• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب چارواکو په قطر کې د فرانسې له شارژدافیر سره د روغتیایي همکاریو په اړه خبري کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، عبدالولي حقاني، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې قطر ته تللی او هلته یې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره د روغتیایي همکاریو د پراختیا په موخه لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې نن د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) خپره شوې، عبدالولي حقاني د فرانسې له حکومت څخه د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د همکارۍ او د اوږدمهاله او دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر جوړولو او افغانستان ته د فرانسوي ډاکټرانو د لېږلو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

بلخوا، د فرانسې شارژدافیر د خپل هېواد له لوري د روغتیایي همکاریو د دوام ژمنتیا څرګنده کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د کابل کې اووه وسله‌وال غله له وسلو او غلا شوو توکو سره نیول شوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د طالبانو اړوند د کابل امنیه قومندانۍ وایي چې امنیتي ځواکونو یې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې اووه تنه وسله‌وال غله نیولي، چې د ښار له یوه کور څخه یې قیمتي توکي غلا کړي وو.

د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کسان د جدي میاشتې په ۲۷مه د پنځمې حوزې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال له څلورو میله تومانچو، برچو او غلا شوو قیمتي اجناسو سره یو ځای نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د امنیت د ټینګښت او د غلاوو او جنایي پېښو د مخنیوي لپاره به د پولیسو عملیات دوام ولري.

د کابل اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له لوړو بیو او ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۵ GMT+۰

د کابل ښار اوسېدونکي د مخابراتي اړیکو او انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیت او لوړو بیو سر ټکوي او وایي چې دا خدمتونه د ګاونډیو هېوادونو په پرتله کمزوري دي.

د پلازمینې کابل اوسېدونکي وایي، په کابل او ولایتونو کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه هغه ډول ندي چې دوی یې په اعلانونو کې یادونه کوي او پیسې یې ترلاسه کوي، د دوی په وینا، هغه انټرنټي کڅوړې چې دوی ته د (۴ جي) په توګه وړاندې کیږي له (۳جي) هم کمزوري دي.

بل پلو د طالبانو د مخابراتو د تنظیم ادارې (اترا) ویلي چې د مخابراتي شبکو مسوولیت دی چې خپلې چوپړتیاوې پیاوړې کړي.

دغه اداره زیاتوي چې د (۳جي) څخه(۴جي) ته د انټرنېټي خدمتونو لوړول د کیفیت په ښه کېدو کې د پام وړ بدلون راوستی دی.

اترا همداراز ویلي چې د کمزورو خدمتونو ستونزه یوازې په ځینو سیمو پورې محدوده ده او لامل یې د نفوس زیاتوالی دی. خو د کابل ښار اوسېدونکي په عمومي ډول ټینګار کوي چې د مخابراتي شبکو خدمتونه لا هم کمزوري او د بیو په تناسب د منلو وړ نه دي.

فضلي: ځینې افغانان د استعماري او ملي‌ضدو روایتونو د خپرولو وسیله ګرځېدلي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، په دې وروستیو کې یو شمېر افغانان له هغو بهرنیو تاریخ‌لیکونکو سره مرکې کوي چې د افغان‌ضدو او استعماري روایتونو د ترویج سابقه لري، او دا مرکې د علمي نقد پر ځای د افغانانو د سپکاوي د تکرار بڼه لري.

فضلي په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي، چې دا ډول مرکې له څېرو لکه «جوناتن لي» او «ټام بارفیلډ» سره ترسره کېږي، هغه کسان چې د ده په وینا، د افغانستان په اړه یې استعماري او تحقیرکوونکي روایتونه وړاندې کړي دي.

نوموړی زیاتوي، مرکه کوونکي نه یوازې د دغو څرګندونو پر وړاندې انتقادي دریځ نه نیسي، بلکې «خاندي او بیا یې په ویاړ سره خپروي».

د فضلي په باور، دا چلند له ملي ګټو سره په ټکر کې دی، خو اساسي پوښتنه دا ده چې ولې ځینې افغانان پخپله د همدې سپکاوي د خپرولو وسیله ګرځي.

هغه ټینګار کوي چې اصلي ستونزه د افراطي شاتګپالو او ملي‌ضدو کړیو ترمنځ په پټه همکاري کې ده. د ده په وینا، که څه هم دا دواړه لوري په ظاهره یو د بل مخالف ښکاري، خو په عمل کې یو د بل بشپړوونکي دي او د یو بل له روایتونو تغذیه کوي.

فضل محمود فضلي وايي، ملي‌ضدې څېرې تر دې بریده رسېدلې چې هره ورځ د استعماري تاریخ‌لیکونکو لکه «الفنسټون» او «دوپري» له فکري پلویانو سره مرکې کوي، څو دا انګېرنه پیاوړې کړي چې افغانستان د منځنیو پېړیو هېواد دی او د فرهنګي، پوهنیز او تمدني پرمختګ وړتیا نه لري.

نوموړي همدارنګه ویلي، افراطي شاتګپالي او واکمنه ډله بیا په عمل کې د همدې ادعاوو د ریښتیا کېدو زمینه برابروي.

د فضلي په وینا، دا ډلې نه یوازې د ښځو او نجونو ټولنیز رول او زده‌کړې بندوي، بلکې د نارینه‌وو لپاره هم د زده‌کړې او آزاد فکر ساحه ورځ تر بلې تنګوي او د ښکلو هنرونو د له منځه وړلو لپاره سیستماتیک ګامونه اخلي.

د دغه پخواني چارواکي په اند، دا وضعیت په ګډه د افغانستان د بدنامولو، شاتګ او له نړیوال تمدن څخه د لا زیاتې انزوا لامل ګرځي.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي، په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ باید د خبرو له لارې، د سیمې د هېوادونو په منځګړیتوب او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ضمانت، پرته له تاوتریخوالي او جګړې حل شي.

نوموړي وویل، هغه څه چې د پاکستان حکومت یې له افغانستان څخه د ترهګرۍ په نوم یادوي، تر ډېره په خپله پاکستان کې دننه موجود دي. د ده په وینا، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې خلک په زور له خپلو پلرنیو مېنو بې‌ځایه کېږي او په ورځنۍ کچه لسګونه کسان وژل کېږي، چې دا شمېر په کال کې زرګونو ته رسېږي. هغه دا د ترهګرۍ ښکاره بیلګه وبلله.

اڅکزي ټینګار وکړ چې که افغانستان ناارامه وي، نو د سیمې د ټیکاو تمه هم نشي کېدای.

محمود خان اڅکزی پرون په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزیسیون د مشر په توګه معرفي شو.

طالبان وایي، په پکتيا کې یې درنې وسلې او چاودېدونکي توکي نيول دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰

په پکتيا ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ د علي‌خېلو په سيمه کې يې د ترورېزم پر ضد مبارزې پر مهال د درنو وسلو لسګونه مرمۍ، ماينونه او چاودېدونکي توکي نيولي، چې د نامعلومو کسانو له لوري ځای پر ځای شوي وو.

د پکتيا امنیه قوماندانۍ ويلي، په نيول شويو وسلو او چاودېدونکو توکو کې د سپکو مرمیو ترڅنګ، ۱۷ فیره هاوان مرمۍ، ۲۳ عدده پرسونل ضد ماينونه، لسګونه کيلو ګرامه باروت او د هاوان سرګولولې شاملې دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه مرمۍ او چاودېدونکي توکي د نامعلومو کسانو له لوري مخکې ځای پر ځای شوي وو، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوي.

طالبانو نه دي ویلي چې ددغه چاودېدونکو توکو په تړاو کې څوک نیولي او کنه.