• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غزني کې یوه ښځه او درې نارینه په دُرو وهلي دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، په غزني ولایت کې یې یوه ښځه او درې نارینه د «اخلاقي فساد او غلا» په تور محکوم او په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غزني ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د «اخلاقي فساد او غلام» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو ویلي، چې د یادې ډلې د سترې محکمې د پریکړې له مخې یې درې کسان په ۱ ـ ۱ کال تنفیذي بند محکوم کړي او ۲۰ ـ ۲۰ دُورې یې وهلي او یو بل کس یې په یو کال بند محکوم کړی او ۳۵ دُورې یې وهلی دی.

سره له دې چې د بشري حقونو ملاتړو سازمانو د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې پر بدنې سزاګانو نیوکې کړي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ یو شمېر کسانو ته بدنې سزاګانې ورکوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

امریکا د پاکستان او روسیې په ګډون لسګونو هېوادونو ته د ویزو د ورکولو بهیر دروي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۰

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۷۵هېوادونو د وګړو لپاره د ويزو اړوند غوښتنلیکونه ځنډوي چې په دې نوملړ کې روسیه، پاکستان او افغانستان هم شامل دي. دا پرېکړه به د راتلونکې اوونۍ له پيل سره سم د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه عملي شي.

فاکس‌نيوز د چهارشنبې په ورځ د (مرغومې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه رسمي يادښت له لارې د دې هېواد سفارتونو ته لارښوونه کړې، تر هغه وخته چې د ويزو د ورکړې کړنلارې او بهيرونه بيا ارزول کېږي، د يادو هېوادونو وګړو ته دې ويزې نه صادروي.

د سپينې ماڼۍ وياندې کارولین لېوېټ د فاکس‌نيوز راپور پر خپلې اېکس‌پاڼه خپور کړی او په دې توګه يې دغه موضوع تاييد کړې ده. تر اوسه پورې د دغې پرېکړې د ځنډېدو موده نه ده روښانه شوې. افغانستان، سوماليا، روسيه، پاکستان، ايران، سوريه، ازبکستان، برازيل، ليبيا، لبنان، اردن، نايجيريا، مصر، عراق، تايلنډ او يمن د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا پرېکړه پرې عملي کېږي.

افغانستان تر دې وړاندې هم د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د سفرونو د بنديز په نوملړ کې شامل و. د هغو هېوادونو نوملړ کې ته د روسیې ور زیاتېدل چې د امريکا له ويزو بې‌برخې کېږي، د واشنګټن او مسکو ترمنځ د کړکېچنو اړيکو نوې پاڼه پرانېزي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې خپلو ټولو کونسلي استازوليو ته يو رسمي مکتوب لېږلی و، چې له‌مخې يې د کډوالۍ په قانون کې «پر ټولنې د مالي بار» اړوند نوې مادې ځای پر ځای کړې وې. د دې مقرراتو پر بنسټ، کونسلي مامورين مکلف دي د هغو کسانو د ويزو غوښتنې رد کړي چې اټکل کېږي د بې‌کارۍ له امله به د دولت له مالي مرستو برخمن شي او يا هم له روغتيايي ستونزو لکه چاغوالي سره مخ وي.

په دې ارزونه کې د غوښتونکي روغتيايي حالت، عمر، د انګليسي ژبې مهارت، مالي وضعيت او ان د اوږدمهالو طبي پاملرنو اړتياوې هم په پام کې نيول کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ټامي پيګاټ فاکس‌نيوز ته ویلي: «د بهرنيو چارو وزارت د خپلو واکونو له‌مخې هغه کډوال چې ښايي د امريکايي ټولنې پر اوږو بار شي او د خلکو له سخاوته ناوړه ګټه واخلي، د ويزې د ترلاسه کولو وړ نه ګڼي».

