د طالبانو زنداني رسنیز فعال موبین شکایت لري، چې سخت مایوسه دی او نه پوهیږي څه خیانت یې کړی دی.
د غويي ۲۲مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د کابل امنیه قومندانی خپل پخوانی ویاند او د رسنیو فعال جنرال مبین بندي کړی او د یونیم کال بند سزا یې ورکړې، ځکه د هغه څرګندونې او چلند د طالبانو له رسمي پالیسیو سره "په ټکر کې" بلل شوې دي.
مبین، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له مهال راهیسې د دې ډلې له نږدې کسانو ګڼل کېده، هله ډېر شهرت وموند، چې د رسنیو، ټویټر سپېسونو او عامو بحثونو له لارې یې د طالبانو منتقدانو ته ځوابونه ورکول. هغه ډېر وخت د طالبانو دفاع په طنزي څرګندونو کوله.
خو د ځینو لوړپوړو طالب چارواکو پر وړاندې د مبین سختو څرګندونو، ورو ورو د هغه او د ډلې د نفوذ لرونکو غړو ترمنځ درز پیدا کړ.
په یوې پخوانۍ ویډیو کې چې اوس بیا خپره شوې، مبین د طالبانو رژیم ته «ملاکراسي» ویلي و، داسې اصطلاح چې طالبان یې حتا د خپلو نږدې کسانو له خولې هم نه شي زغملای.
مبین، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخکیني سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي ته نږدې کس ګڼل کیږي، له نیول کېدو مخکې له هېواده وتلی و او دوبۍ ته تللی و.
هغه کابل ته تر راتګ وروسته په یوه ویډیو کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم د روغبر په حال کې لیدل شوی و او نوموړي د لیندۍ میاشت کې افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د ورتلو مخالفت وکړ او پر ځینو پاکستاني سیاسونو توندې نیوکې وکړې.
له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي اسناد ښودلې، چې مبین په دوبۍ کې د اقامت او کار جواز لپاره د اماراتو له حکومت نه رسمي غوښتنه کړې وه، خو د هغه غوښتنه رد شوه او بیرته کابل ته راستون شو، چې وروسته طالبانو ونیوه او بندي یې کړ.
د مبین نیونه او سزا د طالبانو له لوري د خپلمنځني نیوکو د نه منلو تازه بېلګه ده او ښيي چې دا ډله حتا د نرمې داخلي نیوکې زغم هم نه لري.