• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ډاکټران د روغتیا معماران بللي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل طبي پوهنتون کې جوړې شوې ناسته کې ویلي، چې هیله لري د دغو استادانو په په واسطه په صحي میدان کې نور هم قوي، پر ځان بسیا او له پردیو مستغني شو. نوموړي ډاکټران د صحت معماران او د روغتیا د سنګر اتلان وبلل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر د پوهنتون استادانو او ډاکټرانو څخه وغوښتل، چې په خپل مسلک کې د نویو څېړنو تر سره کولو ته توجه زیاته کړي.

نوموړي له طبي استادانو وغښتل، چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې په برخه کې له ټول ځواک څخه کار واخلي او د پوهنتون مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو د عملي کار لپاره لابراتوارونه غني کړي.

ندا محمد ندیم له مشرانو ډاکټرانو غوښتي، چې د ځوانو ډاکټرانو ملاتړ وکړي، لارښوونې ورته وکړي او ښه یې اماده کړي، ځکه دا د روغتیا په برخو کې د سبا ورځې مسوولین دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د بیا ځلي راتګ سره دې ډلې د عصري علومو پرځای دیني علومو ته زیاته توجو کړې ده او نژدې ۲۲ زره مدرسې جوړې کړي دي خو د نجونو پر مخ له شپږمه پورته زده کړې بندې کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

حقاني د یو بااستعداده هراتي ماشوم هرکلی وکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یو نهه کلن هلک محمد امیري کوربه توب وکړ، چې ویل کیږي د انټرنټ له لارې یې په څو بهرنیو ژبو کې مهارت ترلاسه کړی. حقاني، نوموړی یو بااستعداده ماشوم بللی او د زده کړې، روزنې او مالي ملاتړ په برخه کې یې ورسره د مرستې ژمنه کړې ده.

سراج الدین حقاني د ماشوم پلار ته د دندې او ټکسي موټر ورکولو ژمنه هم وکړه.

هغه محمد امیري ته یو نیم لک افغانۍ نغدي او یو لیپ ټاپ هم ډالۍ ورکړ.

له دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا هم ددې هراتي نهه کلن ماشوم ستاینه کړې وه او د هغه وړتیاوې یې ستایلې وه.

د طالبانو د پوهنې وزیر ماشوم ته مشوره ورکړې وه، چې په افغانستان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، محمد امیري په ریاضي کې لیوالتیا لري او د اتو ژبو د ویلو وړتیا لري.

پداسې حال کې چې د طالبانو چارواکي د محمد امیري په څیر اشخاصو وړتیاوې ستايي، چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په ملیونونو نجونې له زده کړو له حق څخه محرومې پاتې دي.

د نړیوالو سازمانونو په وینا د نجونو پر زده کړو دوامداره بندیزونه نه یوازې د میلیونونو نجونو راتلونکې ګواښي بلکې د افغانستان د علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم جدي ننګونه ده.

دوی په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي او د ټولو ماشومانو لپاره مساوي تعلیم برابر کړي.

د افغانستان د راتلونکي لپاره د جرمني په فرانکفورت کې غونډه جوړه شوه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰

د جرمني په فرانکفورت کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د بحث لپاره د لسګونو افغان سیاسي او اکاډمیکو شخصیتونو په ګډون دوه ورځنی کنفرانس پیل شو. دا غونډه، چې عنوان یې د راتلونکی لید، سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پراختیا او په سیمه او نړۍ کې د افغانستان دریځ ته ځانګړی شوی و.

د کنفرانس تنظیموونکي وايي چې د کنفرانس موخه د سیاسي نظام، ټولنیز عدالت، دوامداره پراختیا او د هیواد د سیمه ییز او نړیوال دریځ په برخو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اترو او علمي څیړنو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کول دي.

د فورم یو تنظیموونکي مسعود ترشتوال افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «د فورم اصلي موخه د هغو مهمو ننګونو او امکاناتو ژور، علمي او تخصصي تحلیل ترسره کول دي چې افغانستان ورسره مخ دی.»

هغه هیله څرګنده کړه، چې د کنفرانس پایلې په افغانستان کې د دولت جوړونې او ملت جوړونې په راتلونکي لاره کې د یوې مهمې مرجع په توګه وکارول شي.

ترشتوال ټینګار وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پریکړې باید د خبرو اترو او د مختلفو نظرونو د منلو پر بنسټ وي.

هغه وویل، چې د ټاکنو له لارې د خلکو د ارادې استازیتوب اساسي حل دی او پرته له ټاکنو او اساسي قانون څخه څوک د حکومت په اړه خبرې نشي کولی.

