• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل شاهین د قطر پوهنتون له رییس سره پر علمي او څيړنیزو همکاریو غږېدلی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۶ GMT+۰

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د قطر پوهنتون له رییس ډاکټر عمر بن محمد الانصاري سره لیدلې دي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر د اکاډمیکو موسسو ترمنځ د تجربو او پوهې د تبادلې، د اسلامي بانکي چارو، ورکشاپونو او نورو علمي او څېړنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې.

د طالبانو یاد سفارت پر خپل ایکس لیکلي چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو د علمي او اکاډمیکو موضوعاتو په اړه هم بحث شوی دی.

طالبان او قطر له اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ اړیکې لري.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال نیولی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰
100%

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال صمیم نعیمي نیولی. نعیمي په خپل وروستي غږیز پیغام کې ویلي، چې پولیسو د اسلام‌اباد له بي۱۷ ښارګوټي څخه نیولی او کمپ ته یې لېږدولی. هغه په خپل پیغام کې دا هم ویلي و چې فرانسې ته یې د تګ کارونه بشپړ وو او ویزې ته په تمه و.

نعیمي له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال ژوبل شوی هم دی. پولیسو نوموړی له نیول کیدو وروسته حاجي کمپ ته لیږدولی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریال صمیم نعیمي نیول کېدل غندلي او دا اقدام یې د بشري حقونو، د کډوالو د خوندیتوب د اصولو او د بیان ازادۍ له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې بللی.

دغه سازمان زیاته کړې چې صمیم نعیمي د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، امنیتي ګواښونو، سانسور او سیاسي فشارونو له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي. یاد سازمان ويلي، چې هغه افغانستان ته د جبري ستنېدو په صورت کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي او جبري اخراج یې د ژوند لپاره مستقیم خطر بلل کېږي.

د متحده عرب امارات «اتحاد» هوايي شرکت افغانستان ته الوتنې پیلوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
100%

په متحده عربي امارات کې د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني د ابوظبۍ دولتي شرکت "اتحاد" له مسوولانو سره کابل ته د دغه هوايي شرکت د ځنډېدلو الوتنو پر پیلولو غږېدلی دی. اتحاد شرکت د تېر کال د ډسمبر ۱۸مه د خپلو الوتنو د پیل نېټه ټاکلې وه، خو تراوسه یې کابل ته خپلې الوتنې نه دي پیل کړې.

په متحده عربي امارات کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه وویل، چې مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت له مسوولانو سره په دې ناسته کې کابل ته د یاد شرکت د الوتنو پر پیل کېدو خبرې کړې دي.

د سفارت په وینا، المعمري په دې اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د "اتحاد" الوتنې منظمې پیل شي.

د طالبانو سفیر بدرالدین حقاني ویلي چې کابل ته د یاد هوايي شرکت الوتنو پیل به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، تګ راتګ او اړیکو په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.

یاد شرکت د تېر کال په اکتوبر کې اعلان کړی و، چې د ډسمبر له ۱۸مې نېټې څخه به د ابوظبي او کابل ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي، خو تر دې مهاله د ناڅرګندو لاملونو له مخې دغه الوتنې نه دي پیل شوې.

د شرکت چارواکي وایي چې په اونۍ کې به له ابوظبي څخه کابل او له کابل څخه ابوظبي ته درې الوتنې ترسره شي.

دغه الوتنې به د شنبې، سې شنبې او پنجشنبې په ورځو کې وي او د هرې الوتکې بېرته ستنېدل به په همغه ورځ وي.

د اتحاد اجرایي رییس انتونوالدو نیوس ویلي و چې کابل د دغه شرکت د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده او غواړي سیمه‌ییزو بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي. هغه زیاته کړې وه چې «دغه الوتنې به د سوداګرۍ، پانګونې او د کورنیو لیدنو لپاره نوي فرصتونه راوټوکوي».

د افغان سوداګرۍ شورا په وینا، شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په متحده عربي اماراتو کې ژوند او کار کوي او دغه هېواد د خلیج په سیمه کې د افغانانو د کډوالۍ او سوداګرۍ له سترو مرکزونو شمېرل کېږي.

