• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو مرستیاله کابل ته د دوحې بهیر د تعقیب په موخه ځي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلې چې ټاکل شوې ددغه سازمان مرستیاله رزماري دیکارلو د روانې میلادي میاشتې په پای کې افغانستان ته سفر وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه سفر موخه د دوحې بهیر تعقیبول دي، خو د سفر نور جزئیات به په وړ وخت کې په رسمي ډول اعلان شي.

هغه زیاته کړه چې دا سفر له افغانستان سره د اصولي او عملي تعامل د پرمخ وړلو لپاره هم کېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه تعامل باید د ټولو افغانانو په ګټه وي.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړ شوی چې د نړیوالې ټولنې، د سیمې هیوادونو او طالبانو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او بشري کړکیچ د حل لپاره سیاسي چوکاټ او خبرې اترې برابرې کړي.

تر اوسه پورې د دوحې بهیر درې پړاوونه ترسره شوي او وروستی پړاو یې د رزماري دیکارلو په مشرۍ ترسره شوی، چې د طالبانو استازو هم پکې ګدون درلود.

مخکې له دی هم رزماري دیکارلو کله چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې بیا واک ته ورسېدل، کابل ته تللې وه. هغه د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلې وو چې ملګري ملتونه د افغانانو پر وړاندې ژمن دي او د هغوی د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي څو یوه ټولشموله، عادلانه او سوله‌ییزه ټولنه رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

ولادیمیر پوتین: روسیه غواړي افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د طالبانو د سفیر د باورلیک منلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد یې لېواله دی افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک هېواد وي. پوتین زیاته کړې چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره د روسیې او افغانستان ترمنځ همکاري په څرګنده توګه چټکه شوې ده.

هغه دا څرګندونې د سفیرانو د باورلیکونو د سپارلو په مراسمو کې وکړې او ویې ویل: « موږ په رښتینې توګه دا هیله لرو چې افغانستان یو متحد، خپلواک او سوله‌ییز هېواد وي، چې له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي».

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته وسپاره.

د تاس اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې پوتین د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې د ۳۴ نویو بهرنیو سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي.

پاکستان وايي د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي مساله ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي موضوع ده او هغوی کولای شي خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې لا پراخې کړي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د اونيزې خبري ناستې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستان د هند او افغانستان اړیکې چې د پاکستان ضد وسله والو د ملاتړ په اړه نه وي، د خپل هېواد په زیان نه ویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه خپل دریځ روښانه کړی او لا هم د کابل له لوري د مثبتو پیغامونو او نښو هیله لري.

د هغه په وینا، پاکستان د لیکلو او د تایید وړ تضمینونو غوښتنه کوي او دا غوښتنه لا هم له افغان چارواکو سره پر مېز پرته ده.

ویاند زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی او تمه لري چې افغان لوری به د امنیتي اندېښنو په اړه عملي او باوري ګامونه پورته کړي.

طالبان وايي چې ددوی د مشرانو ترمنځ د اختلاف ادعاوې بې بنسټه دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ددې ډلې په لیکو کې د اختلاف په اړه ویلي، چې دغه ادعاوې حقیقت نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دوی په اداره کې ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت له مخې کېږي او د اختلاف لپاره هیڅ ځای نشته.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې «د مشرانو له خوا د اتحاد او اتفاق په اهمیت خبرې کول یا هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، دا هېڅکله د اختلاف معنا نه لري».

هغه زیاته کړې چې د دوی په لیکو کې کلک وحدت، اطاعت او یووالی شته او د اختلاف هېڅ ویره نشته.

بي بي سي په یوه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې پر مختلفو مسایلو اختلاف دی.

په تېر یوه کال کې افغانستان انټرنشنل د مختلفو باوري سرچینو، اسنادو او غږیزو کلیپونو له لارې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ځانګړي رپوټونه ور کړي وو، خو طالبان معمولا په خپلو لیکو د اختلاف خبرونه ردوي.

د امریکا په کانګرس کې په قطر کې د افغان کډوالو د کمپ له تړلو سره مخالفت شوی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې لوړپوړي غړي ګریګوري ډبلیو. میکس د چارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې د بهرنیو چارو وزارت خبر ور کړی چې غواړي په قطر کې د افغانانو «السیلیه» کمپ وتړي. نوموړي دا پرېکړه غندلې ده.

دغه کمپ د هغو افغانانو د خوندي انتقال ملاتړ کوي چې د امریکا له خوا یې ارزونه شوې او د طالبانو له ځورونې په تېښته کې هلته ځای پرځای شوي دي.

میکس وویل، چې « السیلیه کمپ د هغو افغان همکارانو لپاره چې د امریکا د ځواکونو او ډیپلوماټانو ترڅنګ یې خپل ژوند په خطر کې اچولی، حیاتي ځای و. د دې کمپ تړل د ټرمپ د ادارې وروستی بې غوره ګام دی چې زموږ د دې همکارانو د خوندي انتقال ټولې لارې تړي».

