• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار کې ۳۰ کسان د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ۳۰ تنه نیولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له قوله راپور ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ۳۰ کسان نیول شوي دي.

طالبانو ویلي، چې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې عملیاتو په ترڅ کې له نیول شویو کسانو سره د بېلابېلو ډولونو نشه‌يي توکي او وسایط هم نیولي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له یادو کسانو سره ۱۳۹ ګرامه شیشه، ۱۷،۲۲۷ کیلوګرامه چرس، ۱۶ ګرامه هیروین، ۵۵۰۱ دانې زېکپ ګولۍ، ۵۳۳ دانې ټابلیټ کا ګولۍ او درې عرادې موټر هم کشف او ضبط شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په نورو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د پېر، پلور او قاچاق په تور ګڼ کسان نیولي دي، خو لا هم طالبان په بشپړه توګه په دې نه دې توانېدلي، چې د نشه‌يي توکو کاروبار په بشپړه توګه بند کړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د فرهنګ وزارت معیین وايي چې دغه ډله د هبت الله تر مشرۍ لاندې یو موټې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معیین ویلي چې د طالبانو د حکومت د رامنځته کېدو اصلي هدف په هېواد کې د ګډوډیو له منځه وړل وو. هغه ټینګار کړی چې «هېڅ امکان نشته داسې یو نظام، چې بنسټ یې د وحدت او پیوستون لپاره اېښودل شوی، د اختلافاتو او د قدرت پر سر د کشمکش ښکار شي».

مولوي حيات الله مهاجر فراهي زیاته کړې، دا صف به د یوه «امیرالمؤمنین» تر مشرتابه لاندې متحد پاتې شي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو ویاند ددې ډلې په لیکو کې د اختلاف په اړه ویلي، چې دغه ادعاوې حقیقت نه لري. هغه ټینګار کړی چې د دوی په اداره کې ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت له مخې کېږي او د اختلاف لپاره هیڅ ځای نشته.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې «د مشرانو له خوا د اتحاد او اتفاق په اهمیت خبرې کول یا هغه واړه موضوعات چې نظرونه پکې متفاوت وي، دا هېڅکله د اختلاف معنا نه لري».

هغه زیاته کړې چې د دوی په لیکو کې کلک وحدت، اطاعت او یووالی شته او د اختلاف هېڅ ویره نشته.

بي بي سي په یوه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې پر مختلفو مسایلو اختلاف دی.

په تېر یوه کال کې افغانستان انټرنشنل د مختلفو باوري سرچینو، اسنادو او غږیزو کلیپونو له لارې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه ځانګړي رپوټونه ور کړي وو، خو طالبان معمولا په خپلو لیکو د اختلاف خبرونه ردوي.

په فاریاب کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۰

په فاریاب ولایت کې د راکټ د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

په فاریاب کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱بجې د قیصار ولسوالۍ په یوه کنډواله سیمه کې شوې ده.

سرچینه وایي، قربانیان د قیصار ولسوالۍ د طوی ‌مست کلي اوسېدونکي وو، چې د بوري کلي پر لور د تګ پر مهال یې د راکټ ناچاودې مرمۍ ته لاس ور وړی دی.

یاده امنیه قومانداني زیاتوي چې یوه ماشوم د پېښې په ځای کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، او بل ماشوم روغتون ته د لېږد پر مهال سا ورکړې ده. همداراز د یادې پېښې له امله یوه ښځه او بل ماشوم ټپیان شوي دي.

افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله لا هم د ناچاوده توکو له جدي ګواښ سره مخ دی.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې زرګونه ناچاوده ماینونه او جګړه‌ییز مهمات پراته دي چې هر کال یې لسګونه ماشومان او ملکي وګړي قرباني کېږي.

د ملګرو ملتونو مرستیاله کابل ته د دوحې بهیر د تعقیب په موخه ځي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلې چې ټاکل شوې ددغه سازمان مرستیاله رزماري دیکارلو د روانې میلادي میاشتې په پای کې افغانستان ته سفر وکړي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه سفر موخه د دوحې بهیر تعقیبول دي، خو د سفر نور جزئیات به په وړ وخت کې په رسمي ډول اعلان شي.

هغه زیاته کړه چې دا سفر له افغانستان سره د اصولي او عملي تعامل د پرمخ وړلو لپاره هم کېږي. د ملګرو ملتونو په وینا، دغه تعامل باید د ټولو افغانانو په ګټه وي.

د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړ شوی چې د نړیوالې ټولنې، د سیمې هیوادونو او طالبانو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او بشري کړکیچ د حل لپاره سیاسي چوکاټ او خبرې اترې برابرې کړي.

تر اوسه پورې د دوحې بهیر درې پړاوونه ترسره شوي او وروستی پړاو یې د رزماري دیکارلو په مشرۍ ترسره شوی، چې د طالبانو استازو هم پکې ګدون درلود.

مخکې له دی هم رزماري دیکارلو کله چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې بیا واک ته ورسېدل، کابل ته تللې وه. هغه د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلې وو چې ملګري ملتونه د افغانانو پر وړاندې ژمن دي او د هغوی د هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي څو یوه ټولشموله، عادلانه او سوله‌ییزه ټولنه رامنځته کړي.

ولادیمیر پوتین: روسیه غواړي افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د روسیې ولسمشر د طالبانو د سفیر د باورلیک منلو په مراسمو کې ویلي، چې هېواد یې لېواله دی افغانستان له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک هېواد وي. پوتین زیاته کړې چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره د روسیې او افغانستان ترمنځ همکاري په څرګنده توګه چټکه شوې ده.

هغه دا څرګندونې د سفیرانو د باورلیکونو د سپارلو په مراسمو کې وکړې او ویې ویل: « موږ په رښتینې توګه دا هیله لرو چې افغانستان یو متحد، خپلواک او سوله‌ییز هېواد وي، چې له جګړې، ترهګرۍ او د مخدره موادو له قاچاق پاک وي».

په روسیه کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د پنجشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۲۵مه خپل باورلیک د روسیې ولسمشر ته وسپاره.

د تاس اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې وه چې پوتین د پنجشنبې په ورځ په کرملین کې د ۳۴ نویو بهرنیو سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي.

پاکستان وايي د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي مساله ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې د دواړو هېوادونو خپلمنځي موضوع ده او هغوی کولای شي خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې لا پراخې کړي.

د یاد وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ، د اونيزې خبري ناستې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستان د هند او افغانستان اړیکې چې د پاکستان ضد وسله والو د ملاتړ په اړه نه وي، د خپل هېواد په زیان نه ویني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو اړیکو په اړه خپل دریځ روښانه کړی او لا هم د کابل له لوري د مثبتو پیغامونو او نښو هیله لري.

د هغه په وینا، پاکستان د لیکلو او د تایید وړ تضمینونو غوښتنه کوي او دا غوښتنه لا هم له افغان چارواکو سره پر مېز پرته ده.

ویاند زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی او تمه لري چې افغان لوری به د امنیتي اندېښنو په اړه عملي او باوري ګامونه پورته کړي.