• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزېسیون مشر وټاکل شو

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشر اياز صادق نن جمعه (د مرغومي۲۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د دغه هېواد د حکومت اپوزېسیون مشر په توګه ټاکل شوی.

د خبر پاڼې له مخې؛ د ملي اسمبلۍ د کاري اصولو پر بنسټ دغه ټاکنه به د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۱۶مې نېټې نافذه وي. د اپوزېسیون د مشر څوکۍ وروسته له هغې تشه شوې وه، چې عمر ايوب خان د مئ د ۹مې نېټې قضیې له امله له دندې ګوښه کړای شو.

محمود خان اڅکزی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف له لوري د اپوزېسیون مشرۍ ته نوماند شوی و. د تحریک انصاف ګوند ځینو غړو د دغې پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې اڅکزی باید د راتلونکو پړاوونو د بشپړولو لپاره په زندان کې له عمران خان سره وګوري.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان سره تړلې لارې؛ د ایران له لارې د کچالو صادرات پاکستاني بزګرانو ته کمه ګټه رسوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۰
100%

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، د ایران له لارې افغانستان، مرکزي اسيا او نورو بازارونو ته د کچالو د صادراتو پرېکړه د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو، لوژستېکي ستونزو او پر ايران د امريکا د ۲۵سلنه تعرفو له امله د بزګرانو او سوداګرو لپاره د پام وړ ګټه نه‌شي رسولای.

راپور زیاتوي، چې د یادې ستونزې اصلي لامل د کچالو زيات توليد او هم‌مهاله د افغانستان له لارې د صادراتو بندېدل دي. راپور ټینګار کوي، چې افغانستان د پاکستان د کچالو تر ټولو لوی صادراتي بازار و او د لارو تړل کېدو نه يوازې دغه صادرات درولي؛ بلکې له مرکزي اسيا سره سوداګري يې هم ټکنۍ کړې ده.

په ۲۰۲۳کال کې پاکستان د ۱۴۰ مېليون ډالرو په ارزښت کچالو صادر کړي و، چې ۴۱ سلنه يې افغانستان ته تللي وو. په ۲۰۲۴کال کې هم د ۱۳۸ مېليون ډالرو صادراتو څخه ۴۲سلنه یې افغانستان ته شوي وو.

د راپور له مخې؛ که څه هم د پاکستان حکومت د امنيتي لاملونو له کبله د لارو تړل کېدل توجيه کوي، خو اقتصادي پايلې يې پر لسګونه زرو کورنيو درنې تمامې شوې دي.
له بل پلوه په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیو ټولنې مرستیال ستانه ګل شېرزاد وایي، له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته هره ورځ لسګونه ټنه الوګان ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي.

د هغه په وینا؛ د ورځې شاوخوا دوه موټره الوګان ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته صادرېږي. هغه زیاتوي، چې ازبکستان او تاجکستان ته د الوګانو په صادراتو کې د سوداګرو ګټه لوړه شوې ده.

د ونزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماچادو ویلي چې خپل د نوبل جایزې مډال یې ټرمپ ته ډالۍ کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۰
100%

د نوبل کمیټې له مخالفتونو سره-سره د ونزوېلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خپل د نوبل سولې جایزې مډال ډالۍ کړ.

ماچادو د لاتینې امریکا د انقلابي مشر سیمون بولیوار په اړه د کیسې له پیل وړاندې وویل: «ما دا مډال، د نوبل سولې جایزه مې د امریکا ولسمشر ته ډالۍ کړ».

ماچادو همدارنګه زیاته کړه: «ما هغه ته وویل، ۲۰۰ کاله وړاندې جنرال مارکیز دو یو مډال چې د جورج واشنګټن انځور پرې لګول شوی و، لافایټ سیمون بولیوار ته ورکړی و. بولیوار له هغه وخت راهیسې بیا د خپل ژوند تر پایه دا مډال له ځان سره وساته».

همدارنګه نوموړې وویل: «په تاریخ کې دوه سوه کاله وروسته د بولیوار خلک بېرته د واشنګټن وارث ته یو مډال ورکوي، نو د نوبل سولې مډال زموږ د ازادۍ لپاره د هغه بې‌ساري ژمنې پېژندنه ده».

تر اوسه معلومه نه‌ده، چې ټرمپ یاد مډال قبول کړی او که نه.

ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې د دې جایزې ترلاسه کولو په اړه څرګندونې کړې دي. ماچادو د نوبل سولې جایزه تېر کال له ګټولو وروسته ټرمپ ته وقف کړې وه، خو د نوبل کمیټې ویلي و، چې د سولې جایزه د انتقال وړ نه ده.

د ټرمپ څرګندونو ته د زېلېنسکي غبرګون؛ اوکراین د سولې پر وړاندې خنډ نه دی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې اوکراین به هېڅکله د سولې پروړاندې خنډ نه وي، خو تېره ورځ ټرمپ ویلي و چې اوکراین د روسیې په پرتله د سولې خبرو ته لږ چمتوالی لري.

زېلېنسکي د پنجشنبې په ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«موږ له امریکا سره د ډیپلوماتیکو چارو په اړه خبرې وکړې او اوکراین به هېڅکله هم د سولې لپاره خنډ نه وي».

