• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د طب محصلین په زور اړ کړي چې خپلې نېکټايۍ لرې کړي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیو کې ښکاري، چې طالبانو په هرات کې د طب پوهنځي د زده‌کړیالانو د فراغت په غونډه کې زده‌کړیالان اړ کړې، چې خپلې نېکټايي لرې کړي. دغه پېښه د جمعې په ماښام د هرات ښار په یوه تالار کې شوې ده.

په ترلاسه شوې ویډیو کې ښکاري، چې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي نږدې پنځوس زده‌کړیالانو نن په یوه تالار کې د خپل فراغت مراسم په داسې حال کې ترسره کول چې سلګونه نور کسان هم تالار کې وو. په دغه ویډیو کې لېدل کېږي، چې یو وسله‌وال کس چې د امربالمعروف یونیفورم یې په تن دی، د سټیج په لور ور روان دی او درې نور وسله‌وال کسان هم له سټیج څخه ښکته ولاړ دي.

د ویډیو له‌مخې، د مراسمو کوربه چې د افغانستان د راتلونکي او په هېواد کې د لوستو کسانو د رول په اړه وینا کوي، خو د وسله‌وال طالب له‌خوا یې په وینا کې مداخله کېږي. وروسته کوربه له زده‌کړیالانو څخه غوښتنه کوي، چې له سټیج څخه ښکته شي.

په ویډیو کې ښکاري، کله چې زده‌کړیالان له سټیج څخه ښکته کېږي، نو طالبان یې اړ باسي چې خپلې نېکټايۍ لرې کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې شاوخوا دوه زره کسان د یادې پیښې شاهدان وو.

دا پېښه پر داسې مهال شوې، چې په وروستیو ورځو کې طالبانو په هرات کې پر خلکو نوي بندیزونه لګولي دي او یادې ډلې تېره اوونۍ تازه په هرات ښار کې له ښځو او نجونو سره د حجاب په نامه سخت چلند پیل کړی او لسګونه ښځې یې په کوڅو او عامه ځایونو کې درولې او ځینې یې نیولې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

میرویس روغتون کې درمل پر خلاصېدو دي او ناروغان له ۳ میاشتو راهیسې درمل ازاد بازار کې اخلي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۰
•
عبدالله همیم

سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې له تېرو درې میاشتو راهیسې د کندهار میرویس حوزوي روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی او ناروغان اړ دي، چې د خپلې درملنې لپاره په ازاد بازار کې درمل واخلي. مخکې ناروغانو یوازې پر دې روغتون تکیه درلوده.

د کندهار د میرویس حوزوي روغتون څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې یاد روغتون له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د درملو له کمښت سره مخ دی.

د روغتون یو مسول چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي چې د درملو د کمښت په اړه یې څو ځله د کندهار والي ملا شیرین ته هم شکایتونه کړې دي، هېڅ یوه طالب چارواکي ورته جدي پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي ویلي: «اوس نو درې میاشتې کېږي چې په روغتون کې د داخله ناروغانو په ځانګړي توګه د ماشومانو او نسايي او ولادي ناروغانو لپاره مو درمل تقریبا ختم شوي دي. موږ د دغه روغتون له خوا ډېر کم درمل ناروغان ته ورکوو او د ناروغانو خپلوان بیا اړ دې چې د اړتیا وړ نور درمل په ازاد بازار کې ترلاسه کړي».

همدارنګه د میرویس روغتون څخه یوې بلې سرچېنې هم د نوم د نه اخیستو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د درملو د کمښت په اړه یې په ځلونو د ملا هبت‌الله دفتر ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي، خو تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

سرچینه زیاتوي: «کله چې سور صلیب خپلې همکارۍ محدودې کړې، هبت‌الله اخوندزاده وروسته د روغتون لپاره ۴۷ میلیونه افغانۍ بودیجه منظور کړه، خو دا بودیجه موږ ته پر وخت ونه رسېده. کله چې مو یوه برخه ترلاسه کړه، هغه د ډاکټرانو، نرسانو او نورو پرسونل د تنخواو، تېلو او نورو اړتیاوو لپاره مصرف شوه. د پېسو یوې برخې سره مو درمل هم وپېرل، خو اوس هغه درمل هم ختم شوي دي».

