• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: د اوکراین پلاوی د امنیتي ضمانتونو د خبرو لپاره امریکا ته روان شو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې یو لوړپوړی اوکرایني پلاوی د امریکا له‌خوا د امنیتي تضمینونو او د جګړې وروسته د بیارغونې د مالي مرستو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته روان شوی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د یادو تضمینونو په اړه اسناد به راتلونکې اوونۍ د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې په داووس کې لاسلیک شي.

زېلېنسکي په کییف کې د چک د ولسمشر پېټر پاول سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي، چې اوکراین هیله لري د نږدې څلور کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې د دریځ په اړه له امریکا څخه وضاحت ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې: «زه فکر کوم موږ له امریکايي لوري ښه کار کړی دی، یوازې په ځینو مسایلو کې زموږ نظرونه له یو بل سره توپیر لري».

امریکا ته په روان شوي پلاوي کې د زېلېنسکي د دفتر رییس کېریلو بودانوف، د ملي امنیت او دفاع شورا مرستیال رستم عمروف او د زېلېنسکي د پارلماني ډلې مشر ډاویډ اراخامیا شامل دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د خزانې وزارت: د امریکا وروستي بندیزونه د حوثیانو د تمویل شبکې په نښه کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۰

د ټرمپ حکومت د جمعې په ورځ تازه بندیزونه اعلان کړل، چې موخه یې په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثیان او د تېلو محصولاتو، وسلو او نورو هغو تجهیزاتو لېږد دی، چې د «دوه‌ګوني استعمال» په نوم یادېږي او د حکومت په وینا د دې ډلې د تمویل لپاره کارېږي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر ویلي، چې دا اقدام ۲۱ کسان او بنسټونه او همدارنګه یوه بېړۍ په نښه کوي. په دې کې په یمن، عمان او متحده عربي اماراتو کې ځینې ادعا شوي پوښښي شرکتونه هم شامل دي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي: «حوثیان د ترهګریزو کړنو په ترسره کولو او د سره سمندر له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو په بریدونو سره د امریکا لپاره ګواښ جوړوي».

یاد وزارت زیاته کړې، چې دا ګام د خزانې وزارت د پخوانیو اقداماتو دوام دی، څو د حوثیانو پر هغو «سترو عایداتي او قاچاقي شبکو» فشار واچوي، چې دې ډلې ته د سیمې د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو د دوام وړتیا ورکوي، په ځانګړي ډول د سره سمندر بریدونه.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې حوثیانو په سره سمندر کې پر ګڼو بېړیو بریدونه کړي، چې د دوی په وینا له اسراییل سره تړاو لري او دا کار یې د غزې پر وړاندې د اسراییل د جګړې له امله له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په توګه بللی دی.

همدا راز، د اسراییل له‌خوا د ایران پر نیابتي ډلو د بریدونو له امله د تهران سیمه‌ییز نفوذ کمزوری شوی، چې دې کې په یمن کې پر حوثیانو بریدونه هم شامل دي.

د ګرینلنډ پر سر کړکېچ؛ ایټالیا د ناټو د ګډ حضور غوښتنه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰

په داسې حال چې د ګرینلنډ پر سر د لوېدیځو متحدینو ترمنځ کړکېچونه زیات شوي د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني له ناټو وغوښتل چې د شمالي قطب سیمه (ارکټیک)کې «یو همغږی حضور» رامنځته کړي، څو د تاوتریخوالي مخه ونیول شي او د «نورو لوریو د لاسوهنې» په ترڅ کې دې غبرګون وښودل شي.

په هغه لیک کې چې د ارکټیک په اړه د ایټالیا د حکومت د پالیسۍ د سند د وړاندې کولو پر مهال ولوستل شو، میلوني وویل چې دا سیمه د نوو سمندري لارو د پراختیا او د خپلو سترو «انرژۍ او معدني سرچینو» له امله ورځ تر بلې ډېر اهمیت پیدا کوي.

ایټالیا له ۲۰۱۳ کال راهیسې د ارکټیک شورا کې، چې د سیمې څارنه کوي، د ناظر حیثیت لري او د ګرینلنډ پر سر د امریکا او ډنمارک د وروستیو کړکېچونو له امله یې خپله پالیسي نوې کړې ده، هغه کړکېچونه چې پر سیمې یې پام لا زیات کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د دې غوښتنه کړې چې امریکا باید د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې واخلي، څو روسیه یا چین یې اشغال نه کړي. خو دا ټاپو، چې د ډنمارک یو نیمه خپلواک قلمرو دی، په همدې اونۍ کې په واشنګټن کې په شویو خبرو کې دا نظر رد کړ، چې د دواړو لوریو ترمنځ یې «بنسټیز» اختلافات ښکاره کړل.

د جنوبي کوریا پخوانی ولسمشر یوون پر پنځه کاله بند محکوم شو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د جنوبي کوریا یوې محکمې د جمعې په ورځ پخوانی ولسمشر یوون سوک یول په پنځو کلونو بند محکوم کړ. نوموړي د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د مارشل لا (نظامي حکومت) د رامنځته کولو ناکامه هڅه کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جنوبي کوریا سیول ولسوالۍ مرکزي محکمې یوون چې د ولسمشرۍ امنیتي سکتور هڅولی و، چې د چارواکو د نیولو امر د عملي کېدو څخه مخنیوي وکړي او نظامي حکومت اعلان کړې وه.

