• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو افغان په جرمني کې د یوې ماشومې او د هغې د مور د قصدي وژنې په تور محاکمه کېږي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۱۵ GMT+۰

د جرمني په مونشن کې په قصدي ډول پر ګڼه ګوڼه د موټر برابرولو او په یاده پېښه کې د یوې ماشومي او د هغې د مور د وژلو په تور یو افغان کډوال محاکمه کېږي. یاده پېښه تېر کال شوې ده او څارنوالانو یې انګیزه مذهبي بللې ده.

تېر کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه یو افغان د جرمني په مونشن ایالت کې په قصدي ډول پر لاریونوالو موټر ور برابر کړ، چې له امله یې یوه ماشومه او د هغې مور ووژل شوې او ۴۴ نور ټپیان شول.

هغه مهال رسنیو راپور ورکړی و، چې یاده پېښه د فرهاد په نوم د یوه افغان کډوال له لوري شوې او د پېښې انګیزه مذهبي وه.

نن د جمعې په ورځ د ډیلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اوس یاد افغان کډوال د دوو کسانو د قصدي وژلو په تور محاکمه کېږي.

څارنوالانو ویلي، چې د یاد افغان کډوال له محاکمې وروسته پرېکړه به په جون میاشت کې وشي.

دغه تورن افغان کډوال د تېرکال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په زندان کې دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې یو ځوان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوې

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې یو ځوان د طالبانو په ډزو کې وژل شوی دی. د سرچینو په وینا، طالبانو د پنجشنبې په شپه د هرات په مرکزي برخې د "۶۴ متره" سړک کې د ځوانانو په یوه ډله ډزې وکړې چې د خپلو موټرو سره یې ننداریز حرکات کول.

سرچینو وویل چې یو بل کس هم د طالبانو په ډزو کې ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا عزیزي د پنجشنبې په شپه خپله ۲۴مه کلیزه لمانځله.

هغه کوژده کړې وه او ټاکل شوې وه چې راتلونکې میاشت کې واده وکړي.

د سرچینو په وینا، په هرات کې ځینې ځوانان معمولا د اونۍ په پای کې دې کوڅې ته د خپلو موټرو نمایش وړاندې کولو ته ځي او تل د طالبانو لخوا د دوی مخنیوی کیږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې طالبانو د پنجشنبې په شپه، د مرغومي پر ۲۵مه، په موټرو ډزې وکړې ترڅو دا ځوانان د موټرو نمایش څخه منع کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د پیښې ویډیو هم لېږلې ده.

په یوه ویډیو کې د موټر څوکۍ پر وینو ککړه لېدل کېږي، دا وینې د همدې ځوان وې.

په هرات کې د طالبانو چارواکو تر اوسه د پیښې په اړه تبصره نه ده کړې.

ملګري ملتونه: د افغانستان ښځې د قالین‌ اوبدلو په صنعت کې تر ټولو لږ مزد ترلاسه کوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) ویلي، چې په افغانستان کې د قالین صنعت شاوخوا ۹۰سلنه اوبدونکې ښځې دي، خو سره له دې چې دوی د دې صنعت بنسټیزه برخه جوړوي، زیاتره یې د تولید د پروسې په ټیټه برخه کې کار کوي او لږ مزد ترلاسه کوي.

یوناما په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ښځې د افغانستان د قالین د سنتي صنعت اصلي ستن ګڼل کېږي، خو د اقتصادي ګټو برخه یې خورا محدوده ده.

په راپور کې راغلي، چې ډېرې ښځې د تولید په لومړنیو مرحلو، لکه ریسندګي او اوبدلو بوختې دي او د لوړ عاید لرونکو مرحلو، لکه بشپړتیا، بازارموندنه او د سوداګرۍ پراختیا، لږ لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر ویلي، چې تېره اونۍ یې د قالین صنعت د بېلابېلو شریکانو په همکارۍ، په ځانګړي ډول د سیمه‌ ییزو سوداګریزو شریکانو، یو مسلکي ورکشاپ ترسره کړی دی.

یوناما وايي، د دې ورکشاپ موخه د افغانستان د څرخ کارو او اوبدونکو ښځو لپاره د قالین د تولید په ټولو مرحلو کې د فرصتونو زیاتول وو.

دغه ورکشاپ د ازبکستان په ایریتوم ازاده سیمه کې، چې د افغانستان د شمالي ولایت بلخ سره نږدې ده، ترسره شو؛ په دغه سیمه چې د ملګرو ملتونو په وینا، شاوخوا ۷۰سلنه د افغانستان د قالین ملي تولید ته ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو دفتر همدارنګه ټینګار کړی، چې ژمن دی د ښځو رهبري په دې صنعت کې پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې دوی د هغه کلتوري او اقتصادي ارزښت څخه چې رامنځته کوي، په عادلانه توګه برخمنې شي.

د میلینونو کډوالو راتګ؛ تر دې دمه د ملاهبت الله په مشرۍ کمیټې شاوخوا ۳ زره نومرې وېشلي دي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د ډلې ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، چې د ملاهبت الله په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې عالي کمیسیون له ځانګړې ناستې وروسته کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر چټک شوی. دوی زیاتوي، چې تر دې مهاله په بېلابېلو ولایتونو کې ۳ زره ۴۶ نومرې ځمکه پر کډوالو وېشل شوې ده.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن جمعه، د مرغومي پر ۲۶مه ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د هدایت سره سم په مختلفو ولایتونو کې راستنو شویو افغان کډوالو سره د ژمنیو مرستو بهیر هم چټک شوی چې خوراکي او غیر خوراکي توکي او نقدي مرستې هم پکې شاملې دي.

