• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستان سره تړلې لارې؛ د ایران له لارې د کچالو صادرات پاکستاني بزګرانو ته کمه ګټه رسوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، د ایران له لارې افغانستان، مرکزي اسيا او نورو بازارونو ته د کچالو د صادراتو پرېکړه د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو، لوژستېکي ستونزو او پر ايران د امريکا د ۲۵سلنه تعرفو له امله د بزګرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ ګټه نه‌شي رسولای.

راپور زیاتوي، چې د یادې ستونزې اصلي لامل د کچالو زيات توليد او هم‌مهاله د افغانستان له لارې د صادراتو بندېدل دي. راپور ټینګار کوي، چې افغانستان د پاکستان د کچالو تر ټولو لوی صادراتي بازار و او د لارو تړل کېدو نه يوازې دغه صادرات درولي؛ بلکې له مرکزي اسيا سره سوداګري يې هم ټکنۍ کړې ده.

په ۲۰۲۳کال کې پاکستان د ۱۴۰ مېليون ډالرو په ارزښت کچالو صادر کړي و، چې ۴۱ سلنه يې افغانستان ته تللي وو. په ۲۰۲۴کال کې هم د ۱۳۸ مېليون ډالرو صادراتو څخه ۴۲سلنه یې افغانستان ته شوي وو.

د راپور له مخې؛ که څه هم د پاکستان حکومت د امنيتي لاملونو له کبله د لارو تړل کېدل توجيه کوي، خو اقتصادي پايلې يې پر لسګونه زرو کورنيو درنې تمامې شوې دي.
له بل پلوه په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیو ټولنې مرستیال ستانه ګل شېرزاد وایي، له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته هره ورځ لسګونه ټنه الوګان ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي.

د هغه په وینا؛ د ورځې شاوخوا دوه موټره الوګان ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته صادرېږي. هغه زیاتوي، چې ازبکستان او تاجکستان ته د الوګانو په صادراتو کې د سوداګرو ګټه لوړه شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په غور ولایت کې له خبریالانو سره د رسنیزو فعالیتونو پر ښه والي ناسته کړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د دوی ریاست له خبریالانو سره د رسنیزو فعالیتونو او د پوښښ ساحې د پراختیا په تړاو ناسته کړې ده. پنجشنبه د (مرغومې ۲۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د خبریالانو پر ظرفیت لوړونې هم دغه ناسته کې خبرې شوي.

طالبانو په دې ناسته کې له خبریالانو سره د دقیقې اطلاع رسونې تر څنګ ولسوالیو ته د خبري او رسنیزو پوښښونو په تړاو پر سفرونو هم ټینګار کړی دی. دا ناسته داسې مهال کېږي، چې طالبانو د هېواد په ګنو ولایتونو کې د خپل مشر ملا هبت‌الله په امر په ساه‌کښو انځورونو بندیز لګولی او ان انځوریزې رسنۍ یې په بشپړه توګه بندې کړې دي.

په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د دغو بندیزونو له کبله ډېری خبرلایانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ګڼې تصویري رسنۍ هم تړل شوې دي. همداراز د طالبانو په واکمنېدو سره زرګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او لسګونه رسنۍ د اقتصادي او سیاسي فشارونو تر څنګ د طالبانو د سانسور له کبله تړل شوې دي.

همداراز طالبانو‌ په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت محدودیتونه لګولي؛ خو بیا هم دا ډله ادعا کوي، چې د خپلواکو رسنیو لپاره یې ازاد چاپېریال برابر کړی دی.

پاکستاني او امریکايي پوځیانو راولپنډۍ کې د «ترهګرۍ پر ضد مبارزې» په نوم ګډ تمرینات پیل کړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) خبر ورکړی، چې یو شمېر امریکایي پوځیان دې هېواد ته ورغلي او د جنورۍ له ۸مې راهیسې یې د دوی له پوځ سره په ګډه د «ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» په نوم تمرینات پیل کړي. د راپور له‌مخې، دا د امریکایي او‌ پاکستاني پوځيانو د ګډې روزنیز لړۍ ۱۳مه دوره ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول تمریناتي او روزنیزې همکارۍ د دواړو لوریو ترمنځ له ۱۹۹۵کال راهیسې ترسره کېږي او روان تمرینات به د جنورۍ په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېږي. د پاکستان پوځ ویلي، د تمریناتو له دغه بهیر نه په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت شارژدافیرې ناتالي بیکر هم له یو شمېر لوړپوړو ډېپلوماټانو سره په ګډه لیدنه کړې ده. دغه مراسم د پبۍ په نوم د ترهګرۍ ضد اړوند یو مرکز کې ترسره شوي، چې د‌ پاکستان پوځ د راولپنډۍ قول اردو د قوماندان تر څنګ په‌کې یو شمېر لوړپوړو امریکایي پوځیانو هم ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له‌مخې، پاکستاني پوځیانو د امریکا شارژدافیرې او لوړپوړو امریکایي پوځیانو ته د تمریناتو د ساحې، موخو او د ترسره کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات هم ورکړي دي. د پاکستان پوځ ټینګار کړی، چې د دغو ګډو تمریناتو موخه د ترهګرۍ ضد تجربو تبادله، ګډ تمرینونه، د کړنلارو لا پیاوړتیا او د ګډ کاري چاپېریال پراختیا ده.

