طالبانو د جلال‌اباد ښار په ځینو سیمو کې د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

په ننګرهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د جلال‌اباد ښار په مرکز کې یې د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز لګولی. یادې قوماندانۍ ویلي، د تازه پرېکړې له مخې رېکشاوې نه‌شي کولی د جندرما، کرنې ریاست، د چپرهار زړې هډې او د چشمه خانجي له څلورلارې څخه د ښار مرکزي سیمو ته داخل شي.