د کنفرانس مشر دا هم وویل، چې د غونډې په پای کې به د افغانستان د راتلونکي لپاره یو پلان وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، چې وارد شوې نسخې په تیرو وختونو کې د افغانستان د ننګونو سره د مقابلې توان نه لري او موخه یې د هیواد د داخلي واقعیتونو پر بنسټ د حل لارې وړاندې کول دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د باور او ثبات غورځنګ مشر محمد اصف ضعیفي وویل چې د غونډې اصلي موخه د تیرو ناکامیو په اړه ګډ پوهاوی ته رسیدل د افغانستان د اوسني وضعیت بیاکتنه او د هیواد د راتلونکي نقشه جوړول دي.

ریچارډ بېنیټ په کندز او هرات کې د نیول شوو ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۰

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د طالبانو له خوا په کندز کې د ناظره رشیدي او په هرات کې د خدیجه احمدزاده د نیولو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دوی د سمدستي خوشې کېدو او د امنیت تضمین غوښتنه یې کړې.

ښاغلي بېنیټ د شنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې په خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د دغو دوو ښځو د «نیولو» راپورونو سخت اندېښمن کړی او ټینګار یې کړی چې باید د دوی ازادي او ژوند خونديتوب تضمین شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «اندېښمن کوونکی» بللی او ویلي یې دي، چې د ښځو، په ځانګړې توګه د فعالانو او غیرنظامي وګړو نیول، د اساسي بشري حقونو څرګنده سرغړونه ګڼل کېږي.

تر اوسه، طالبانو په کندز او هرات کې په رسمي ډول د ناظره رشیدي او خدیجه احمدزاده د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده، ناظره رشیدي، چې د کندز یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریاله ده، له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په زندان کې ساتل کېږي.

د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه ډلې ډیرې خبریالان نیولي دي. ځینې له دې خبریالانو وروسته خوشې شوي، خو د یو شمېر نورو د برخلیک په اړه لا هم معلومات نشته.

په انساني قاچاق تورن یو افغان له بریتانیا اېستل کیږي او بلجیم کې به زنداني شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د بریتانیا د یوې محکمې د پرېکړې له مخې د زیشان بنګش په نوم یو افغان د انساني قاچاق په تور له بریتانیا بلجیم ته اېستل کیږي. هغه به په بلجیم کې زنداني کیږي او د خپل کړي جرم د سزا موده به تېروي.

زیشان بنګش او سیف‌الرحمان احمدزی دوه کاله مخکې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې ونیول شول. احمدزی تردې مخکې په جون میاشت کې بلجیم ته استول شوی او زنداني شوی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې زیشان بنګش په درې کلن بند محکوم شوی، تر دې مخکې دواړه تورن افغانان په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور محکوم شوي و.

راپورونه ښيي چې دغو دواړو افغانانو به افغان کډوال د ایران، ترکیې او بالکان له لارې د فرانسې، بلجیم او بریتانیا په ګډون اروپایي هېوادونو ته لیږل.

دوی د یوې لویې قاچاقي شبکې غړي و چې سلګونه کډوال یې په وړو کښتیو کې له مانیخ کانال له لارې بریتانیا ته رسولي دي.

بریتانوي رسنۍ راپور ورکړی چې د دې شبکې غړي له پناه غوښتونکو سره جنسي تیري کول او د هغوی فلمونه یې جوړول او وروسته یې هغوی د باج غوښتلو، جنایي فعالیتونو او نورو جنسي ناوړه استفادې ته اړ کول.

د ۲۰۲۴ کال نومبر کې د بریتانیا انتورپ محکمې د دې شبکې لږ تر لږه ۲۱ غړو ته د بند سزا اورولې ده.

طالبانو د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک له رغنیز شرکت څخه غوښتي چې ماشینري زیاته کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي، چې د چټکتیا په موخه دې د ماشینرۍ شمیر زیات کړي. دوی زیاتوي اوس مهال د یادې لویې لارې د ۲۲ کیلومتره سرک رغنیزې چارې روانې دي او ۷۰ عرادې ماشینري په کار بوخته ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې دا مهال د یادې لویې لارې په اوږدو کې د ځینو برخو د کیندې، پرکارۍ، د پلګوټو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې هم جریان لري.

یاد وزارت د قراردادي شرکت مسوولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یوځل بیا هدایت او لار ښوونه وکړه، دا چې یاده لویه لار یوه مهمه استراتیژیکه لار ده، د رغونې چارې دې چټکې او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سمې او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

شرکت د ټولګټو وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې به په ټاکلي وخت او د تخنیکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.

د کابل- جلال اباد دویم سړک د جوړولو چارې چې د کابل د خاک جبار له ولسوالۍ پیل او بیا د حصارک، شېرزادو، خوګیاڼو او سره رود له ولسوالیو تېرېږي او تر طورخم پورې رسېږي د پخواني نظام پر مهال پیل شوې وې، چې ډېر ځله د امنیتي ستونزو له امله ټکنۍ پر مخ روانې وې.
د ګڼو خلکو په باور پخوا همدغه ډله وه، چې د بیارغاونې چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې وې، اوس چې دغه ډله د واک پر ګدۍ ناسته ده نو بله داسې وسله‌واله ډله نه شته، چې د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي.