• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په انساني قاچاق تورن یو افغان له بریتانیا اېستل کیږي او بلجیم کې به زنداني شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د بریتانیا د یوې محکمې د پرېکړې له مخې د زیشان بنګش په نوم یو افغان د انساني قاچاق په تور له بریتانیا بلجیم ته اېستل کیږي. هغه به په بلجیم کې زنداني کیږي او د خپل کړي جرم د سزا موده به تېروي.

زیشان بنګش او سیف‌الرحمان احمدزی دوه کاله مخکې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې ونیول شول. احمدزی تردې مخکې په جون میاشت کې بلجیم ته استول شوی او زنداني شوی و.

د محکمې د پرېکړې له مخې زیشان بنګش په درې کلن بند محکوم شوی، تر دې مخکې دواړه تورن افغانان په بلجیم کې د انساني قاچاق په تور محکوم شوي و.

راپورونه ښيي چې دغو دواړو افغانانو به افغان کډوال د ایران، ترکیې او بالکان له لارې د فرانسې، بلجیم او بریتانیا په ګډون اروپایي هېوادونو ته لیږل.

دوی د یوې لویې قاچاقي شبکې غړي و چې سلګونه کډوال یې په وړو کښتیو کې له مانیخ کانال له لارې بریتانیا ته رسولي دي.

بریتانوي رسنۍ راپور ورکړی چې د دې شبکې غړي له پناه غوښتونکو سره جنسي تیري کول او د هغوی فلمونه یې جوړول او وروسته یې هغوی د باج غوښتلو، جنایي فعالیتونو او نورو جنسي ناوړه استفادې ته اړ کول.

د ۲۰۲۴ کال نومبر کې د بریتانیا انتورپ محکمې د دې شبکې لږ تر لږه ۲۱ غړو ته د بند سزا اورولې ده.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک له رغنیز شرکت څخه غوښتي چې ماشینري زیاته کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي، چې د چټکتیا په موخه دې د ماشینرۍ شمیر زیات کړي. دوی زیاتوي اوس مهال د یادې لویې لارې د ۲۲ کیلومتره سرک رغنیزې چارې روانې دي او ۷۰ عرادې ماشینري په کار بوخته ده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې دا مهال د یادې لویې لارې په اوږدو کې د ځینو برخو د کیندې، پرکارۍ، د پلګوټو او استنادي دېوالونو رغنیزې چارې هم جریان لري.

یاد وزارت د قراردادي شرکت مسوولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یوځل بیا هدایت او لار ښوونه وکړه، دا چې یاده لویه لار یوه مهمه استراتیژیکه لار ده، د رغونې چارې دې چټکې او د ټولګټو وزارت د تخنیکي مشخصاتو سره سمې او په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

شرکت د ټولګټو وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د یادې لویې لارې د اساسي رغونې چارې به په ټاکلي وخت او د تخنیکي مشخصاتو سره سمې بشپړې کړي.

د کابل- جلال اباد دویم سړک د جوړولو چارې چې د کابل د خاک جبار له ولسوالۍ پیل او بیا د حصارک، شېرزادو، خوګیاڼو او سره رود له ولسوالیو تېرېږي او تر طورخم پورې رسېږي د پخواني نظام پر مهال پیل شوې وې، چې ډېر ځله د امنیتي ستونزو له امله ټکنۍ پر مخ روانې وې.
د ګڼو خلکو په باور پخوا همدغه ډله وه، چې د بیارغاونې چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې وې، اوس چې دغه ډله د واک پر ګدۍ ناسته ده نو بله داسې وسله‌واله ډله نه شته، چې د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي.

د مالیزیا لومړی وزیر د ګلبدین حکمتیار د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پوښتنې لپاره روغتون ته ورغلی دی. نوموړی زیاتوي، چې حکمتیار په مالیزیا کې د درملنې لاندې دی او هغه ته به ټولې طبي اسانتیاوې ورکړل شي. حبیب الرحمان حکمتیار وايي، چې د حکمتیار صحت ښه دی او د اندېښنې وړ نه ده.

د روان کال د لیندي ۱۶مه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار مالیزیا ته د درملنې لپاره روان شوی.

د روان کال د تلې پر ۲۰ داسې رپوټونه خپاره شول، چې طالبانو مالیزیا ته د حکمتیار د سفر مخه نیولې ده.

هغه ته نږدې کسانو هغه وخت ویلي و، د ګلبدین حکمتیار او د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم تر منځ زړه اشنايي ده او څو میاشتې مخکې د هغه د ځانګړي استازي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی او په وینا یې طالبانو له ګلبدین حکمتیار سره د لیدنې اجازه نه‌ ورکوله، خو «د نه اجازې بدو پايلو ته په پام سره اجازې ته اړ شول.»

طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په کابل کې د ګلبدین حکمتیار هستوګنځای چې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ورکړل شوی و، بېرته واخیست او د حکمتیار اړوند ټلویزیون یې هم بند کړ.