هغه زياته کړه: «له ياد شويو ۷۵ هېوادونو څخه کډوالي تر هغه وخته ځنډول کېږي چې د بهرنيو چارو وزارت د دغو هېوادونو د وګړو لپاره د ويزو د ورکړې روان بهير له سره وارزوي. د دې اقدام موخه د هغو بهرنيو وګړو مخنيوی دی چې ښايي د عامه خدمتونو او ټولنيزو مرستو څخه استفاده وکړي».

د ټرمپ حکومت د امنيتي اندېښنو له امله هم د يو شمېر هېوادونو د وګړو پر داخلېدو بنديزونه لګولي دي.

د لیندۍ مياشتې په پنځمه نېټه د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې او یوه ورځ وروسته د دغو عسکرو له ډلې یوې یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. لکڼوال په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تخلیې په یوې ځانګړې الوتکه کې امریکا ته تللی و.

له دې پېښې وروسته ډونالډ ټرمپ د افغانانو د ټولو مهاجرتي دوسيو د ارزونې بهير ودراوه او اعلان يې وکړ، چې په تېرو کلونو کې امريکا ته د داخل شويو افغانانو ټولې دوسيې به هم له سره وکتل شي. ټرمپ همدارنګه د افغانستان په پاسپورټ د ويزو لګول د نامعلومې مودې لپاره وځنډول.

ډونالډ ټرمپ تر دې پېښې وروسته ژمنه وکړه، چې د «درېيمې نړۍ هېوادونو» څخه به کډوالي په «دایمي ډول» بنده کړي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه: په افغانستان کې د لوږې ګواښ لوړ دی او موږ مرستې پراخوو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د خوړو ناورین ژور شوی او دمګړی شاوخوا ۱۷ میلیونه کسان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. یادې ادارې ویلي، چې د لوږې د کچې راکمولو لپاره یې په درېیو ولایتونو کې د نغدي او خوراکي توکو مرستې پیل کړې دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ارزونو له‌مخې، بامیان، کونړ او هرات ولایتونه د لوړې کچې لوږې سره مخ دي.

یادې کمېټې ویلي، چې په یادو ولایتونو کې د بېړنیو خوراکي او ژمنيو توکو مرستې پراخوي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ارزونو له‌مخې، په یادو ولایتونو کې ۹۵ سلنه وګړي کافي خوراکي توکو ته لاسرسی نه‌لري، ۹۵ سلنه کورنۍ د خپل بقا لپاره قرضونه کوي او د اټکل له‌مخې به په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱،۲ میلیونه مېندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د ارزونو له‌مخې، نږدې ۳،۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او له دې ډلې شاوخوا یوه پر درېیمه برخه یې په شدید حالت کې دي. د دوی په خبره، له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۳ میلیونو راستنو شویو وضعیت نور هم ژور کړی دی.

یادې ادارې ویلي، چې د لوږې کچې کمولو لپاره په بامیان، کونړ او هرات ولایتونو کې ۳۲۰۰ کورنیو ته د نغدي پیسو او ژمني توکو د مرستې پروګرام پیل کړی دی.

د افغانستان لپاره د ژغورنې نړۍوالې کمېټې رییسه لیزا اوون وايي: «لوږه په افغانستان کې یو پرله‌پسې ستر ګواښ دی. که بشپړ تمویل ونه‌شي نو پایلې به ویجاړونکي وي. نړۍوال باید مخ ونه ګرځوي او بېړنۍ بشري مرستې وکړي، څو افغانان له لوږې وژغورل شي».

یادې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې بشري ناورین له نږدې څاري او یو ځل بیا یې پر نړۍوالو د بېړنیو مرستو غږ کړی دی.

د ایران لاریونونه د طالبانو لپاره د خطر زنګ؛ د دوه استبدادي نظامونو پر وړاندې ګډ منطق

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۰

د ډېپلوماټ مجلې په یوې څېړنیزې مقالې کې ویل شوي، چې په ایران کې د خلکو پرله‌پسې اعتراضونو لړۍ د افغانستان د واکمنو طالبانو لپاره ژوره اندېښنه رامنځته کړې ده. طالبان په ایران کې د کوڅو او سړکونو هغه نښې او علامتونه ویني چې ښايي یوه ورځ د دوی د نظام د نړېدو سبب شي.

