• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند په کشمیر کې هغه طبي پوهنتون تړلی چې ډېر مسلمان زده کوونکي یې جذب کړي وو

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰

د هند حکومت په کشمیر کې وروسته له هغه یو طبي پوهنتون تړلی، چې د هندو مذهبه ډلو له لوري پرې پراخ اعتراضونه وشول. دغه پوهنتون، چې د «شري ماتا ویشنو دیوي» په نوم یادېږي، د ډېرو مسلمانو زده کوونکو د منلو له امله د اعتراضونو هدف ګرځېدلی و.

د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې له ۵۰ منل شویو زده‌کوونکو څخه لږ تر لږه ۴۲تنه کشمیر مېشتي مسلمانان، اووه هندوان او یو سک وو. د همدې شمېرې له خپرېدو وروسته، د سیمې ځینو هندو مذهبه ډلو اعتراضونه پیل کړل.

د هند د طبي ملي کمېسیون، چې د فدرالي حکومت د طبي زده‌کړو او روغتیايي چارو تر ټولو مهم څارونکی ارګان بلل کېږي، د یاد پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. د کمېسیون په وینا، دغه پوهنتون د تېر نومبر په میاشت کې د طب پنځه کلن تعلیمي پروګرام پیل کړی و.

په هند کې دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو ته د محصلانو جذب د ملي ازموینې «نیت» له لارې کېږي. هر کال له دوو میلیونو ډېر زده‌کوونکي د شاوخوا ۱۲۰زره د طب د لیسانس څوکيو لپاره سیالي کوي. ډېری سیالي کوونکي د لږ لګښت له امله دولتي پوهنتونونه غوره ګڼي، خو هغه کسان چې د منلو حد اقل نومرې ترلاسه کړي، خصوصي مرکزونو ته ورپېژندل کېږي.

یاد طبي پوهنتون د یوه هندو مذهبي خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی او تر یوه بریده د حکومت له مالي ملاتړه هم برخمن دی.

په تېرو نږدې دوو میاشتو کې، ډېری هندو زده‌کوونکو او د سیمې اوسېدونکو اعتراضونه وکړل او ادعا یې کوله چې دا مرکز د «ماتا ویشنو دیوي» له هندو معبد څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او مسلمانان پکې «د حضور حق نه لري.»

خو د هند طبي ملي کمېسیون ویلي چې د دې مرکز تړل کېدل د «معیاري غوښتنو» د نه پوره کېدو له امله دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

روسیې د «جاسوسۍ» په تور یوه بریتانیایي ډیپلوماټ ته د وتلو امر کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۰

روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه بریتانیایي ډیپلومات ته یې د «نااعلان شوي جاسوس» په توګه له دغه هېواده د وتلو امر کړی، خو لندن دا تورونه «ناوړه او بې‌بنسټه» بللي.

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (ایف ایس بي) چې د پخواني شوروي د کې‌جي‌بي اصلي وارث بلل کېږي، ویلي چې یاد ډیپلومات ګرت سمویل ډېوېس نومېږي او په مسکو کې د بریتانیا په سفارت کې یې د دویم سکرتر په توګه دنده ترسره کوله.

د روسیې د فدارلي خدمتونو ادارې په وینا، هغه د بریتانیا د استخباراتي ادارو لپاره په پټه کار کاوه.

روسي رسنیو د یاد ډیپلومات انځورونه هم خپاره کړي او چارواکو ویلي چې هغه ته دوه اونۍ وخت ورکړل شوی چې روسیه پرېږدي.

په ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د بریتانیا د سفارت سرپرسته دانای دهولاکیا احضار کړې او د دې موضوع په تړاو یې ورته رسمي احتجاج وړاندې کړی دی.

بل خوا، لندن پر یاد ډیپلوماټ لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د سفارتونو د عادي فعالیت لپاره اړینې بنسټیزې فضا ته زیان رسوي. بریتانیا زیاته کړې چې د دې اقدام په اړه د غبرګون پر څرنګوالي غور کوي.