امر الله صالح: د امریکا سنا مجلس ولې طالبانو ته هره اوونۍ د ډالري کڅوړو په ورکړې چوپ دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۵ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې امریکا هره اوونۍ طالبانو ته له ۴۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي. نوموړي د سوال په ډول ویلي، چې د امریکا سنا مجلس ولې طالبانو ته په دې نغدي مرستو ورکولو چوپ دی.

تېر جمهوریت پرمهال د ولسمشر مرستیال امرالله صالح نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس کې د پوښتنو په ډول لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا حکومت نږدې ټول دوه‌اړخیز، څو‌اړخیز او نړیوال تړونونه یا خو مات یې کړل یا یې لغوه کړل، یا یې بدل او یا یې هم سره ورباندې خبرې وکړې خو د دوحې تړون همداسې پاتې دی.

صالح ویلي، چې په دې تړون کې څه ځانګړنه ده، چې دا یې تر نورو ټولو تړونونو ډېر مهم او ځانګړی کړی دی حتی تر هغه تړونونو هم چې له ډنمارک سره د ګرینلنډ پر سر او یا له اروپا سره شوي دي؟
امرالله صالح ویلي، چې د ټرمپ حکومت ډېر تړونونه له ګواښ سره مخ کړل خو د طالبانو پټ ملاتړ یې بند کړی نه دی.

له دې وړاندې د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان جمهوریت په پولنډ کې ۲۵۰ میلیارد تازه چاپ شوې افغانۍ لرلې. نوموړي ویلي و، چې امریکا په پټ ډول دغه مرستې طالبانو ته وسپارلې.

هندي رسنۍ: د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د پاکستاني درملو ونډه راکمه شوې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۰

هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» په خپل یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د پاکستاني درملو ونډه راکمه شوې او هندي درمل اوس په دغه هېواد کې تر بل هر وخت زیات د لاسرسي وړ او د افغان بازارونو مهمه برخه یې نیولې ده.

د دغې ورځپاڼې د راټولو شوو معلوماتو له مخې، هغه افغان بازارونه چې پخوا تر ډېره د پاکستاني درملو څخه ډک وو، اوس د هندوستان درملو یې ځای نیولی دی.

راپور زیاتوي، د درملو له سوداګرو نیولې تر ډاکټرانو او عامو خلکو پورې، ډېری کسان هندي درمل د پاکستاني درملو په پرتله هم د قیمت له پلوه او هم د کیفیت له اړخه غوره بولي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا، هندي درمل د نړیوالو معیارونو سره نږدې تولیدېږي او د ناروغانو لپاره یې اغېز هم د باور وړ بلل کېږي.

د انډیا ټوډی د راپور له مخې، وروسته له هغې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې وتړل شوې، د دواړو لوریو ترمنځ سوداګري نږدې صفر ته راتیټه شوې ده. دې پرېکړې نه یوازې د افغانستان پر بازار اغېز وکړ، بلکې په خپله پاکستان کې یې هم د درملو پر صنعت ناوړه پایلې لرلي.

راپور وايي، د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو سربېره، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې هم د درملو ګڼې فابریکې په ټپه ودرېدې؛ هغه فابریکې چې زیاتره تولیدات یې د افغانستان بازار ته ځانګړي شوي وو.

په همدې حال کې، د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال څه موده وړاندې افغان سوداګرو ته، په ځانګړي ډول د درملو کاروباریانو ته، سپارښتنه کړې وه چې د پاکستان پر ځای دې د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو او نورو هېوادونو غور وکړي.

د راپور له مخې، د افغانستان بازار ته د هندي درملو پراخ لاسرسی د سوداګرۍ د لارو د بدلون، د کیفیت د باور او د قیمت د مناسب‌والي پایله ده، او تمه ده چې دا بهیر په راتلونکي کې لا پسې پیاوړی شي.

طالبانو په نیمروز کې ایران ته د ۲۸۶ نظامي دوربینونو د قاچاق مخه نیولې ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددې ډلې د نیمروز امنیې قومندانۍ نن شنبه دوه تنه له ۲۸۶ دوربینونو سره نیولي دي. یادو کسانو دغه دوربینونه په یو مسافر‌وړونکي موټر کې ځای پرځای کړي و او غوښتل یې چې له کندهار څخه یې لومړی نیمروز او بیا له هغه ځایه ایران ته قاچاق کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي نن شنبه، د مرغومي پر ۲۷مه نیول شوي کسان نیمروز کې د پولیسو له څېړنو وروسته په یاد ولایت کې ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د پخواني حکومت څخه ورته پاتې وسلې او نظامي وسایل یې خوندي دي خو دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د سپکو او درندو وسلو د قاچاق د مخنیوي رپوټونه ور کوي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام تر پرځېدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د طالبانو خبره دا ده، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کارېدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.