• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی به نن په رسمي ډول د پاکستان د اوسني ملکي حکومت د اپوزېسیون مشر اعلان شي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې د دغه هېواد په پارلمان کې د حکومت د اپوزېسیون مشرۍ لپاره د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ټاکل کېدو پرېکړه وروستۍ شوې ده. هغه وایي، نن جمعه (د مرغومي ۲۶مه) به نوموړی په رسمي توګه د اپوزېسیون مشر اعلان شي.

محمود خان اڅکزی د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف له لوري د اپوزېسیون مشرۍ ته نوماند شوی دی، چې د پارلمان له لوري د نوماندۍ شرایط څېړل شوي او نن یې په رسمي توګه دا مشري اعلانېږي. اڅکزي له یو شمېر ګوندونو سره په ګډه د شهباز شریف د واکمن حکومت مخالفت پیل کړی او د عمران خان له لوري اپوزېسیون ته د هغه د نوماندۍ مساله جنجالي شوې هم وه.

د تحریک انصاف ګوند ځینو غړو د دغې پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې اڅکزی باید د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو لپاره په زندان کې له عمران خان سره وګوري.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني او امریکايي پوځیانو راولپنډۍ کې د «ترهګرۍ پر ضد مبارزې» په نوم ګډ تمرینات پیل کړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) خبر ورکړی، چې یو شمېر امریکایي پوځیان دې هېواد ته ورغلي او د جنورۍ له ۸مې راهیسې یې د دوی له پوځ سره په ګډه د «ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» په نوم تمرینات پیل کړي. د راپور له‌مخې، دا د امریکایي او‌ پاکستاني پوځيانو د ګډې روزنیز لړۍ ۱۳مه دوره ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول تمریناتي او روزنیزې همکارۍ د دواړو لوریو ترمنځ له ۱۹۹۵کال راهیسې ترسره کېږي او روان تمرینات به د جنورۍ په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېږي. د پاکستان پوځ ویلي، د تمریناتو له دغه بهیر نه په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت شارژدافیرې ناتالي بیکر هم له یو شمېر لوړپوړو ډېپلوماټانو سره په ګډه لیدنه کړې ده. دغه مراسم د پبۍ په نوم د ترهګرۍ ضد اړوند یو مرکز کې ترسره شوي، چې د‌ پاکستان پوځ د راولپنډۍ قول اردو د قوماندان تر څنګ په‌کې یو شمېر لوړپوړو امریکایي پوځیانو هم ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له‌مخې، پاکستاني پوځیانو د امریکا شارژدافیرې او لوړپوړو امریکایي پوځیانو ته د تمریناتو د ساحې، موخو او د ترسره کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات هم ورکړي دي. د پاکستان پوځ ټینګار کړی، چې د دغو ګډو تمریناتو موخه د ترهګرۍ ضد تجربو تبادله، ګډ تمرینونه، د کړنلارو لا پیاوړتیا او د ګډ کاري چاپېریال پراختیا ده.

پاکستاني پوځ له امریکایانو سره دغه ګډ تمرینات د ګډون همکاریو په پیاوتیا کې مهم بللي دي. دغه تمرینات داسې مهال ترسره کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل له واکمنو طالبانو سره په سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ کې ښکېل دی. پاکستان شکایتونه کوي، چې افغان طالبانو‌ په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

پاکستان د یو شمېر هېوادونو په ګډون امریکا ته هم له همدې امله شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د افغان طالبانو تر واکمنېدو ورسته د دوی په هېواد کې نا امنۍ پراخې شوې دي. همداراز د‌ پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم اړیکې خوږې کړي او‌ په تېر زېږدیز کال کې یې دوه ځله ورسره په واشنګټن کې ګدې ناستې وکړې او د ټرمپ له لوري د منیر ستاینه هم شوې ده.

