخ کې د ایران تر ټولو ستره وژنه په دوو پرله‌پسې شپو، پنجشنبې او جمعې، د مرغومي پر۱۸ او ۱۹مه لږ تر لږه ۱۲ زره کسان دي.
  • دا وژنه د جغرافیایي پراختیا، د خشونت شدت او د وژل شویو کسانو په شمېر کې په لنډ وخت کې بې‌ساری ده.
  • د ایران انټرنشنل د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس، دغه اتباع په عمده توګه د سپاه پاسداران او بسیج ځواکونو په لاس وژل شوي دي.
  • دغه وژنې په بشپړه توګه سازمان شوې وې او د «بې‌برنامې او پراخو جګړو» پایله نه وه.
  • د ملي امنیت عالي شورا او د ولسمشرۍ دفتر له راپورونو څرګندیږي چې دا وژنه د علی خامنهيي په مستقیم امرشوې، د درې قواوو د مشرانوپه خبر او تایید او د ملي امنیت عالي شورا له خوا د مستقیمې ډزو امر صادر شوی دی.
  • ډیری وژل شوي ځوانان له۳۰ کالونو کم عمر لري.

د وژل شویو کسانو شمیر:
د شته معلوماتو پر اساس، او د ملي امنیت عالي شورا او ولسمشرۍ دفتر د باور وړ سرچینو د معلوماتو سره سم، د لومړني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۲ زره کسان په دې پراخې وژنې کې وژل شوي دي. د اړیکو د بندیز او مستقیم لاسرسي نشتوالي په شرایطو کې، د وروستۍ شمیرې ترلاسه کول کره مستندکولو ته اړتیا لري. تیرې تجربې ښيي چې د امنیتي ارګانونو له خوا د وژل شویو کسانو د دقیقو ارقامو ثبت او اعلان تل پټ ساتل شوی.

ایران انټرنشنل ژمنه کوي چې دا شمېر د خپلو مخاطبینو له لارې، د اسنادو راټولولو، روایتونو تطبیق او پرله‌پسې رښتیا ازموینې له لارې دقیق کړي، څو هیڅ نوم پټ نه شي او د هیڅ قرباني کورنۍ چوپه پاتې نه شي.

د اړیکو او رسنیو وضعیت:
په هېواد کې رسنۍ بندې شوې دي. سلګونه ملي او محلي ورځپاڼې د ایران د مطبوعاتو په تاریخ کې بې‌ساری پېښه تجربه کوي او له پنجشنبې راهیسې یې خپرونې درولې دي. نن ورځ، پرته له صدا او سیما، یوازې څو ویب‌سایټونه فعال دي، چې هغوی هم د امنیتي ارګانونو تر مستقیم کنترول لاندې کار کوي. دا وضعیت د «بحران کنترول» نښه نه ده، بلکې د حکومت د حقیقت د پټولو ویرې څرګندونه ده.

د اسنادو د سپارلو غوښتنه:
ایران‌ انټرنشنل له ټولو هېوادوالو، په کور دننه او بهر، غواړي چې د وژل شویو کسانو هر ډول سند، ویدیو، عکس، روایت، د درملنې مرکزونو، د نښتو ځایونه، د پېښو وخت او ځایاو نور جزئیات چې د رښتیاازموینې وړ وي، را واستوي. د سرچینو امنیت او د معلوماتو محرمتوب زموږ لومړیتوب دی.

د نړیوالې مستندونې ژمنه:
ایران انټرنشنل د معلوماتو له دقیقې رښتیا ازموینې وروسته، خپلې پایلې خپروي او ټولو اړوندو نړیوالو سازمانونو ته یې وړاندې کوي.

جمهوري اسلامي نه شي کولای چې له نړۍ سره د ایرانیانو د اړیکو پرې کولو له لارې دا جنايت پټ کړي. حقایق به ثبت شي؛ د وژل شویو نومونه به خوندي وساتل شياو دا وژنې په چوپتیا کې نه دفن کېږي.

دا تلپاتې نومونه نه یوازې د داغدارو کورنیو لپاره ، بلکې د ایرانیانو په ملي انقلاب پورې هم اړه لري.

د ایران انټرنشنل د مدیرانو شورا

امریکا په یوه کال کې د بهرنیانو څه باندې ۱۰۰ زره ویزې لغو کړي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه یې په ۲۰۲۵کال کې د بهرنیو وګړو څه باندې ۱۰۰زره ویزې لغو کړې دي. دغه شمېر دوه کاله وړاندې د جو بایډن د ولسمشرۍ د وروستي کال پر تله له دوه برابره هم ډېر دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کې شاوخوا ۸ زره د زده‌کوونکو او ۲۵۰۰ ځانګړې مسلکي ویزې هم شاملې دي او د دغو کسانو ویزې ځکه لغو شوي چې جرمي مخینه یې درلوده. دغه وزارت ویلي: «موږ به د دغو مجرم کسانو اېستلو ته دوام ورکړو، څو امریکا خوندي وساتو».

د امریکايي رسنیو د راپور له‌مخې، ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ولسمشر کېدو سره سم، د بهرنیو وګړو د ویزو د جدي ارزونې او همداراز د ناقانونه او مجرم کډوالو د اېستنې امر وکړ او په دې سره دغه شمېر د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو لوړې کچې ښکارندويي کوي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر جو بایډن د حکومت په وروستي کال (۲۰۲۴) کې یوازې ۴۰ زره ویزې لغوه شوې وې.

د فاکس‌نیوز د راپور له‌مخې، په دغو لغو شویو ویزو کې ډېری یې هغه سوداګر او سیلانیان دي چې له قانوني مودې ډېر په امریکا کې پاتې شوي وو.

د تېر کال په اګسټ میاشت کې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ټولو شاوخوا ۵۵ میلیونه بهرنيو وګړو چې د امریکا معتبرې ویزې هم لري، له سره ارزونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په امریکا کې د یوه افغان له لوري پر امریکايي سرتېرو له ډزو وروسته امریکا ته په تمه د تلوونکو افغانانو چارې هم ټکنۍ شوې دي او د کډوالۍ ځينې پروسس چارې په ټپه ودرېدې او همداراز هلته ځينې افغانان هم د اېستنې له ګواښ سره مخ دي.