• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د سمنټو د تولید فابریکې چارې ۹۰سلنه بشپړې شوې دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

په کندهار ولایت کې د سمنټو د یوې تولیدي فابریکې د جوړېدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او ټاکل شوې ده، چې دغه فابریکه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو اړوندې رسنۍ د راپور له مخې؛ د یادې پروژې چارې د «احمد نبي‌زاده» په نوم شرکت له لوري د ۱۵۰مېلیونه ډالرو په پانګونې سره نږدې پای ته رسېدلې دي. د پروژې د مسوولینو په وینا؛ دغه فابریکه په دوو پړاوونو (فازونو) کې جوړېږي.

د لومړي پړاو تولیدي ظرفیت ۱،۵۰۰ ټنه دی، چې نږدې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي. دویم پړاو چې تولیدي ظرفیت یې ۳،۵۰۰ ټنه دی، د لومړي پړاو تر بشپړېدو وروسته به پیل شي چې په ټولیز ډول به د فابریکې د تولید ظرفیت ۵،۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

د یادې فابریکې انجینران وایي، د دغه فابریکې تولیدات د نړۍوالو معیارونو سره برابر دي او د تولیدېدونکو سمنټو کیفیت به د وارداتي سمنټو پرتله لوړ او بیه به یې مناسبه وي. د راپور له مخې؛ دا مهال په دغه فابریکه کې شاوخوا ۷۰۰ کسان په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي.

اوس‌مهال افغانستان د خپل اړتیا وړ سمنټ له ایران او پاکستان څخه واردوي. له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، د دوغارون او اسلام‌کلا له لارې هر کال شاوخوا ۴زره ټنه د تربت‌جام سمنټ افغانستان ته صادرېږي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو اېستل؛ له پښتونخوا شاوخوا یو مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ د بېرته ستنو شویو کسانو له ډلې ۲۳۰زره او ۴۷۰کسان د «پي او ار» کارت لرونکي، ۷۱زره او ۵۷۰ کسان د افغانستان د پېژندپاڼو لرونکي او ۶۸۶زره او ۷۷۲ نور بیا بې‌اسناده افغانان دي.

یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې د تورخم له لارې ۲زره او ۳۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱ زره او ۵۲۲کسان د پي او ار کارت لرونکي، ۲۷۷ د افغانستان پېژندپاڼو لرونکي او ۵۱۳ نور بیا پرته له قانوني ‌اسنادو په دغه هېواد کې مېشت وو.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبانو د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۲ GMT+۰

په متحده عربي امارتو کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین حقاني چهارشنبه د (مرغومې ۲۴مه) د ابوظبي دولتي هوایي شرکت «اتحاد» له چارواکو سره د الوتنو پر پیل خبرې کړې دي. طالبان وایي، د دغو الوتنو پیل به د افغانستان او اماراتو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې هم پراخې کړي.

په یاد هېواد کې د طالبانو سفارت په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د اتحاد هوایي شرکت د امنیتي چارو مسوول عمر سعید المعمري له قوله ویلي، چې ډېر ژر به د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوی منظمې الوتنې پیل شي؛ خو کره نېټه یې نه ده په ډاګه کړې.

بدرالدین حقاني زیاته کړې، چې د دغه الوتنو پیل سره به د متحده عربي اماراتو او طالبانو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي. د هغه په خبره، دغه اقدام به د دواړو هېوادونو سوداګریزو راکړو ورکړو تر څنګ د مساپرو تګ‌راتګ په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.

په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره ډېری بهرنیو هوایي شرکتونو له افغانستان سره خپلې الوتنې بندې کړې؛ خو د متحده عربي اماراتو هوایي شرکت بیا تر څو میاشتو ځنډ وروسته خپلې عادي الوتنې پیل کړې.

طالبانو بیا یو شمېر ایراني هوایي شرکتونو سره هم خبرې کړي، څو له کابل سره خپلې هوایي الوتنې پیل کړي. ډېری بهرني هوایي شرکتونه پر طالبانو د سختو نړۍوالو بندیزونو له امله زړه نه ښه کوي چې کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

ملا ترابي وایي چې د ۲۰۲۶ کال لپاره یې د اړمنو کسانو او سیمو د اړتیاوو نوملړ چمتو کړی دی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملا نورالدین ترابي چهارشنبه د (مرغومې ۲۴مه) د اکټید موسسې رییس سره په ناسته کې ویلي، چې د ۲۰۲۶کال لپاره د خلکو او سیمو د اړتیاوو په تړاو یې نوملړ چمتو کړی دی. هغه وایي، په دې نوملړ کې د خلکو اړینې اړتیاوې ځای پر ځای شوې دي.