افغانستان ته راستانه شوي کډوال نیوکه کوي، چې سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دي .

دوی همدراز وايي، چې د کار نشتوالی او خراب اقتصادي وضعیت یې ژوند لاپسې سخت کړی دی.

تازه د سره صلیب او سره میاشت د ټولنو نړیوال فدراسیون ( ای ایف ار سي) ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل څخه د نومبر تر پایه پورې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵.۲میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې د هېواد پر نازک اقتصاد یې فشار زیات کړی.

دې بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان ته د کډوالو بې‌ساري بېرته راستنېدل د بشري خدمتونو پر سیستم او د هېواد پر نازک اقتصادي وضعیت دروند فشار اچولی دی.

ای ایف ار سي: د ۵.۲ میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدو د هېواد پر نازک اقتصاد فشار زیات کړی

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د سره صلیب او سره میاشت د ټولنو نړیوال فدراسیون ( ای ایف ار سي) ویلي، چې د ۲۰۲۵کال له پیل څخه د نومبر تر پایه پورې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵.۲میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې د هېواد پر نازک اقتصاد یې فشار زیات کړی.

دې بنسټ په خپل راپور کې ویلي چې افغانستان ته د کډوالو بې‌ساري بېرته راستنېدل د بشري خدمتونو پر سیستم او د هېواد پر نازک اقتصادي وضعیت دروند فشار اچولی دی.

د راپور له مخې، له دې شمېر څخه تر ۳.۶میلیونه ډېر کسان یوازې له ایران څخه راستانه شوي، چې نږدې ۱.۲میلیونه یې په جبري ډول بېرته ستنول شوي دي.

ای‌ ایف‌ ار سي زیاتوي، چې له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال تر ډېره د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي. همداراز، یو شمېر نور د هلمند له غیررسمي لارو او د پکتیکا د انګور اډې له لارې افغانستان ته اوښتي دي.

په راپور کې راغلي، چې له ایران څخه راستنېدونکي کډوال د استوګنې له محدودیتونو او سختو اقداماتو سره مخ شوي دي. د بېرته ستنېدونکو د لوړې شمېرې له امله، په سرحدي ولایتونو کې د منلو سیستمونه، روغتیايي خدمات او بشري مرستې تر سخت فشار لاندې راغلي دي.

د دې بنسټ په وینا، زیانمنېدونکي ډلې، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، بې‌سرپرسته ماشومان او هغه کسان چې ځانګړو حفاظتي اړتیاوو ته اړتیا لري، لا هم له لوړ ګواښ سره مخ دي.

د سره صلیب او سره میاشت نړیوال فدراسیون خبرداری ورکړی چې که د سرپناه، خوړو او حفاظتي ملاتړ د برابرولو لپاره بېړني اقدامات و نه شي، نو په افغانستان کې به بشري وضعیت لا پسې خراب شي. د بنسټ په وینا، د کډوالو جبري بېرته ستنېدل کولای شي روان بشري بحران نور هم ژور کړي.

سرچینې: د طالبانو مالیې وزارت ښځینه کارمندانو ته ویلي چې پر ځای یې د کورنۍ غړی ګماري

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو په مالیې وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یاد وزارت کورناستې ښځینه کارمندانو ته ویل شوي، چې له دې وروسته دوی ته ۵۰۰۰ افغانۍ معاش پر کور نه ورکوي او د کورنۍ لومړی درجه غړي به یې پرځای ګماري. دوی وایي، چې طالبان په دې پلمه غواړي پر دوی تنخواوې بندې کړي.

د طالبانو په مالیې وزارت کې ځینو ښځینه کارمندانو تېره ورځ پنجشنبه، د مرغومي پر ۲۶مه وویل چې د طالبانو له راتګ وروسته په کور شوي او دې ډلې ۵۰۰۰ افغانۍ معاش په کور ورکاوه خو اوس داسې پرېکړه شوې، چې دوی د تل لپاره له دندو ګوښه کړي.

د ښځینه کارمندانو نیوکه دا ده، چې هغه مېرمنې چې خاوند نه لري او یا هم د کورنۍ لومړی درجه غړي یې له دوی جلا ژوند کوي نو پر دوی به دا ۵۰۰۰ افغانۍ هم قطع شي نو دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د باخبره سرچینو په خبره، طالبان له دې کار سره غواړي، چې د مالیې وزارت کارمندانو تشکیلات له منځه یوسي او پرځای یې د امکان ترحده نارینه کارمندان په دندو وګماري.

د طالبانو د مالیې وزارت ددې پرېکړې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

تېر کال د طالبانو د مالیې وزارت تاید کړې وه، چې ددې وزارت یو شمیر ښځینه کارمندانې چې په کورناستې دي ۵۰۰۰ افغانۍ تنخوا ورکوي.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې ډیری دولتي ادارو کې مېرمنې له دندو لرې او په کور کړي دي خو ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت ترڅنک په ځینو ادارو کې لاهم دندې ترسره کوي.