د طالبانو مالیې وزارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې د طالبانو د مشر هبت الله په لارښوونه، یاد وزارت ته دنده ورکړل شوې چې د پخواني حکومت له وخته پاتې مالي مکلفیتونه په قانوني، منظم او پړاویز ډول تثبیت او تصفیه کړي.
یاد وزارت وايي، چې د دې هدف لپاره د بودجوي واحدونو په کچه ځانګړې کمېټې جوړې شوې چې د ادعا شویو پورونو اسناد وڅېړي، تثبیت یې کړي او د عمومي بودجې له لارې مستحقو اشخاصو او شرکتونو ته د هغوی پورونه ورکړل شي.
وزارت د ورکړل شویو پورونو ټولټال ١٧ زره قراردادونو یادونه کړې، چې ټولې پاتې پیسې یې ۳۴ میلیارده افغانۍ کیږي.
د طالبانو د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې تر اوسه پورې ۳۳ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې او یوازې یو میلیارد افغانۍ پاتې دي.
یاد وزارت پر ټولو هغو حکمي او حقیقي اشخاص چې پخوانی حکومت یې پوروړی پاتې شوی، غږ کړی، چې خپل اړین اسناد د غوښتنلیک له لارې له اړوندې کمېټې سره شریک کړي او له تثبیت وروسته به یې پاتې پورونه د ۱۴۰۴ لمریز مالي کال په ترڅ کې د نافذه کړنلارې له مخې ورکړل شي.
د ۱۴۰۲ کال په سلواغه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ، چې د خلکو ۱۸۰ میلیارده افغانۍ پورونه، تامینات او مالي ضمانتونه پر تېر حکومت پاتې دي، چې طالبان یې ورکوي.
د طالبانو د مالیې وزارت د همدغه کال په مرغومي کې وویل، چې ددې ډلې د ریاست الوزار د حکم له مخې د هغو قراردادي شرکتونو او اشخاصو پورونه ور کوي چې واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکې، پر پخوانیو دولتي ادارو پاتې دي.
د طالبانو مالیې وزارت په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې د ډیر شمیر پروژو چارې په مختلفو تدارکاتي پروسو کې نیمګړې پاتې وې، د قراردادي شرکتونو حقوق نه وو ورکړل شوي او د ځینو کارکوونکو معاشونه او د برېښنا پورونه هم نه وو اجرا شوي.
د افغانستان د تېر جمهوریت پر مهال، د یو شمیر قراردادي شرکتونو او هغه کسانو پیسې چې خپلې ځمکې یې بهرنیو ځواکونو ته د پوځي اډو د جوړولو لپاره ورکړې وې، د بهرنیو ځواکونو له خوا نه وې ورکړل شوې، خو طالبانو د پورونو د ادا کولو لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې، چې یوازې د تثبیت پرمهال پخواني پورونه ور کوي.