عمري د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې نړۍ هڅه کوي د طالبانو حکومت او نظام ونړوي او دده به وینا، «یوه بله یهودي او نصراني ډیموکراسي» او یوبل څه په هېواد کې واکمن شي.
نوموړي ددغسې بدلون احتمال رد نه کړ او ددې لپاره یې په ۲۰۰۱ کال کې پر طالبانو د امریکا د برید موضوع ته اشاره وکړه، خو ویې ویل، چې په دغسې حالاتو کې خلک باید دین او مدرسې پرې نه ږدي او نه هم کور په کور جاسوسۍ وکړي.
عمري زیاته کړه، « هغه خلک چې دا خوبونه ویني، که خدای مقدره کړې وه او خدای ناخواسته دا خوبونه یې رښتیا کېدل، دا خپل دین او مدرسه مه پریږده، کور په کور جاسوس او دښمن مه جوړېږه».
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی اداره د دښمنانو توطیو ته ځیره ده او پر خلکو یې هم غږ وکړ، چې که دغسې څه ویني، له دوی سره یې شریک کړي.
نوموړي زیاته کړه، « ددښمنانو دسیسو ته متوجې شئ، امارت متوجې دی، ولسه ته هم متوجه شه، ستا توجه دا ده، چې که چیرې بد خبر او پلان دې لیده، له تطبیق مخکې مسوولانو ته خبر ور کوئ».
هغه په خپلو خبرو کې ددغسې پلان احتمال هم رد کړ او ویې ویلو چې « که ددوی په کړنو او غوښتنو وای، نو دا نظام به یوه میاشت هم نه وای چلیدلای».
د عمري په وینا، له دوی سره د نړۍ دښمني یوازې د دین، استقلال او ازادۍ له امله ده.
هغه زیاته کړې چې له نړۍ سره بله هېڅ ستونزه نه لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال دغه راز وویل، چې که دوی دا ومني چې بګرام اډه کې دې بهرني ځواکونه وي بیا له دوی سره هېڅ ستونزه نشته. هغه وویل:«بیا د دنیا دښمني له موږ سره نشته، بیا له هرچا نه نړۍ ته موږ محترم یو».
هغه زیاته کړه: «که چیرې موږ معتدل مسلمانان جوړ شو، بیا هېڅ ستونزه نشته».
عمري له ولسونو وغوښتل چې خپلې غوښتنې له حکومتي مسوولینو سره شریکي کړي.
د هغه په وینا داد حکومت مسوولیت دی، چې د خلکو روا او منطقي غوښتنو ته رسيدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په عملي کولو کې پاتې راغلي.
د طالبانو حکومت کې افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د ډېموکراټیکو او مدني بنسټونو د انحلال، د اساسي ازادیو د سخت محدودیت، د ښځو، زیانمنو او محرومو ډلو پر وړاندې د سیستماتیکې ځپنې او تبعیض او له اساسي خدماتو لکه زده کړو، روغتیا او عدالت ته په پراخه کچه لاسرسي نه د خلکو د محرومیت شاهد و.