طالبانو په کونړ کې ۳۵کیلو ګرامه بېروج پلورلي دي

په کونړ کې د طالبانو د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، چې د دغه ولایت له کانونو څخه نوي کېندل شوي ۳۵کیلو ګرامه بېروج د ازادې بولۍ له لارې د ۴۷ مېلیونه افغانیو په ارزښت پر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.

د هغه په وینا؛ له یادو پېسو څخه ۴مېلیونه افغانۍ د حکومت بودجې ته ورځي.