د وېنزوېلا د اپوزیسیون مشرې خپله د نوبل سولې جایزه ټرمپ ته ډالۍ کړه

د وېنزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماريا کورينا ماچادو په سپينې ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې پر مهال خپله د نوبل سولې جايزه هغه ته ډالۍ کړه. ټرمپ په «ټروت» خواله رسنۍ ليکلي: «دا يو ډېر ارزښتناک اقدام او د متقابل درناوي نښه وه. مننه ماريا».