په ممقاله کې زیاته شوې، که څه هم د ایران اسلامي جمهوریت لا هم پر واک پاتې دی، خو د هغه مشروعیت په پرله‌پسې توګه د مدني مقاومت، کارګري اعتصابونو، د زده‌کړیالانو خوځښتونو او د ښځو له‌خوا د اجباري حجاب پر وړاندې د سرغړونې له امله کمزوری شوی دی. د مقالې له‌مخې، دا هغه بهیر دی چې د بشري حقونو د څار نړۍوالو سازمانونو هم مستند کړی دی.

د مقالې په یوې برخه کې لیکل شوي: «د ایران تجربه ښيي ان هغه حکومت چې څو لسیزې بنسټیز انسجام، پراخ امنیتي جوړښت او سیمه‌ییز نفوذ لري، هم کولای شي په دوامدار ډول له دننه وننګول شي او همدې حقیقت طالبان ژور اندېښمن کړي دي».

له همدې امله، دا ډله د ایران د اعتراضونو اړوند خبرونه په سخت ډول سانسوروي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) او د افغان رسنیو د څار بنسټونو د راپورونو له‌مخې، طالبانو د سیمې د اعتراضونو خبري پوښښ، په ځانګړي ډول هغه لاریونونه چې ښځې یې محور دي، په جدي ډول محدود کړي دي.

دوه نظامونه، یو استبدادي منطق

طالبان او د ایران اسلامي جمهوریت که څه هم له بېلابېلو تاریخي لارو واک ته رسېدلي، خو دواړه د معاصر استبداد هغه بڼې دي چې پر د دین سیاسي کولو ولاړې دي. طالبان د ۱۹۹۰مو کلونو د افغانستان د کورنیو جګړو پر مهال د یوه وسله‌وال اسلام‌پال غورځنګ په توګه راڅرګند شول، په ۱۹۹۶ کال کې واک ته ورسېدل، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د پوځي مداخلې له امله نسکور شول او په پای کې په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍوالې ټولنې له ملاتړ لرونکي حکومت تر ړنګېدو وروسته بېرته واک ته ورستانه شول. ډېپلوماټ مجله وایي، د طالبانو مشروعیت نه د ولس له رضایت څخه سرچینه اخلي او نه هم له قانوني او اساسي چوکاټونو څخه، بلکې له زور، ایډیالوژیک مطلق‌پالنې او انحصاري واکمنۍ څخه یې سرچینې راولاړېږي.

برعکس، د ایران سیاسي نظام د ۱۹۷۹ کال له انقلاب څخه وزېږېد؛ هغه انقلاب چې په پیل کې یې د ټولنې پراخ قشرونه د شاهي نظام پر ضد راپاڅول، خو ورو ورو انقلابي تنوع د روحانیت د واکمنۍ ځای ونیوو. واک په انتصابي بنسټونو کې متمرکز شو، سیاسي مخالفت جرم وبلل شو او دین د اخلاقي لارښوونې پر ځای د سیاسي کنټرول وسیله وګرځېد.

په مقاله کې ویل شوي، له تاریخي توپیرونو سره سره دواړه نظامونه په ماهیت کې استبدادي دي، چې د سیاسي مخالفانو ځپل، ایډیالوژۍ ته د قانون تابع کول، په سیستماتیکه توګه د ښځو د حقونو محدودول او د حساب ورکولو وېرول یې ښې بېلګې دي. په مقاله کې ټینګار شوی، چې همدا ګډ استبدادي جوړښت څرګندوي چې طالبان د ایران د اعتراضي بدلونونو نږدې څارنه وکړي او سانسور یې کړي.

