• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد نبي عمري: نړۍ هڅه کوي چې د طالبانو حکومت او نظام ونړوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري وايي، نړۍ دا هڅه کوي چې د طالبانو نظام او حکومت ونړوي. عمري دغه راز ویلي، چې که طالبان دا ومني چې په بګرام اډه کې دې بهرني ځواکونه وي، بیا له دوی سره هېڅ ستونزه نشته او «محترم» دي.

عمري د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې نړۍ هڅه کوي د طالبانو حکومت او نظام ونړوي او دده به وینا، «یوه بله یهودي او نصراني ډیموکراسي» او یوبل څه په هېواد کې واکمن شي.

نوموړي ددغسې بدلون احتمال رد نه کړ او ددې لپاره یې په ۲۰۰۱ کال کې پر طالبانو د امریکا د برید موضوع ته اشاره وکړه، خو ویې ویل، چې په دغسې حالاتو کې خلک باید دین او مدرسې پرې نه ږدي او نه هم کور په کور جاسوسۍ وکړي.

عمري زیاته کړه، « هغه خلک چې دا خوبونه ویني، که خدای مقدره کړې وه او خدای ناخواسته دا خوبونه یې رښتیا کېدل، دا خپل دین او مدرسه مه پریږده، کور په کور جاسوس او دښمن مه جوړېږه».

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې ددوی اداره د دښمنانو توطیو ته ځیره ده او پر خلکو یې هم غږ وکړ، چې که دغسې څه ویني، له دوی سره یې شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه، « ددښمنانو دسیسو ته متوجې شئ، امارت متوجې دی، ولسه ته هم متوجه شه، ستا توجه دا ده، چې که چیرې بد خبر او پلان دې لیده، له تطبیق مخکې مسوولانو ته خبر ور کوئ».

هغه په خپلو خبرو کې ددغسې پلان احتمال هم رد کړ او ویې ویلو چې « که ددوی په کړنو او غوښتنو وای، نو دا نظام به یوه میاشت هم نه وای چلیدلای».

د عمري په وینا، له دوی سره د نړۍ دښمني یوازې د دین، استقلال او ازادۍ له امله ده.

هغه زیاته کړې چې له نړۍ سره بله هېڅ ستونزه نه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال دغه راز وویل، چې که دوی دا ومني چې بګرام اډه کې دې بهرني ځواکونه وي بیا له دوی سره هېڅ ستونزه نشته. هغه وویل:«بیا د دنیا دښمني له موږ سره نشته، بیا له هرچا نه نړۍ ته موږ محترم یو».

هغه زیاته کړه: «که چیرې موږ معتدل مسلمانان جوړ شو، بیا هېڅ ستونزه نشته».

عمري له ولسونو وغوښتل چې خپلې غوښتنې د طالبانو له مسوولینو سره شریکې کړي.

د هغه په وینا داد حکومت مسوولیت دی، چې د خلکو روا او منطقي غوښتنو ته رسيدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په عملي کولو کې پاتې راغلي.

د طالبانو حکومت کې افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د ډېموکراټیکو او مدني بنسټونو د انحلال، د اساسي ازادیو د سخت محدودیت، د ښځو، زیانمنو او محرومو ډلو پر وړاندې د سیستماتیکې ځپنې او تبعیض او له اساسي خدماتو لکه زده کړو، روغتیا او عدالت ته په پراخه کچه لاسرسي نه د خلکو د محرومیت شاهد و.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په واک کې اخېستې دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۰

طالبانو په ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې عملا په واک کې اخېستې دي او په همدې لړ کې ددې ډلې سرپرست سفیر مفتي نور احمد نور په یاد سفارت کې له یو شمېر هندمیشتو افغان سوداګرو سره لیدلي دي.

مفتي نور احمد نور د خپلې دندې له پیل وروسته د پنجشنبې په ورځ، د مرغومې پر۲۵مه، په هند کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل.

په دې ناسته کې افغان سوداګرو په هند کې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو، ویزو، بانکي ستونزو، اسنادو او د سوداګرۍ پر وړاندې پرتو خنډونو په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې د طالبانو له سفیر سره شریکې کړې.

یاد سفارت ویلي، چې د طالبانو نوي سفیر افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د دوی د ستونزو حل د سفارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. هغه زیاته کړې چې د هند د حکومت له اړوندو ادارو سره به په همغږۍ کې د افغان سوداګرو د قانوني او اقتصادي ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي.