تر دې وړاندې د یاد حوزوي روغتون د ډاکټرانو، نرسانو او خدماتي پرسونل د تنخواوو ترڅنګ د درملو او نورو روغتیايي تجهیزاتو چمتو کولو مسوولیت د سور صلیب نړۍوالې کمیټې پر غاړه و، خو یادې کمیټې د تېر کال په لومړیو کې د یاد روغتون لپاره خپل خدمات محدود کړل.

یاد روغتون ته د کندهار ترڅنګ د هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو څخه هم ناروغان مراجعه کوي، خو د سور صیلب د ملاتړ له محددودیت وروسته اوس د ناروغانو لپاره د یاد روغتون خدمات د قناعت وړ نه دي.

د شفیع‌الله په نوم د ارزګان یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي: «ښځه مې پر ماشوم عملیات شوه، ما د عملیات لپاره ټول چمتوالی ونیوو، دوا، د عملیات سامان او هر څه مې په خپلو پیسو اماده کړل، یوازې دومره وشو چې ډاکټرانو د عملیات پیسې وانه‌خیستې».

د کندهار اوسېدونکي وايي، په لوړ لګښت د درملنې توان نه‌لري او له طالبانو څخه غوښتنه کوي، چې یاد روغتون دې له سقوط کېدو څخه وژغوري.

د کندهار د میرویس روغتون څخه سرچینو پر داسې مهال د درملو د کمښت خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته طالبانو له پاکستان څخه د درملو پر واردولو بندیز لګولی دی، خو وړاندې په افغانستان کې د درملو ډېره تکیه پر پاکستان کېده.

شهباز شریف: د افغانستان طالبان له ټي‌ټي‌پي سره نږدې اړیکې لري او اسانتیاوې ورکوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي،‌ افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» سره نږدې اړیکې لري او دې ډلې ته بېلابېلې اسانتیاوې برابروي. هغه ټینګار کړی، چې که څه هم طالبان دا تورونه ردوي، خو اسلام‌اباد په دې اړه کافي شواهد او اسناد په لاس کې لري.

د پاکستان لومړي وزیر له دیني عالمانو سره په اسلام‌اباد کې د یوې ناستې پر مهال زیاته کړې، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لړ کې د پاکستان قربانۍ په رسمیت وپېژني.

هغه وویل: «د ترهګرۍ په دې جګړه کې ۱۰۰زره بې‌ګناه پاکستانیان ووژل شول. ښځې، ماشومان، سوداګر، ډاکټران او انجینران وژل شوي چې ټول عام خلک وو».

د نوموړي په وینا، پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت د خوندي کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد هڅو ته دوام ورکړي او تمه لري، چې نړۍواله ټولنه د دې ګواښ پر وړاندې جدي او همغږی دریځ خپل کړي.

شهباز شریف خپله وینا کې ټینګار کړی، چې افغان طالبان «ټي‌ټي‌پي» ته امکانات برابروي او د پاکستان پوځیان په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د شریف په خبره، پاکستاني طالبان او پر کابل واکمن سره یو لاس شوي دي. دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان لومړی وزیر دغه ډول تورونه لګوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ویلي چې «ټي‌ټي‌پي» د افغانستان په خاوره کې ښکاره پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

نږدې درې میاشتې وړاندې د ډیورنډ پر کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ درنې نښتې وشوې او لوی لامل یې د «ټي‌ټي‌پي» پر سر د دواړو لوریو ناندرۍ وې. تر دې جګړو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ پرمخ ټولې دروازې سره وتړل شوې او د قطر تر څنګ د ترکیې په منځګړتوب یې اوربند هم وشو. که څه هم په سعودي عربستان، ترکیې او قطر کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د نورو اختلافاتو د حل لپاره مذاکرات وشول؛‌خو پایله یې ورنه کړه او ټول پړاوونه بې نتیجې پای ته ورسېدل.

یو افغان په جرمني کې د یوې ماشومې او د هغې د مور د قصدي وژنې په تور محاکمه کېږي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د جرمني په مونشن کې په قصدي ډول پر ګڼه ګوڼه د موټر برابرولو او په یاده پېښه کې د یوې ماشومي او د هغې د مور د وژلو په تور یو افغان کډوال محاکمه کېږي. یاده پېښه تېر کال شوې ده او څارنوالانو یې انګیزه مذهبي بللې ده.

