د هلمند د شپږو ولسوالیو تر منځ د غېږ نیونې سیالۍ وشوې

په هلمند کې د درېیو شمالي او درېیو سویلي ولسوالیو تر منځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې. د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، دغه سیالۍ په کجکي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ لوبغاړو تر منځ وشوې او د سویلي ولسوالیو لوبغاړي د دغو سیالیو ګټونکي شول.