هغه الګو چې طالبان وېرولای شي

د طالبانو د اندېښنې یوه مهمه سرچینه د ایران د مدني مقاومت بڼه ده. د ډېرو هغو پاڅونونو پر خلاف چې د «عرب پسرلي» په نوم پېژندل کېږي او په ناڅاپي ډول د کمزورو دولتي بنسټونو په بستر کې راڅرګند شول، د ایران مدني مقاومت تدریجي، ژور رېښه‌لرونکی او اوږدمهاله دی. دا مقاومت پر لسیزو مدني فعالیتونو، د ښځو غورځنګونو، د کارګرو تنظیم او د زده‌کړیالانو پر سیاسي مبارزې ولاړ دی.

په داسې حال کې چې د عرب پسرلي ځینې برخې پر پوځي هڅو یا هم اوږدو کورنیو جګړو ولاړې وې؛ خو د ایران غورځنګ تر ډېره مدني، غېر متمرکز او ټولنیز پاتې شوی دی. د ایرانیانو د ولسي پاڅون ځواک د حاکم رژیم د مشروعیت په‌ له‌منځه وړلو کې و.

د ډېپلوماټ مجلې راپور کاږي، د طالبانو لپاره دا الګو ډېره ګواښوونکې ده. افغانستان هم د ایران په څېر ځوان نفوس، ژورې ټولنیزې نارضایتۍ او د مقاومت اوږد تاریخ لري. د ایران تجربه په ډاګه کوي، چې د یوه استبدادي رژیم کمزوري کېدل حتمي پوځي برید یا وسله‌وال پاڅون ته اړتیا نه لري، بلکې کولای شي په تدریجي ډول رامنځته شي.

د طالبانو او د ایران د دولت پرتلنه

سره له دې چې د ایران اسلامي جمهوریت د مشروعیت له بحران سره مخ دی، خو لا هم فعال دولتي بنسټونه، متنوع عایداتي سرچینې او ترینګلې ډیپلوماټیکې اړیکې لري. طالبان بیا دغو کې له هېڅ یوه امتیاز څخه برخمن نه دي.

د نږدې پنځو کلونو واکمنۍ وروسته، طالبانو د روسیې پرته بله ماناداره نړۍواله رسمیت پېژندنه نه ده ترلاسه کړې؛ هغه څه چې د دغه ډلې د حکومتولۍ بنسټیزې کمزورۍ څرګندوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ټینګار کړی، چې طالبانو نه اساسي قانون جوړ کړی، نه یې ټول‌ګډونه سیاسي بنسټونه رامنځته کړي او نه یې د باور وړ حقوقي نظام جوړ کړی دی.

له اقتصادي پلوه هم افغانستان د کورني فلج حالت سره مخ دی. طالبان له نړۍوالو معیارونو سره سم یو منسجم اقتصادي ستراتیژي نه لري او د هېواد د اقتصاد بقا تر ډېره د ملګرو ملتونو بشري مرستو، نړۍوالو نادولتي بنسټونو او بهرنیو مرستو پورې تړلې ده. د یوناما او نړۍوال بانک د ارزونو له‌مخې، له دغو مرستو پرته د افغانستان اقتصاد ان په لږ کچه هم د دوام وړ نه دی.

دا تړاو د طالبانو د واکمنۍ دعوه کمزورې کوي او د هغوی جوړښتي کمزورۍ په نښه کوي.

جنسیتي ځپنې؛ ګډ او بحراني ټکی

د ایران او د طالبانو ترمنځ یو ګډ او روښانه ټکی دا دی چې دواړه د ښځو د ځپلو تګلارې لري. په ایران کې اجباري حجاب او اخلاقي پولیس د سراسري مقاومت پر محور بدل شوي دي. په افغانستان کې طالبانو د ښځو پر وړاندې د نننۍ نړۍ تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي دي چې ان پر زده‌کړو او ټولنیز حضور یې هم بندیزونه په‌کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دا سیاستونه «نهادینه شوی جنسیتي اپارتاید» بللي دي؛ هغه سیاستونه چې د ټولنې نیمایي نفوس په سیستماتیک ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي مشارکت څخه باسي. په معاصرې نړۍ کې بل هېڅ دولت په دې کچه جنسیتي حذف نه عملي کوي.