پاکستاني پوځ له امریکایانو سره دغه ګډ تمرینات د ګډون همکاریو په پیاوتیا کې مهم بللي دي. دغه تمرینات داسې مهال ترسره کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل له واکمنو طالبانو سره په سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ کې ښکېل دی. پاکستان شکایتونه کوي، چې افغان طالبانو‌ په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

پاکستان د یو شمېر هېوادونو په ګډون امریکا ته هم له همدې امله شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د افغان طالبانو تر واکمنېدو ورسته د دوی په هېواد کې نا امنۍ پراخې شوې دي. همداراز د‌ پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم اړیکې خوږې کړي او‌ په تېر زېږدیز کال کې یې دوه ځله ورسره په واشنګټن کې ګدې ناستې وکړې او د ټرمپ له لوري د منیر ستاینه هم شوې ده.

کارپوهان د پاکستاني پوځ او امریکا ترمنځ نږدې‌والی د افغان طالبانو او افغانستان لپاره د خطر زنګ بولي او اندېښنې څرګندوي، چې ښايي په سیمه کې د یو بل کړکېچ کېدو هڅې وشي.

په هرات کې د طالبانو والي او د ایران کونسل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د ایران له کونسل علي‌رضا مرحمتي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او ټرانزیت په برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات کې د ایران کونسل علي‌رضا مرحمتي د طالبانو له والي سره د ابو نصر فراهي د سړک جوړولو پروژې په اړه معلومات شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د یاد سړک پاتې ۱۵ کیلومتره جوړولو چارې به هم ژر تر ژره بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو او ایران د سیمه‌ییزو چاراکو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه یاده ناسته پر داسې مهال تر سره شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوريو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي او طالبان هڅه کوي، چې د پاکستان پرځای له ایران او نورو هېوادونو سره سوداګري پیاوړې کړي.

طالبان وایي چې افغانستان له ناوړه اقلیمي بدلون سره مخ دی او نړۍوال باید ورسره مرسته وکړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له تخنیکي ټیم سره په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم له جدي ناورین سره مخ دی. هغه وایي، نړۍوال باید له دوی سره د دغه بشري ناورین په مهار کې مرسته وکړي.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه طالب چارواکي د «یو‌اېن‌ډي‌پي» ادارې څخه غوښتي، څو له نړۍوالو ادارو څخه د مرستو په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

مولوي سعید زیاته کړې: «افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، دا یو بشري ناورین دی او نړۍوال باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي». د نوموړي په وینا، موسسات باید په اغېزمنه توګه د چاپېریال ساتنې پروژې تطبیق کړي، څو د اقلیمي بدلون په برخه کې ګټورې تمامې شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د اقلیمي بدلون په تړاو اندېښنه ښودلې او هم‌مهاله یې د وچکالۍ له کبله د څښاک د اوبو کموالي یادونه هم کړې. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په وار وار ویلي، چې کابل به تر ۲۰۳۰کال پورې د اقلیمي بدلون له کبله د څښاک اوبو له شدید ناورین سره مخ شي او د دې ستونزې د مهار لپاره په افغانستان کې په حکومتي کچه د پام وړ اقدامات نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر ځمکې لاندې د څښاک د اوبو کچه کمه شوې ده. همداراز د ژمي په موسم کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د هوا خرابېدو څخه هم اندېښنې ښودل شوي، چې د خلکو د ناروغیو لامل شوې دي.

طالبانو په پنځو ولایتونو کې پر څه باندې درې زره کورنیو مرستې وېشلې دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په نیمروز، کندهار، ننګرهار، بادغیس او بلخ ولایتونو کې یې پر ۳۱۰۰ زلزله‌ځپلو، کډوالو او اړمنو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بېلابېلو خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې د نیمروزو ولایت مرکز زرنج په ګډون یې په دلارام، خاشرود، کنګ او چخانسور ولسوالیو کې یې پر تازه راستنو شویو ۱۰۰ کډوالو کورنیو باندې ۱۰ قلمه خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

همدارنګه یادې ټولنې په بادغیس ولایت پر ۱۰۰۰ کورنیو، په بلخ کې پر ۶۵۰ کورنیو، په ننګرهار کې ۲۵۰ کورنیو او په کندهار کې ۲۰۰ کورنیو باندې هم خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشلي دي.

سره له دې چې طالبان وايي، د ژمې په سړه هوا کې به تازه راستونو شویو کډوالو او نورو اړمنو کورنیو ته د مرستو وېش ته دوام ورکړي، خو ګڼو نړۍوالو سازمانونو ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ میلیونه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوی پر نړۍوالو غږ کړی، چې له افغانستان سره دې زیاتې مرستې وکړي.