د هوا پوهنې نړۍوال سازمان: ۳ وروستي کلونه تر ټولو ګرم و او د تودخې کچه لا هم په لوړېدو ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۰

د هوا پوهنې نړۍال سازمان (ډبلیو‌اېم‌او) وايي، درې وروستي کلونه (۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵) د نړۍ له درېیو تر ټولو ګرمو کلونو و او په وینا یې د تودخې کچه لا هم په لوړېدو ده. د دغه سازمان په وینا، د تېرې پېړۍ پر تله تېر ۱۱ کاله تر نورو ډېر ګرم کلونه وو.

د هوا پېژندنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په یوه تازه راپور کې ویلي، تېر ۱۱ کاله (۲۰۱۵ تر ۲۰۲۵) تر ټولو ګرم کلونه و او د سمندر تودوخه لا هم مخ په لوړېدو ده.

دغه سازمان چې یاد راپور یې د اتو سرچینو له ګډ تحلیل څخه جوړ کړی زیاته کړې، د ۱۹۸۱- ۲۰۱۰ پر تله د ۲۰۲۵ کال د سمندر د سطحې د منځنۍ کچې تودوخې په کچه کې صفر اعشاریه ۴۹ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د هوا پوهنې نړۍوال سازمان سرمنشي سیلېسټ ساولو وايي: «۲۰۲۵کال د لا نینیا د یخوالي په حالت کې پیل او پای ته ورسېد، خو بیا هم د نړۍ له تر ټولو ګرمو کلونو څخه و، ځکه چې په فضا کې د تودوخې ساتونکو ګازو کچه ډېره لوړه شوې. د ځمکې او سمندرونو لوړې تودوخې د سختو موسمي پېښو لکه ګرمې څپې، شدید بارانونه او قوي توپانونه پیاوړي کړل چې دا د مخکېنۍ خبرتیا سیسټمونو اړتیا لا روښانه کوي».

په یوې جلا څېړنه کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د سمندرونو د تودوخې کچه هم د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او دا د اقلیم په سیستم کې د اوږدمهاله تودوخې د راټولېدو ښکارندويي کوي.

د دغې څېړنې له‌مخې، د نړۍ له سمندري سیمو شاوخوا ۳۳ سلنه یې د خپل تاریخ په اوږدو کې ۳ وروستي کلونه ډېرې ګرمې تېرې کړې دي.

د امریکا تر څار لاندې د ونزوېلا د تېلو لومړی ۵۰۰ میلیونه ډالري پلور بشپړ شو

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د ټرمپ د ادارې یوه چارواکي فاکس‌نیوز ته تایید کړې، چې د ونزوېلا د تېلو د نوې هوکړې له‌مخې لومړی پلور چې ارزښت یې ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی و، بشپړ شوی دی.

د راپور له‌مخې، د تېلو یاده معامله وروسته له هغې وشوه چې د امریکا ولسمشر ویلي و، چې د ونزوېلا له ۳۰ څخه تر ۵۰ میلیونو بېرلو تېلو څخه به چې مخکې د امریکا د بندیزونو له امله په دې هېواد کې بند پاتې وو، تصفیه او بازار ته وړاندې شي.

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ ویلي، چې د تېلو پلور به د امریکا تر څار لاندې ترسره کېږي او ترلاسه شوې پیسې به په هغو حسابونو کې جمع شي چې کنټرول یې د امریکا په لاس کې دی.

د سپینۍ ماڼۍ ویاند فاکس‌نیوز ته ویلي: «ولسمشر ټرمپ له ونزوېلا سره یو د انرژۍ تاریخي تړون رامنځته کړ چې د امریکا او ونزوېلا خلکو لپاره به ګټور ثابت شي».

همدارنګه سپنې ماڼۍ ویلي، تمه کېږي چې په نږدې ورځو او اوونیو کې به د ونزوېلا د تېلو نورې معاملې هم ترسره شي.

له نړۍوال فضایي سټېشن څخه یو ناروغ او درې نور ستورمزلي سبا ځمکې ته رسېږي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

ناسا ویلي، چې څلورو ستورمزلو نن له نړۍوال فضایي سټېشن څخه د ځمکې په لور حرکت وکړ او سبا به په ارام سمندر کې ښکته شي. نړۍوال فضایي سټېشن تېره اوونۍ اعلان کړی و، چې د یوه ستورمزلي د ناروغۍ له امله خپل ماموریت له ټاکلي وخت مخکې پای ته رسوي.

