• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

د پاکستان حکومت د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي، په خپل لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته کړکېچ باید د خبرو له لارې، د سیمې د هېوادونو په منځګړیتوب او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ضمانت، پرته له تاوتریخوالي او جګړې حل شي.

نوموړي وویل، هغه څه چې د پاکستان حکومت یې له افغانستان څخه د ترهګرۍ په نوم یادوي، تر ډېره په خپله پاکستان کې دننه موجود دي. د ده په وینا، د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې خلک په زور له خپلو پلرنیو مېنو بې‌ځایه کېږي او په ورځنۍ کچه لسګونه کسان وژل کېږي، چې دا شمېر په کال کې زرګونو ته رسېږي. هغه دا د ترهګرۍ ښکاره بیلګه وبلله.

اڅکزي ټینګار وکړ چې که افغانستان ناارامه وي، نو د سیمې د ټیکاو تمه هم نشي کېدای.

محمود خان اڅکزی پرون په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزیسیون د مشر په توګه معرفي شو.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

سنټکام د امریکا او پاکستان د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرین د پای خبر ورکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۰

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد ګډ پوځي تمرین پای ته رسېدلی دی. سنټکام ویلي، دا ډول تمرینونه د امریکا او پاکستان ترمنځ پخوانۍ دفاعي اړیکې لا پیاوړې کوي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د جمعې په ورځ، د مرغومي په ۲۶مه، په اېکس پاڼه د امریکا او پاکستان د پوځي ځواکونو د ګډو تمرینونو انځورونه خپاره کړي دي.

سنټکام زیاته کړې چې دا تمرین د پلي پوځ د ګډو مهارتونو او تاکتیکونو او همدارنګه د ترهګرۍ ضد عملیاتو باندې متمرکز وه.

یاده دې وي چې، ورته یو بل ګډ پوځي تمرین تېر کال په خیبر پښتونخوا کې هم ترسره شوی و. پاکستان وایي، د دې تمرین موخه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچې لوړول دي.

طالبان وایي، په پکتيا کې یې درنې وسلې او چاودېدونکي توکي نيول دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۰

په پکتيا ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د ځاځي اريوب ولسوالۍ د علي‌خېلو په سيمه کې يې د ترورېزم پر ضد مبارزې پر مهال د درنو وسلو لسګونه مرمۍ، ماينونه او چاودېدونکي توکي نيولي، چې د نامعلومو کسانو له لوري ځای پر ځای شوي وو.

د پکتيا امنیه قوماندانۍ ويلي، په نيول شويو وسلو او چاودېدونکو توکو کې د سپکو مرمیو ترڅنګ، ۱۷ فیره هاوان مرمۍ، ۲۳ عدده پرسونل ضد ماينونه، لسګونه کيلو ګرامه باروت او د هاوان سرګولولې شاملې دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه مرمۍ او چاودېدونکي توکي د نامعلومو کسانو له لوري مخکې ځای پر ځای شوي وو، خو د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او ترلاسه شوي.

طالبانو نه دي ویلي چې ددغه چاودېدونکو توکو په تړاو کې څوک نیولي او کنه.

ملګري ملتونه: په تېرو څلورو میاشتو کې پاکستان تر ۱۳۰ زرو زیات افغانان نیولي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په تازه ګډ راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او توقیف لړۍ د جنورۍ په میاشت کې ۱۸ سلنه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د جنورۍ په لومړیو اونیو کې د افغانانو نیول د تېرې اونۍ په پرتله ۱۸ سلنه زیات شوي دي. د جنورۍ له لومړۍ تر لسمې پورې، تر ټولو ډېرې نیونې په چاغي، پشین او د اسلام‌اباد د پلازمېنې په شاوخوا کې ثبت شوې دي. په همدې موده کې، ۷۳ سلنه نیونې په بلوچستان ایالت او ۱۶ سلنه په اسلام‌اباد کې شوې دي.

راپور څرګندوي چې د (ای سي سي کارت) لرونکي او بې‌اسناده افغانان د ټولو نیول شویو کسانو ۸۷ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې د ثبت سند (پي او ار کارت) لرونکي افغانان ۱۳ سلنه برخه لري.

د یونسیاراو د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۱۰مې پورې، په ټولیز ډول ۱۳۰ زره او ۹۹۹ افغانان په پاکستان کې نیول شوي یا توقیف شوي دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې ثبت شوې چې ۶۸ سلنه جوړوي، ورپسې اسلام‌اباد په ۱۹ سلنه، خیبرپښتونخوا په ۶ سلنه، پنجاب په ۴ سلنه او سند په ۳ سلنه کې ځای لري.

