• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په هرات کې د طالبانو والي او د ایران کونسل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د ایران له کونسل علي‌رضا مرحمتي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او ټرانزیت په برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات کې د ایران کونسل علي‌رضا مرحمتي د طالبانو له والي سره د ابو نصر فراهي د سړک جوړولو پروژې په اړه معلومات شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د یاد سړک پاتې ۱۵ کیلومتره جوړولو چارې به هم ژر تر ژره بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو او ایران د سیمه‌ییزو چاراکو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه یاده ناسته پر داسې مهال تر سره شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوريو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي او طالبان هڅه کوي، چې د پاکستان پرځای له ایران او نورو هېوادونو سره سوداګري پیاوړې کړي.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په غزني کې د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي چې افغانستان له ناوړه اقلیمي بدلون سره مخ دی او نړۍوال باید ورسره مرسته وکړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۰
طالبان وایي چې افغانستان له ناوړه اقلیمي بدلون سره مخ دی او نړۍوال باید ورسره مرسته وکړي
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له تخنیکي ټیم سره په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم له جدي ناورین سره مخ دی. هغه وایي، نړۍوال باید له دوی سره د دغه بشري ناورین په مهار کې مرسته وکړي.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه طالب چارواکي د «یو‌اېن‌ډي‌پي» ادارې څخه غوښتي، څو له نړۍوالو ادارو څخه د مرستو په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

مولوي سعید زیاته کړې: «افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، دا یو بشري ناورین دی او نړۍوال باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي». د نوموړي په وینا، موسسات باید په اغېزمنه توګه د چاپېریال ساتنې پروژې تطبیق کړي، څو د اقلیمي بدلون په برخه کې ګټورې تمامې شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د اقلیمي بدلون په تړاو اندېښنه ښودلې او هم‌مهاله یې د وچکالۍ له کبله د څښاک د اوبو کموالي یادونه هم کړې. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په وار وار ویلي، چې کابل به تر ۲۰۳۰کال پورې د اقلیمي بدلون له کبله د څښاک اوبو له شدید ناورین سره مخ شي او د دې ستونزې د مهار لپاره په افغانستان کې په حکومتي کچه د پام وړ اقدامات نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر ځمکې لاندې د څښاک د اوبو کچه کمه شوې ده. همداراز د ژمي په موسم کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د هوا خرابېدو څخه هم اندېښنې ښودل شوي، چې د خلکو د ناروغیو لامل شوې دي.

طالبانو په پنځو ولایتونو کې پر څه باندې درې زره کورنیو مرستې وېشلې دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۰
طالبانو په پنځو ولایتونو کې پر څه باندې درې زره کورنیو مرستې وېشلې دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په نیمروز، کندهار، ننګرهار، بادغیس او بلخ ولایتونو کې یې پر ۳۱۰۰ زلزله‌ځپلو، کډوالو او اړمنو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بېلابېلو خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې د نیمروزو ولایت مرکز زرنج په ګډون یې په دلارام، خاشرود، کنګ او چخانسور ولسوالیو کې یې پر تازه راستنو شویو ۱۰۰ کډوالو کورنیو باندې ۱۰ قلمه خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

همدارنګه یادې ټولنې په بادغیس ولایت پر ۱۰۰۰ کورنیو، په بلخ کې پر ۶۵۰ کورنیو، په ننګرهار کې ۲۵۰ کورنیو او په کندهار کې ۲۰۰ کورنیو باندې هم خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

سره له دې چې طالبان وايي، د ژمې په سړه هوا کې به تازه راستونو شویو کډوالو او نورو اړمنو کورنیو ته د مرستو وېش ته دوام ورکړي، خو ګڼو نړۍوالو سازمانونو ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوی پر نړۍوالو غږ کړی، چې له افغانستان سره دې زیاتې مرستې وکړي.

سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکو سره له پاکستان نه د ستنېدونکو افغانانو په تړاو خبرې کړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۰
سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکو سره له پاکستان نه د ستنېدونکو افغانانو په تړاو خبرې کړي
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې وینسار متار سره د پنجشنبې په ورخ د (مرغومې ۲۵مه) ناسته کړې. دواړو لوریو له پاکستان څخه د اېستل کېدونکو افغانانو پر بشري وضعیت سره خبرې اترې کړې دي.

د یاد سفارت خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ستنېدونکو افغانانو پر ستونزو بحث شوی او همداراز د ملګرو ملتونو دغه سازمان ورسره د بشري مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده. سهیل شاهین په دې ناسته کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې غوښتنه کړې، څو د ستنېدونکو افغانانو سره د خپلو بشري مرستو کچه لا ډېره کړي. یو شمېر نړۍوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې له پاکستان او ایران څخه ستنېدونکي افغانان په هېواد کې له سخت بشري ناورین سره مخ کېږي.

