طالبانو د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک له رغنیز شرکت څخه غوښتي چې ماشینري زیاته کړي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل ـ جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له قراردادي شرکت څخه یې غوښتي، چې د چټکتیا په موخه دې د ماشینرۍ شمیر زیات کړي. دوی زیاتوي اوس مهال د یادې لویې لارې د ۲۲ کیلومتره سرک رغنیزې چارې روانې دي او ۷۰ عرادې ماشینري په کار بوخته ده.