دغه بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې افغانان باید له اسلام‌اباد او راولپنډۍ څخه ووځي، کنه د جبري ایستلو له خطر سره به مخ شي.

په اپرېل میاشت کې د «ناقانونه بهرنیو وګړو د ستنولو پلان» دویم پړاو پیل شو چې د «ای سي سي» کارت لرونکي افغانان هم پکې شامل و. همداراز په جولای کې د رسمي فرمان له لارې د «پي او ار » کارت لرونکو د ایستلو بهیر پیل شو او د سپټمبر لومړۍ نېټه ورته وروستۍ نېټه وټاکل شوه.

بلخوا، د سره صلیب نړیوال فدراسیون د وضعیت ارزونې له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د نومبر تر پایه پورې، له ایران او پاکستان څخه تر ۵.۲ میلیونو زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې دا یو بې‌ساری بهیر بلل کېږي او له سخت بشري بحران سره مخ افغانستان باندې یې فشارونه لا زیات کړی دی. یوازې له ایران څخه تر ۳.۶ میلیونو زیات افغانان راستانه شوي چې له دې ډلې ۱.۲ میلیونه یې په جبري توګه ایستل شوي کسان دي.

په پنجاب کې د دوړو او ککړې هوا له امله د یو ټرک لوېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پنجاب ایالت په سرګودې سیمه کې د د دوړو او ککړې هوا له امله یو ټرک موټر تشې ویالې ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۴ کسان مړه شوي او څو نور ټپیان دي. د معلوماتو له‌مخې، د پېښې پر مهال ۲۳ کسان په ټرک کې سپاره وو.

عیني شاهدانو ویلي، موټر چلوونکي پر سړک د سختو دوړو او لړې له امله لاره نه لیدله او موټر یې له کنټروله وتلی و او بیا یوې ویالې ته لوېدلی.

د ژغورونکو ځواکونو د راپور پر بنسټ، ۷ کسان د ټرک لاندې بند پاتې شوي او د پېښې په ځای کې یې ساه ورکړې ده. د ژغورنې ډلې د قربانیانو جسدونه او همدارنګه سخت ټپیان د «ټي‌اېچ‌کیو» روغتون ته ولېږدول، خو هلته د درملنې پر مهال نور ۷ کسان هم مړه شول.

ویل کېږي، چې د دې پېښې ښکار شوي کسان د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په سفر روان وو.

طالبانو په هرات کې د طب محصلین په زور اړ کړي چې خپلې نېکټايۍ لرې کړي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیو کې ښکاري، چې طالبانو په هرات کې د طب پوهنځي د زده‌کړیالانو د فراغت په غونډه کې زده‌کړیالان اړ کړې، چې خپلې نېکټايي لرې کړي. دغه پېښه د جمعې په ماښام د هرات ښار په یوه تالار کې شوې ده.

په ترلاسه شوې ویډیو کې ښکاري، چې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي نږدې پنځوس زده‌کړیالانو نن په یوه تالار کې د خپل فراغت مراسم په داسې حال کې ترسره کول چې سلګونه نور کسان هم تالار کې وو. په دغه ویډیو کې لېدل کېږي، چې یو وسله‌وال کس چې د امربالمعروف یونیفورم یې په تن دی، د سټیج په لور ور روان دی او درې نور وسله‌وال کسان هم له سټیج څخه ښکته ولاړ دي.

د ویډیو له‌مخې، د مراسمو کوربه چې د افغانستان د راتلونکي او په هېواد کې د لوستو کسانو د رول په اړه وینا کوي، خو د وسله‌وال طالب له‌خوا یې په وینا کې مداخله کېږي. وروسته کوربه له زده‌کړیالانو څخه غوښتنه کوي، چې له سټیج څخه ښکته شي.

په ویډیو کې ښکاري، کله چې زده‌کړیالان له سټیج څخه ښکته کېږي، نو طالبان یې اړ باسي چې خپلې نېکټايۍ لرې کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې شاوخوا دوه زره کسان د یادې پیښې شاهدان وو.

دا پېښه پر داسې مهال شوې، چې په وروستیو ورځو کې طالبانو په هرات کې پر خلکو نوي بندیزونه لګولي دي او یادې ډلې تېره اوونۍ تازه په هرات ښار کې له ښځو او نجونو سره د حجاب په نامه سخت چلند پیل کړی او لسګونه ښځې یې په کوڅو او عامه ځایونو کې درولې او ځینې یې نیولې دي.