له دې وړاندې هم د متحده عربي اماراتو څو نورو هوایي شرکتونو کابل ته الوتنې پیل کړې دي.

د طالبانو د پنجشېر والي وايي چې دوی ته اسلامیت او افغانیت مهم دی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم په یاد ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېش پر مهال ویلي چې قومي، سمتي او ژبني توپیرونه ارزښت نه لري او یوازینۍ موضوع چې ټول افغانان تر یو چتر لاندې راټولوي، اسلام دی.

د طالبانو د پنجشیر والي د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه، په پنجشیر کې راستنو شویو کډوالو ته د مرستو د وېشلو پر مهال ویلي، چې د طالبانو اداره د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او قوم، سمت او ژبه پکې معیار نه دی.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو اداره د کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي لپاره له ټولو شته امکاناتو کار اخلي.

حافظ محمد اغا حکیم په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، « سره له دې چې د هیواد دښمنان هڅه کوي موږ د پښتون، هزاره، تاجک، ازبک او... په نومونو بېل کړي خو زموږ نظام نړۍ ته ښودلې چې دا هېواد د ټولو افغانانو کور دی او دا نظام د ټولو افغانانو نظام دی».

حافظ حکیم ټینګار کړی چې د طالبانو د ادارې لپاره معیار قوم، سمت او ژبه نه ده، بلکې دده په وینا، اسلامیت او افغانیت دی.

د طالبانو د والي څرګندونې داسې مهال دي، چې پر دې ډلې نیوکې دي، چې په ټولو ادارو کې یې یوازې یوه ځانګړي مذهبي پاړکي ته فرصتونه ور کړي او د ټولنې نور پاړکي یې له ادارو او د کار له فرصتونو بې برخې کړي دي.

طالبانو له چین نه د لرغونو اثارو د څیړلو لپاره د مسلکي ډلې استولو غوښتنه کړې

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په کابل کې د چین له سفیر څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو جوړولو او لرغونو اثارو د څیړلو لپاره د مسلکي کسانو د رابللو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په کابل کې د چین سفیر سره د چارشنبې په ورځ د لا ډېرې همغږۍ او د ګرځندوی او فرهنګي برخو د پياوړتیا په موخه لیدلي دي.

په دې لیدنه کې جمال د چین له سفیر څخه غوښتي، چې د ګرځندوی سکتور پیاوړتیا، د هوټلدارۍ او توریزم انستیتیوت د محصلانو د ظرفیت لوړولو، د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو او د ګرځندوی بازارموندنې او پانګونې برخو کې خپلې تجربې شريکې او پوره همکاري وکړي.

دغه راز جمال د وریښمو لارې په اړه خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونو اثارو د نندارتونونو جوړولو او د لرغونې اثارو د څیړلو په موخه یې د مسلکي کسانو د رابللو غوښتنه کړې ده.

په ناسته کې د چین سفیر ژاو شینګ پر دوامداره اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د فرهنګي او سیاحتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه دوه اړخیزې همکارۍ اړینې دي.

دا په داسې حال کې ده چې چين د لوګر د عینک د مسوکان په برخه کې د لرغونو اثارو د سپړنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او له دې وړاندې چینايي چارواکو ویلي و، چې ددوی یوه مسلکي ډله به د کان شاوخوا سیمې وڅیړي.

له هرات نه بهر ته د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۲ زره ټنه طبي بوټي صادر شوي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولانو ویلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې یې د ۲۴میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۲زره ټنه طبي بوټي بهر ته صادر کړي. د دوی په وینا، له دې سره د طبي بوټو صادرات درې برابره زیات شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په وینا، دغه بوټي هند، د منځني ختیځ هېوادونو، هسپانیا، هالنډ، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

ځینې سوداګر وایي چې شاوخوا ۸۰ سلنه دغه طبي بوټي له هرات او نورو ولایتونو څخه ترلاسه کیږي، خو یو شمېر نور بوټي له هند او په لږه اندازه له ایران څخه واردوي.

په دغو طبي بوټو کې د زرشک لرګی، شیرین بیان، ځیره، الویرا، ادرک، دارچین او نور طبي بوټي شامل دي چې سږ کال د اسلام کلا او تورغونډۍ له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.