په فاریاب کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي

په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.
په فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱بجې د قیصار ولسوالۍ په یوه کنډواله سیمه کې شوې ده.
سرچینه وایي، قربانیان د قیصار ولسوالۍ د طوی مست کلي اوسېدونکي وو، چې د بوري کلي پر لور د تګ پر مهال یې د راکټ ناچاودې مرمۍ ته لاس ور وړی دی.
یاده امنیه قومانداني زیاتوي چې یوه ماشوم د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او بل ماشوم روغتون ته د لېږد پر مهال سا ورکړې ده. همداراز د یادې پېښې له امله یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.
افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی.
د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې زرګونه ناچاوده ماینونه او جګړهییز مهمات پراته دي چې هر کال یې لسګونه ماشومان او ملکي وګړي قرباني کېږي.