په افغانستان کې د اکټیډ موسسې مشر هانس کریسټن جوهانس د دغه ناستې په لړ کې له یاد طالب چارواکي سره ژمنه کړې، چې دغه چمتو شوی نوملړ به یې هم د خپلو کاري پلانونو او مرستو په بهیر کې شامل کړي. د نوموړي په وینا، د طالبانو له لوري د اړمنو کسانو او سیمو چمتو شوی نوملړ به له نورو مرستندویه ادارو او مالي ملاتړ کوونکو سره هم شریک کړي.

ملا نور الدین ترابي دې ناسته کې دا هم ویلي، چې دوی په ټولو ولایتونو کې د مرستندویه ادارو او موسساتو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، څو خلکو ته په ښه شان سره رسېدنه وکړي. هغه زیاته کړې، که موسسات د طالبانو هره اداره کې ستونزه ولري؛ نو دوی یې په حل کې ورسره همکاري کولای شي.

طالبان داسې مهال دغه نوملړ چمتو کوي، چې په افغانستان کې بشري ناورین خپل اوج ته رسېدلی او دغه واکمنه ډله یې په مدیریت کې پاتې راغلې ده. که څه هم طالبان ادعا کوي، چې اړمنو کورنیو سره مرستې کوي او د خلکو ستونزو ته یې رسېدنه کړې؛ خو راپورونه څرګندوي چې دغه ډله د بهرنیو موسساتو مرستې هم خپل حکومت پورې تړي.

د موندنو له‌مخې، افغانستان کې اوس مهال له بې‌وزلو او اړمنو کسانو سره یوازې د بهرنیو موسساتو له لوري مرستې کېږي او ټوله تکیه هم په دې برخه کې پر نړۍوالو مرستندویه ادارو ده.

د بې‌وزلۍ په اوج کې؛ طالبانو له ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې چهارشنبه د (مرغومې ۲۴مه) خبر ورکړی، چې په کابل کې یې د بېلابېلو ناحیو له هغو اوسېدونکو سره چې تازه هېواد ته راستانه شوي نغدي مرسته کړې ده. خبرپاڼه وایي، ټول‌ټال پر ۱۰۰۰ کورنیو باندې ۲۰میلیونه افغانۍ وېشل شوې دي.

طالبان وایي، هرې کورنۍ ته ۲۰زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې، څو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي. د طالبانو د یادې ادارې مشر شهاب‌الدین دلاور په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، دوی هڅه کوي چې د اړمنو کورنیو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. د هغه دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان د دې ډلې په واکمنۍ کې له سخت بشري ناورین څخه تېرېږي او ورځ تر بلې د لوږې کچه مخ په ډېرېدو ده.

دلاور زیاته کړې، د سرې میاشتې اداره هڅه کوي چې د راستنېدونکو کډوالو او اړمنو کورنیو د ژوند ښه کېدو لپاره له نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه مرستې راټولې کړي او په شفاف ډول یې خلکو ته ورسوي. هم‌مهاله نیوکې دي، چې د طالبانو دغه چارواکي په یاده اداره کې د خپلې کورنۍ غړي ګومارلي او ان له نړۍوالو مرستندویه ادارو یې د هغوی لپاره ځانګړي لوړ معاشونه هم ټاکلي دي.

له دې سره سره، ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان او ایران داسې مهال افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنوي، چې دغه هېواد له سختې اقتصادي انزوا سره مخ دی. د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وار وار ويلي، د دغو ستنېدونکو افغانانو سره په هېواد کې بشري ناورین لا پراخ شوی او په کور دننه طالبان ورته د مرستو رسولو په برخه کې هم پاتې راغلي دي.

د تازه بېرته ستنو شویو افغانانو تر ټولو لویې ستونزې وزګاري، د سرپناوو نشتوالی او د دوی د کورنیو ښځینه غړو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه بندیزونه ګڼل شوي دي.

طالبانو په غزني کې یوه ښځه او درې نارینه په دُرو وهلي دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، په غزني ولایت کې یې یوه ښځه او درې نارینه د «اخلاقي فساد او غلا» په تور محکوم او په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غزني ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د «اخلاقي فساد او غلام» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو ویلي، چې د یادې ډلې د سترې محکمې د پریکړې له مخې یې درې کسان په ۱ ـ ۱ کال تنفیذي بند محکوم کړي او ۲۰ ـ ۲۰ دُورې یې وهلي او یو بل کس یې په یو کال بند محکوم کړی او ۳۵ دُورې یې وهلی دی.

سره له دې چې د بشري حقونو ملاتړو سازمانو د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې پر بدنې سزاګانو نیوکې کړي، خو لا هم طالبان نږدې هره ورځ یو شمېر کسانو ته بدنې سزاګانې ورکوي.