د ټپونو له امله؛ نوینالحق په نړۍوال شل اوریز جام کې نه لوبېږي

د ورزش په اړه کرېک اېنفو وېبپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د ټپونو له امله به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی نوینالحق په راروان نړۍوال شل اورېز جام کې ونه لوبېږي.
په راپور کې راغلي، نوینالحق د ۲۰۲۴کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره لوبه نهده کړې او په روانه میاشت کې یو عملیات هم لري؛ خو د دغه عملیات او ټپونو په اړه یې معلومات نهدي ورکړي. د راپور له مخې؛ هغه به له وېسټ انډیز سره په درېیو شل اورېزو سیالیو کې هم ونه لوبېږي.
که څه هم د افغانستان کرېکټ بورډ لاتراوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي؛ خو دوی د نړۍوال جام لپاره د افغان لوبغاړو په نوملړ کې الله محمد غضنفر، اعجاز احمدزی او ضیا الرحمان شریفي د احتیاطي لوبغاړو په توګه له ځان سره لري.
