• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د افغانستان طالبان له ټي‌ټي‌پي سره نږدې اړیکې لري او اسانتیاوې ورکوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي،‌ افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» سره نږدې اړیکې لري او دې ډلې ته بېلابېلې اسانتیاوې برابروي. هغه ټینګار کړی، چې که څه هم طالبان دا تورونه ردوي، خو اسلام‌اباد په دې اړه کافي شواهد او اسناد په لاس کې لري.

د پاکستان لومړي وزیر له دیني عالمانو سره په اسلام‌اباد کې د یوې ناستې پر مهال زیاته کړې، چې هېواد یې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې سترې قربانۍ ورکړې دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لړ کې د پاکستان قربانۍ په رسمیت وپېژني.

هغه وویل: «د ترهګرۍ په دې جګړه کې ۱۰۰زره بې‌ګناه پاکستانیان ووژل شول. ښځې، ماشومان، سوداګر، ډاکټران او انجینران وژل شوي چې ټول عام خلک وو».

د نوموړي په وینا، پاکستان به د خپلو خلکو د امنیت د خوندي کولو لپاره د ترهګرۍ پر ضد هڅو ته دوام ورکړي او تمه لري، چې نړۍواله ټولنه د دې ګواښ پر وړاندې جدي او همغږی دریځ خپل کړي.

شهباز شریف خپله وینا کې ټینګار کړی، چې افغان طالبان «ټي‌ټي‌پي» ته امکانات برابروي او د پاکستان پوځیان په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د شریف په خبره، پاکستاني طالبان او پر کابل واکمن سره یو لاس شوي دي. دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان لومړی وزیر دغه ډول تورونه لګوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ویلي چې «ټي‌ټي‌پي» د افغانستان په خاوره کې ښکاره پناه ځایونه لري او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

نږدې درې میاشتې وړاندې د ډیورنډ پر کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ درنې نښتې وشوې او لوی لامل یې د «ټي‌ټي‌پي» پر سر د دواړو لوریو ناندرۍ وې. تر دې جګړو وروسته د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ پرمخ ټولې دروازې سره وتړل شوې او د قطر تر څنګ د ترکیې په منځګړتوب یې اوربند هم وشو. که څه هم په سعودي عربستان، ترکیې او قطر کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي» په ګډون د نورو اختلافاتو د حل لپاره مذاکرات وشول؛‌خو پایله یې ورنه کړه او ټول پړاوونه بې نتیجې پای ته ورسېدل.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

یو افغان په جرمني کې د یوې ماشومې او د هغې د مور د قصدي وژنې په تور محاکمه کېږي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰

د جرمني په مونشن کې په قصدي ډول پر ګڼه ګوڼه د موټر برابرولو او په یاده پېښه کې د یوې ماشومي او د هغې د مور د وژلو په تور یو افغان کډوال محاکمه کېږي. یاده پېښه تېر کال شوې ده او څارنوالانو یې انګیزه مذهبي بللې ده.

تېر کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه یو افغان د جرمني په مونشن ایالت کې په قصدي ډول پر لاریونوالو موټر ور برابر کړ، چې له امله یې یوه ماشومه او د هغې مور ووژل شوې او ۴۴ نور ټپیان شول.

هغه مهال رسنیو راپور ورکړی و، چې یاده پېښه د فرهاد په نوم د یوه افغان کډوال له لوري شوې او د پېښې انګیزه مذهبي وه.

نن د جمعې په ورځ د ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اوس یاد افغان کډوال د دوو کسانو د قصدي وژلو په تور محاکمه کېږي.

څارنوالانو ویلي، چې د یاد افغان کډوال له محاکمې وروسته پرېکړه به په جون میاشت کې وشي.

دغه تورن افغان کډوال د تېرکال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

پاکستاني پوځ د بلوچستان په خاران سیمه کې د ۱۲وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) خبر ورکړی، چې د دوی ځواکونو د بلوچستان ایالت په خاران سیمه کې ۱۲تنه وسله‌وال وژلي دي. د راپور له‌مخې، دا وسله‌وال یې هغه مهال وژلي چې په سیمه کې یې پر بانکونو برید کړی و او پیسې یې لوټلې.

ای‌اېس‌پي‌ار ويلي، دغو وسله‌والو د خار د پولیسو پر یو مرکز او دوو بانکونو دغه بریدونه کړي وو او څه باندې درې میلیونه کلدارې یې هم لوټ کړي دي. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دوی ځواکونو پر وخت سیمه کې اقدام وکړ او دغه برید یې په شاه تنبولی دی.

د بيان له‌مخې، په دغو تصفیوي عملیاتو کې ۱۲وسله‌وال وژل شوي او نورو تېښته کړې؛ خو لا هم پوځي عملیات دوام لري. پاکستانی پوځ وایي، دغه وژل شويو وسله‌والو د هند ملاتړ درلود او په سیمه کې یې تر دې دمخه هم ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.

