• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د چاپېریال ساتنې په برخه کې ورځ تر بلې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کابل پوهنتون له لوري د چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو د مدیریت په کنفرانس کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس وویل، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ورځ تر بلې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یاد کنفرانس کې د چاپېریالي پایست، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت کنفرانس کې د ځینو وزارتونو، ادارو، نړۍوالو او داخلي موسسو استازو په‌کې ګډون کړی و.

په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د چاپېریالي اغېزو او حل‌لارو په اړه بحثونه شوي دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص ویلي، چې ځمکه، هوا او اوبه ټول د چاپېریال برخې دي، چې د یوې برخې په زیانمنېدو نورې برخې هم زیانمېږي.

نوموړي د یاد کنفرانس پرمهال ویلي، چې د پوهنتون د استادانو له لوري ترسره شوې څېړنې به عملي او د خپلې ادارې په پلانونو کې ځای پر ځای کړي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د چاپېریال ساتنې په برخه کې زیاتو څېړنو ته اړتیا لرو چې مدریت يې باید څنګه وکړو؟ زما غوښتنه له محصلینو، استادانو او کدرونو څخه دا ده چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې کومې څېړنې کېږي، نو زموږ سره دې یې شریکې کړي او موږ به یې د خپلو ستراتیژیکو پلانونو برخه وګرځوو».

پر همدغه مهال نوموړي په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اندیښنې وړ مسله بللې ده او وايي، ورځ تربلې په یاده برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي.

خالص زیاته کړه: «موږ په دې حقیقت پوهېږو چې ورځ تر بلې له ګڼو ستونزو سره مخ یو. موږ اړتیا لرو چې عملي مرکزونه او علمي کدرونه له موږ سره همکاري وکړي، ځکه د افغانستان چاپېریال ساتنه او د اوسني وضعیت مدیریت یوازې د امارتي ادارو کار نه دی، بلکې عام خلک او عملي موسسې هم باید همکاري وکړي».

سره له دې چې د افغانستان په ګډون ګڼ هېوادونه د اقلیمي بدلون له امله سخت ځپل شوي دي، خو طالبان وايي هڅه کوي چې د افغانستا‍ن د چاپېریال ساتنې په برخه کې قوي ګامونه پورته کړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغان نجونو ملاتړې منډه وهونکې برېتانیایۍ د مرګ له ګواښونو وروسته له سیالۍ اېستل شوې

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۰

یوه بریتانیایۍ ښځه، چې د افغان نجونو د زده‌کړې او تخنیکي پرمختګ د ملاتړ لپاره یې د مالي مرستو د راټولولو هڅه کوله، د امنیتي ګواښونو له امله د یوې ډېرې اوږدې منډې له سیالۍ اېستل شوې ده.

سارا پورټر د «د ژمي د سپاین سوېلي ننګونې» په نوم د منډې په سیالۍ کې ګډون کړی و، چې اوږدوالی یې ۱۰۸ میله و او د بریتانیا له سختو او غرنیو سیمو څخه تېرېده. هغې غوښتل د دې سیالۍ له لارې د افغانستان د روبوټ جوړوونکو نجونو لپاره مالي مرسته راټوله کړي چې د زده‌کړې او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي.

د کارډین ورځپاڼې راپور له مخې، سارا پورټر تر دې مخکې هم د افغان نجونو ملاتړ کړی و او د افغان روباټ جوړونې له ډلې سره یې مرسته کړې وه، څو د هغوی لپاره د سفر اسناد او بهرنیو هېوادونو ته د تګ ویزې برابرې کړي او نړیوالو سیالیو ته د ګډون زمینه ورته برابره شي.

خو د سیالۍ پر مهال، پورټر ته د مرګ جدي ګواښونه وشول. د سیالۍ تنظیموونکو وویل، که څه هم د نورو ګډونوالو لپاره کوم عمومي خطر نه و موجود، خو د پورټر شخصي خوندیتوب د جدي اندېښنې وړ و. له همدې امله پرېکړه وشوه چې هغه له سیالۍ څخه واېستل شي.

