• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې د پخواني حکومت ۳۳ میلیارده افغانۍ پورونه یې پرې کړي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۰ GMT+۰

د طالبانو مالیې وزارت اعلان کړی چې له پخواني جمهوري حکومت څخه پر حکومت د داخلي قراردادي شرکتونو، حقیقي اشخاصو او خصوصي بنسټونو پاتې ۳۳ میلیارده افغانۍ پورونه ورکړل شوي او یوازې یو میلیارد افغانۍ پور پاتې دی. یاد وزارت وايي، پاتې پورونه به په راتلونکې مالي کال کې تصفیه شي.

د طالبانو مالیې وزارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې د طالبانو د مشر هبت الله په لارښوونه، یاد وزارت ته دنده ورکړل شوې چې د پخواني حکومت له وخته پاتې مالي مکلفیتونه په قانوني، منظم او پړاویز ډول تثبیت او تصفیه کړي.

یاد وزارت وايي، چې د دې هدف لپاره د بودجوي واحدونو په کچه ځانګړې کمېټې جوړې شوې چې د ادعا شویو پورونو اسناد وڅېړي، تثبیت یې کړي او د عمومي بودجې له لارې مستحقو اشخاصو او شرکتونو ته د هغوی پورونه ورکړل شي.

وزارت د ورکړل شویو پورونو ټولټال ١٧ زره قراردادونو یادونه کړې، چې ټولې پاتې پیسې یې ۳۴ میلیارده افغانۍ کیږي.

د طالبانو د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې ۳۳ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې او یوازې یو میلیارد افغانۍ پاتې دي.

یاد وزارت پر ټولو هغو حکمي او حقیقي اشخاص چې پخوانی حکومت یې پوروړی پاتې شوی، غږ کړی، چې خپل اړین اسناد د غوښتنلیک له لارې له اړوندې کمېټې سره شریک کړي او له تثبیت وروسته به یې پاتې پورونه د ۱۴۰۴ لمریز مالي کال په ترڅ کې د نافذه کړنلارې له مخې ورکړل شي.

د ۱۴۰۲ کال په سلواغه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ، چې د خلکو ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه، تامینات او مالي ضمانتونه پر تېر حکومت پاتې دي، چې طالبان یې ورکوي.

د طالبانو د مالیې وزارت د همدغه کال په مرغومي کې وویل، چې ددې ډلې د ریاست الوزار د حکم له مخې د هغو قراردادي شرکتونو او اشخاصو پورونه ور کوي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکې، پر پخوانیو دولتي ادارو پاتې دي.

د طالبانو مالیې وزارت په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د ډیر شمیر پروژو چارې په مختلفو تدارکاتي پروسو کې نیمګړې پاتې وې، د قراردادي شرکتونو حقوق نه وو ورکړل شوي او د ځینو کارکوونکو معاشونه او د برېښنا پورونه هم نه وو اجرا شوي.

د افغانستان د تېر جمهوریت پر مهال، د یو شمیر قراردادي شرکتونو او هغه کسانو پیسې چې خپلې ځمکې یې بهرنیو ځواکونو ته د پوځي اډو د جوړولو لپاره ورکړې وې، د بهرنیو ځواکونو له خوا نه وې ورکړل شوې، خو طالبانو د پورونو د ادا کولو لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې، چې یوازې د تثبیت پرمهال پخواني پورونه ور کوي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ترکیه وايي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند لاهم پرځای دی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام هرکلی کوي او له دې اوربنده یې لاس نه دی اخیستی. د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې انقره له افغانستان او پاکستان سره اوږدمهاله او تاریخي اړیکې لري.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل پوښتنې ته په ځواب کې څرګنده کړې چې انقره له افغانستان او پاکستان سره تاریخي اړیکې لري او هڅه کوي دا اړیکې وساتي.

دغه وزارت په غیر مستقیم ډول هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې ترکیې د اوربند د منځګړتوب له پروسې لاس اخیستی دی.

تر دې مخکې ځینو رسنیوخبر ورکړی و چې ترکیې له څو پړاوه خبرو اترو وروسته د پرمختګ د نشتوالي له امله له منځګړتوب لاس اخیستی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یادونه وکړه چې انقرې په تېرو کلونو کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ناستو کوربه توب کړی او په ځانګړي ډول یې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کلونو ناستو ته اشاره وکړه.

وزارت وویل چې دوی خوښ دي چې اوربند لا هم د دواړو خواوو ترمنځ پلی دی.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې اړیکې ترینګلې دي او د قطر، ترکیې او سعودی عربستان په منځګړتوب یې د استازو ترمنځ څو ناستې شوې دي، خو د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو کنګل لا نه دی مات شوی او ټولې سوداګریزې لارې هم له څو میاشتو راهیسې د موټرو او خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې دي.

پاکستان د طالبانو اداره د پاکستاني وسله والو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان وايي، چې دا د پاکستان کورنۍ موضوع ده او دوی د هیڅ ډلې ملاتړ او مرسته نه کوي.

د طالبانو سفیر له اندونیزیایي چارواکو سره د دوه اړخیزو جګپوړو ناستو پر همغږۍ غږېدلی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۰

په اندونیزیا کې د طالبانو سفیر مولوي سعدالله بلوچ د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ختیزې او منځنۍ اسیا د ریاست له رییس ریکي احسان سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو لوریو د لوړ پوړو چارواکو د لیدنو او سفرونو پر همغږۍ غږېدلی دی.

په اندونیزیا کې د طالبانو سفارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اندونیزیا د اړیکو پر لا ټینګښت ټینګار کړی او د سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د پانګونې د هڅونې په اړه هم خبرې شوې او دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د وړ چاپېریال او اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو یاد سفارت ویلي، چې د افغانستان او اندونیزیا دوستانه اړیکې او ګټورې همکارۍ باید لا پیاوړې او پراخې شي او د دوامداره تماسونو او ګډو هڅو لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړی دی.

