• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رحمان‌الله لکڼوال دویمه محکمه په واشنګټن کې ترسره شوه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۰

د رحمان‌الله لکڼوال د محکمې دویمه ناسته پرون د واشنګټن ډي‌سي په فدرالي محکمه کې ترسره شوه. نوموړی د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې په نيت بريد او له وسلو سره تړلو نورو جرمونو په تور تورن دی. تر اوسه د قاضي د پرېکړې په اړه کوم رسمي راپور نه‌دی خپور شوی.

رحمان‌الله لکڼوال د محکمې په لومړۍ ناسته کې ټول تورونه رد کړي وو؛ خو د محکمې په دویمې ناسته کې پر هغه نور اضافي تورونه هم لګېدلي. تر ټولو لوی تور چې په نوموړي لګېدلی د قصدي وژنې تور دی.

رحمان‌الله لکڼوال د روان کال (د لېندي په ۶مه نېټه) د واشنګټن ډي‌سي په څنډه کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی دی. د راپورونو له مخې؛ په دې پېښه کې دواړه سرتېري ټپیان شوي وو او لکڼوال هم ټپي شوی و، چې وروسته یوې سرتېرې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

له یادې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دغه برید «ترهګریز عمل» وباله او په کلکه یې وغانده. نوموړي له دې پېښې وروسته د افغانانو لپاره د امریکا د پناه‌غوښتنې ټول پروګرامونه ودرول او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د امریکا سفارتونو ته سپارښتنه وکړه، چې افغانانو ته دې د ویزو د ورکړې لړۍ وځنډوي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ؛ له ایران او پاکستان نه تر ۳زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ (د مرغومي ۲۵مه) ۵۱۴ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۳۰۹۶ کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ پر راستنو شویو کورنیو ځمکې هم وېشل شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۴۴۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۸کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۰کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې، ۱۸ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او ۱۱ کورنۍ د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

راپور کاږي، چې په کونړ کې پر ۱۸۴، لغمان کې ۱۴۱، ننګرهار کې ۳۶۳ او کندوز کې ۱۰۲کورنیو ځمکې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت خبر ورکړی، چې تر دې دمه یوازې له دغه ایالت څخه ۹۸۸زره او ۸۱۲ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کډوال د بې‌اسناده کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د پاکستان حکومت تر اعلان وروسته افغانستان ته ستانه شوي دی.

له پاکستان سره تړلې لارې؛ د ایران له لارې د کچالو صادرات پاکستاني بزګرانو ته کمه ګټه رسوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۰

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، د ایران له لارې افغانستان، مرکزي اسيا او نورو بازارونو ته د کچالو د صادراتو پرېکړه د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو، لوژستېکي ستونزو او پر ايران د امريکا د ۲۵سلنه تعرفو له امله د بزګرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ ګټه نه‌شي رسولای.

راپور زیاتوي، چې د یادې ستونزې اصلي لامل د کچالو زيات توليد او هم‌مهاله د افغانستان له لارې د صادراتو بندېدل دي. راپور ټینګار کوي، چې افغانستان د پاکستان د کچالو تر ټولو لوی صادراتي بازار و او د لارو تړل کېدو نه يوازې دغه صادرات درولي؛ بلکې له مرکزي اسيا سره سوداګري يې هم ټکنۍ کړې ده.

په ۲۰۲۳کال کې پاکستان د ۱۴۰ مېليون ډالرو په ارزښت کچالو صادر کړي و، چې ۴۱ سلنه يې افغانستان ته تللي وو. په ۲۰۲۴کال کې هم د ۱۳۸ مېليون ډالرو صادراتو څخه ۴۲سلنه یې افغانستان ته شوي وو.

د راپور له مخې؛ که څه هم د پاکستان حکومت د امنيتي لاملونو له کبله د لارو تړل کېدل توجيه کوي، خو اقتصادي پايلې يې پر لسګونه زرو کورنيو درنې تمامې شوې دي.
له بل پلوه په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیو ټولنې مرستیال ستانه ګل شېرزاد وایي، له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته هره ورځ لسګونه ټنه الوګان ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي.

د هغه په وینا؛ د ورځې شاوخوا دوه موټره الوګان ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته صادرېږي. هغه زیاتوي، چې ازبکستان او تاجکستان ته د الوګانو په صادراتو کې د سوداګرو ګټه لوړه شوې ده.

