د نړۍ هېوادونه باید پر ایراني چارواکو فشار زیات کړي او د لاریونوالو د وژنو مخه ونیسي

د بښنې نړۍوال سازمان د دې په اعلان سره چې ایراني چارواکو د وروستیو اعتراضونو د ځپلو لپاره «بېساری او خونړی اقدام» کړی، د دې چارواکو د حساب ورکولو لپاره یې یو غوښتنلیک خپور کړی دی.
