پر غزې د اسراییل په تازه بریدونو کې د حماس غړو په کډون لس کسان وژل شوي

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د پنجشبنې په ورځ پر غزې د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې د حماس ډلې د درېیو غړو په ګډون لس فلسطینیان وژل شوي دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی، چې د پنجشبنې په ورځ پر غزې د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې د حماس ډلې د درېیو غړو په ګډون لس فلسطینیان وژل شوي دي.
سیمهییزو روغتیايي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د غزې په دوو بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه شوي او په یادو بریدونو کې د حماس د یوه مهم قوماندان او دوو نورو غړو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
دا بریدونه پر داسې مهال شوې، چې امریکا د چهارشنبې په ورځ د اوربند تړون د دویم پړاو د پلي کېدو اعلان وکړ.

د نوبل کمیټې له مخالفتونو سره-سره د ونزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خپل د نوبل سولې جایزې مډال ډالۍ کړ.
ماچادو د لاتینې امریکا د انقلابي مشر سیمون بولیوار په اړه د کیسې له پیل وړاندې وویل: «ما دا مډال، د نوبل سولې جایزه مې د امریکا ولسمشر ته ډالۍ کړ».
ماچادو همدارنګه زیاته کړه: «ما هغه ته وویل، ۲۰۰ کاله وړاندې جنرال مارکیز دو یو مډال چې د جورج واشنګټن انځور پرې لګول شوی و، لافایټ سیمون بولیوار ته ورکړی و. بولیوار له هغه وخت راهیسې بیا د خپل ژوند تر پایه دا مډال له ځان سره وساته».
همدارنګه نوموړې وویل: «په تاریخ کې دوه سوه کاله وروسته د بولیوار خلک بېرته د واشنګټن وارث ته یو مډال ورکوي، نو د نوبل سولې مډال زموږ د ازادۍ لپاره د هغه بېساري ژمنې پېژندنه ده».
تر اوسه معلومه نهده، چې ټرمپ یاد مډال قبول کړی او که نه.
ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د دې جایزې ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړې دي. ماچادو د نوبل سولې جایزه تېر کال له ګټولو وروسته ټرمپ ته وقف کړې وه، خو د نوبل کمیټې ویلي و، چې د سولې جایزه د انتقال وړ نه ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.
زېلېنسکي د پنجشنبې په ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«موږ له امریکا سره د ډیپلوماتیکو چارو په اړه خبرې وکړې او اوکراین به هېڅکله هم د سولې لپاره خنډ نه وي».
زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې د اوکراین د انرژۍ پر مرکزونو باندې د روسیې دوامداره بریدونه ښکاره ثبوت دی، چې مسکو د سولې غوښتونکی نه دی.
نوموړي زیاته کړې: «دا هغه روسي توغندي، ډرونونه او د روسیې هڅې دي چې اوکراین له منځه یوسي. دا ښکاره ثبوت دی چې روسیه په هېڅ ډول تړونونو ته غاړه نهږدي».
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، نوموړی په دې باور دی چې د سولې د تړونونو په تړاو اوکراین د روسیې په پرتله کم چمتوالی لري. د ټرمپ په باور، له اوکراین سره د سولې په اړه د پوتین علاقمندي زیاته ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرکمبایف په ایران کې د وروستیو پېښو او د سیمهییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي په ایران کې وروستۍ پیښې غندلي او په لاریونونو کې یې د وژل شویو ایرانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږې څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي سره د خبرو په ترڅ کې د تاوتریخجنو لاریونونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دې، چې سولهییز لاریونونه د اسراییل او امریکا په لمسون په تاوتریخوالي واوښتل.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ایران به د خپل ملي حاکمیت او خپلو وګړو د امنیت لپاره په کلکه دفاع وکړي.
پر همدغه مهال، عراقچي د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي د هغه دریځ ستاینه کړې چې د ایران په چارو کې یې بهرنۍ لاسوهنې غندلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي ترمنځ دا ټلیفوني خبرې پر داسې مهال شوې دي، چې په ایران کې وروستیو لاریونونو د نړۍوالو او سیمهییزو اړیکو لپاره حساس حالت رامنځته کړی دی.