سارا پورټر د دې پرېکړې له امله خواشیني څرګنده کړه، خو ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره به خپلې هڅې نه دروي. هغې وویل چې په راتلونکې کې به نور غرني مزلونه او اوږدې منډې هم ترسره کړي، ځکه د هغې په وینا، دا هڅې یوازې د ورزش لپاره نه دي، بلکې د هغو ښځو د ملاتړ لپاره دي چې له بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا، دا لومړی ځل دی چې د دې ډول یوې اوږدې منډې په سیالۍ کې یوه ګډونواله د امنیتي ګواښونو له امله له مسابقې څخه اېستل کېږي.

د ټرمپ حکومت د افغانستان په ګډون په ۷۵ هېوادونو کې د ویزو پروسه ځنډوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۰ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه یادښت له مخې د ټرمپ حکومت د افغانستان، ایران، وینزویلا او روسیې په ګډون د ۷۵ هېوادونو د وګړو لپاره د ویزو د صادرولو پروسه ځنډوي. دغه اقدام له دې امله شوی، چې ددغو هېوادونو وګړي ښايي د امریکا په عامه مرستو او ټولنیزو پروګرامونو اتکا وکړي.

د فاکس نیور د رپوټ له مخې، د یاد یادښت له مخې، سفارتونو او کونسلګریو ته امر شوی چې د جنورۍ له ۲۱مې نېټې وروسته د ویزو اړوند پرېکړې ودرول شي، څو د کډوالۍ د موجوده قوانینو پر بنسټ د ارزونې بهیر له سره وکتل شي.

په هغو هېوادونو کې چې دا ځنډ پرې عملي کېږي، سومالیا، روسیه، افغانستان، برازیل، ایران، عراق، مصر، نایجیریا، تایلنډ او یمن شامل دي.

دا پرېکړه د «عامه لګښت» د اصولو د سختې څارنې په لړ کې شوې او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د پالیسۍ د پراخو بدلونونو یوه برخه بلل کېږي.

دغه اقدام د هغو هېوادونو د وګړو لپاره کېږي چې ښايي د امریکا پر عامه مرستو او ټولنیزو پروګرامونو د اتکا له لارې ژوند وکړي. د سومالیا وګړي د دې اقداماتو په مرکز کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په میاشت کې ټولو سفارتونو ته لارښوونه کړې وه چې د کډوالۍ د قانون د «عامه مرستې» مادې له مخې د ویزو د ارزونې نوي معیارونه عملي کړي.

په ارزونه کې به د روغتیا، عمر، د انګلیسي ژبې مهارت، مالي وضعیت او حتا د اوږدمهاله طبي پاملرنې اړتیا هم په پام کې ونیول شي.

زاړه یا ډیر وزن لرونکي غوښتونکي او هغه کسان چې مخکې یې د حکومت له مالي مرستو یا موسسو ګټه اخیستې وي، هم د ویزې د رد کېدو لاندې راځي.

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال نیولی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال صمیم نعیمي نیولی. نعیمي په خپل وروستي غږیز پیغام کې ویلي، چې پولیسو د اسلام‌اباد له بي۱۷ ښارګوټي څخه نیولی او کمپ ته یې لېږدولی. هغه په خپل پیغام کې دا هم ویلي و چې فرانسې ته یې د تګ کارونه بشپړ وو او ویزې ته په تمه و.

نعیمي له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال ژوبل شوی هم دی. پولیسو نوموړی له نیول کیدو وروسته حاجي کمپ ته لیږدولی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریال صمیم نعیمي نیول کېدل غندلي او دا اقدام یې د بشري حقونو، د کډوالو د خوندیتوب د اصولو او د بیان ازادۍ له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې بللی.

