• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د فرهنګ وزارت معیین وايي چې دغه ډله د هبت الله تر مشرۍ لاندې یو موټې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معیین ویلي چې د طالبانو د حکومت د رامنځته کېدو اصلي هدف په هېواد کې د ګډوډیو له منځه وړل وو. هغه ټینګار کړی چې «هېڅ امکان نشته داسې یو نظام، چې بنسټ یې د وحدت او پیوستون لپاره اېښودل شوی، د اختلافاتو او د قدرت پر سر د کشمکش ښکار شي».

مولوي حيات الله مهاجر فراهي زیاته کړې، دا صف به د یوه «امیرالمؤمنین» تر مشرتابه لاندې متحد پاتې شي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو ویاند ددې ډلې په لیکو کې د اختلاف په اړه ویلي، چې دغه ادعاوې حقیقت نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دوی په اداره کې ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت له مخې کېږي او د اختلاف لپاره هیڅ ځای نشته.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې «د مشرانو له خوا د اتحاد او اتفاق په اهمیت خبرې کول یا هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، دا هېڅکله د اختلاف معنا نه لري».

هغه زیاته کړې چې د دوی په لیکو کې کلک وحدت، اطاعت او یووالی شته او د اختلاف هېڅ ویره نشته.

بي بي سي په یوه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې پر مختلفو مسایلو اختلاف دی.

په تېر یوه کال کې افغانستان انټرنشنل د مختلفو باوري سرچینو، اسنادو او غږیزو کلیپونو له لارې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ځانګړي رپوټونه ور کړي وو، خو طالبان معمولا په خپلو لیکو د اختلاف خبرونه ردوي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

په فاریاب کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۰

په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱بجې د قیصار ولسوالۍ په یوه کنډواله سیمه کې شوې ده.

سرچینه وایي، قربانیان د قیصار ولسوالۍ د طوی ‌مست کلي اوسېدونکي وو، چې د بوري کلي پر لور د تګ پر مهال یې د راکټ ناچاودې مرمۍ ته لاس ور وړی دی.

یاده امنیه قومانداني زیاتوي چې یوه ماشوم د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او بل ماشوم روغتون ته د لېږد پر مهال سا ورکړې ده. همداراز د یادې پېښې له امله یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې زرګونه ناچاوده ماینونه او جګړه‌ییز مهمات پراته دي چې هر کال یې لسګونه ماشومان او ملکي وګړي قرباني کېږي.

د ملګرو ملتونو مرستیاله کابل ته د دوحې بهیر د تعقیب په موخه ځي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلې چې ټاکل شوې ددغه سازمان مرستیاله رزماري دیکارلو د روانې میلادي میاشتې په پای کې افغانستان ته سفر وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه سفر موخه د دوحې بهیر تعقیبول دي، خو د سفر نور جزئیات به په وړ وخت کې په رسمي ډول اعلان شي.

هغه زیاته کړه چې دا سفر له افغانستان سره د اصولي او عملي تعامل د پرمخ وړلو لپاره هم کېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه تعامل باید د ټولو افغانانو په ګټه وي.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړ شوی چې د نړیوالې ټولنې، د سیمې هیوادونو او طالبانو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او بشري کړکیچ د حل لپاره سیاسي چوکاټ او خبرې اترې برابرې کړي.

تر اوسه پورې د دوحې بهیر درې پړاوونه ترسره شوي او وروستی پړاو یې د رزماري دیکارلو په مشرۍ ترسره شوی، چې د طالبانو استازو هم پکې ګدون درلود.

مخکې له دی هم رزماري دیکارلو کله چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې بیا واک ته ورسېدل، کابل ته تللې وه. هغه د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلې وو چې ملګري ملتونه د افغانانو پر وړاندې ژمن دي او د هغوی د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي څو یوه ټولشموله، عادلانه او سوله‌ییزه ټولنه رامنځته کړي.

ولادیمیر پوتین: روسیه غواړي افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د طالبانو د سفیر د باورلیک منلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد یې لېواله دی افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک هېواد وي. پوتین زیاته کړې چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره د روسیې او افغانستان ترمنځ همکاري په څرګنده توګه چټکه شوې ده.

هغه دا څرګندونې د سفیرانو د باورلیکونو د سپارلو په مراسمو کې وکړې او ویې ویل: « موږ په رښتینې توګه دا هیله لرو چې افغانستان یو متحد، خپلواک او سوله‌ییز هېواد وي، چې له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي».

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته وسپاره.

د تاس اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې پوتین د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې د ۳۴ نویو بهرنیو سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي.

پاکستان وايي د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي مساله ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي موضوع ده او هغوی کولای شي خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې لا پراخې کړي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د اونيزې خبري ناستې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستان د هند او افغانستان اړیکې چې د پاکستان ضد وسله والو د ملاتړ په اړه نه وي، د خپل هېواد په زیان نه ویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه خپل دریځ روښانه کړی او لا هم د کابل له لوري د مثبتو پیغامونو او نښو هیله لري.

د هغه په وینا، پاکستان د لیکلو او د تایید وړ تضمینونو غوښتنه کوي او دا غوښتنه لا هم له افغان چارواکو سره پر مېز پرته ده.

ویاند زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی او تمه لري چې افغان لوری به د امنیتي اندېښنو په اړه عملي او باوري ګامونه پورته کړي.

طالبان وايي چې ددوی د مشرانو ترمنځ د اختلاف ادعاوې بې بنسټه دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ددې ډلې په لیکو کې د اختلاف په اړه ویلي، چې دغه ادعاوې حقیقت نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دوی په اداره کې ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت له مخې کېږي او د اختلاف لپاره هیڅ ځای نشته.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې «د مشرانو له خوا د اتحاد او اتفاق په اهمیت خبرې کول یا هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، دا هېڅکله د اختلاف معنا نه لري».

هغه زیاته کړې چې د دوی په لیکو کې کلک وحدت، اطاعت او یووالی شته او د اختلاف هېڅ ویره نشته.

بي بي سي په یوه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې پر مختلفو مسایلو اختلاف دی.

په تېر یوه کال کې افغانستان انټرنشنل د مختلفو باوري سرچینو، اسنادو او غږیزو کلیپونو له لارې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ځانګړي رپوټونه ور کړي وو، خو طالبان معمولا په خپلو لیکو د اختلاف خبرونه ردوي.