ناسا ویلي، چې د Crew-11 ماموریت څلور غړي به د پنجشنبې په ورځ په ارام سمندر کې ځمکې ته راکښته شي او د یاد ماموریت درې تنه نور غړي به د مداري لابراتوار د عملیاتو د ساتنې په موخه په نړۍوال فضايي سټېشن کې پاتې شي.

ناسا ویلي، چې د یوه ستورمزلي د جدي روغتیايي وضعیت له امله یاد څلور ستور مزلي بېرته ځمکې ته ستنېږي. یادې ادارې د ناروغ شوي ستورمزلي هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو وايي چې ناروغ ستورمزلی تر روغتیايي پاملرنې لاندې په ثابت حالت کې دی.

د راپورونو له‌مخې، له وخت مخکې د نړۍوال فضايي سټېشن ماموریت پرېښودل به یاد د سټېشن علمي او عملیاتي پروګرام له ځنډ سره مخ کړي.

کارپوهانو ویلي، هغه فضایي ګرځېدنه (Spacewalk) چې د نړۍوال فضایي سټېشن په بهرنۍ برخه کې د برېښنا د تولید لپاره د نویو لمریزو پنلونو د نصب په موخه پلان شوې وه، تر نامعلومې مودې وځنډېږي. خو ناسا ویلي، چې دا ځنډ به دا مهال هېڅ بېړنۍ ستونزه رامنځته نه کړي، ځکه سټېشن د بنسټیزو عملیاتو لپاره کافي برېښنا لري.

پر همدغه مهال د ناسا مرستیال مدیر امېت کشتریایا ویلي، چې په نړۍوال فضايي سټېشن کې پاتې عمله د ځینو عادي عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري، خو ښايي ځیني عملیاتونه ترې پاتې شي.

په ورته مهال، پخواني ستورمزلي ګارېټ رېزمن خبرداری ورکړی چې په نړۍوال فضايي سټېشن کې د یوازې درېیو ستورمزلو شتون ښايي ګواښونه زیات کړي. نوموړي ویلي: «که د سټېشن په بهرنۍ برخه کې کومه ستونزه را پیدا شي، نو دا درې کسان د داسې ستونزې د حل لپاره کافي نه دي».

د راپورونو له‌مخې، ناسا هڅه کوي چې نړۍوال فضايي سټېشن ماموریت لپاره د ستورمزلو د کمښت د ستونزې د هوارۍ لپاره د Crew-12 عمله نړۍوال فضايي سټېشن ته واستوي او تمه کېده چې دغې عملې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې خپل سفر پیل کړی وای.

طالبانو د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

په متحده عربي امارتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني چهارشنبه د (مرغومې ۲۴مه) د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي. طالبان وایي، د دغو الوتنو پیل به د افغانستان او اماراتو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې هم پراخې کړي.

په یاد هېواد کې د طالبانو سفارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د اتحاد هوایي شرکت د امنیتي چارو مسوول عمر سعید المعمري له قوله ویلي، چې ډېر ژر به د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوی منظمې الوتنې پیل شي؛ خو کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

بدرالدین حقاني زیاته کړې، چې د دغه الوتنو پیل سره به د متحده عربي اماراتو او طالبانو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. د هغه په خبره، دغه اقدام به د دواړو هېوادونو سوداګریزو راکړو ورکړو تر څنګ د مساپرو تګ‌راتګ په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.

په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ډېری بهرنیو هوایي شرکتونو له افغانستان سره خپلې الوتنې بندې کړې؛ خو د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت بیا تر څو میاشتو ځنډ وروسته خپلې عادي الوتنې پیل کړې.

طالبانو بیا یو شمېر ایراني هوایي شرکتونو سره هم خبرې کړي، څو له کابل سره خپلې هوایي الوتنې پیل کړي. ډېری بهرني هوایي شرکتونه پر طالبانو د سختو نړۍوالو بندیزونو له امله زړه نه ښه کوي چې کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.