طالبانو په غور ولایت کې له خبریالانو سره د رسنیزو فعالیتونو پر ښه والي ناسته کړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د دوی ریاست له خبریالانو سره د رسنیزو فعالیتونو او د پوښښ ساحې د پراختیا په تړاو ناسته کړې ده. پنجشنبه د (مرغومې ۲۵مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې د خبریالانو پر ظرفیت لوړونې هم دغه ناسته کې خبرې شوي.

طالبانو په دې ناسته کې له خبریالانو سره د دقیقې اطلاع رسونې تر څنګ ولسوالیو ته د خبري او رسنیزو پوښښونو په تړاو پر سفرونو هم ټینګار کړی دی. دا ناسته داسې مهال کېږي، چې طالبانو د هېواد په ګنو ولایتونو کې د خپل مشر ملا هبت‌الله په امر په ساه‌کښو انځورونو بندیز لګولی او ان انځوریزې رسنۍ یې په بشپړه توګه بندې کړې دي.

په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د دغو بندیزونو له کبله ډېری خبرلایانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ګڼې تصویري رسنۍ هم تړل شوې دي. همداراز د طالبانو په واکمنېدو سره زرګونه خبریالان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او لسګونه رسنۍ د اقتصادي او سیاسي فشارونو تر څنګ د طالبانو د سانسور له کبله تړل شوې دي.

همداراز طالبانو‌ په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او رسنیو سخت محدودیتونه لګولي؛ خو بیا هم دا ډله ادعا کوي، چې د خپلواکو رسنیو لپاره یې ازاد چاپېریال برابر کړی دی.

په هرات کې د طالبانو والي او د ایران کونسل د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۷ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د ایران له کونسل علي‌رضا مرحمتي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او ټرانزیت په برخه کې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په هرات کې د ایران کونسل علي‌رضا مرحمتي د طالبانو له والي سره د ابو نصر فراهي د سړک جوړولو پروژې په اړه معلومات شریک کړي او ژمنه یې کړې، چې د یاد سړک پاتې ۱۵ کیلومتره جوړولو چارې به هم ژر تر ژره بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات کې د طالبانو والي اسلام جار د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو او ایران د سیمه‌ییزو چاراکو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا په اړه یاده ناسته پر داسې مهال تر سره شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د دواړو لوريو ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي او طالبان هڅه کوي، چې د پاکستان پرځای له ایران او نورو هېوادونو سره سوداګري پیاوړې کړي.

طالبان وایي چې افغانستان له ناوړه اقلیمي بدلون سره مخ دی او نړۍوال باید ورسره مرسته وکړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې مالي او اداري مرستیال مولوي سعدالدین سعید د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې له تخنیکي ټیم سره په ناسته کې ویلي، چې افغانستان د اقلیم له جدي ناورین سره مخ دی. هغه وایي، نړۍوال باید له دوی سره د دغه بشري ناورین په مهار کې مرسته وکړي.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه طالب چارواکي د «یو‌اېن‌ډي‌پي» ادارې څخه غوښتي، څو له نړۍوالو ادارو څخه د مرستو په ترلاسه کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

مولوي سعید زیاته کړې: «افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه زیات اغېزمن شوی، دا یو بشري ناورین دی او نړۍوال باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي». د نوموړي په وینا، موسسات باید په اغېزمنه توګه د چاپېریال ساتنې پروژې تطبیق کړي، څو د اقلیمي بدلون په برخه کې ګټورې تمامې شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې د اقلیمي بدلون په تړاو اندېښنه ښودلې او هم‌مهاله یې د وچکالۍ له کبله د څښاک د اوبو کموالي یادونه هم کړې. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په وار وار ویلي، چې کابل به تر ۲۰۳۰کال پورې د اقلیمي بدلون له کبله د څښاک اوبو له شدید ناورین سره مخ شي او د دې ستونزې د مهار لپاره په افغانستان کې په حکومتي کچه د پام وړ اقدامات نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر ځمکې لاندې د څښاک د اوبو کچه کمه شوې ده. همداراز د ژمي په موسم کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د هوا خرابېدو څخه هم اندېښنې ښودل شوي، چې د خلکو د ناروغیو لامل شوې دي.