دغه سازمان زیاته کړې چې صمیم نعیمي د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، امنیتي ګواښونو، سانسور او سیاسي فشارونو له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي. یاد سازمان ويلي، چې هغه افغانستان ته د جبري ستنېدو په صورت کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي او جبري اخراج یې د ژوند لپاره مستقیم خطر بلل کېږي.

د متحده عرب امارات «اتحاد» هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیلوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰

په متحده عربي امارات کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د ابوظبۍ دولتي شرکت "اتحاد" له مسوولانو سره کابل ته د دغه هوايي شرکت د ځنډېدلو الوتنو پر پیلولو غږېدلی دی. اتحاد شرکت د تېر کال د ډسمبر ۱۸مه د خپلو الوتنو د پیل نېټه ټاکلې وه، خو تراوسه یې کابل ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړې.

په متحده عربي امارات کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره په دې ناسته کې کابل ته د یاد شرکت د الوتنو پر پیل کېدو خبرې کړې دي.

د سفارت په وینا، المعمري په دې اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د "اتحاد" الوتنې منظمې پیل شي.

د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني ویلي چې کابل ته د یاد هوايي شرکت الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، تګ راتګ او اړیکو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

یاد شرکت د تېر کال په اکتوبر کې اعلان کړی و، چې د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه به د ابوظبي او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي، خو تر دې مهاله د ناڅرګندو لاملونو له مخې دغه الوتنې نه دي پیل شوې.

د شرکت چارواکي وایي چې په اونۍ کې به له ابوظبي څخه کابل او له کابل څخه ابوظبي ته درې الوتنې ترسره شي.

دغه الوتنې به د شنبې، سې شنبې او پنجشنبې په ورځو کې وي او د هرې الوتکې بېرته ستنېدل به په همغه ورځ وي.

د اتحاد اجرایي رییس انتونوالدو نیوس ویلي و چې کابل د دغه شرکت د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده او غواړي سیمه‌ییزو بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي. هغه زیاته کړې وه چې «دغه الوتنې به د سوداګرۍ، پانګونې او د کورنیو لیدنو لپاره نوي فرصتونه راوټوکوي».

د افغان سوداګرۍ شورا په وینا، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند او کار کوي او دغه هېواد د خلیج په سیمه کې د افغانانو د کډوالۍ او سوداګرۍ له سترو مرکزونو شمېرل کېږي.

له دې وړاندې هم د متحده عربي اماراتو څو نورو هوایي شرکتونو کابل ته الوتنې پیل کړې دي.

د طالبانو د پنجشېر والي وايي چې دوی ته اسلامیت او افغانیت مهم دی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په یاد ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال ویلي چې قومي، سمتي او ژبني توپیرونه ارزښت نه لري او یوازینۍ موضوع چې ټول افغانان تر یو چتر لاندې راټولوي، اسلام دی.

د طالبانو د پنجشیر والي د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه، په پنجشیر کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېشلو پر مهال ویلي، چې د طالبانو اداره د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او قوم، سمت او ژبه پکې معیار نه دی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخلي.

حافظ محمد اغا حکیم په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، « سره له دې چې د هیواد دښمنان هڅه کوي موږ د پښتون، هزاره، تاجک، ازبک او... په نومونو بېل کړي خو زموږ نظام نړۍ ته ښودلې چې دا هېواد د ټولو افغانانو کور دی او دا نظام د ټولو افغانانو نظام دی».

حافظ حکیم ټینګار کړی چې د طالبانو د ادارې لپاره معیار قوم، سمت او ژبه نه ده، بلکې دده په وینا، اسلامیت او افغانیت دی.

د طالبانو د والي څرګندونې داسې مهال دي، چې پر دې ډلې نیوکې دي، چې په ټولو ادارو کې یې یوازې یوه ځانګړي مذهبي پاړکي ته فرصتونه ور کړي او د ټولنې نور پاړکي یې له ادارو او د کار له فرصتونو بې برخې کړي دي.