د افغانستان پاسپورټ سږکال یوځل بیا د نړیوالې ډلبندۍ په پای کې دی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د هینلي پاسپورټ شاخص د ۲۰۲۶ کال تازه رپوټ ښيي چې د افغانستان پاسپورټ د نړیوالو پاسپورټونو په منځ کې تر ټولو ټیټه درجه لري. افغان پاسپورټ په۱۰۱مقام سره درجه بندي شوی او یوازې ۲۴ هیوادونو ته له ویزې پرته سفر پرې کېدای شي. پاکستان په ۹۳ او سوریه په سلم مقام کې دی.

دا شاخص د نړیوالو الوتنو د معلوماتو سازمان (IATA) د ځانګړو معلوماتو او د هینلي او شریکانو د څېړنیز ټیم د تحلیل پر اساس جوړ شوی.

د شاخص هدف د نړۍ ټول پاسپورټونه د هغو هیوادونو د سفر وړتیاوو پر بنسټ درجه بندي کول دي چې له ویزې پرته یا د سفر پر مهال ویزې ترلاسه کولو امکان لري.

په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پاسپورټونه د اسیا او اروپایي هیوادونو دي.

د سینګاپور پاسپورټ لومړی مقام لري چې ۱۹۲ هیوادونو ته له ویزې پرته سفر شونی کوي.

جاپان او سویلي کوریا په ګډه دویم مقام لري (۱۸۸ هیوادونه) او ډنمارک، لوګزامبورګ، اسپانیا، سویډن او سویټزرلینډ په درېیم مقام کې دي چې۱۸۶ هیوادونو ته سفر پرې کېدای شي.

د رپوټ له مخې، د پاسپورټ ځواک د یو هیواد له نړیوالو اړیکو، اقتصادي وضعیت او د سفري اسانتیاوو سره مستقیم تړاو لري. د افغانستان ټیټه درجه بندي د هېواد د امنیتي وضعیت، سفري محدودیتونواو نړیوالو اړیکو د محدودیتونو ښکارندويي کوي.

د افغانستان پاسپورټ د تیرو شلو کلونو په بهیر کې د پام وړ بدلونونه لیدلي دي.

په ۲۰۰۶ کال کې افغان پاسپورټ ۸۳ یم مقام درلود. له ۲۰۰۷کال نه تر ۲۰۰۹ پورې د افغانستان درجه ورو ورو ټیټه شوه او په ۲۰۰۹ کال کې ۸۹ مقام ته ورسېده. له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د نړیوالو محدودیتونو زیاتوالي له امله افغان پاسپورټ له۹۸ (۲۰۱۰) څخه تر ۱۰۳ (۲۰۱۲) مقام پورې ټیټ شو.

په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې لنډمهاله ښه والی رامنځته شو، چې پاسپورټ ۹۳ او ۹۴مقامونو ته ورسید. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په ترڅ کې د نړیوالو سفري محدودیتونو دوام افغان پاسپورټ له۱۱۰څخه تر ۱۰۴مقام ته راوستی و. له۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې افغان پاسپورټ له۱۰۴ څخه تر ۱۰۶ مقام پورې بدلونونه ولیدل، چې د سفر محدودیتونه یې څرګندوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان پاسپورټ تر ټولو ټیټه درجه، ۱۱۶ ترلاسه کړه. له۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د پاسپورټ ځواک یو څه ښه شوی و، په ۲۰۲۲ کې ۱۱۱، ۲۰۲۳ کې ۱۰۹، ۲۰۲۴ کې ۱۰۴ او په ۲۰۲۵ کې ۱۰۶ مقام ته ورسېد.

هینلي پاسپورټ شاخص څرګندوي چې د افغانستان پاسپورټ د نړیوالو سفرونو او ګرځندوی وړتیا له تیرو شلو کلونو راهیسې له جدي محدودیتونو سره مخ ده، چې دا محدودیتونه د امنیتي وضعیت، نړیوالو اړیکو او د ویزې شرایطو اغیز ښيي.

یو افغان د خپلې خور د وژنې هڅې په تور له امریکا نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۲ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې ویلي، یو افغان چې په ناقانونه توګه امریکا کې مېشت دی او پخوا یې د خپلې خور د وژلو د هڅې په جرم د بند سزا هم تېره کړې؛ په نیویارک ایالت کې نیول شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ ۳۹ کلن وحیدالله محمد د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نیویارک په روچسټر ښار کې ونیول شو. نوموړي په ۲۰۰۸کال کې د چړې په ګوزارونو د خپلې پېغلې خور د وژنې هڅه کړې وه او د دغه جرم له امله یې لس کاله د بند سزا تېره کړې وه.

د راپور له مخې؛ محمد خپله خور ځکه په چړو وهلې وه، چې نوموړې به «نامناسبې جامې» اغوستلې او د شپې تر ناوخته به په «شپني کلپ» کې وه. ځایي چارواکي وایي، محمد په ۲۰۰۴کال کې په قانوني ډول امریکا ته تللی و؛ خو د جزايي محکومیت له امله یې د اوسېدو قانوني موده لغوه شوه.

د کډوالۍ محکمې په ۲۰۱۲کال کې د هغه د شړلو حکم صادر کړی و. امریکایي چارواکو ویلي، چې د خطرناکو مجرمینو د نیولو او اېستلو عملیات به دوام ولري.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۲زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۳مه) ۴۰۱ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۱۶۵ کسان کېږي؛ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره اړینې مرستې هم شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۳۱۴ د تورخم له لارې، ۳۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۲۷کورنۍ د بهرامچې له لارې، ۱۳کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او ۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.