تېر کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه یو افغان د جرمني په مونشن ایالت کې په قصدي ډول پر لاریونوالو موټر ور برابر کړ، چې له امله یې یوه ماشومه او د هغې مور ووژل شوې او ۴۴ نور ټپیان شول.

هغه مهال رسنیو راپور ورکړی و، چې یاده پېښه د فرهاد په نوم د یوه افغان کډوال له لوري شوې او د پېښې انګیزه مذهبي وه.

نن د جمعې په ورځ د ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اوس یاد افغان کډوال د دوو کسانو د قصدي وژلو په تور محاکمه کېږي.

څارنوالانو ویلي، چې د یاد افغان کډوال له محاکمې وروسته پرېکړه به په جون میاشت کې وشي.

دغه تورن افغان کډوال د تېرکال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

په هرات کې یو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې یو ځوان د طالبانو په ډزو کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو د پنجشنبې په شپه د هرات په مرکزي برخې د "۶۴ متره" سړک کې د ځوانانو په یوه ډله ډزې وکړې چې د خپلو موټرو سره یې ننداریز حرکات کول.

سرچینو وویل چې یو بل کس هم د طالبانو په ډزو کې ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا عزیزي د پنجشنبې په شپه خپله ۲۴مه کلیزه لمانځله.

هغه کوژده کړې وه او ټاکل شوې وه چې راتلونکې میاشت کې واده وکړي.

د سرچینو په وینا، په هرات کې ځینې ځوانان معمولا د اونۍ په پای کې دې کوڅې ته د خپلو موټرو نمایش وړاندې کولو ته ځي او تل د طالبانو لخوا د دوی مخنیوی کیږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې طالبانو د پنجشنبې په شپه، د مرغومي پر ۲۵مه، په موټرو ډزې وکړې ترڅو دا ځوانان د موټرو نمایش څخه منع کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د پیښې ویډیو هم لېږلې ده.

په یوه ویډیو کې د موټر څوکۍ پر وینو ککړه لېدل کېږي، دا وینې د همدې ځوان وې.

په هرات کې د طالبانو چارواکو تر اوسه د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

ملګري ملتونه: د افغانستان ښځې د قالین‌ اوبدلو په صنعت کې تر ټولو لږ مزد ترلاسه کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي، چې په افغانستان کې د قالین صنعت شاوخوا ۹۰سلنه اوبدونکې ښځې دي، خو سره له دې چې دوی د دې صنعت بنسټیزه برخه جوړوي، زیاتره یې د تولید د پروسې په ټیټه برخه کې کار کوي او لږ مزد ترلاسه کوي.

یوناما په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ښځې د افغانستان د قالین د سنتي صنعت اصلي ستن ګڼل کېږي، خو د اقتصادي ګټو برخه یې خورا محدوده ده.

په راپور کې راغلي، چې ډېرې ښځې د تولید په لومړنیو مرحلو، لکه ریسندګي او اوبدلو بوختې دي او د لوړ عاید لرونکو مرحلو، لکه بشپړتیا، بازارموندنه او د سوداګرۍ پراختیا، لږ لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر ویلي، چې تېره اونۍ یې د قالین صنعت د بېلابېلو شریکانو په همکارۍ، په ځانګړي ډول د سیمه‌ ییزو سوداګریزو شریکانو، یو مسلکي ورکشاپ ترسره کړی دی.

یوناما وايي، د دې ورکشاپ موخه د افغانستان د څرخ کارو او اوبدونکو ښځو لپاره د قالین د تولید په ټولو مرحلو کې د فرصتونو زیاتول وو.

دغه ورکشاپ د ازبکستان په ایریتوم ازاده سیمه کې، چې د افغانستان د شمالي ولایت بلخ سره نږدې ده، ترسره شو؛ په دغه سیمه چې د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۷۰سلنه د افغانستان د قالین ملي تولید ته ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر همدارنګه ټینګار کړی، چې ژمن دی د ښځو رهبري په دې صنعت کې پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د هغه کلتوري او اقتصادي ارزښت څخه چې رامنځته کوي، په عادلانه توګه برخمنې شي.