• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سفیر: متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو ستونزو د حل لپاره هڅې کوم

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۰

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي، چې د یادې ډلې سفیر بدر الدین حقاني په دغه هېواد کې له مېشتو یو شمېر مخورو او سوداګرو افغانانو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د سوداګرۍ په برخه کې د دوی ستونزې به حل کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سفارت نن جمعه، د مرغومي ۲۶مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، په دې لیدنه کې افغانانو یو لړ سوداګریزې ستونزې مطرح او په اماراتو کې یې د افغان کارګرو د حقونو پالنې او ملاتړ په موخه له سفارت د ځانگړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د طالبانو سفیر بدر الدین حقاني ویلی، چې په اماراتو کې د افغانانو خدمت او د هغوی له مشروع حقونو ملاتړ او په دې برخه کې د هر راز اسانتیاوو رامنځته کول خپل لومړیتوب وباله. حقاني ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداگرو د شته ستونزو د حل لپاره به هر اړخیزې هڅې تر سره کوي.

د طالبانو د سفارت په اعلامیه کې دا نه ده، روښانه شوې چې په اماراتو کې د افغان سوداګرو ستونزې کومې دي او د حل لپاره به یې د کوربه کومو چاروکو سره مطرح کړي.

د یادونې وړ ده، متحده عربي امارات د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې طالبانو ته یې به دغه هېواد کې د افغانستان سیاسي استازولۍ په واک کې ورکړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې د طالبانو والي او د ایران کونسل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د ایران له کونسل علي‌رضا مرحمتي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او ټرانزیت په برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات کې د ایران کونسل علي‌رضا مرحمتي د طالبانو له والي سره د ابو نصر فراهي د سړک جوړولو پروژې په اړه معلومات شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د یاد سړک پاتې ۱۵ کیلومتره جوړولو چارې به هم ژر تر ژره بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو او ایران د سیمه‌ییزو چاراکو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه یاده ناسته پر داسې مهال تر سره شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوريو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي او طالبان هڅه کوي، چې د پاکستان پرځای له ایران او نورو هېوادونو سره سوداګري پیاوړې کړي.

طالبانو په پنجشېر کې تر ۴ زره زیات قیراط زمرد پر څه باندې درې میلیونه افغانیو وپلورل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰

طالبانو د یوې داوطلبۍ له لارې د پنجشېر ۴ زره او ۴۰۵ قیراطه زمرد پر ۳ میلیونه ۱۵۳ زره ۹۱ افغانیو پلورلي دي. طالبانو ویلي، چې دغه زمرد یې پر ملي سوداګرو پلورلي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۳مه) ویلي، چې دغه داوطلبي د کانونو د څارنې پلاوي، سیمه ييزو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په حضور کې تر سره شوې ده. طالبانو تر دې مخکې هم په پنجشېر کې د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورلي دي.

طالبانو له کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره مهم ګام یاد کړی دی.

پر طالبانو نیوکه ده، چې د کاني سیمو اوسېدونکو ته د ژوند د هېڅ راز امکاناتو له برابرولو پرته د کانونو ټول عواید مخامخ خپلې خزانې ته لېږدوي. د طالبانو د همدې چارې له امله همدا څو ورځې مخکې په تخار او بدخشان کې خلکو اعتراض کړی و، خو دغه اعتراض هم د طالبانو له لوري وځپل شو.

له څو میاشتې ځنډونې وروسته؛ پاکستان له ټولو بندرونو د افغان توکو د ټرانزیټ اجازه ور کړې

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په کراچۍ او ګوادر بندرونو او سرحدي نقطو کې د افغان سوداګرو بندپاتې توکو ته یې د صادورونکو د غوښتنې پر اساس د پاکستان له هر بندر څخه د بیا صادرولو اجازه ورکړې ده.

د وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ د یو ځانګړی معافیت تر تصویب وروسته شوې ده. ددې معافیت موخه د بند پاتې ټرانزیټي مالونو د تصفیې او د هغوی د لېږد بهیر اسانه کول ښودل شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دریو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل؛ د خیبر پښتونخوا اقتصاد سخت زیانمن شوی دی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰

په خیبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ ټولنې خبر ورکړی، چې له درېیو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو لارو تړل پاتې کېدل په ملي او سیمه‌ییزه کچه مېلیاردونه روپۍ اقتصادي زیانونه رامنځته کړي دي.

د دوی په وینا؛ د صادراتو کمښت، د کاروبارونو راکمېدل او د ګمرکي عوایدو له‌منځه تګ د سیمې اقتصاد سخت زیانمن کړی دی. د پاکستان-افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بیا ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د کاروباريانو ټولنه د دغه بندیز له امله تر نورو سیمو ډېره اغېزمنه شوې؛ ځکه چې د سیمې سوداګریزې اړیکې له افغانستان سره پیاوړې دي او زیات صادرات د دغه لارې ترسره کېږي.

