• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روان کال؛ له پاکستان او ایران نه ۲۵۰۰ کډوالې کورنۍ یوازې لوګر ولایت ته ستنې شوې دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۰

په لوګر ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه له پاکستان او ایران نه په جبري توګه اېستل شوې ۲۵۰۰ کورنۍ یوازې لوګر ولایت ته ستنې شوې دي.

د دغه ریاست په وینا؛ واک ته د طالانو له رسېدو راهیسې له ایران او پاکستان نه لوګر ولایت ته شاوخوا ۷زره کډوالې کورنۍ ستنې شوې دي. یاد ریاست وایي، دغه کورنیو ته به د کډوالو په پنډغالو کې ځانګړې شوې نمرې هم ووېشل شي.

په لوګر ولایت کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، د دغه کورنیو له ډلې ګڼې یې د خپلو خپلوانو او یاهم په کرایي کورونو کې اوسېږي چې په نږدې ورځو کې به په دغه کورنیو ۱۷زره نمرې ووېشل شي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

جاپان د ملګرو ملتونو وګړو صندوق سره د افغانستان لپاره درې مېلیونه ډالر اضافي مرسته کړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اعلان کړی، چې د جاپان حکومت د دغه بنسټ سره په افغانستان کې د اړینو روغتیایي او رواني ملاتړ لپاره د ۳ مېلیونه ډالرو اضافي مرسته کړې.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرسته به د افغانستان په لرو پرتو او له طبیعي پېښو اغېزمنو سیمو کې د مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو، ماشومانو او ځوانانو لپاره د یوځای شویو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو او رواني ملاتړ برابرولو په موخه ولګول شي.

په خپرپاڼه کې راغلي، دغه پروژه د جاپان د ۱۹.۵ مېلیونه ډالرو مرستو برخه ده چې افغانستان ته د بشري او بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې ده. د یادې پروژې په ترڅ کې به ۶۰ روغتیايي مرکزونه د دایکنډي، فاریاب، خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ملاتړ ترلاسه کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه مرستې به شاوخوا ۲۱۰زره کسانو ته ورسېږي، چې په‌کې ښځې، نجونې، مېندواره او شېدې ورکوونکې مېندې، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان، کورني بې‌ځایه شوي او له پاکستان او ایران نه ستانه شوي افغانان شامل دي.
همداراز لږ تر لږه ۸۴۰ معلولیت لرونکي کسان به هم د یادې پروژې تر پوښښ لاندې راشي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی، په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چې له دې ډلې ۱۴.۴ مېلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د بې‌‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: دا مهال تر څلور مېلیونه ډېر افغانان په ایران کې مېشت دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۶ GMT+۰

د بې‌‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، دا مهال له څلور مېلیونه ډېر افغانان په ایران کې د کډوالو، پناه‌غوښتونکو او یا هم بې‌اسناده وګړو په توګه مېشت دي چې ډېری یې کار، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته محدود لاسرسی لري.

دغه سازمان په ایران کې د افغان کډوالو پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اقتصادي ناورین، د اسعارو سقوط او د جبري اېستلو لړۍ چټکتیا مېلیونونه افغان کډوال له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د یاد سازمان د خپور شوي راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې له ایران نه افغانستان ته د افغانانو ستنېدل په بې‌ساري ډول زیات شوي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) هم ویلي، یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۷۰۰زره زیات افغانان له ایران نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې ډېری یې په جبري توګه اېستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) بیا ویلي، چې دغه شمېر د اګست تر پیل پورې له ۱.۵ مېلیونو اوښتی دی. یاد بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د دغه ستنېدنې د منلو وړتیا نه‌لري او ستنېدونکي کسان، په ځانګړي ډول ښځې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د پخواني حکومت کارکوونکي له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل ودروي، د هغوی قانوني اسناد تمدید کړي، بشري مرستې زیاتې کړي او له ګواښ سره د مخ افغانانو لپاره د خوندي لېږد لارې برابرې کړي.

په کندهار کې د سمنټو د تولید فابریکې چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

په کندهار ولایت کې د سمنټو د یوې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده، چې دغه فابریکه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو اړوندې رسنۍ د راپور له مخې؛ د یادې پروژې چارې د «احمد نبي‌زاده» په نوم شرکت له لوري د ۱۵۰مېلیونه ډالرو په پانګونې سره نږدې پای ته رسېدلې دي. د پروژې د مسوولینو په وینا؛ دغه فابریکه په دوو پړاوونو (فازونو) کې جوړېږي.

د لومړي پړاو تولیدي ظرفیت ۱،۵۰۰ ټنه دی، چې نږدې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي. دویم پړاو چې تولیدي ظرفیت یې ۳،۵۰۰ ټنه دی، د لومړي پړاو تر بشپړېدو وروسته به پیل شي چې په ټولیز ډول به د فابریکې د تولید ظرفیت ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

د یادې فابریکې انجینران وایي، د دغه فابریکې تولیدات د نړۍوالو معیارونو سره برابر دي او د تولیدېدونکو سمنټو کیفیت به د وارداتي سمنټو پرتله لوړ او بیه به یې مناسبه وي. د راپور له مخې؛ دا مهال په دغه فابریکه کې شاوخوا ۷۰۰ کسان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي.

اوس‌مهال افغانستان د خپل اړتیا وړ سمنټ له ایران او پاکستان څخه واردوي. له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، د دوغارون او اسلام‌کلا له لارې هر کال شاوخوا ۴زره ټنه د تربت‌جام سمنټ افغانستان ته صادرېږي.

د افغان کډوالو اېستل؛ له پښتونخوا شاوخوا یو مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې ۲۳۰زره او ۴۷۰کسان د «پي او ار» کارت لرونکي، ۷۱زره او ۵۷۰ کسان د افغانستان د پېژندپاڼو لرونکي او ۶۸۶زره او ۷۷۲ نور بیا بې‌اسناده افغانان دي.

یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې د تورخم له لارې ۲زره او ۳۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱ زره او ۵۲۲کسان د پي او ار کارت لرونکي، ۲۷۷ د افغانستان پېژندپاڼو لرونکي او ۵۱۳ نور بیا پرته له قانوني ‌اسنادو په دغه هېواد کې مېشت وو.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

په متحده عربي امارتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني چهارشنبه د (مرغومې ۲۴مه) د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي. طالبان وایي، د دغو الوتنو پیل به د افغانستان او اماراتو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې هم پراخې کړي.

په یاد هېواد کې د طالبانو سفارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د اتحاد هوایي شرکت د امنیتي چارو مسوول عمر سعید المعمري له قوله ویلي، چې ډېر ژر به د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوی منظمې الوتنې پیل شي؛ خو کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

بدرالدین حقاني زیاته کړې، چې د دغه الوتنو پیل سره به د متحده عربي اماراتو او طالبانو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. د هغه په خبره، دغه اقدام به د دواړو هېوادونو سوداګریزو راکړو ورکړو تر څنګ د مساپرو تګ‌راتګ په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.

په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ډېری بهرنیو هوایي شرکتونو له افغانستان سره خپلې الوتنې بندې کړې؛ خو د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت بیا تر څو میاشتو ځنډ وروسته خپلې عادي الوتنې پیل کړې.

طالبانو بیا یو شمېر ایراني هوایي شرکتونو سره هم خبرې کړي، څو له کابل سره خپلې هوایي الوتنې پیل کړي. ډېری بهرني هوایي شرکتونه پر طالبانو د سختو نړۍوالو بندیزونو له امله زړه نه ښه کوي چې کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.