نوموړي ویلي، دا له هغو کسانو سره لوی خیانت او د ژمنې خلاف عمل دی چې په افغانستان کې له امریکایانو سره ولاړ وو.

هغه زیاته کړه، « جمهوري غوښتونکو کلونه داسې څرګندوله، چې امریکا د هغو افغانانو په تړاو اخلاقي مکلفیت لري، چې زموږ د ماموریت ملاتړ یې کړی، خو اوس د ولسمشر ټرمپ په دوره کې، دغه غږونه یا غلي دي او یا هم د ادارې د اقداماتو برخه شوي چې زموږ پر همکارانو د دروازې تړلو لامل کېږي».

میکس له حکومت نه وغوښتل چې د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه بیا پيل کړي، د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام پرانیزي او باوري کړي چې په یاد کمپ کې هېڅ افغان په زور افغانستان یا بل هېواد ته ونه لېږل شي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا باید خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې شي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د شلو کلونو جګړې په بهیر کې یې د امریکا د ماموریت ملاتړ کړی دی.

السیلیه کمپ د قطر په الريان ولسوالۍ کې پروت دی او له۲۰۰۰ کال راهیسې د امریکا لپاره یوه مهمه لوژستیکي اډه وه چې د افغانستان او عراق عملیاتو لپاره تجهیزات او ملاتړ ترې برابرېده.

له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، په دې اډه کې زرګونه افغان کډوال او د هغوی کورنۍ ځای پرځای شوې، چې له دې ځایه وروسته متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته ولیږدیږي.

محمد نبي عمري: نړۍ هڅه کوي چې د طالبانو حکومت او نظام ونړوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري وايي، نړۍ دا هڅه کوي چې د طالبانو نظام او حکومت ونړوي. عمري دغه راز ویلي، چې که طالبان دا ومني چې په بګرام اډه کې دې بهرني ځواکونه وي، بیا له دوی سره هېڅ ستونزه نشته او «محترم» دي.

عمري د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې نړۍ هڅه کوي د طالبانو حکومت او نظام ونړوي او دده به وینا، «یوه بله یهودي او نصراني ډیموکراسي» او یوبل څه په هېواد کې واکمن شي.

نوموړي ددغسې بدلون احتمال رد نه کړ او ددې لپاره یې په ۲۰۰۱ کال کې پر طالبانو د امریکا د برید موضوع ته اشاره وکړه، خو ویې ویل، چې په دغسې حالاتو کې خلک باید دین او مدرسې پرې نه ږدي او نه هم کور په کور جاسوسۍ وکړي.

عمري زیاته کړه، « هغه خلک چې دا خوبونه ویني، که خدای مقدره کړې وه او خدای ناخواسته دا خوبونه یې رښتیا کېدل، دا خپل دین او مدرسه مه پریږده، کور په کور جاسوس او دښمن مه جوړېږه».

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی اداره د دښمنانو توطیو ته ځیره ده او پر خلکو یې هم غږ وکړ، چې که دغسې څه ویني، له دوی سره یې شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، « ددښمنانو دسیسو ته متوجې شئ، امارت متوجې دی، ولسه ته هم متوجه شه، ستا توجه دا ده، چې که چیرې بد خبر او پلان دې لیده، له تطبیق مخکې مسوولانو ته خبر ور کوئ».

هغه په خپلو خبرو کې ددغسې پلان احتمال هم رد کړ او ویې ویلو چې « که ددوی په کړنو او غوښتنو وای، نو دا نظام به یوه میاشت هم نه وای چلیدلای».

د عمري په وینا، له دوی سره د نړۍ دښمني یوازې د دین، استقلال او ازادۍ له امله ده.

هغه زیاته کړې چې له نړۍ سره بله هېڅ ستونزه نه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال دغه راز وویل، چې که دوی دا ومني چې بګرام اډه کې دې بهرني ځواکونه وي بیا له دوی سره هېڅ ستونزه نشته. هغه وویل:«بیا د دنیا دښمني له موږ سره نشته، بیا له هرچا نه نړۍ ته موږ محترم یو».

هغه زیاته کړه: «که چیرې موږ معتدل مسلمانان جوړ شو، بیا هېڅ ستونزه نشته».

عمري له ولسونو وغوښتل چې خپلې غوښتنې د طالبانو له مسوولینو سره شریکې کړي.

د هغه په وینا داد حکومت مسوولیت دی، چې د خلکو روا او منطقي غوښتنو ته رسيدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په عملي کولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو حکومت کې افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د ډېموکراټیکو او مدني بنسټونو د انحلال، د اساسي ازادیو د سخت محدودیت، د ښځو، زیانمنو او محرومو ډلو پر وړاندې د سیستماتیکې ځپنې او تبعیض او له اساسي خدماتو لکه زده کړو، روغتیا او عدالت ته په پراخه کچه لاسرسي نه د خلکو د محرومیت شاهد و.