په خبرپانه کې راغلي، چې د پاکستان د صادراتو تر ۹۰ سلنه ډېره برخه افغانستان ته د خیبر پښتونخوا د ګمرک له لارې او په ځانګړې توګه د تورخم له لارې رسېږي. د سوداګرو په وینا؛ په دغه ایالت کې د سمنټو، ټوکرو، درملو، ودانیزو توکو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو بندېدو له امله شاوخوا ۲.۵ مېلیارده روپۍ زیان رامنځته شوی او د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په ګمرکي عوایدو کې شاوخوا ۲.۵ مېلیارده روپۍ کمښت راغلی.

سوداګرو ویلي، په خیبرپښتونخوا کې صادروونکي هره ورځ له ۴ مېلیون ډالرو زیات مالي زیان ګالي. دوی یادونه کړې، افغانستان ته د مرکزي اسیا ترانزیتي سوداګري هم چې مخکې هر کال څلور تر ۵زره جوپو رسېده، اوس سخت کمښت ښيي چې په ټرانسپورټ او لوژستیک سکتور او اړوندو عوایدو یې هم اغېز کړی دی.

سوداګرو خبرداری ورکړی، چې د ډيورنډ کرښې اوږد مهاله بندېدل د فابریکو بندېدو، د دندې له لاسه ورکولو او د سیمه‌ییزو امنیتي ستونزو زیاتېدو لامل کېږي، ځکه چې شاوخوا ۹۰سلنه د خیبر پښتونخوا صنعتي سکتور د افغان بازارونو په صادراتو او وارداتو پورې تړلی دی.

د دغه ایالت سوداګر وایي، چې ډيورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې زرګونه موټر چلوونکو او کاریګرو خپل روزګار له لاسه ورکړی، په پېښور او نورو ښارونو کې سوداګریز فعالیتونه کم شوي او بزګران او سوداګر د مېوو، سبزیجاتو او نورو تازه توکو د خرابېدو له امله سخت زیانمن شوي دي. سوداګرو خبرداری ورکړی، که پر وخت اقدام ونه شي؛ نو افغانستان به د سوداګرۍ لپاره ایران او مرکزي اسیا ته مخه کړي، چې ښايي د خیبر پښتونخوا سوداګر خپل دایمي بازارونه له لاسه ورکړي.

د دوی په وینا؛ د پاکستان-افغانستان دوه اړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳سلنه کمه شوې او د روان مالي کال په لومړۍ نیمایي کې ۵۹۴ مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې، چې اصلي لامل یې د ډیورنډ کرښې بندېدل یاد شوي دي.

د افغانستان بانک: د برېښنایي اداینو د پراختیا ستراتیژي منظور او د عمل پلان یې هم چمتو شوی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د افغانستان بانک مسوولینو د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې په تړاو غونډه کې وویل، د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو لپاره د ریاست الوزرا له لوري د برېښنايي اداینو د پراختیا عمومي ستراتيژي منظور او د عمل پلان یې هم جوړ شوی دی.

دغه بانک د یکشنبې په روځ (د مرغومي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ جوړه شوې وه، په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولولو، د دې عوایدو د را ټولولو پر څرنګوالي، له نغدي معاملاتو څخه الکترونیکي معاملاتو ته د اوښتلو، په دې برخه کې د فرصتونو، خنډونو او حل‌لارو په هکله بحثونه تر سره شول.

صدیق‌الله خالد په دې غونډه کې وویل: «د افغانستان بانک په هلو ځلو سره موږ وتوانېدو چې د ریاست الورزاء له مقام څخه د برېښنایي اداینو د پراختیا د عمومي ستراتیژۍ منظوري تر لاسه کړو، چې دا به له یوې خوا د مالي نظام د عصري کولو، شفافیت، حساب ورکولو زمینه برابره کړي او له بلې خوا د هېواد په لرې پرتو سیمو کې چېرته چې بانکي څانګې نشته د خلکو لپاره د چټکو او عصري مالي خدمتونو وړاندې کولو ته لاره هواره کړي».

د نوموړي په وینا، ډیجیټل کول به افغانستان د پرمختللي، متمدن او له مالي پلوه پر یو باثباته هېواد بدل او د نړۍوالو اقتصادونو سره به یې سیال کړي.

د یاد بانک مسوولینو همداراز د برېښنايي اداینو د پراختیا عمومي ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې د عامه پوهاوي پر اهمیت له ټينګار سربېره زیاته کړه، چې اړوند موسسات باید په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرمونه عملي کړي.

د مسوولینو په وینا، د یادې ستراتیژۍ پر بنسټ د عمل پلان چمتو شوی او ډېر ژر به د اړوندو ادارو او له برېښنایي پیسو او اداینو د موسساتو سره په همغږۍ موثر او عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان بانک دغه هڅه په داسې حال کې ده، چې لا تراوسه هم د دغه بانک په ګډون د افغانستان پر ټولو بانکونو د نړۍوالو بندیزونه شته او له دې اړخه له خلکو سربېره سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي.