• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړۍوال جام سیالۍ په بریا سره پیل کړې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو نړۍوال جام په خپلې لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا د نولس کلنو لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان او سوېلي افریقا د نولس کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د نن لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبدلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۲۶۶ منډې جوړې کړې او سوېلي افریقا لوبډلې ته یې د ۲۷۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبدلې په ګټه فیصل‌خان شینوزاده ۸۱، خالد احمدزي ۷۳ او عزیزالله خان نیازي ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې افغان توپ‌اچوونکو د غوره توپ اچونې په پایله کې د سوېلي افریقا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۷،۴ اورونو کې وسوځول او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر وګټله.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ بورډ نوی قانون؛ افغان لوبغاړي به په کال کې يوازې په درېیو بهرنيو ليګونو کې لوبېږي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۴ GMT+۰

رويټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د افغانستان کرېکټ بورډ له‌خوا نوی تصويب شوی قانون څېړلی، چې له مخې يې په بهرنيو سوداګریزو ليګونو کې د لوبغاړو د ګډون شمېر محدود شوی. په راپور کې همدارنګه د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ورته قوانينو جاج هم اخېستل شوی.

دغه قانون مسلکي لوبغاړي مکلفوي، چې پر ملي سياليو ډېر تمرکز ولري. د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلان له مخې؛ د هېواد ملي لوبغاړي به له دې وروسته په يو کال کې يوازې په درېیو بهرنيو سوداګریزو ليګونو کې د لوبېدو اجازه ولري.

د نوې پاليسۍ له مخې؛ هغه لوبغاړي چې له افغانستان کرېکټ بورډ سره مرکزي قرارداد لري، د کورني ليګ له جبري ګډون سربېره کولای شي په کال کې په درېيو بهرنيو سوداګریزو ليګونو کې هم برخه واخلي. کرېکټ بورډ وايي، د دغه قانون موخه د لوبغاړو د بدني چمتووالي ساتنه، د رواني سلامتيا خوندي کول او د سياليو د فشار ښه مديريت دی؛ څو لوبغاړي وکولای شي د ملي لوبډلې سياليو ته په بشپړ تمرکز او امادګۍ سره حاضر شي.
د رويټرز د راپور له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ وتلی ستوری راشد خان د هند، متحده عربي اماراتو، امريکا، سویلي افريقا او انګلستان په معتبرو ليګونو کې لوبېږي. د نوي قانون له مخې؛ هغه به په ۲۰۲۶کال کې يوازې په درېيو ليګونو کې د ګډون اجازه ولري.

همدارنګه نور احمد، مجيب‌الرحمان، رحمان‌الله ګربز، الله‌محمد غضنفر او يو شمېر نور افغان ملي لوبغاړي چې هر کال په څو نړۍوالو ليګونو کې برخه اخلي، هم د دغه قانون تر پوښښ لاندې راځي.

رويټرز زياتوي، چې ورته قانون په نورو هېوادونو کې هم پلي کېږي. په پاکستان کې هغه لوبغاړي چې مرکزي قرارداد لري، يوازې په دوو بهرنيو ليګونو کې د ګډون اجازه لري. په داسې حال کې چې په هند کې د مرکزي قرارداد لرونکي نارينه لوبغاړي په هېڅ بهرني ليګ کې د لوبېدو اجازه نه‌لري.

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله سبا د سوېلي افریقا د لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډله به سبا د نولس کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام سیالیو کې د سوېلي افریقا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د نولس کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام سیالۍ نن پیل شوې او د افغانستان د نولس کلنو کم عمره لوبډله سبا خپله لومړۍ لوبه د سوېلي افریقا د نولس کلنو کم عمره لوبډلې پروړاندې ترسره کوي.

یاده لوبه سبا د جمعې په ورځ د افغانستان پر وخت د غرمې پر ۱۲ بجو ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یاد نړۍوال جام لپاره څو ورځې وړاندې لوبډله اعلان کړې وه او د نړۍوال جام څخه وړاندې یې د ځینو هېوادونو له نولس کلنو کم عمره لوبډلو سره تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړې دي.

کابل ته تر ستنېدو وروسته؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپل تمرین پیل کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۲ GMT+۰

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له هرات نه د درېیو تمریني لوبو تر ترسره کولو وروسته تېر ماښام کابل ته ورسېده او خپله لومړنۍ تمریني لوبه یې د ټولو لوبغاړو په حضور او د لوبډلې د لوبډلمشر مجید مرتضایي تر څار لاندې ترسره کړه.