د ستنېدونکو افغانانو تر ټولو د پام وړ ستونزې او ننګوونې په هېواد کې د سرپناوو نشتون، بې‌روزګاري او د نجونو په ګډون یې پر ښځینه‌وو د طالبانو لګول شوي بندیزونه ښودل شوي دي. د راپورونو له‌مخې، د‌ طالبانو‌ په واکمنۍ کې افغانستان له سختې اقتصادي انزوا څخه تېرېږي او د دغو ستنو شویو افغانانو له بهیر سره سم دا وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د رسمي شمېرو پر بنسټ، په تېر یو کال کې له پاکستان او ایران څخه تر ۲مېلیونو ډېر افغانان په جبري توګه اېستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. پاکستان کې مېشت افغان کډوال وایي، د دې هېواد پولیس په بېلابېلو ایالتونو کې هره ورځ د افغانانو کورونو ته ورځي، دروازې ور ماتوي او په جبري‌ توګه یې افغانستان ته شړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان په ګډون د بشري حقونو ګڼو ملاتړ کوونکو ادارو له‌ پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو دا بهیر دې ودروي؛ خو دغو غوښتنو پر تهران او اسلام‌اباد نه یوازې چې چندان اغېزه نه ده کړې، بلکې د اېستل کېدو بهیر وخت په وخت لا پسې ګړندی کړی دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر: ټولې سیاسي او ژبنۍ دوښمنۍ مو ختمې کړې دي او اوس د خدمت وخت دی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۰
د طالبانو د عدلیې وزیر: ټولې سیاسي او ژبنۍ دوښمنۍ مو ختمې کړې دي او اوس د خدمت وخت دی
100%

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل له پولي‌تخینک پوهنتون څخه د زده‌کړیالانو د فراغت مراسمو کې ویلي، چې یادې ډلې ټولې سیاسي، ژبنۍ، قومي او سیمه‌ييزې دوښمنۍ پای ته رسولي او اوس د خدمت کولو وخت دی.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون فراغت مراسمو کې زده‌کړیالانو ته په خطاب کې ویلي، چې هېواد ته د خدمت کولو مسوولیت ور د غاړې دی.

نوموړي زیاته کړې: «په وطن کې امن دی، نظام دی او که په خدمت کې اخلاص او صداقت وکړو، ډېر ژر به پرمختګ وکړو».

نوموړي ویلي، چې نظام یو امانت دی او دا د یادې ډلې مسوولیت دی چې راتلونکي نسل ته یې په امانت ورسوي.

نوموړي زده‌کړیالانو ته په خطاب کې ویلي: «د عمر په تېرېدو سره به یو ځي او بل به راځي، دغه نظام وساتئ. نظام ته خدمت وکړئ، صداقت وکړئ. علماوو سیاسي، ژبنۍ، قومي او سیمه‌ییزې دوښمنۍ درته ختمې کړي، سالم نظام دی او روان دی. زموږ د مشرانو ارادې سپیڅلې دي او باید خپل نظام او وطن ته پاملرنه وکړو».

نوموړي دا څرګندونې یوازې نارینه زده‌کړیالانو ته په خطاب کې کړې دي او ‍ د یادې ډلې په حکومت کې ښځې هېڅ ډول ځای نه لري.

امسو: روانه اوونۍ کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې درې افغان خبریالان نیول شوي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰
امسو: روانه اوونۍ کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې درې افغان خبریالان نیول شوي دي
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریالانو پرله‌پسې نیونې غندي او دا کړنې د بیان ازادۍ، د خبریالۍ د اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونې بولي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیول او په زور اخراج ته سخت غبرګون ښودلی دی.

یاد سازمان ویلي، چې په روانه اوونۍ کې درې افغان خبریالان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي دي.

امسو ویلي، چې په تازه پېښه کې د پېښور پولیسو عبدالرحمان منګل نیولي دی او تر دې وړاندې یې د اسما محمدي او صمیم محمدي په نوم خبریالان نیولي وو.

امسو ویلي، چې افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستان څخه وتلي او په پاکستان کې مېشت شوي دي، خو اوس په پاکستان کې هم خوندي نه دي.

امسو زیاته کړې: «د هغوی نیول نه یوازې د انساني او حقوقي موازینو خلاف عمل دی، بلکې د خبریالانو ژوند او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخامخ کوي».

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاان له حکومت او اړوند امنیتي بنسټونو څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان له ځنډ او شرط پرته خوشې او د افغان خبریالانو له ځورونې، نیولو او جبري اخراج څخه ډډه او د نړۍوالو بشري حقونو، د کډوالو د حقونو او د بیان ازادۍ اصولو ته درناوی وکړي.

پر همدغه مهال یاد سازمان له ملګرو ملتونو، د خبریالانو د ملاتړ کوونکو نړۍوالو بنسټونو، د بشري حقونو سازمانونو او ډیپلوماتیکو استازولیو غوښتنه کړي، چې د یادې موضوع جدي څارنه وکړي او د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي او بېړني ګامونه واخلي.