روسیې د «جاسوسۍ» په تور یوه بریتانیایي ډیپلوماټ ته د وتلو امر کړی

روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه بریتانیایي ډیپلومات ته یې د «نااعلان شوي جاسوس» په توګه له دغه هېواده د وتلو امر کړی، خو لندن دا تورونه «ناوړه او بېبنسټه» بللي.

روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه بریتانیایي ډیپلومات ته یې د «نااعلان شوي جاسوس» په توګه له دغه هېواده د وتلو امر کړی، خو لندن دا تورونه «ناوړه او بېبنسټه» بللي.
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (ایف ایس بي) چې د پخواني شوروي د کېجيبي اصلي وارث بلل کېږي، ویلي چې یاد ډیپلومات ګرت سمویل ډېوېس نومېږي او په مسکو کې د بریتانیا په سفارت کې یې د دویم سکرتر په توګه دنده ترسره کوله.
د روسیې د فدارلي خدمتونو ادارې په وینا، هغه د بریتانیا د استخباراتي ادارو لپاره په پټه کار کاوه.
روسي رسنیو د یاد ډیپلومات انځورونه هم خپاره کړي او چارواکو ویلي چې هغه ته دوه اونۍ وخت ورکړل شوی چې روسیه پرېږدي.
په ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د بریتانیا د سفارت سرپرسته دانای دهولاکیا احضار کړې او د دې موضوع په تړاو یې ورته رسمي احتجاج وړاندې کړی دی.
بل خوا، لندن پر یاد ډیپلوماټ لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د سفارتونو د عادي فعالیت لپاره اړینې بنسټیزې فضا ته زیان رسوي. بریتانیا زیاته کړې چې د دې اقدام په اړه د غبرګون پر څرنګوالي غور کوي.


د هوا پوهنې نړۍال سازمان (ډبلیواېماو) وايي، درې وروستي کلونه (۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵) د نړۍ له درېیو تر ټولو ګرمو کلونو و او په وینا یې د تودخې کچه لا هم په لوړېدو ده. د دغه سازمان په وینا، د تېرې پېړۍ پر تله تېر ۱۱ کاله تر نورو ډېر ګرم کلونه وو.
د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په یوه تازه راپور کې ویلي، تېر ۱۱ کاله (۲۰۱۵ تر ۲۰۲۵) تر ټولو ګرم کلونه و او د سمندر تودوخه لا هم مخ په لوړېدو ده.
دغه سازمان چې یاد راپور یې د اتو سرچینو له ګډ تحلیل څخه جوړ کړی زیاته کړې، د ۱۹۸۱- ۲۰۱۰ پر تله د ۲۰۲۵ کال د سمندر د سطحې د منځنۍ کچې تودوخې په کچه کې صفر اعشاریه ۴۹ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د هوا پوهنې نړۍوال سازمان سرمنشي سیلېسټ ساولو وايي: «۲۰۲۵کال د لا نینیا د یخوالي په حالت کې پیل او پای ته ورسېد، خو بیا هم د نړۍ له تر ټولو ګرمو کلونو څخه و، ځکه چې په فضا کې د تودوخې ساتونکو ګازو کچه ډېره لوړه شوې. د ځمکې او سمندرونو لوړې تودوخې د سختو موسمي پېښو لکه ګرمې څپې، شدید بارانونه او قوي توپانونه پیاوړي کړل چې دا د مخکېنۍ خبرتیا سیسټمونو اړتیا لا روښانه کوي».
په یوې جلا څېړنه کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د سمندرونو د تودوخې کچه هم د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او دا د اقلیم په سیستم کې د اوږدمهاله تودوخې د راټولېدو ښکارندويي کوي.
د دغې څېړنې لهمخې، د نړۍ له سمندري سیمو شاوخوا ۳۳ سلنه یې د خپل تاریخ په اوږدو کې ۳ وروستي کلونه ډېرې ګرمې تېرې کړې دي.

د ټرمپ د ادارې یوه چارواکي فاکسنیوز ته تایید کړې، چې د ونزوېلا د تېلو د نوې هوکړې لهمخې لومړی پلور چې ارزښت یې ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی و، بشپړ شوی دی.
د راپور لهمخې، د تېلو یاده معامله وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ویلي و، چې د ونزوېلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونو بېرلو تېلو څخه به چې مخکې د امریکا د بندیزونو له امله په دې هېواد کې بند پاتې وو، تصفیه او بازار ته وړاندې شي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، چې د تېلو پلور به د امریکا تر څار لاندې ترسره کېږي او ترلاسه شوې پیسې به په هغو حسابونو کې جمع شي چې کنټرول یې د امریکا په لاس کې دی.
د سپینۍ ماڼۍ ویاند فاکسنیوز ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ له ونزوېلا سره یو د انرژۍ تاریخي تړون رامنځته کړ چې د امریکا او ونزوېلا خلکو لپاره به ګټور ثابت شي».
همدارنګه سپنې ماڼۍ ویلي، تمه کېږي چې په نږدې ورځو او اوونیو کې به د ونزوېلا د تېلو نورې معاملې هم ترسره شي.