دا سیاستونه نه یوازې د طالبانو ثبات نه پیاوړی کوي، بلکې کورنۍ ټولنیزه انزوا او نړۍوال انزوا یې نوره هم لا پسې ژوروي. د ایران تجربه ښيي، چې پر ښځو روان طالبي محدودیتونه په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره د مقاومت مخه نه‌شي ډب کولای.

پر زده‌کړو محدودیتونه او له ګواښه ډک راتلونکی

په افغانستان کې لوړې زده‌کړې هم د سقوط پر لور روانې دي. پوهنتونونه نور حتی د ډېرو نارینه‌وو لپاره هم د هیلې او پرمختګ ځایونه نه دي پاتې شوي او ښځې ترې په بشپړ ډول اېستل شوې دي. دا وضعیت په نورو استبدادي حکومتونو کې هم لیدل شوی.

په ایران کې د زده‌کړیالانو غورځنګونو تل د استبدادي واک ننګولو کې مرکزي رول لوبولی دی او طالبان په دې ښه پوهېږي. د طالبانو تعلیمي محدودیتونه یوازې ایډیالوژیکې ریښې نه‌لري، بلکې د راتلونکو نارضایتيو د مهارولو لپاره یو مخکېنی ګام دی؛ داسې ګام چې درانه اوږدمهاله بیې به یې پرې شي.

د چوپتیا سیاست او سیمه‌ییزه انزوا

د طالبانو له‌خوا د کورنیو شخړو او مخالفتونو نه منل، د هغوی وارخطایي لا پسې بربنډوي. سره له دې چې د مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په څېر ډلې عملا وسله‌وال فعالیتونه لري؛ خو طالب چارواکي بیا تل منظم مقاومت ردوي او د «بشپړ ثبات» خبرې کوي.

د ډېپلوماټ مجلې په باور، باثباته دولتونه د تعارض واقعیت مني او سیاسي حل‌لارې لټوي ؛خو استبدادي رژیمونه بیا برعکس دي. دا الګو د ایران د اسلامي جمهوریت د ټولنیزو نارامیو د انکار پخوانۍ تګلارې ته ورته دی؛ هغه تګلاره چې څو ځله ناکامه شوې ده.

په سیمه‌ییزه کچه هم د طالبانو اړیکې له ګاونډیانو سره تر لانجو ډکې دي. پر پولو شخړې، د اوبو پر سر له ګاونډیانو سره مخالفتونه، کډوالي او د ترهګرۍ موضوعات یې له ګاونډیانو سره د اړیکو د ترېنګلتیاوو مهم ټکي بلل کېږي.

طالبان نه یوازې د سیمې د ثبات د ټینګېدو لوبغاړي نه دي ګرځېدلي، بلکې د بې‌ثباتۍ سرچینه شوي هم دي.

که مقاومت تاوتریخوالی ومومي

که په سیمه کې ولسي مقاومت پراخ تاوتریخوالي یا کورنۍ جګړې ته واوړي، د طالبانو دریځ به لا ډېر کمزوری شي. د ایران د دولت په څېر طالبان نه بنسټیزه تابیا لري، نه اقتصادي شالید او نه هم پراخ ټولنیز مشروعیت چې د دغسې مسایلو پر وړاندې مقاومت وکړي. اوږدمهاله بې‌ثباتي کولای شي کورني درزونه ژور کړي، اقتصادي زوال لا زیات کړي او پر بهرنیو مرستو تکیه نوره هم ډېر کړي.

مقاله زیاتوي، په داسې سناریو کې به د طالبانو د واک ړنګېدل چټکتیا ومومي.

