• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په روان کال کې مو څه باندې ۲۰ زره کسانو ته وړیا مسلکي زده‌کړې ورکړې دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزاررت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال له پیل څخه تر دې دمه یې له شل زره څخه ډېرو کسانو ته په وړیا توګه حرفوي او مسلکي زده‌کړې ورکړې دي. له دغه ډول مرکزونو فارغ شوي ځوانان بیا له دې شکایت لري، چې په دولتي ادارو کې ورته هېڅ ډول کاري زمینه نه‌برابرېږي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي، د یادې ډلې له لوري د حرفوي او مسلکي زده‌کړو پروګرام په لړ کې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه له شل زرو څخه ډېر کسان فارغ شوي دي.

ابراهیمي زیاته کړې: «هغوی چې له زده‌کړو څخه پاتې دي یا يي زده‌کړې نیمکړې دي او یا هم له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي او کوم مسلک او مهارت نه‌لري، په ټولو ولایتونو کې مو ورته د حرفوي او مسلکي زده‌کړو مرکزونه فعال کړي دي. خوشبختانه د روان کال له پیله تر دې دمه له شل زرو څخه ډېر کسان د حرفوي او مسلکي زده‌‌کړو له مرکزونو څخه فارغ شوي دي».

نوموړي ویلي، هڅه کوي چې یاد مسلکي کسان د کار په بازار کې د خپلو کاروبارونو څښتنان او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

له دغو مرکزونو یو شمېر فارغ شوي ځوانان بیا له دې شکایت لري، چې له مسلکي زده‌کړو سربېره ورته په دولتي بنسټونو کې کاري زمینه نه‌برابرېږي.

طالبان پر داسې مهال په یوه کال کې څه باندې شل زره کسانو ته د مسلکي حرفو له زده‌کړې خبر ورکوي، چې هېواد کې زرګونه مسلکي ځوانان له بې‌کارۍ څخه سر ټکوي او د کار په لټه هره ورځ پر ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته مخه کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې یو کس په دُرو وهلی دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د کابل ولایت لپاره د طالبانو د ښاري محکمې د درېیم زون د جزا دیوان د مسوولینو په وینا، دغه کس د جنسي تیري په تور په دُرو وهل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر یو کال او ۶ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د ښاري محکمې د درېیم زون د جزا دیوان دغه پرېکړه د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په کابل کې د شفیق مُرید روزنتون وتاړه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۴۴ GMT+۰

نوموتي سندرغاړي شفیق مُرید د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د ملا هبت‌الله په امر د هغه روزنتون تړلی او یتیم ماشومان او د روزنتون ټول وسایل یې د طالبانو تر کنټرول لاندې روزنتونونو ته لېږدولي دي.

شفیق مُرید نن (شنبه د مرغومي ۲۷مه) د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو دوه ورځې مخکې په کابل کې د نوموړي اړوند د «رایان چلډرن» په نوم روزنتون تړلی دی.

نوموړي ویلي، چې طالبانو له کومې مخکینۍ خبرتیا پرته ټول یتیم ماشومان او د روزنتون وسایل د طالبانو تر کنټرول لاندې روزنتونونو ته لېږدولي دي.

مُرید زیاته کړې: «پرته له هر ډول مخکینۍ خبرتیا او یا هم کوم مکتوب، دولتي چارواکي زموږ روزنتون ته راغلل او موږ ته یې وویل، چې د امیرالمومنین د فرمان له‌مخې، ټول خصوصي یتیم خانې باید د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي».

شفیق مُرید ویلي، چې د رایان له روزنتون څخه د طالبانو تر کنټرول لاندې روزنتونونو ته د ماشومانو د انتقال په اړه یې د ماشومانو خپلوان خبر کړي او هغوی بېرته خپل ماشومان له ځان سره بېولي دي.

نوموړي د روزنتون د۲۵ کارکوونکو د بې کاره کېدو او د یتیم ماشومانو د بې برخلیکۍ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

شفیق مُرید ویلي، که څه هم طالبانو یې د روزنتون دروازې تړلي، خو د دوی د فعالیتونو او مفکورې دروازې به تل پرانېستې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د خیریه بنسټونو پر فعالیتونو هم بندیز لګولی و.