طالبانو د روانې اونۍ په اوږدو کې اعلان وکړ، چې نوي ډیلي ته یې نوراحمد نور د نوي سفیر په توګه استولی دی.

نور تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو د لومړي رییس په توګه دنده ترسره کوله.

سره له دې چې هند تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پېژندلي، خو په وروستیو میاشتو کې د دواړو لوریو ترمنځ ډيپلوماتیکې اړیکې او اقتصادي همکارۍ ډېرې شوې دي.

د طالبانو امر بالمعروف په هرات کې یوځل بیا د ښځو پر نیولو لاس پورې کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر مامورانو په وروستیو ورځو کې یوځل بیا په هرات ښار کې له ښځو او نجونو سره د حجاب په نامه سخت چلند پیل کړی او لسګونه ښځې یې په کوڅو او عامه ځایونو کې درولې او ځینې یې نیولې دي.

یوې ښځې له هرات څخه په یوه غږیز پیغام کې، چې د پنجشنبې په ورځ یې افغانستان انټرنشنل ته استولی، ویلي چې طالبان د ښار په بېلابېلو سیمو کې ښځې له ټکسیو، مسافر وړونکو موټرو او ریکشاوو ښکته کوي او د «مطلوب حجاب» د نه مراعتولو په تور پر سړک ورسره ناسم چلند کوي.

د عیني شاهدانو په وینا، ډېری هغه ښځې چې درول شوې یا نیول شوې دي، بې‌حجابه نه وې.

د شاهدانو په وینا، نیونې زیاتره لنډمهالې وي. ښځې شاوخوا له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې د سړک پر غاړه درول کېږي، هغوی ته په موټر کې د سپرېدو اجازه نه ورکول کېږي او وروسته خوشې کېږي.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو غږولو له مخې،«که کومه ښځه مقاومت وکړي یا له مامورانو سره لفظي شخړه رامنځته شي، نو هغه بیا له ځان سره وړي».

عیني شاهدان زیاتوي چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو او ښځو ترمنځ څو لفظي شخړې هم شوې دي.

د راپورونو له مخې، طالبان هغه ښځې چې د دوی له نظره «د تایید وړ چادري» نه لري، له وسایطو ښکته کوي او موټرچلوونکي په تونده ژبه رټي.

د طالبانو له لوري تر اوسه د دې تازه اقداماتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو دغه کمپاین د ښځو ازاد تګ راتګ او عامه حضور نور هم محدود کړی دی.

طالبانو په ننګرهار کې ۱۸ کسان د پېر او پلور پرمهال د کلدارو په کارولو نیولي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، چې د شینوارو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې یې ۱۸کسان د پلور او پېر معاملاتو پر مهال د پاکستانۍ کلدارو د کارولو په تور نیولي دي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي، یاد کسان هغه مهال ونیول شول چې د ورځنیو سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال یې کلداره کاروله. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کسان به د اجرااتو د بشپړېدو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبان ټینګار کوي چې په ننګرهار ولایت کې د کلدارو کارول په بشپړ ډول منع دي او هېڅوک اجازه نه لري چې د راکړې ورکړې پر مهال له دې اسعارو څګټه واخلي. د دوی په وینا، له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې طالبانو یاد کسان د شینوارو ولسوالۍ په غني خېلو او مارکوه بازارونو کې نیولي دي. دوی نیوکه کوي او وایي چې طالبان د بډو اخیستو په بدل کې په دې تور نیول شوي کسان بېرته خوشې کوي.

د شینوارو ولسوالۍ د غني‌خېلو اوسېدونکې ګل‌بت شینواری(مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، «ډېر ځله داسې شوي چې طالبانو د کلدارو د کارولو په نوم خلک نیولي، خو وروسته یې د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کړي دي.»

نوموړی زیاتوي چې دا ډول چلند نه یوازې ددغه بهیر پرعملي کېدو پوښتنې راولاړوي، بلکې د خلکو باور هم زیانمنوي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیورڼد کرښې ته په نږدې سیمو کې لا هم د افغانیو تر څنګ د بهرنیو اسعارو کارول د خلکو ترمنځ دود لري.

ناټو په افغانستان کې د روسي سرتېرو ټوله مرګ ژوبله د اوکراین له یوې میاشتې سره پرتله کړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۵ GMT+۰

د ناټو سرمنشي مارک روته ویلي چې روسیه له اوکراین سره په جګړه کې هره میاشت شل زره سرتېري له لاسه ورکوي. د هغه په وینا، د وژل شویو سرتېرو شمېر دومره لوړ دی چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ په لس کلن تاریخ کې نه و لیدل شوی.