د مقالې په پای کې راغلي، که څه هم په ایران کې ولسي مقاومت لا د اسلامي جمهوریت نسکورېدو حالت ته نه دی رسېدلی، خو د استبدادي نظامونو لپاره یې تر دې هم خطرناکه خبره ثابته کړې ده او هغه دا چې «حتی ژور رېښه‌لرونکي نظامونه هم کولای شي په دوامدار ډول د عادي خلکو له‌خوا وننګوول شي».

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت: ډېر ژر به د افغان ـ ټرانس رېل پټلۍ د مطالعې کار پیل شي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې له‌مخې د افغان ـ ټرانس رېل پټلۍ پروژې د مکان سنجولو پروژې د پیل لپاره بشپړ چمتوالی لري.

د طالبانو د‌ ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د افغان ـ ټرانس پروژې د امکان سنجولو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی.

نوموړي ویلي، چې د یاد هوکړه‌لیک د شرط نامې له‌مخې طالبان چمتو دي چې د افغان ـ ټرانس رېل پټلۍ د امکان سنجولو چارې پیل شي.

محمد اشرف حق‌شناس ویلي: «د یادو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو د پرله‌پسې ناستو وروسته یوه شرط‌نامه چمتو شوه چې د دې شرط‌نامې له مخې به د پروژې مطالعات او د امکان‌سنجۍ چارې په نږدې راتلونکې کې پیل شي. د ټولګټو وزارت د یادې پروژې د کار د پیل لپاره بشپړ چمتوالی لري».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په یاده پروژه کې د ټولو غوښتونکو هېوادونو پانګونې هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې اړوند ستونزې حل شوې او دمګړی د یادې پروژې د امکان سنجولو کار دوام لري.

طالبان: د چاپېریال ساتنې په برخه کې ورځ تر بلې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کابل پوهنتون له لوري د چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو د مدیریت په کنفرانس کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس وویل، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ورځ تر بلې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یاد کنفرانس کې د چاپېریالي پایست، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت کنفرانس کې د ځینو وزارتونو، ادارو، نړۍوالو او داخلي موسسو استازو په‌کې ګډون کړی و.

په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د چاپېریالي اغېزو او حل‌لارو په اړه بحثونه شوي دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص ویلي، چې ځمکه، هوا او اوبه ټول د چاپېریال برخې دي، چې د یوې برخې په زیانمنېدو نورې برخې هم زیانمېږي.

نوموړي د یاد کنفرانس پرمهال ویلي، چې د پوهنتون د استادانو له لوري ترسره شوې څېړنې به عملي او د خپلې ادارې په پلانونو کې ځای پر ځای کړي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د چاپېریال ساتنې په برخه کې زیاتو څېړنو ته اړتیا لرو چې مدریت يې باید څنګه وکړو؟ زما غوښتنه له محصلینو، استادانو او کدرونو څخه دا ده چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې کومې څېړنې کېږي، نو زموږ سره دې یې شریکې کړي او موږ به یې د خپلو ستراتیژیکو پلانونو برخه وګرځوو».

پر همدغه مهال نوموړي په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اندیښنې وړ مسله بللې ده او وايي، ورځ تربلې په یاده برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.

خالص زیاته کړه: «موږ په دې حقیقت پوهېږو چې ورځ تر بلې له ګڼو ستونزو سره مخ یو. موږ اړتیا لرو چې عملي مرکزونه او علمي کدرونه له موږ سره همکاري وکړي، ځکه د افغانستان چاپېریال ساتنه او د اوسني وضعیت مدیریت یوازې د امارتي ادارو کار نه دی، بلکې عام خلک او عملي موسسې هم باید همکاري وکړي».

سره له دې چې د افغانستان په ګډون ګڼ هېوادونه د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوي دي، خو طالبان وايي هڅه کوي چې د افغانستا‍ن د چاپېریال ساتنې په برخه کې قوي ګامونه پورته کړي.