• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عدلیې وزیر: ټولې سیاسي او ژبنۍ دوښمنۍ مو ختمې کړې دي او اوس د خدمت وخت دی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل له پولي‌تخینک پوهنتون څخه د زده‌کړیالانو د فراغت مراسمو کې ویلي، چې یادې ډلې ټولې سیاسي، ژبنۍ، قومي او سیمه‌ييزې دوښمنۍ پای ته رسولي او اوس د خدمت کولو وخت دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون فراغت مراسمو کې زده‌کړیالانو ته په خطاب کې ویلي، چې هېواد ته د خدمت کولو مسوولیت ور د غاړې دی.

نوموړي زیاته کړې: «په وطن کې امن دی، نظام دی او که په خدمت کې اخلاص او صداقت وکړو، ډېر ژر به پرمختګ وکړو».

نوموړي ویلي، چې نظام یو امانت دی او دا د یادې ډلې مسوولیت دی چې راتلونکي نسل ته یې په امانت ورسوي.

نوموړي زده‌کړیالانو ته په خطاب کې ویلي: «د عمر په تېرېدو سره به یو ځي او بل به راځي، دغه نظام وساتئ. نظام ته خدمت وکړئ، صداقت وکړئ. علماوو سیاسي، ژبنۍ، قومي او سیمه‌ییزې دوښمنۍ درته ختمې کړي، سالم نظام دی او روان دی. زموږ د مشرانو ارادې سپیڅلې دي او باید خپل نظام او وطن ته پاملرنه وکړو».

نوموړي دا څرګندونې یوازې نارینه زده‌کړیالانو ته په خطاب کې کړې دي او ‍ د یادې ډلې په حکومت کې ښځې هېڅ ډول ځای نه لري.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

امسو: روانه اوونۍ کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې درې افغان خبریالان نیول شوي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریالانو پرله‌پسې نیونې غندي او دا کړنې د بیان ازادۍ، د خبریالۍ د اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونې بولي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیول او په زور اخراج ته سخت غبرګون ښودلی دی.

یاد سازمان ویلي، چې په روانه اوونۍ کې درې افغان خبریالان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

امسو ویلي، چې په تازه پېښه کې د پېښور پولیسو عبدالرحمان منګل نیولي دی او تر دې وړاندې یې د اسما محمدي او صمیم محمدي په نوم خبریالان نیولي وو.

امسو ویلي، چې افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان څخه وتلي او په پاکستان کې مېشت شوي دي، خو اوس په پاکستان کې هم خوندي نه دي.

امسو زیاته کړې: «د هغوی نیول نه یوازې د انساني او حقوقي موازینو خلاف عمل دی، بلکې د خبریالانو ژوند او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخامخ کوي».

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاان له حکومت او اړوند امنیتي بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان له ځنډ او شرط پرته خوشې او د افغان خبریالانو له ځورونې، نیولو او جبري اخراج څخه ډډه او د نړۍوالو بشري حقونو، د کډوالو د حقونو او د بیان ازادۍ اصولو ته درناوی وکړي.

پر همدغه مهال یاد سازمان له ملګرو ملتونو، د خبریالانو د ملاتړ کوونکو نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او ډیپلوماتیکو استازولیو غوښتنه کړي، چې د یادې موضوع جدي څارنه وکړي او د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي او بېړني ګامونه واخلي.

پر پاکستاني درملو بندیز؛ هندي پانګه‌وال د درملو سکټور کې د پانګونې لپاره کابل ته تللي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پنجشنبه د (مرغومې ۲۵مه) خبر ورکړی، چې مشرتابه یې په کابل کې له یو شمېر هندي پانګه‌وال سره ناسته کړې ده. په دې ناسته کې د پانګونې پر فرصتونو په ځانګړي ډول د روغتیا او درملو په سکټور کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر هندي پانګه‌والو لېوالتیا ښودلې وه، چې په افغانستان کې به د درملو د تولید کارخونو په برخه کې پانګونه کوي؛ خو لا په عملي توګه د دغو هڅو کوم څرک نه دی لیدلی شوی. هم‌مهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې له پاکستان څخه د درملو واردوونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې له یاد هېواد سره په دې برخه کې خپلې اړیکې پرې کړي.