ناسا ویلي، چې څلورو ستورمزلو نن له نړۍوال فضایي سټېشن څخه د ځمکې په لور حرکت وکړ او سبا به په ارام سمندر کې ښکته شي. نړۍوال فضایي سټېشن تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې د یوه ستورمزلي د ناروغۍ له امله خپل ماموریت له ټاکلي وخت مخکې پای ته رسوي.
ناسا ویلي، چې د Crew-11 ماموریت څلور غړي به د پنجشنبې په ورځ په ارام سمندر کې ځمکې ته راکښته شي او د یاد ماموریت درې تنه نور غړي به د مداري لابراتوار د عملیاتو د ساتنې په موخه په نړۍوال فضايي سټېشن کې پاتې شي.
ناسا ویلي، چې د یوه ستورمزلي د جدي روغتیايي وضعیت له امله یاد څلور ستور مزلي بېرته ځمکې ته ستنېږي. یادې ادارې د ناروغ شوي ستورمزلي هویت نهدی په ډاګه کړی، خو وايي چې ناروغ ستورمزلی تر روغتیايي پاملرنې لاندې په ثابت حالت کې دی.
د راپورونو لهمخې، له وخت مخکې د نړۍوال فضايي سټېشن ماموریت پرېښودل به یاد د سټېشن علمي او عملیاتي پروګرام له ځنډ سره مخ کړي.
کارپوهانو ویلي، هغه فضایي ګرځېدنه (Spacewalk) چې د نړۍوال فضایي سټېشن په بهرنۍ برخه کې د برېښنا د تولید لپاره د نویو لمریزو پنلونو د نصب په موخه پلان شوې وه، تر نامعلومې مودې وځنډېږي. خو ناسا ویلي، چې دا ځنډ به دا مهال هېڅ بېړنۍ ستونزه رامنځته نه کړي، ځکه سټېشن د بنسټیزو عملیاتو لپاره کافي برېښنا لري.
پر همدغه مهال د ناسا مرستیال مدیر امېت کشتریایا ویلي، چې په نړۍوال فضايي سټېشن کې پاتې عمله د ځینو عادي عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري، خو ښايي ځیني عملیاتونه ترې پاتې شي.
په ورته مهال، پخواني ستورمزلي ګارېټ رېزمن خبرداری ورکړی چې په نړۍوال فضايي سټېشن کې د یوازې درېیو ستورمزلو شتون ښايي ګواښونه زیات کړي. نوموړي ویلي: «که د سټېشن په بهرنۍ برخه کې کومه ستونزه را پیدا شي، نو دا درې کسان د داسې ستونزې د حل لپاره کافي نه دي».
د راپورونو لهمخې، ناسا هڅه کوي چې نړۍوال فضايي سټېشن ماموریت لپاره د ستورمزلو د کمښت د ستونزې د هوارۍ لپاره د Crew-12 عمله نړۍوال فضايي سټېشن ته واستوي او تمه کېده چې دغې عملې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې خپل سفر پیل کړی وای.