مارک روته دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اروپايي پارلمان په چوکاټ کې یوې غونډې ته کړې دي، چې ویډیو یې تازه خپره شوې ده.

هغه وویل: « په یوه میاشت کې له ۲۰ زرو څخه تر ۲۵ زرو پورې روسي سرتېري وژل کېږي».

روته ټینګار وکړ چې دلته یوازې د وژل شویو سرتېرو خبره ده، نه د ټپیانو.

روته تاریخي پرتلنه هم وکړه او ویې ویل: « که دا د ۱۹۸۰مې لسیزې د افغانستان له جګړې سره پرتله کړو، چې روسیې په لسو کلونو کې شاوخوا ۲۰ زره سرتېري له لاسه ورکړل، توپیر ډېر لوړ دی. اوس دوی همدومره او لا زیات یوازې په یوه میاشت کې له لاسه ورکوي».

هغه زیاته کړه چې دا وضعیت د روسیې لپاره هم په اوږده مهال کې د زغملو وړ نه دی.

د ناټو استازو مخکې هم یادونه کړې وه چې د روسیې د تلفاتو لوړ شمېر د جګړې د سختوالي او اوږدېدو څرګندونه کوي. خو له مسکو څخه تر اوسه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.

له کییف څخه هم په وروستیو اونیو کې د زیاتو تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي چې یوازې د ډسمبر په میاشت کې شاوخوا ۳۵ زره روسي سرتېري «له منځه وړل شوي»، چې د هغه په وینا، دا شمېرې د ویډیويي شواهدو پر بنسټ دي.

هغه وویل چې په نومبر کې ۳۰ زره او په اکتوبر کې ۲۶ زره روسي سرتېري وژل شوي وو. زېلینسکي دا څرګندونې په یوه ماښامنۍ ویډیويي وینا کې وکړې.

د اوکراین د پوځ عمومي قوماندان اولېکساندر سیرسکي په ټیلیګرام کې ویلي چې روسیې یوازې په ډسمبر کې تر ۳۳ زرو زیات سرتېري له لاسه ورکړي دي. د هغه په وینا، دا یوازې هغه پېښې دي چې په ویډیو کې ثبت شوې دي او اصلي شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.

دا شمېرې په خپلواکه توګه نه شي تاییدېدای.

طالبانو په شپږو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۴ کسان په دُرو وهلي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې د روانې اونۍ له شنبې تر پنجشنبې په شپږو ورځو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۴ کسان د بېلابېلو تورونو په تړاو په دُرو وهلي دي.

د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې اونۍ په لړ کې په بلخ ولایت کې ۲ کسان، په کابل کې یو کس، په پکتیا کې ۶ کسان، پکتیکا کې ۵ کسان، په کونړ ولایت کې ۴ تنه، په غزني کې ۵ تنه او په هرات ولایت کې ۷ کسانو د حبس ترڅنګ له ۱۰ تر ۳۹ دُرې د وهلو په سزا محکوم شوي وو، چې په عام محضر کې یې دا سزاوې پلې کړې دي.

یادې محکمې په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي چې نن یې په کندز کې څلور نور کسان هم په دُرو وهلي دي.

په دغو ۳۴ کسانو کې چې طالبانو په عام محضر کې په دُرو وهلي، ځینې ښځینه هم شاملې دي.

د بشري حقونو څارونکي وايي، چې عامه بدني سزاوې نه یوازې د انساني کرامت ښکاره سرغړونه ده، بلکې د وېرې، خاموشۍ او ټولنیز فشار فضا لا پسې پیاوړې کوي.

د حقوقي چارو شنونکي ټینګار کوي چې د شفافو قضايي بهیرونو او د خپلواک مدافع وکیل نشتوالی او د عادلانه محاکمې معیارونو ته نه پاملرنه، دا ډول سزاوې تر جدي پوښتنو لاندې راولي.

په ورته وخت کې، د ښځو د حقونو فعالان هم وایي چې د ښځو پر وړاندې د بدني سزاوو عملي کېدل د هغوی د ټولنیز حضور لا محدودولو ته لار هواروي او د ښځو پر رواني روغتیا ژور اغېز لري.

که څه هم طالبان دا سزاوې «شرعي احکام» بولي، خو نړیوال بنسټونه په وار وار ټینګار کوي چې د سزا تطبیق باید له نړیوالو بشري معیارونو سره سم وي. د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو تر دې وړاندې هم د عامه وهلو، سنګسار او نورو بدني سزاوو د درولو غوښتنه کړې ده.