هغه ویلي وو، د پاکستاني درملو کیفیت خورا کمزوری دی او باید د ۳میاشتو په اوږدو کې ټول واردوونکي افغان شرکتونه له پاکستاني لوریو سره خپلې معاملې تصفیه کړي او د درملو واردولو لپاره دې پر بدیلو لارو چارو باندې فکر وکړي. د درملو واردونکي شرکتونه وایي، په ناڅاپي توګه د طالبانو دغه پرېکړې له سختو ننګونو سره مخ کړي او نه‌شي کولای چې ارزانه بدیلې لارې ژر ومومي.

د طالبانو له دې پرېکړې سره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د درملو له کمښت سره مخ شوي او همداراز په بیو کې یې هم د پام وړ لوړوالی راغلی دی.

طالبانو په ننګرهار کې ۳۰ کسان د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ۳۰ تنه نیولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ۳۰ کسان نیول شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې عملیاتو په ترڅ کې له نیول شویو کسانو سره د بېلابېلو ډولونو نشه‌يي توکي او وسایط هم نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له یادو کسانو سره ۱۳۹ ګرامه شیشه، ۱۷،۲۲۷ کیلوګرامه چرس، ۱۶ ګرامه هیروین، ۵۵۰۱ دانې زېکپ ګولۍ، ۵۳۳ دانې ټابلیټ کا ګولۍ او درې عرادې موټر هم کشف او ضبط شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په نورو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ګڼ کسان نیولي دي، خو لا هم طالبان په بشپړه توګه په دې نه دې توانېدلي، چې د نشه‌يي توکو کاروبار په بشپړه توګه بند کړي.

د طالبانو د فرهنګ وزارت معیین وايي چې دغه ډله د هبت الله تر مشرۍ لاندې یو موټې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معیین ویلي چې د طالبانو د حکومت د رامنځته کېدو اصلي هدف په هېواد کې د ګډوډیو له منځه وړل وو. هغه ټینګار کړی چې «هېڅ امکان نشته داسې یو نظام، چې بنسټ یې د وحدت او پیوستون لپاره اېښودل شوی، د اختلافاتو او د قدرت پر سر د کشمکش ښکار شي».

مولوي حيات الله مهاجر فراهي زیاته کړې، دا صف به د یوه «امیرالمؤمنین» تر مشرتابه لاندې متحد پاتې شي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو ویاند ددې ډلې په لیکو کې د اختلاف په اړه ویلي، چې دغه ادعاوې حقیقت نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دوی په اداره کې ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت له مخې کېږي او د اختلاف لپاره هیڅ ځای نشته.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې «د مشرانو له خوا د اتحاد او اتفاق په اهمیت خبرې کول یا هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، دا هېڅکله د اختلاف معنا نه لري».

هغه زیاته کړې چې د دوی په لیکو کې کلک وحدت، اطاعت او یووالی شته او د اختلاف هېڅ ویره نشته.

بي بي سي په یوه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې پر مختلفو مسایلو اختلاف دی.

په تېر یوه کال کې افغانستان انټرنشنل د مختلفو باوري سرچینو، اسنادو او غږیزو کلیپونو له لارې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ځانګړي رپوټونه ور کړي وو، خو طالبان معمولا په خپلو لیکو د اختلاف خبرونه ردوي.

په فاریاب کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۰

په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱بجې د قیصار ولسوالۍ په یوه کنډواله سیمه کې شوې ده.

سرچینه وایي، قربانیان د قیصار ولسوالۍ د طوی ‌مست کلي اوسېدونکي وو، چې د بوري کلي پر لور د تګ پر مهال یې د راکټ ناچاودې مرمۍ ته لاس ور وړی دی.

یاده امنیه قومانداني زیاتوي چې یوه ماشوم د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او بل ماشوم روغتون ته د لېږد پر مهال سا ورکړې ده. همداراز د یادې پېښې له امله یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې زرګونه ناچاوده ماینونه او جګړه‌ییز مهمات پراته دي چې هر کال یې لسګونه ماشومان او ملکي وګړي قرباني کېږي.