• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پوځ د بلوچستان په خاران سیمه کې د ۱۲وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) خبر ورکړی، چې د دوی ځواکونو د بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې ۱۲تنه وسله‌وال وژلي دي. د راپور له‌مخې، دا وسله‌وال یې هغه مهال وژلي چې په سیمه کې یې پر بانکونو برید کړی و او پیسې یې لوټلې.

ای‌اېس‌پي‌ار ويلي، دغو وسله‌والو د خار د پولیسو پر یو مرکز او دوو بانکونو دغه بریدونه کړي وو او څه باندې درې میلیونه کلدارې یې هم لوټ کړي دي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دوی ځواکونو پر وخت سیمه کې اقدام وکړ او دغه برید یې په شاه تنبولی دی.

د بيان له‌مخې، په دغو تصفیوي عملیاتو کې ۱۲وسله‌وال وژل شوي او نورو تېښته کړې؛ خو لا هم پوځي عملیات دوام لري. پاکستانی پوځ وایي، دغه وژل شويو وسله‌والو د هند ملاتړ درلود او په سیمه کې یې تر دې دمخه هم ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.

که څه هم د پوځ په اعلامیه کې د کومې ډلې یادونه نه ده شوې؛ خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌وال فعال دي او وخت ناوخت د پاکستاني ادارو تر څنګ پر امنیتي مرکزونو هم بریدونه کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره همغږي او همکاره دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف یو ځل بیا د افغان طالبانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د "همغږۍ او ایتلاف" په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه ویلي، چې د افغان طالبانو له لارې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د دغه هېواد د دیني علماوو سره په یوه غونډه کې وویل، چې په هیواد کې د "ترهګرۍ زوړ زخم" بیا پرانیستل شوی او د پاکستان دښمنان د افغان طالبانو له لارې د ټي ټي پي سره مرسته کوي.

د پاکستان د لومړي وزیر په وینا، د افغان طالبانو غړي په مستقیمو خبرو اترو کې د ټي ټي پي سره هر ډول اړیکه ردوي خو اسلام اباد قوي او مستند شواهد لري چې د "پاکستان دښمنانو" لخوا د افغان خاورې له لارې دې ډلې ته مختلفې سرچینې او اسانتیاوې برابریږي.

شهباز شریف د تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اتحاد د اوسني وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د پاکستان حکومت به دا ځل د وسله والو سره مقابله وکړي ځکه چې دوی په ۲۰۱۸ کې مات کړي وو.

هغه د پاکستاني وسله والو ځواکونو رول ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د هیواد پوځ ځان د یو لوی سیمه ییز ځواک په توګه رامینځته کړی او تیر کال یې هند ته تاریخي درس ورکړی دی.

د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د پاکستان لومړي وزیر په دوامداره توګه د هیواد د امنیتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د داخلي یووالي او پیوستون اړتیا باندې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې افغان طالبانو په دوامداره توګه د تحریک طالبان پاکستان سره هر ډول همکاري رد کړې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو او د دوحې، استانبول او سعودي عربستان په منځګړیتوب د څو پړاوونو خبرو اترو له ناکامۍ وروسته طالبانو د دغو هېوادونو تر فشار لاندې په کابل کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې د افغانستان خاوره به هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي او نه هم د اسلام له پلوه له افغانستان څخه بهر د جګړې جواز شته.

د طالبانو ویاندانو دا هم ویلي و. چې دوی هغه خلک چې دوی یې د "وزیرستان کډوال" په نوم یادوي کرښې ته له نږدو سیمو څخه د افغانستان نورو برخو ته لیږدولي دي.

طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي منظم شتون رد کړی.
پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي چې دا اقدامات کافي ندي او له افغان طالبانو یې غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې د وسله والو بریدونو د مخنیوي لپاره مشخصې او لیکلي ژمنې وړاندې کړي.

له پاکستان سره تړلې لارې؛ د ایران له لارې د کچالو صادرات پاکستاني بزګرانو ته کمه ګټه رسوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، د ایران له لارې افغانستان، مرکزي اسيا او نورو بازارونو ته د کچالو د صادراتو پرېکړه د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو، لوژستېکي ستونزو او پر ايران د امريکا د ۲۵سلنه تعرفو له امله د بزګرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ ګټه نه‌شي رسولای.

راپور زیاتوي، چې د یادې ستونزې اصلي لامل د کچالو زيات توليد او هم‌مهاله د افغانستان له لارې د صادراتو بندېدل دي. راپور ټینګار کوي، چې افغانستان د پاکستان د کچالو تر ټولو لوی صادراتي بازار و او د لارو تړل کېدو نه يوازې دغه صادرات درولي؛ بلکې له مرکزي اسيا سره سوداګري يې هم ټکنۍ کړې ده.

په ۲۰۲۳کال کې پاکستان د ۱۴۰ مېليون ډالرو په ارزښت کچالو صادر کړي و، چې ۴۱ سلنه يې افغانستان ته تللي وو. په ۲۰۲۴کال کې هم د ۱۳۸ مېليون ډالرو صادراتو څخه ۴۲سلنه یې افغانستان ته شوي وو.