د هند حکومت په کشمیر کې وروسته له هغه یو طبي پوهنتون تړلی، چې د هندو مذهبه ډلو له لوري پرې پراخ اعتراضونه وشول. دغه پوهنتون، چې د «شري ماتا ویشنو دیوي» په نوم یادېږي، د ډېرو مسلمانو زده کوونکو د منلو له امله د اعتراضونو هدف ګرځېدلی و.
د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې له ۵۰ منل شویو زدهکوونکو څخه لږ تر لږه ۴۲تنه کشمیر مېشتي مسلمانان، اووه هندوان او یو سک وو. د همدې شمېرې له خپرېدو وروسته، د سیمې ځینو هندو مذهبه ډلو اعتراضونه پیل کړل.
د هند د طبي ملي کمېسیون، چې د فدرالي حکومت د طبي زدهکړو او روغتیايي چارو تر ټولو مهم څارونکی ارګان بلل کېږي، د یاد پوهنتون د فعالیت جواز لغوه کړ. د کمېسیون په وینا، دغه پوهنتون د تېر نومبر په میاشت کې د طب پنځه کلن تعلیمي پروګرام پیل کړی و.
په هند کې دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو ته د محصلانو جذب د ملي ازموینې «نیت» له لارې کېږي. هر کال له دوو میلیونو ډېر زدهکوونکي د شاوخوا ۱۲۰زره د طب د لیسانس څوکيو لپاره سیالي کوي. ډېری سیالي کوونکي د لږ لګښت له امله دولتي پوهنتونونه غوره ګڼي، خو هغه کسان چې د منلو حد اقل نومرې ترلاسه کړي، خصوصي مرکزونو ته ورپېژندل کېږي.
یاد طبي پوهنتون د یوه هندو مذهبي خیریه بنسټ له لوري جوړ شوی او تر یوه بریده د حکومت له مالي ملاتړه هم برخمن دی.
په تېرو نږدې دوو میاشتو کې، ډېری هندو زدهکوونکو او د سیمې اوسېدونکو اعتراضونه وکړل او ادعا یې کوله چې دا مرکز د «ماتا ویشنو دیوي» له هندو معبد څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي او مسلمانان پکې «د حضور حق نه لري.»
خو د هند طبي ملي کمېسیون ویلي چې د دې مرکز تړل کېدل د «معیاري غوښتنو» د نه پوره کېدو له امله دي.
روسیې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه بریتانیایي ډیپلومات ته یې د «نااعلان شوي جاسوس» په توګه له دغه هېواده د وتلو امر کړی، خو لندن دا تورونه «ناوړه او بېبنسټه» بللي.
د روسیې د فدرالي امنیت ادارې (ایف ایس بي) چې د پخواني شوروي د کېجيبي اصلي وارث بلل کېږي، ویلي چې یاد ډیپلومات ګرت سمویل ډېوېس نومېږي او په مسکو کې د بریتانیا په سفارت کې یې د دویم سکرتر په توګه دنده ترسره کوله.
د روسیې د فدارلي خدمتونو ادارې په وینا، هغه د بریتانیا د استخباراتي ادارو لپاره په پټه کار کاوه.
روسي رسنیو د یاد ډیپلومات انځورونه هم خپاره کړي او چارواکو ویلي چې هغه ته دوه اونۍ وخت ورکړل شوی چې روسیه پرېږدي.
په ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د بریتانیا د سفارت سرپرسته دانای دهولاکیا احضار کړې او د دې موضوع په تړاو یې ورته رسمي احتجاج وړاندې کړی دی.
بل خوا، لندن پر یاد ډیپلوماټ لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د سفارتونو د عادي فعالیت لپاره اړینې بنسټیزې فضا ته زیان رسوي. بریتانیا زیاته کړې چې د دې اقدام په اړه د غبرګون پر څرنګوالي غور کوي.