کارپوهان د پاکستاني پوځ او امریکا ترمنځ نږدې‌والی د افغان طالبانو او افغانستان لپاره د خطر زنګ بولي او اندېښنې څرګندوي، چې ښايي په سیمه کې د یو بل کړکېچ کېدو هڅې وشي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ورته مهال د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال نیولی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰
100%

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال صمیم نعیمي نیولی. نعیمي په خپل وروستي غږیز پیغام کې ویلي، چې پولیسو د اسلام‌اباد له بي۱۷ ښارګوټي څخه نیولی او کمپ ته یې لېږدولی. هغه په خپل پیغام کې دا هم ویلي و چې فرانسې ته یې د تګ کارونه بشپړ وو او ویزې ته په تمه و.

نعیمي له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال ژوبل شوی هم دی. پولیسو نوموړی له نیول کیدو وروسته حاجي کمپ ته لیږدولی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریال صمیم نعیمي نیول کېدل غندلي او دا اقدام یې د بشري حقونو، د کډوالو د خوندیتوب د اصولو او د بیان ازادۍ له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې بللی.

دغه سازمان زیاته کړې چې صمیم نعیمي د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، امنیتي ګواښونو، سانسور او سیاسي فشارونو له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي. یاد سازمان ويلي، چې هغه افغانستان ته د جبري ستنېدو په صورت کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي او جبري اخراج یې د ژوند لپاره مستقیم خطر بلل کېږي.

له څو میاشتې ځنډونې وروسته؛ پاکستان له ټولو بندرونو د افغان توکو د ټرانزیټ اجازه ور کړې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي نقطو کې د افغان سوداګرو بندپاتې توکو ته یې د صادورونکو د غوښتنې پر اساس د پاکستان له هر بندر څخه د بیا صادرولو اجازه ورکړې ده.

د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ د یو ځانګړی معافیت تر تصویب وروسته شوې ده. ددې معافیت موخه د بند پاتې ټرانزیټي مالونو د تصفیې او د هغوی د لېږد بهیر اسانه کول ښودل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دریو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

طلال چودري اپریدي ته:د افغانستان د رول په اړه د ثبوت غوښتنه له ترهګرو سره د خواخوږۍ نښه ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۷ GMT+۰
100%

د پاکستان فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی. اپریدي وړمه ورځ ویلي و، که د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي؛ نو ثبوت دې وړاندې شي.

د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري د سهیل اپريدي ورستیو خبرو ته په غبرګونه کې ویلي، چې د افغانستان د رول په اړه د ثبوت غوښتنه له «ترهګرو» سره د خواخوږۍ نښه ده.

هغه ټینګار کړی، چې حکومت به د ملي ضد ترهګرۍ دریځ ته د یوه «ګمراه کوونکي یا مبهم لفظ» اجازه ورنه کړي. چودري ویلي، که څوک هڅه وکړي د «ترهګرو» لپاره پراخه فضا رامنځته کړي یا ورسره نرم چلند وکړي؛ نو دا د منلو وړ نه‌ده.

د پاکستان دغه فډرالي وزیر سهیل اپريدی مخاطب کړی او ویلي یې دي: «که تاسو له دوی سره دومره خواخوږي لرئ؛ نو خپله افغانستان ته ولاړ شئ او یا به موږ ستاسو په تګ کې اسانتیاوې برابرې کړو».

نوموړي همداراز د خیبر پښتونخوا د حکومت پر کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، په ۲۰۲۵کال کې په «ترهګریزو پېښو» کې ۱۲۰۰کسان وژل شوي او ۶۰–۷۰سلنه بریدونه یوازې په خیبر پښتونخوا کې شوي چې د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې هېڅ څوک د «ترهګرو» سره خواخوږۍ پر بنسټ د پاکستان امنیت او خلکو پر وینې د لوبې اجازه نه‌لري. یاده دې وي، چې سهیل اپریدي د یکشنبې په شپه د یوې غونډې پر مهال ویلي و چې حکومت باید د دغه ادعا لپاره شواهد وړاندې کړي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

هغه زیاته کړه، چې نور هېوادونه هم له افغانستان سره پوله لري؛ خو ورته شکایتونه نه‌لري. دغه ویډیو د پاکستان دولتي ټلویزیون (PTV) له‌خوا هم په خواله رسنیو کې خپره شوې ده.