په تېرو ورځو کې د هرات په تمرینونو کې ایراني روزونکو او د لوبډلې درېیو لوبغاړو حضور نه لاره؛ خو کابل ته له ستنېدو سره افغان لوبډلې خپل تمرینونه یو ځل بیا پیل کړل. افغان لوبغاړي هم کابل ته تر ستنېدو وروسته د مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ شول.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله چې له څو اونیو راهیسې یې د ایران په مشهد ښار کې خپل تمریني لوبې ترسره کولې، د ایران حکومت پر ضد د روانو ولسي اعتراضونو او کړکېچن امنیتي وضعیت له امله پرېکړه وکړه چې د چمتووالي او راتلونکو پروګرامونو د دوام لپاره بېرته افغانستان ته ستنه شي.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په کابل کې څو نورې تمریني لوبې هم ترسره کړي او تر دوو ورځو وروسته به د دوو دوستانه سیالیو د ترسراوي لپاره ویتنام ته سفر وکړي. دغه لوبډله به وروسته د دوو نورو لوبو لپاره ټایلنډ ته ولاړه شي او له هغې وروسته به اندونیزیا ته چې د ۲۰۲۶کال د اسیا د فوټسال جام کوربه هېواد دی، سفر وکړي.

100%
100%

کرېکټ بورډ: افغان لوبغاړي یوازې په درېیو بهرنیو لیګونو کې د لوبېدو اجازه لري

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ بورډ غړو په خپله کلنۍ ناسته کې په سوداګریزو لیګونو کې د لوبغاړو د محدودیت پرېکړه وکړه. کرېکټ بورډ ویلي، چې افغان لوبغاړي د شپږیزې لیګ ترڅنګ په درېیو نورو لیګونو کې د لوبېدو اجازه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن د چهارشنبې په ورځ د مرغوي په ۲۴مه د کرېکټ بورډ کلنۍ ناسته ترسره شوه او په یاده ناسته کې د تېر کال د لاسته راوړونو او راتلونکي کال د پلانونو په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بورډ غړو په سوداګریزو لیګونو کې د لوبغاړو د ګډون په اړه هم خبرې شوې دي او پرېکړه شوې ده، چې افغان لوبغاړي د شپږیزې لیګ په ګډون یوازې په درېیو نورو سوداګریزو لیګونو کې د ګډون اجازه لري.

افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د یادې پرېکړې موخه د لوبغاړو د فزیکي او ذهني تکړه ساتل دي.

دمګړی ګڼ افغان کرېکټ لوبغاړي د هند سوداګریز لیګ په ګډون د سوېلي افریقا لیګ، د متحده عربي اماراتو، بنګله‌دېش، سریلانکا، امریکا او ځینو نورو شل اوریزه او لس اوریزو لیګونو کې لوبېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ظرفیت‌لوړونې او بدني چمتووالي لپاره دوه نوي روزونکي ګومارلي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې دوه برېتانوي روزونکي ټابي رېډفورډ او رابرت اهمن یې د ظرفیت‌لوړونې او بدني چمتووالي په برخو کې د نويو روزونکو په توګه ګومارلي دي.

ټاکل شوې، چې دغه روزونکي د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د ۲۰ اوریزو سیالیو له پیل مخکې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ ټابي رېډفورډ د انګلستان د کرېکټ بورډ د څلورمې کچې سند لري او دا مهال د بنګله‌دېش غوره لیګ کې د ډهاکا کپېټلز لوبډلې د سر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴کلونو ترمنځ د پاکستان کرېکټ بورډ کې د توپ‌وهنې روزونکي په توګه کار کړی او دارنګه یې له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۲ کلونو پورې د بنګله‌دېش کرېکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې مشري پر غاړه لرله. رېډفورډ د ۲۰۱۲کال نړۍوال جام پر مهال د وېسټ‌انډیز لوبډلې د روزونکي تجربه هم لري.

رابرت اهمن چې د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري بل ټاکل شوی روزونکی دی، هم د بدني چمتووالي متخصص دی. نوموړي پخوا د انګلستان او وېلز کرېکټ بورډ د کړنو د علومو او ورزشي طب څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې او د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې کې یې د بدني چمتووالي او روغتیايي خدمتونو مسوولیت پر غاړه لاره.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وینا؛ رابرت اهمن د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د انګلستان د کرېکټ لوبغاړو د پرمختیایي پروګرامونو برخه و او له وېلز پوهنتون څخه د ورزشي علومو او بدني تمریناتو د ماسټرۍ سند لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ټینګار کړی، سره له دې چې له دغه دواړو روزونکو سره هوکړه شوې؛ خو د ملي لوبډلې د سر روزونکي او د سپین بالرانو لپاره د توپ‌اچونې د روزونکي بستونه لا هم تش دي او د وړ کسانو د جذب هڅې روانې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د درېیو نړۍوالو شل اوریزو لوبو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي. دغه سیالۍ به د جنورۍ په ۱۹مې، ۲۱مې او ۲۲مو نېټو د دوبۍ په ښار کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره شي. له دغه سیالیو وروسته به د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال شل اوریز نړۍوال جام کې د ګډون لپاره هند او سریلانکا ته سفر وکړي.

100%