د ونزویلا د دفاع وزیر: د امریکا په برید کې ۴۷ ونزویلايي سرتېري وژل شوي دي

د ونزویلا د دفاع وزیر ولادیمیر پادریونو د جمعې په ورځ وویل، چې د همدې میاشتې په پیل کې د امریکا لهخوا پر کاراکاس او د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیول کېدو پر مهال د ۹ ښځو په ګډون ۴۷ ونزویلايي سرتېري وژل شوي دي.
بلخوا، کوبا د پنجشنبې په ورځ د خپلو ۳۲ سرتېرو مړي ترلاسه کړل چې د دوی په وینا د جنورۍ د درېیمې نېټې په سهار په جګړه کې وژل شوي وو. د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر تېره اوونۍ ویلي وو، چې په دغه برید کې ۱۰۰ کسان وژل شوي، خو دا یې نه وه روښانه کړې چې له هغوی څخه څومره پوځیان وو.