زېلېنسکي په خپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، چې د اوکراین د انرژۍ پر مرکزونو باندې د روسیې دوامداره بریدونه ښکاره ثبوت دی، چې مسکو د سولې غوښتونکی نه دی.

نوموړي زیاته کړې: «دا هغه روسي توغندي، ډرونونه او د روسیې هڅې دي چې اوکراین له منځه یوسي. دا ښکاره ثبوت دی چې روسیه په هېڅ ډول تړونونو ته غاړه نه‌ږدي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ له رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي، نوموړی په دې باور دی چې د سولې د تړونونو په تړاو اوکراین د روسیې په پرتله کم چمتوالی لري. د ټرمپ په باور، له اوکراین سره د سولې په اړه د پوتین علاقمندي زیاته ده.

عراقچي او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي په ایران کې د وروستیو پېښو په تړاو خبرې وکړې

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرکمبایف په ایران کې د وروستیو پېښو او د سیمه‌ییزو او نړۍوالو تحولاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي په ایران کې وروستۍ پیښې غندلي او په لاریونونو کې یې د وژل شویو ایرانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږې څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عراقچي د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي سره د خبرو په ترڅ کې د تاوتریخجنو لاریونونو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دې، چې سوله‌ییز لاریونونه د اسراییل او امریکا په لمسون په تاوتریخوالي واوښتل.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ایران به د خپل ملي حاکمیت او خپلو وګړو د امنیت لپاره په کلکه دفاع وکړي.

پر همدغه مهال، عراقچي د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي د هغه دریځ ستاینه کړې چې د ایران په چارو کې یې بهرنۍ لاسوهنې غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي ترمنځ دا ټلیفوني خبرې پر داسې مهال شوې دي، چې په ایران کې وروستیو لاریونونو د نړۍوالو او سیمه‌ییزو اړیکو لپاره حساس حالت رامنځته کړی دی.

پاکستاني او امریکايي پوځیانو راولپنډۍ کې د «ترهګرۍ پر ضد مبارزې» په نوم ګډ تمرینات پیل کړي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
100%

د پاکستان پوځ رسنیو څانګې (ای‌اېس‌پي‌ار) خبر ورکړی، چې یو شمېر امریکایي پوځیان دې هېواد ته ورغلي او د جنورۍ له ۸مې راهیسې یې د دوی له پوځ سره په ګډه د «ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» په نوم تمرینات پیل کړي. د راپور له‌مخې، دا د امریکایي او‌ پاکستاني پوځيانو د ګډې روزنیز لړۍ ۱۳مه دوره ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ډول تمریناتي او روزنیزې همکارۍ د دواړو لوریو ترمنځ له ۱۹۹۵کال راهیسې ترسره کېږي او روان تمرینات به د جنورۍ په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېږي. د پاکستان پوځ ویلي، د تمریناتو له دغه بهیر نه په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت شارژدافیرې ناتالي بیکر هم له یو شمېر لوړپوړو ډېپلوماټانو سره په ګډه لیدنه کړې ده. دغه مراسم د پبۍ په نوم د ترهګرۍ ضد اړوند یو مرکز کې ترسره شوي، چې د‌ پاکستان پوځ د راولپنډۍ قول اردو د قوماندان تر څنګ په‌کې یو شمېر لوړپوړو امریکایي پوځیانو هم ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له‌مخې، پاکستاني پوځیانو د امریکا شارژدافیرې او لوړپوړو امریکایي پوځیانو ته د تمریناتو د ساحې، موخو او د ترسره کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات هم ورکړي دي. د پاکستان پوځ ټینګار کړی، چې د دغو ګډو تمریناتو موخه د ترهګرۍ ضد تجربو تبادله، ګډ تمرینونه، د کړنلارو لا پیاوړتیا او د ګډ کاري چاپېریال پراختیا ده.

پاکستاني پوځ له امریکایانو سره دغه ګډ تمرینات د ګډون همکاریو په پیاوتیا کې مهم بللي دي. دغه تمرینات داسې مهال ترسره کېږي، چې اسلام‌اباد پر کابل له واکمنو طالبانو سره په سخت سیاسي او امنیتي کړکېچ کې ښکېل دی. پاکستان شکایتونه کوي، چې افغان طالبانو‌ په خپله خاوره کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه د دوی په هېواد کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

پاکستان د یو شمېر هېوادونو په ګډون امریکا ته هم له همدې امله شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د افغان طالبانو تر واکمنېدو ورسته د دوی په هېواد کې نا امنۍ پراخې شوې دي. همداراز د‌ پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم اړیکې خوږې کړي او‌ په تېر زېږدیز کال کې یې دوه ځله ورسره په واشنګټن کې ګدې ناستې وکړې او د ټرمپ له لوري د منیر ستاینه هم شوې ده.

کارپوهان د پاکستاني پوځ او امریکا ترمنځ نږدې‌والی د افغان طالبانو او افغانستان لپاره د خطر زنګ بولي او اندېښنې څرګندوي، چې ښايي په سیمه کې د یو بل کړکېچ کېدو هڅې وشي.