د راپور له مخې؛ که څه هم د پاکستان حکومت د امنيتي لاملونو له کبله د لارو تړل کېدل توجيه کوي، خو اقتصادي پايلې يې پر لسګونه زرو کورنيو درنې تمامې شوې دي.
له بل پلوه په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیو ټولنې مرستیال ستانه ګل شېرزاد وایي، له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته هره ورځ لسګونه ټنه الوګان ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي.

د هغه په وینا؛ د ورځې شاوخوا دوه موټره الوګان ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته صادرېږي. هغه زیاتوي، چې ازبکستان او تاجکستان ته د الوګانو په صادراتو کې د سوداګرو ګټه لوړه شوې ده.

پاکستاني او امریکايي پوځیانو راولپنډۍ کې د «ترهګرۍ پر ضد مبارزې» په نوم ګډ تمرینات پیل کړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) خبر ورکړی، چې یو شمېر امریکایي پوځیان دې هېواد ته ورغلي او د جنورۍ له ۸مې راهیسې یې د دوی له پوځ سره په ګډه د «ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» په نوم تمرینات پیل کړي. د راپور له‌مخې، دا د امریکایي او‌ پاکستاني پوځيانو د ګډې روزنیز لړۍ ۱۳مه دوره ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول تمریناتي او روزنیزې همکارۍ د دواړو لوریو ترمنځ له ۱۹۹۵کال راهیسې ترسره کېږي او روان تمرینات به د جنورۍ په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېږي. د پاکستان پوځ ویلي، د تمریناتو له دغه بهیر نه په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت شارژدافیرې ناتالي بیکر هم له یو شمېر لوړپوړو ډېپلوماټانو سره په ګډه لیدنه کړې ده. دغه مراسم د پبۍ په نوم د ترهګرۍ ضد اړوند یو مرکز کې ترسره شوي، چې د‌ پاکستان پوځ د راولپنډۍ قول اردو د قوماندان تر څنګ په‌کې یو شمېر لوړپوړو امریکایي پوځیانو هم ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له‌مخې، پاکستاني پوځیانو د امریکا شارژدافیرې او لوړپوړو امریکایي پوځیانو ته د تمریناتو د ساحې، موخو او د ترسره کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات هم ورکړي دي. د پاکستان پوځ ټینګار کړی، چې د دغو ګډو تمریناتو موخه د ترهګرۍ ضد تجربو تبادله، ګډ تمرینونه، د کړنلارو لا پیاوړتیا او د ګډ کاري چاپېریال پراختیا ده.

پاکستاني پوځ له امریکایانو سره دغه ګډ تمرینات د ګډون همکاریو په پیاوتیا کې مهم بللي دي. دغه تمرینات داسې مهال ترسره کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل له واکمنو طالبانو سره په سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ کې ښکېل دی. پاکستان شکایتونه کوي، چې افغان طالبانو‌ په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

پاکستان د یو شمېر هېوادونو په ګډون امریکا ته هم له همدې امله شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د افغان طالبانو تر واکمنېدو ورسته د دوی په هېواد کې نا امنۍ پراخې شوې دي. همداراز د‌ پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم اړیکې خوږې کړي او‌ په تېر زېږدیز کال کې یې دوه ځله ورسره په واشنګټن کې ګدې ناستې وکړې او د ټرمپ له لوري د منیر ستاینه هم شوې ده.

کارپوهان د پاکستاني پوځ او امریکا ترمنځ نږدې‌والی د افغان طالبانو او افغانستان لپاره د خطر زنګ بولي او اندېښنې څرګندوي، چې ښايي په سیمه کې د یو بل کړکېچ کېدو هڅې وشي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۲۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

ورته مهال د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال نیولی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې یو افغان خبریال صمیم نعیمي نیولی. نعیمي په خپل وروستي غږیز پیغام کې ویلي، چې پولیسو د اسلام‌اباد له بي۱۷ ښارګوټي څخه نیولی او کمپ ته یې لېږدولی. هغه په خپل پیغام کې دا هم ویلي و چې فرانسې ته یې د تګ کارونه بشپړ وو او ویزې ته په تمه و.

نعیمي له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال ژوبل شوی هم دی. پولیسو نوموړی له نیول کیدو وروسته حاجي کمپ ته لیږدولی دی.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د پاکستاني پولیسو له‌خوا د افغان خبریال صمیم نعیمي نیول کېدل غندلي او دا اقدام یې د بشري حقونو، د کډوالو د خوندیتوب د اصولو او د بیان ازادۍ له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې بللی.

دغه سازمان زیاته کړې چې صمیم نعیمي د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، امنیتي ګواښونو، سانسور او سیاسي فشارونو له امله اړ شوی چې افغانستان پرېږدي. یاد سازمان ويلي، چې هغه افغانستان ته د جبري ستنېدو په صورت کې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي او جبري اخراج یې د ژوند لپاره مستقیم خطر بلل کېږي.