په پنجاب کې د دوړو او ککړې هوا له امله د یو ټرک لوېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پنجاب ایالت په سرګودې سیمه کې د د دوړو او ککړې هوا له امله یو ټرک موټر تشې ویالې ته لوېدلی، چې له امله یې ۱۴ کسان مړه شوي او څو نور ټپیان دي. د معلوماتو لهمخې، د پېښې پر مهال ۲۳ کسان په ټرک کې سپاره وو.
عیني شاهدانو ویلي، موټر چلوونکي پر سړک د سختو دوړو او لړې له امله لاره نه لیدله او موټر یې له کنټروله وتلی و او بیا یوې ویالې ته لوېدلی.
د ژغورونکو ځواکونو د راپور پر بنسټ، ۷ کسان د ټرک لاندې بند پاتې شوي او د پېښې په ځای کې یې ساه ورکړې ده. د ژغورنې ډلې د قربانیانو جسدونه او همدارنګه سخت ټپیان د «ټياېچکیو» روغتون ته ولېږدول، خو هلته د درملنې پر مهال نور ۷ کسان هم مړه شول.
ویل کېږي، چې د دې پېښې ښکار شوي کسان د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره په سفر روان وو.