په متحده عربي امارتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني چهارشنبه د (مرغومې ۲۴مه) د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي. طالبان وایي، د دغو الوتنو پیل به د افغانستان او اماراتو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې هم پراخې کړي.
په یاد هېواد کې د طالبانو سفارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د اتحاد هوایي شرکت د امنیتي چارو مسوول عمر سعید المعمري له قوله ویلي، چې ډېر ژر به د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوی منظمې الوتنې پیل شي؛ خو کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.
بدرالدین حقاني زیاته کړې، چې د دغه الوتنو پیل سره به د متحده عربي اماراتو او طالبانو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. د هغه په خبره، دغه اقدام به د دواړو هېوادونو سوداګریزو راکړو ورکړو تر څنګ د مساپرو تګراتګ په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.
په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ډېری بهرنیو هوایي شرکتونو له افغانستان سره خپلې الوتنې بندې کړې؛ خو د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت بیا تر څو میاشتو ځنډ وروسته خپلې عادي الوتنې پیل کړې.
طالبانو بیا یو شمېر ایراني هوایي شرکتونو سره هم خبرې کړي، څو له کابل سره خپلې هوایي الوتنې پیل کړي. ډېری بهرني هوایي شرکتونه پر طالبانو د سختو نړۍوالو بندیزونو له امله زړه نه ښه کوي چې کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۷۵هېوادونو د وګړو لپاره د ويزو اړوند غوښتنلیکونه ځنډوي چې په دې نوملړ کې روسیه، پاکستان او افغانستان هم شامل دي. دا پرېکړه به د راتلونکې اوونۍ له پيل سره سم د جنورۍ له ۲۱مې نېټې څخه عملي شي.
فاکسنيوز د چهارشنبې په ورځ د (مرغومې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوه رسمي يادښت له لارې د دې هېواد سفارتونو ته لارښوونه کړې، تر هغه وخته چې د ويزو د ورکړې کړنلارې او بهيرونه بيا ارزول کېږي، د يادو هېوادونو وګړو ته دې ويزې نه صادروي.
د سپينې ماڼۍ وياندې کارولین لېوېټ د فاکسنيوز راپور پر خپلې اېکسپاڼه خپور کړی او په دې توګه يې دغه موضوع تاييد کړې ده. تر اوسه پورې د دغې پرېکړې د ځنډېدو موده نه ده روښانه شوې. افغانستان، سوماليا، روسيه، پاکستان، ايران، سوريه، ازبکستان، برازيل، ليبيا، لبنان، اردن، نايجيريا، مصر، عراق، تايلنډ او يمن د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا پرېکړه پرې عملي کېږي.
افغانستان تر دې وړاندې هم د ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د سفرونو د بنديز په نوملړ کې شامل و. د هغو هېوادونو نوملړ کې ته د روسیې ور زیاتېدل چې د امريکا له ويزو بېبرخې کېږي، د واشنګټن او مسکو ترمنځ د کړکېچنو اړيکو نوې پاڼه پرانېزي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې خپلو ټولو کونسلي استازوليو ته يو رسمي مکتوب لېږلی و، چې لهمخې يې د کډوالۍ په قانون کې «پر ټولنې د مالي بار» اړوند نوې مادې ځای پر ځای کړې وې. د دې مقرراتو پر بنسټ، کونسلي مامورين مکلف دي د هغو کسانو د ويزو غوښتنې رد کړي چې اټکل کېږي د بېکارۍ له امله به د دولت له مالي مرستو برخمن شي او يا هم له روغتيايي ستونزو لکه چاغوالي سره مخ وي.
په دې ارزونه کې د غوښتونکي روغتيايي حالت، عمر، د انګليسي ژبې مهارت، مالي وضعيت او ان د اوږدمهالو طبي پاملرنو اړتياوې هم په پام کې نيول کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ټامي پيګاټ فاکسنيوز ته ویلي: «د بهرنيو چارو وزارت د خپلو واکونو لهمخې هغه کډوال چې ښايي د امريکايي ټولنې پر اوږو بار شي او د خلکو له سخاوته ناوړه ګټه واخلي، د ويزې د ترلاسه کولو وړ نه ګڼي».
هغه زياته کړه: «له ياد شويو ۷۵ هېوادونو څخه کډوالي تر هغه وخته ځنډول کېږي چې د بهرنيو چارو وزارت د دغو هېوادونو د وګړو لپاره د ويزو د ورکړې روان بهير له سره وارزوي. د دې اقدام موخه د هغو بهرنيو وګړو مخنيوی دی چې ښايي د عامه خدمتونو او ټولنيزو مرستو څخه استفاده وکړي».
د ټرمپ حکومت د امنيتي اندېښنو له امله هم د يو شمېر هېوادونو د وګړو پر داخلېدو بنديزونه لګولي دي.
د لیندۍ مياشتې په پنځمه نېټه د رحمانالله لکڼوال په نوم یو افغان سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو عسکرو ډزې وکړې او یوه ورځ وروسته د دغو عسکرو له ډلې یوې یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. لکڼوال په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د تخلیې په یوې ځانګړې الوتکه کې امریکا ته تللی و.
له دې پېښې وروسته ډونالډ ټرمپ د افغانانو د ټولو مهاجرتي دوسيو د ارزونې بهير ودراوه او اعلان يې وکړ، چې په تېرو کلونو کې امريکا ته د داخل شويو افغانانو ټولې دوسيې به هم له سره وکتل شي. ټرمپ همدارنګه د افغانستان په پاسپورټ د ويزو لګول د نامعلومې مودې لپاره وځنډول.
ډونالډ ټرمپ تر دې پېښې وروسته ژمنه وکړه، چې د «درېيمې نړۍ هېوادونو» څخه به کډوالي په «دایمي ډول» بنده کړي.