که څه هم د پوځ په اعلامیه کې د کومې ډلې یادونه نه ده شوې؛ خو په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون‌پالو وسله‌وال فعال دي او وخت ناوخت د پاکستاني ادارو تر څنګ پر امنیتي مرکزونو هم بریدونه کوي.

په هرات کې یو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې یو ځوان د طالبانو په ډزو کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو د پنجشنبې په شپه د هرات په مرکزي برخې د "۶۴ متره" سړک کې د ځوانانو په یوه ډله ډزې وکړې چې د خپلو موټرو سره یې ننداریز حرکات کول.

سرچینو وویل چې یو بل کس هم د طالبانو په ډزو کې ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا عزیزي د پنجشنبې په شپه خپله ۲۴مه کلیزه لمانځله.

هغه کوژده کړې وه او ټاکل شوې وه چې راتلونکې میاشت کې واده وکړي.

د سرچینو په وینا، په هرات کې ځینې ځوانان معمولا د اونۍ په پای کې دې کوڅې ته د خپلو موټرو نمایش وړاندې کولو ته ځي او تل د طالبانو لخوا د دوی مخنیوی کیږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې طالبانو د پنجشنبې په شپه، د مرغومي پر ۲۵مه، په موټرو ډزې وکړې ترڅو دا ځوانان د موټرو نمایش څخه منع کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د پیښې ویډیو هم لېږلې ده.

په یوه ویډیو کې د موټر څوکۍ پر وینو ککړه لېدل کېږي، دا وینې د همدې ځوان وې.

په هرات کې د طالبانو چارواکو تر اوسه د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

ملګري ملتونه: د افغانستان ښځې د قالین‌ اوبدلو په صنعت کې تر ټولو لږ مزد ترلاسه کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي، چې په افغانستان کې د قالین صنعت شاوخوا ۹۰سلنه اوبدونکې ښځې دي، خو سره له دې چې دوی د دې صنعت بنسټیزه برخه جوړوي، زیاتره یې د تولید د پروسې په ټیټه برخه کې کار کوي او لږ مزد ترلاسه کوي.

یوناما په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ښځې د افغانستان د قالین د سنتي صنعت اصلي ستن ګڼل کېږي، خو د اقتصادي ګټو برخه یې خورا محدوده ده.

په راپور کې راغلي، چې ډېرې ښځې د تولید په لومړنیو مرحلو، لکه ریسندګي او اوبدلو بوختې دي او د لوړ عاید لرونکو مرحلو، لکه بشپړتیا، بازارموندنه او د سوداګرۍ پراختیا، لږ لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر ویلي، چې تېره اونۍ یې د قالین صنعت د بېلابېلو شریکانو په همکارۍ، په ځانګړي ډول د سیمه‌ ییزو سوداګریزو شریکانو، یو مسلکي ورکشاپ ترسره کړی دی.

یوناما وايي، د دې ورکشاپ موخه د افغانستان د څرخ کارو او اوبدونکو ښځو لپاره د قالین د تولید په ټولو مرحلو کې د فرصتونو زیاتول وو.

دغه ورکشاپ د ازبکستان په ایریتوم ازاده سیمه کې، چې د افغانستان د شمالي ولایت بلخ سره نږدې ده، ترسره شو؛ په دغه سیمه چې د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۷۰سلنه د افغانستان د قالین ملي تولید ته ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر همدارنګه ټینګار کړی، چې ژمن دی د ښځو رهبري په دې صنعت کې پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د هغه کلتوري او اقتصادي ارزښت څخه چې رامنځته کوي، په عادلانه توګه برخمنې شي.

د میلینونو کډوالو راتګ؛ تر دې دمه د ملاهبت الله په مشرۍ کمیټې شاوخوا ۳ زره نومرې وېشلي دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د ډلې ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې د ملاهبت الله په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون له ځانګړې ناستې وروسته کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی. دوی زیاتوي، چې تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې ۳ زره ۴۶ نومرې ځمکه پر کډوالو وېشل شوې ده.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن جمعه، د مرغومي پر ۲۶مه ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د هدایت سره سم په مختلفو ولایتونو کې راستنو شویو افغان کډوالو سره د ژمنیو مرستو بهیر هم چټک شوی چې خوراکي او غیر خوراکي توکي او نقدي مرستې هم پکې شاملې دي.

افغانستان ته راستانه شوي کډوال نیوکه کوي، چې سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي .

دوی همدراز وايي، چې د کار نشتوالی او خراب اقتصادي وضعیت یې ژوند لاپسې سخت کړی دی.

تازه د سره صلیب او سره میاشت د ټولنو نړیوال فدراسیون ( ای ایف ار سي) ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل څخه د نومبر تر پایه پورې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵.۲میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې د هېواد پر نازک اقتصاد یې فشار زیات کړی.

دې بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان ته د کډوالو بې‌ساري بېرته راستنېدل د بشري خدمتونو پر سیستم او د هېواد پر نازک اقتصادي وضعیت دروند فشار اچولی دی.