یون، چې ویښتان یې خړ رنګه وو، د قاضي د حکم اورېدو ته په دقت سره غوږ نیولی و، د تیر کال په پرتله د هغه وخت په پرتله چې هغه د لومړي ځل لپاره تر تحقیق لاندې راغی،د پام وړ کمزوری ښکارېده.

هغه هیڅ غبرګون ونه ښود ځکه چې محکمه کې د هغه د ډیری ملاتړو په شتون کې سزا اعلان شوه.

د یون وکیلانو څخه یو جونګ هوا له محکمې څخه بهر خبرې وکړې او یې ویل چې پخوانی ولسمشر به د اصتناف غوښتنه وکړي.

هغې وویل: «موږ خواشیني څرګندوو چې پریکړه په سیاسي ډول شوې ده.»

څارنوالانو د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه چې ایا دوی به اصتناف غوښتنه وکړي، کوم چې دوی د سویلي کوریا د قانون له مخې د کولو حق لري.

په ټوله نړۍ کې د «ایا ته مړ یې؟» په نوم چینایي اپلیکیشن د کاروونکو پام ځان ته راواړاوه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۰ GMT+۰

په چین کې د «ایا ته مړ یې؟» په نوم یو نوی موبایل اپلیکیشن، چې د یوازې اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره جوړ شوی، په چټکۍ سره د کاروونکو پام ځانته راړولی او په ملیونونو خلکو یې هرکلی کړی دی.

یاد اپلیکیشن چې په چینایي ژبه کې «Sileme»نومېږي، د هغو کسانو لپاره طرحه شوی چې یوازې ژوند کوي، لکه زده‌کوونکي، یوازې کارکوونکي او یا هغه کسان چې یوازې ژوند کول غوره کوي. د اپلیکیشن د جوړوونکو په وینا، دا یوه ساده خو د خوندیتوب اغېزمن وسیله ده.

په دې اپلیکیشن کې کاروونکی یو بیړنی تماس ثبتوي او که چېرې کاروونکی څو ورځې پرله‌پسې اپلیکیشن ته داخل نه شي، نو ټاکل شوي تماس ته په اوتومات ډول خبرتیا لېږل کېږي.

د چین دولتي ورځپاڼې «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، په دغه هېواد کې تر ۲۰۰ میلیونو زیات کسان یوازې ژوند کوي او د یوازې ژوند کولو کچه تر ۳۰ سلنې اوښتې ده، چې دا ډول اپلیکیشنونو ته اړتیا لا ډېروي.

د اپلیکیشن جوړوونکي اعلان کړی چې د نړیوالو کاروونکو لپاره به د اپلیکیشن نوم «Demumu» ته واړوي. دا اپلیکیشن دا مهال د اپل په اپ سټور کې د پیسو اخیستلو په لېست کې دویم مقام لري.

دغه شرکت همداراز ویلي چې د زیاتېدونکو لګښتونو د پوره کولو لپاره به د اته یوانو (نږدې ۱٫۱۵ امریکایي ډالر) ګډون فیس پیل کړي.

سره له دې، په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کاروونکو د نوم له بدلون سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې اوسنی نوم د خوندیتوب پیغام ښه رسوي. یو کاروونکي لیکلي: «که څه هم دا نوم ممکن ټولو ته د منلو نه وي، خو زموږ په څېر یوازې ژوند کوونکو ته د ډاډ احساس راکوي.»

د ونزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماچادو ویلي چې خپل د نوبل جایزې مډال یې ټرمپ ته ډالۍ کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۰

د نوبل کمیټې له مخالفتونو سره-سره د ونزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خپل د نوبل سولې جایزې مډال ډالۍ کړ.

ماچادو د لاتینې امریکا د انقلابي مشر سیمون بولیوار په اړه د کیسې له پیل وړاندې وویل: «ما دا مډال، د نوبل سولې جایزه مې د امریکا ولسمشر ته ډالۍ کړ».

ماچادو همدارنګه زیاته کړه: «ما هغه ته وویل، ۲۰۰ کاله وړاندې جنرال مارکیز دو یو مډال چې د جورج واشنګټن انځور پرې لګول شوی و، لافایټ سیمون بولیوار ته ورکړی و. بولیوار له هغه وخت راهیسې بیا د خپل ژوند تر پایه دا مډال له ځان سره وساته».

همدارنګه نوموړې وویل: «په تاریخ کې دوه سوه کاله وروسته د بولیوار خلک بېرته د واشنګټن وارث ته یو مډال ورکوي، نو د نوبل سولې مډال زموږ د ازادۍ لپاره د هغه بې‌ساري ژمنې پېژندنه ده».

تر اوسه معلومه نه‌ده، چې ټرمپ یاد مډال قبول کړی او که نه.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د دې جایزې ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړې دي. ماچادو د نوبل سولې جایزه تېر کال له ګټولو وروسته ټرمپ ته وقف کړې وه، خو د نوبل کمیټې ویلي و، چې د سولې جایزه د انتقال وړ نه ده.