طالبان وايي په افغان خاوره کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ۷۵ سلنه چارې بشپړې شوې دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې د افغانستان په خاوره کې ۷۵ سلنه بشپړې شوي او د ۲۰۲۷ کال تر پایه به یې ټولې چارې بشبړې شي. په دې پروژې سره د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته لېږدول کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حقپرست ویلي، چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

نوموړي ویلي:« د هېواد په شمال، شمال ختیځو او ختیځو ولایتونو کې د کاسا ۱۰۰۰ سیمه ييزې لویې پروژې چارې شاوخوا ۷۵ سلنه ترسره شوې دي او پاتې چارې یې په درېیو لاټونو کې په چټکۍ سره رواني دي».

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د تاجکستان او قرغزستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.

له دې سره سم، صنعتکاران او د انرژۍ برخې کارپوهان وايي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په بشپړېدو سره افغانستان د برېښنا د صنعت پر څلور لارې بدلیږي او دننه افغانستان کې به هم ترې غوره ګټه پورته شي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي:«که سړې خونې وي، که صنعت وي او که نورې برخې وي نو ښه اقتصادي بدلون به رامنځته شي».

په دغه پروژه کې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا برېښنا سویلي اسیا ته لېږدول کېږي او په کلني ډول به د۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت ولري.

طالبانو ویلي، چې د کاسا ۱۰۰۰ له پروژې څخه به افغانستان هر کال ۶۰ میلیونه ډالره ټرانزیټ فیس ترلاسه کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له‌مخې، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې راټولې کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۳ میلیونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. نړۍوالو بنسټونو تر دې مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه یې د روغتیايي خدماتو پرمهال د راټولو کړو شمېرو له‌مخې، ۳ میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي: « د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د ځینو نړۍوالو ادارو له‌خوا داسې اټکل شوی و، چې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي، خو د ۲۰۲۵ کال په پای کې زموږ د شمېرو له‌مخې، په ټول افغانستان کې ۳ میلیونه ماشومان او ښځې پر خوارځواکۍ اخته دي».

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له دې ډلې څخه ۷۰۰ زره یې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

شرافت زمان زیاته کړې: «په دغو ناروغانو کې ۱،۳ میلیونه یې پر متوسطې خوارځواکۍ اخته دي او ۷۰۰ زره یې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته دي».

روغتیا پالانو پاکوالي ته نه‌پاملرنه، د واکسین نه‌تطبیق، د سالمو خوړو نه‌کارول او ماشومانو ته د مور د شېدو نه‌ورکول په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د رامنځته کېدو لاملونه بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مرغومي په ۲۱ د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت مخ په خرابېدو دی او له همدې امله هره ورځ مېندي او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي کلینیکونو ته ورځي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ډاکټران د روغتیا معماران بللي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل طبي پوهنتون کې جوړې شوې ناسته کې ویلي، چې هیله لري د دغو استادانو په په واسطه په صحي میدان کې نور هم قوي، پر ځان بسیا او له پردیو مستغني شو. نوموړي ډاکټران د صحت معماران او د روغتیا د سنګر اتلان وبلل.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن یکشنبه، د مرغومي پر ۲۷مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یاد وزارت وزیر د پوهنتون استادانو او ډاکټرانو څخه وغوښتل، چې په خپل مسلک کې د نویو څېړنو تر سره کولو ته توجه زیاته کړي.

نوموړي له طبي استادانو وغښتل، چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې په برخه کې له ټول ځواک څخه کار واخلي او د پوهنتون مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو د عملي کار لپاره لابراتوارونه غني کړي.

ندا محمد ندیم له مشرانو ډاکټرانو غوښتي، چې د ځوانو ډاکټرانو ملاتړ وکړي، لارښوونې ورته وکړي او ښه یې اماده کړي، ځکه دا د روغتیا په برخو کې د سبا ورځې مسوولین دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د بیا ځلي راتګ سره دې ډلې د عصري علومو پرځای دیني علومو ته زیاته توجو کړې ده او نژدې ۲۲ زره مدرسې جوړې کړي دي خو د نجونو پر مخ له شپږمه پورته زده کړې بندې کړي دي.